نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ددښمن په ليکو کې دماتې نغاره وغږېده !
Kamil
17.07.2011
دادی هغه شیبې هم راورسیدې چې له برلاسۍ او بري نه بغیر دیرغلګرې ناټو لښکرې له هیواده تښتې اونور په افغانستان کې نږدې تر یوې لسیزې تسلیحاتي مبارزې اودډیروځاني اومالي زیانونوترزغملو وروسته داهیوادپریږدي چې هم مهاله افغان مسلمان قام دخپلې آزادۍ په طبعي لارو ګامونه ږدي او دیوه روښانه سباوون په تمه دخپلواکۍ لومړنۍ شیبې لمانځي .
دوروستیوانکشافاتو په لړکې دناټو دعمده غړې په توګه دکاناډاهیواد بالآخره له افغانستان څخه خپل وروستی پوځي کنډک وایست او رسما یې په دې هیوادکې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه ،دکاناډا هیوادچې دیرغل په لومړیوکې یې په ډیرغروراوخوشحالۍ افغانستان کې د ولس ځپنې اواشغال لپاره دمیوندي حماسو کوراودتاریخ شاهکارجوړونکی کندهارانتخاب کړنن دادی کتل کیږي چې دحماسو په همدي کورکې یې دنوروولایتونوپه څیر د باتورو مجاهدینولخوادپوځي ماتې دزهرو ډک جام وڅښه اوداسې المناکه څپیړه یې پرمخ وخوړه چې دبیا لپاره به دې خاورې ته په کږوسترګوهم راونه ګوري .
کاناډا له هالنډ وروسته هغه دوهم هیواد دی چې ځان یې په افغانستان کې دناټودجګړایز ايتلافي میکانیزم له منځه وایست اود۲۰۰۲ کال نه راوروسته یې په وینولړلي پوځ ته دمه ورکړه ،ژمنه یې وکړه چې بیا به دې هیوادکې ددې ولس پرضد جګړه نکوي او پرمظلوم ولس به د۴۶اشرګړو(حشرګړو)له جنګي لیکې نه وځي یوازي څومحدودعسکر به دروزنکیو په بڼه دلته پریږدې اوبس .
دافغانستان اسلامي امارت هم په خپل فوري غبرګون کې دکاناډاددې اقدام هرکلی وکړاونورهیوادونه یې هم دې ته وهڅول چې ددې بې پایلې او بې هدفه جنګ نه ځان خلاص کړي او دامریکادغلامۍ جغ له اوږولیرې کړې .
خواصلاداهغه برخلیک دی چې دناټو دنوروغړوګانده ( راتلونکې ) هم ورسره تړلې ده اودکاناډاغوندې دنوروهغو لپاره هم ددې شرنوشت تمه کیدای شې .
لکه چې پخوامو ویلې اوس یې هم بیا یادونه کووچې افغانستان بایددکوم سیکولر ،لبیرالیست یاکوم بل غربي ماډل هیوادپه کنډه ونه تلل شي ځکه دلته عقیدوي ،کلتوري او فکري ارزښتونه تر بل هر یوه تفوق لري ،دلته دیني ارزښتونه ، حماسيات او داسلافو جهادي میړانې ددې وطن دبچیانومستقبل ټاکي اودې هیوادکې دیني اوافغاني اقدارتل ددې سبب شوي چې دخارجي یرغل ،تهذیب اوفکري ښکیلاک فلسفه دتوحیددګروهې په حرارت کې ذوب کړې اووارداتي افکاراوداشغال خوبونه بې تعبیره ثابت کړي .
اوس چې دهیوادپراشغال نږدې یوه لسیزه تیره شوې ده اوسپينې ماڼۍ دخپل دوه مخیز سیاست سره سره ظاهرا دپوځی انخلا چمتوالی پیل کړی ښایې چې دناټو نورغړې هم په مسؤلانه توګه دفوري انخلاتصمیم ونیسې اودکاناډاپه ګام ګام کیږدې اوافغانان نورپریږدې چې دخپل برخلیک ټاکلوپریکړه پخپله وکړي ،هر څومره چې داشغال لحظات اوږدیږې هماغومره دافغانانواو دغرب په ټولنوکې دیرغلګرونه دنفرت کچه لوړیږي اودلویدیځ په اوسیدونکیوکې دخپلو چارواکیو پرضددبغاوت څپې راجګیږي چې دزبادلپاره یې دامریکاد(یواس ټوډې )ورځپاڼې هغه نظرپوښتنه ، ښه بیلګه ده چې ۶۰سلنه امریکایانوورته ویلې وه چې له افغانستانه دخپلو عسکرو دفوري ایستلو غوښتونکي دې اونورنه غواړې چې عسکریې هلته ووژل شي .
