نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د پاکستانې ملیشه، پولیسو ، او پوځیانو ویشتل د صوات د طالبانو په وسیله، ویډیو
طالب ISI
16.07.2011
http://www.liveleak.com/view?i=1c4_1310684156
که دې ویډیو ته ځیر شو، نو ګورو چې څو میاشتې مخکې پاکستانې پوځیانو هم ځینې د صوات خلک شهیدان کړل،همداسې یې کتار درولي وو.
خو نن طالبانو خپل قصد ترې واخیست.
خو که خالصې ګټې ته وګورو اوله ویډیو او دوهمه کې دواړو کې پښتانه ووژل شول، او که پنجابیان هم وي، بیا هم مسلمانان دي.
دغه ټوله نخره، د پاکستان پوځ او ای،اس،ای روانه کړې، مړه کیږي، عام پښتانه یا بیا عام پنجابیان.
خدای پاک د دغه جنګ نور ختم کړي.
ویښ
17.07.2011
یا پاک خدای دي وحشت ته ګوره. خدای تعالی دي هغه کسانو ته سزا ورکړي چي زموږ خوار مظلوم قوم باندي ظلم روا کړی دی. هريخوا ته چي ګوري پښتون غریب تباه کیژي. زما خو په دي ویدیو کي هغه کس چي تقریر کوي سخت ورته مغزه خراب شول. که داسي نا هله دین څخه بی خبره کسان جنت ته ځي زما خو د هغه جنت د تلو څخه همدا اوس توبه وکړه. څښتن تعالی څخه غواړم چي دا طالبان او توپکیان د دین دښمنان دي خپل په قهر او غذب ګرفتار کړي. آمین...
Re: د پاکستانې ملیشه، پولیسو ، او پوځیانو ویشتل د صوات د طالبانو په وسیله، ویډیو
قادر خان
19.07.2011
[quote:759a1cccec="shaheer"]http://www.liveleak.com/view?i=1c4_1310684156
که دې ویډیو ته ځیر شو، نو ګورو چې څو میاشتې مخکې پاکستانې پوځیانو هم ځینې د صوات خلک شهیدان کړل،همداسې یې کتار درولي وو.
خو نن طالبانو خپل قصد ترې واخیست.
خو که خالصې ګټې ته وګورو اوله ویډیو او دوهمه کې دواړو کې پښتانه ووژل شول، او که پنجابیان هم وي، بیا هم مسلمانان دي.
دغه ټوله نخره، د پاکستان پوځ او ای،اس،ای روانه کړې، مړه کیږي، عام پښتانه یا بیا عام پنجابیان.
خدای پاک د دغه جنګ نور ختم کړي.[/quote:759a1cccec]
انا لله و انا اليه راجعون. الله دې په ټولو مسلمانانو خپل رحم وکړي، د انسان وينه له اوبه څخه هم ارزانه شوه.. څوک ئې د اسلام په نامه تويوي او څوک د ترهګرۍ په نامه. دا څنګه مسلمانان دی؟ یا الله ته په خپله د نړۍ ټول بیګناه مسلمانان د دوی له شر څخه وساته، آمین یارب العالمین.
والسلام،
قادر خان
noorzaiJahani
22.07.2011
عزتمندو، آیا د دغه بی دفاع انسانانو وژل په دا ډول بی رحمي سره چیرته او یا هم کوم کتاب کي جواز لري ؟ دا ډول سلوک د اسیرانو سره یوازي طالبان کولای شی. د اسیرانو لاسونه شاته ور وتری او بیا یی په داسي بی رحمی سره و وژني. بیا په دیر ویاړ سره ورڅخه ویدیو اخلي لکه دا چي یو شاهکاري کړی وي. طالبانو د اسلام له نامه څخه په سوّ استفاده روزانه بیګناه انسانان وژني او یا خو هم تهدیده وي. د امریکا او د هغي د ملګرو جګړه د هغه طالبانو سره ده، کوم چي معصوم ځوانان د بیلا بیلو تکتیکونو په واسطه ځانمرګي بریدونو ته تشویق وي، ځيني وخت خو داسي هم سوي دی چي طالبانو د دغه ماشومانو کورنیو ته ګواښ کړي ترسو ماشومان مجبور دي ته کړي چي ځان وژونکي بریدونه ترسره کړي. زما په نظر قدرمنو د دي ظالم طالبانو په خلاف باید یو عمومي آواز وچت شي او د افغانستان ولس د دي مصیبت څخه آزاد شي.