دافغان مسلمان ولس پرعقیدوي اوجغرافیوي مورچل دغرب پوځي تیری هغه لوی تاریخي جنایت وچې دهلاکواوچنګیزخان دجنایاتو غوندې به یې تاریخ په خپله حافظه کې دتل لپاره وساتي اوراتلونکېونسلونوته به یې په میراث پریږدې .
نواوس که دناټوعسکرپه هره حیله اوپلمه په هیوادکې خپل پوځي شتون همیشنی کوي دتېرپه څیربه ډول ډول زیانونه ووینې خوداسلامي امارت دریځ پدې باب ډیرروښانه اوجوت دی او هغه هماغه دی چې د وروستي خارجی عسکرترایستلو پورې به دخپل ولس سره اوږه به اوږه ولاړوې او وسله وال جهادته به ادامه ورکوي انشاءالله تعالی
ّ
له الاماره نه
www.alemarah1.com
پتوال
18.07.2011
کامل خان ليکي :
[quote:c73a53d8fc]ښایې چې دناټو نورغړې هم په مسؤلانه توګه دفوري انخلاتصمیم ونیسې اودکاناډاپه ګام ګام کیږدې [color=blue:c73a53d8fc]اوافغانان نورپریږدې چې دخپل برخلیک ټاکلوپریکړه پخپله وکړي ،[/color:c73a53d8fc][/quote:c73a53d8fc]
د اشغلګرو وتل د خوشحالۍ خبره ده ، خدای دې نشت او نابود کړي، خودغه جمله هم دېره ګونګه او د افغان په لاس د افغان د وينو د رودونو خطر
په لمن کې رانغاړيې ، نو بايد چې لږ ه يې روښانه کړئ چې
افغانان نورپریږدې چې دخپل برخلیک ټاکلوپریکړه پخپله وکړي ، دغه پريکړه په زور، د تورې او توپک له لارې که د سولې او خپلمنځي خبرو له لارې ؟؟؟؟؟؟
که د زور، جنګ جګړې له لارې پريکړه کوي يعنې تر هغه وخته دې افغان د افغان په لاس ووژل شي تر څو چې يوه خوا غالبه او بله نابوده شي ؟؟؟؟
آيا همدا غواړئ ، که يې نه غواړئ ددغه ناوړه بديل مخه څنګه نيسئ ؟؟؟؟؟؟ او د سولې له پاره کومه لاره لرئ ؟؟؟؟؟؟؟ او که د جګړې لار غواړئ نو د افغان د وينو د سيلاب بهولو په جنايت هم وياړئ چې
له افغانستان څخه ددنيا ستره هديره جوړه شي او د يو څو طالبانو يا شمالي تلوالې څو جنايتکارانو حاکميت پرې برقراره اوسي ؟؟؟؟؟؟؟
آيا ځان په دغسې پايله کې شامل بولئ ؟؟؟؟؟ که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
شبيراحمد
19.07.2011
سلامونه
پتوال صيب جمله هيڅ ګونګه نه ده تاځان کوڼ کړی دی.
مطلوب دبرخليک ټاکلوپرېکړه ده، که چاسوله غوښته اواسلامي نظام يې قبلاوه ښه ترښه ګني دزورله لاري به يې پرې قبلوي.
که قبول يې نه کړي ته څه وايې چې څه بايدورسره وشي؟؟؟
په داسي حال کي چې دمسلماني دعوه موترهرچازياته ده خوعمل مودنشت برابردی.
مننه
larghonay laraway
19.07.2011
السلام عليکم!
د بهرنيانو وتل، د اوسني حکومت له منځه وړل او په افغانستان کې جګړه بنديديل د هر افغان او مسلمان هيله او ارمان دی خو د ملاعمر له ډلې دې څوک دا تمه نه کوي چې کوم نظام دې رامنځته کړي او يا دې اسلام ته بنسټيز خدمت وکړي.
د يوې ډلې مشر چې انپړ وي نو هغه باور وکړه که يا د دين وي او يا هم د دنيا!
که د افغانستان مسلمان او پر دين مين خلک يا د طالبانو شعوري او دينپوهه خلک غواړي چې په افغانستان کې اسلامي نظام جوړ کړي او قدرت ته ورسېږي نو د طالبانو په پخوانۍ او اوسنۍ ستراتيژۍ کې بايد بشپړ بدلون راولي.
طالبان بايدپه چارو کې د بې سوادانو رول او اغېز له منځه يوسي!
ديني او عصري زده کړې ته بايد ډېره پاملرنه وکړي!
ځان بايد د نړۍ د اسلامي غورځنګونو سيال کړي! تاسو وګورئ د القاعده مشران له لوړو لوړو پوهنتونونو فارغ دي چې ښه مثال يې ظواهري دی خو ملاعمر خپل لمونځ هم په سمه توګه په جهر نه شي ویلی.
طالبان بايد له نړيوالو هيوادونو سره ځان د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګولو جوګه کړي!
طالبان بايد شعوري مبارزه وکړي، نه د اوس په څېر چې پاکستانيان ورته وايي په افغانستان کې پول، پولګی، ښوونځی او انسانيت وسوزوه او دوی هم په وحشي توګه لګيا دي!
او په لسګونو خاميانې دي چې طالبان حتی د يو اسلامي، شعوري او سياسي تنظيم، غورځنګ يا ډلې په توګه چاته ځان نه شي ورپېژندی!
نو که طالبان دا کار وکړي بيا که قدرت ته ورسي او کنه نو خپل وجدان او د نړۍ مسلمانانو ته لږ تر لږه ځواب ولري!
او کامل صيب چې چاته د دښمن خطاب کوي، عام خلک يې نه شي منلی!
ځکه چې د کرزي او ملاعمر ډله له يوه اخوره تغذيه کېږي او طالبان چې د کومو کړنو مسؤوليتونه په غاړه اخلي، په دې هم اوس ټول خلک ښه پوهېږي چې طالبان دروغ وايي، ذبيح الله مجاهد او قاري يوسف احمدي د پنټاګون په ګټه مسؤوليتونه په غاړه اخلي چې انشاء الله د دروغو د مسؤوليت پنډونه به يې په قيامت کې ورمېږ ورمات کړي!
پتوال
19.07.2011
سلامونه !
شبيراحمد خان ليکلي :
[quote:4d6e050cc3]مطلوب دبرخليک ټاکلوپرېکړه ده، که چاسوله غوښته اواسلامي نظام يې قبلاوه ښه ترښه ګني دزورله لاري به يې پرې قبلوي.
که قبول يې نه کړي ته څه وايې چې څه بايدورسره وشي؟؟؟ [/quote:4d6e050cc3]
د حضرت مجددي نظام اسلامي و ، چا چې ونه مانه بايد تر پايه پورې ورسره جنګېدلی ړای ؟
د رباني نظام هم اسلامي و، نو چا چې نه مانۀ بايد تر پايه پورې ور سره جنګېدلی وای؟
که داسې وای نو طالبانو ته به هډو نوبت هم نه و رارسيدلای ځکه ټولو بايد د مجدي صيب د اسلامي حاکميت دفاع کړی وای ،
د خواجه يين رباني د اسلامي حاکميت دفاع بايد تر اوسه روانه وای ؟؟؟
څنګه چې دطالبانو، رباني ، مجددي او ګلبدين هر يو خپل نظام اسلامي ګڼي نو دا جنګ او جګړې بل څوک کوي ؟؟؟ او د څه له پاره يې کوي ؟؟؟؟؟
جنګ جګړې خوهمدوی چې ځانونو ته اسلامي رهبران وايي کوي، آيا دوی مسلمانان نه دي کافران دي ؟
او يا د څه له پاره چې جنګيږي هغه اسلام نه دی ؟ صرف قدرت دی ؟؟؟؟؟ اسلام يې تش پلمه ده ؟؟؟؟ بيا نو په دې قدرت کې يې بهرني حاميان ورسره شامل دي او ټيک د کمونستانو
په شان پر هيواد د پردي قدرت لمن غوړوي او په زور يې خپل داخلي حريف (افغانان) او ټول آزاد افغان ملت د اسلام په پلمه ځپي !
نو د کرزي د ګوډاګي افغاندوښمنه رژيم په څير دې بيا د ملت پر دغه دوښمنانو هم لعنت وي !
noorzaiJahani
21.07.2011
آیا دا تاسو ته بریالیتوب نه ښکاري افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد امنیت په غاړه اخلي او بهرني ځواکونه مخ پر وتلو دي؟ دیر پخوا نه، بلکي لس کاله مخکي افغانستان د نړیوال تروریزم لخوا یرغمل شوي هیواد و، او د افغانستان ملی فوځ د کورني جګرو په اوږدو کي په مطلق ډول له منځه تللی و.