-
22.07.2011
هغه متل به دې اوریدلی وي چې په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي، او بیا په انقلاب کې خو ډیره مشکله ده چې په ویش کې عدل وشي او هر چاته خپله-خپله برخه حلوا ورسیږي.
نو صیب اوس هم انقلاب دی، استعمار دی، د شپږڅلویښتو هیوادونو اشغال دی، نو حالات ډیر ترینګلي دي صیب دا طالبان اوس هم ښه دي چې ددومره راز-راز خنډونو باوجود یې تر یوه حده په منظمه توګه خپل سپیڅلی ملي مقاومت روان کړی دی. یو خو د جنګ په حالاتو کې بې هغې اعصاب نورمال نه پاتې کیږي نه ګورې چې حتی د ایساف او ناټو ځواکونو په کراتو مراتو ولسي خلک شهیدان کړي یا به یې قصدا او یا سهوا شهیدان کړي خو ته وايې چې سهوا دا کار شوی. نو دا طالبان اوس هم ښه دی که فرضا د طالبانو سره د امریکایانو په څیر امکانات وای خو دوی به هم د ګوانتانامو، بګرام، ابو غریب، کندهار او نورو پټو او ښکاره زندانونو په شان زندانونه جوړ کړی وی او د امریکایانو په شان به یې د جنګي اسیرانو سره قانوني (؟)، حقوقي (؟) چلند کاوه او لکه امریکایان چې د بګرام، ګوانتنامو، ابوغریب بندیانو ته حتی د ځان د فاع حق هم ورکوي او بندیان کولی چې مدافع وکیل ونیسي طالبانو به هم همداسې یو زندان جوړ کړی وی او دا اوسنی چلند به د جنګي اسیرانو نه کیده، خو نشته ورسره امکانات... ته ووایه چې بیچارګان څه وکړي د جنګي اسیرانو سره... خو حتما به یې وژني نو څه پرې وکړي.. که نه نو د طالبانو زړه هم غواړي چې د بندیانو سره هغسې قانوني چلند وکړي چې امریکایان یې په ګوانتنامو، بګرام او ابو غریب کې د بندیانو سره کوي او د هیچا څخه پټ نه دي.
نو نورزیه په دې شیانو کې ډیر چورت مه وهه.. دا راځي په جنګي او استعماري حالاتو کې.. او بیا خو چې د (افغانانو) په څیر ولس د اشغال تر ګواښ لاندې راشي نو اوهووووو هو... بیا دې ورته خدای ټینګ کړه نورزیه اخیر افغانان دي!! طبعا نو ددوی سره په جګړییزو حالاتو کې خو به عسکري تیروتنې د نورو ولسونو څخه فرق لري او که به یې نلري؟
خو بیا دې هم د طالبانو کور اباد وي چې ددومره رنګارنګ چلنجونو سره-سره که له یوې خوا د اشغالګرو څخه د هیواد د ازادۍ دروند مسئولیت ورترغاړې دی، له بلې خوا یې همیشه په خپلو صفونو کې د دارنګه ناوړه کارونو پر ضد د مبارزې ګام اوچت کړی او تر خپله وسه د مخنیوي کوښښ کړی. که زه د طالبانو په ځای وی زما به په اوس وخت کې اولنی او اخیرنی هدف د اشغالګرو سره مبارزه وه او بس. خو خیر دې یوسي طالبان چې په دې عصیبو شرایطو کې بیا هم د دا ډول کارونو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.
د خپلواک، آزاد، او یو موټي افغانستان په هیله
او د یو اسلامي حکومت د بیا راتلو په آرمان
-
23.07.2011
دا لینک هم وګوره:
http://nunn.asia/index.php?option=com_content&view=article&id=4073:2011-07-23-09-49-28&catid=311:reports-and-intervews&Itemid=569
اوس به نورزی فقط د ایساف ځواکونو د بښنې اعلامیه نشر کړي او بس.
wiesa
25.07.2011
سلامونه وومنې
دلته د پاکستان پوځ وګوري:
http://www.youtube.com/watch?v=OPK4N_Lg0ME&feature=related
monir
25.07.2011
مه کوه پر چا*** چې وبه شی پر تا