نړیوال هیوادونو لس کاله مخکي کله چي ترهګرو د نیویارک په بیګناه انسانانو ترهګریز برید ترسره کړ،نړیوال د طالبانو دیکتاتوریشپ په خلاف متحد شول او د طالبانو ریژیمي نسکوړ کړ، او په ځاي د افغانستان اسلامي حکومت د افغانانو په خوشه تاسیس کړ. نن افغانستان یو مسلکي ملی اردو او فوځ لری چي شمیري دوه سوه زره ته رسیږی او اټکل کیژی دغه شمیر تر ۲۰۱۴ کاله پوري اوچټ شي.
قدرمنو لوستونکو، آیا دا زموږ ، ستاسو او د تولو هیله نه ده چي یو روز افغانستان خپل له ځانه بشپړه مسلکي اردو ولري، او نړیوال ځواکونو ته هیڅ اړتیا نه وي؟
دا دیر د خندا وړ خبره ده چی اوس ځیني کسان د طالبانو سره په ګده دا ډول تبلیغات خپره کوي او واي چي د امریکا د ځواکونو وتل نړیوال ځواکونو ته شکست دی ، په داسی حال کي چي تاسو ته معلومه د کله چي د امریکا ولسمشر اوباما د اضافه سرتیرو استول افغانستان ته تیر کال اعلان کړ داخبر يي واضح کړ چي زموږ د ځواکونو ځیني برخه به د ۲۰۱۱ کال جولای میاشتي په پایله کي خپل هیواد ته بیرته راستانه شي.
که طالبان په بیګناه ملکي وګړو د بریدونو څخه خپل په بریا کي یاده ونه کوي، طالبانو ته دا باید ور په یاد کړو چي افغانانو خپل د هیواد د آرامي او صلح په لیاري کي د تاریخ په اوږدو کي دیر قربانی ورکړی دی او د افغانستان نوي اردو او پولیس د هغه یو بیلګه ده. دوستانو تاسو ته د دی وبلنه در کوم چي لاندنی ویدیو ته ځیر شي، په دي ویدیو کي د دایکندی ولسي وګرو خپل په ولایت کي د طالبانو پر وړاندي پاسون کړی دي.
http://www.youtube.com/watch?v=-LYJXm4DyCg&feature=youtube_gdata
دي خلګو د طالبانو په وړاندي ځکه پاسون وکړ چونکه طالبانو د دوي په سیمه کي عامه خدماتو ته اجازه نه ورکوله. طالبانو ښوونکو ته اجازه نه ورکول چي ماشومانو ته سبکان ورکړي. د سیمي اوسیدونکي واي چي طالبانو پرمختګ ته اجازه نه ورکول. هغوي غواړي چي د افغانستان ولس د هغوی غلامي وکړي خو موږ غلامي د طالبان نه منو او د هغو په وړاندي خپل پاسون تر ټل پوري جاری ساتو، داخبري د دایګندی اوسیدونکي ویل.
دوستانو د امریکا مرکزي اداره د کانداي ځواکونو لخوا خبري کولای نشي، خو دومره باید و وایو چي د کانادا هیواد زموږ تل پاتي ملګري د تروریزم ضد ګده جګړه کي دي او دافغانستان د ملی فوځ په جورښت کي راسره شریک دی. د امریکا متحده ایالاتو حکومت د افغان ملت سره تر هغه پوري اوږه په اوږه کار کوي ترسو د افغانستان لپاره د طالبانو تول ګواښونه لمنځه تللي وي او د طالبانو بیرته راتلل ناممکن وي.
..Ahmadzai
21.07.2011
...........................؟؟؟
..Ahmadzai
21.07.2011
نورزی جهانی ته خو برملا دخلکو سترګو کې خاورې شیندې، ډیر سپین سترګی یې
کوم آمنیتی ځواکونه آو کوم أمنیت، دروغ خو هم یو حد لري، ټول په تیښته یئ، میدانونه تخلیه کوئ، نور نو ماته څنګه وي، لس کاله مو تیرکړل خو پرته له مرګه أو وحشت څخه مو نور څه نه خلکو ته راوړل أو نه په لاس درغلل.
داسې خلک هم سته چې میرمن یې په پارلمان کې وکیله وي أو پخپله ښه غټ ډالر خور وي، أو ځان ته ډیر پوه أو هوښیار وایي، أو د پښتو پښتو چغې هم وهي، هغه کله د ملا صاحب أمارت آو یاد طالبانو حاکمیت منلی سي.
خو طالبان راروان دي نن دی که سبا، سر له ننه نور ځان أو ښځو ته مو یو ښه خوندي ځای پیداکړي چې لاس یې درونه رسیږي.