د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دنظام ياران اودهيواد د اشغال استدلال !

لړمون خوړينی
30.07.2004

دنظام ياران اودهيواد د اشغال استدلال !
په دې وروستيوکې چې دانتقالي اسلامي ادارې په ليکو اوترکيب کې څه بدلونونه راغلل ، يوشمير ياران په راتلونکيوټولټاکنوکې دسياليولپاره اويوشمير په نورو سياسي لاملونو له اوسنۍ ادارې څخه لرې شول . اوس دغه مرور اويا لرې شوي ياران دابابو لالې ډيرې غږوي چې هيوادنيول شوی او افغان چارواکي هسې په نامه دي ، ټول واک دبهرنيوپه لاس کې دی .
دغه استدلال هغه استاد رباني هم کاوه چې دلويو جرګوڅخه نيولې دپارلمان اويا ولسمشرۍ په وزلوبوکې يې فعال ګډون کړی او نن يې زوم دښاغلي کرزي دراتلونکي لومړي مرستيال په توګه کانديد دی .
دلته پوښتنه داده چې هيواد اوس نيول شوی چې په اصطلاح ياران داقتدار له کوڅو لرې شوي دي اوکه نه داپخوانۍ لوبه ده. ايا همدغه ياران چې نن دبهرنيو ځواکونو له شتون څخه سرټکوي دهمدغو بهرنيو لوريو دپيشمرګانو رول ادانکړ؟ ايا دوی وخت پروخت پردې اعتراف نه دی کړی ، چې دوی دنړيوالې ټولنې سره اوږه په اوږه کومې کارنامې ترسره کړي دي ؟ په هرصورت خبره اصلا ٌ داده چې پخپله دافغانانو دګډوډيو ، اختلافونو اوبې حسۍ له امله نن زموږ هيواد ديوه لابراتوار بڼه غوره کړې ده چې هرډول سياسي تجربې پکې کيږي .
کاشکې دغه د (( بهرني اشغال )) خبره ديوه ملي احساس پربنسټ وای . بيابه طبيعي وه چې ددې اوسنۍ وضعې دبدلون لپاره په ملي سطحه پخپله افغانانو يو حرکت پيل کړی و اوبلاخره به دسياسي ثبات او امن په راتلو نړيوالې ټولنې ته دپښو سپکولو خبره شوې وه .
بايد اعتراف وکړو چې اوس هم په سياسي چاپيريال کې مطرح لوري په ولس کې دبهرنيو ځواکونو له شتون نه سرټکوي خوپټ بياله هماغو حلقوسره دوفادارۍ په چنو وهلو بوخت وي .
بايدووايوچې اوسنی حالت دهيواد لپاره يوسپکاوی دی . بهرني پوځونه اونړيواله ټولنه چې په هرنامه دلته حضورلري دايونورمال او ايډيال حالت دی . دغه حالت بايد بدل شي، خودبدلون اساسي لاره يې داده چې لومړی پخپله افغانان په ملي روحيه سنبال شي . له وړوکيو شخصي ګټو اوداسې رقابتونو څخه تيرشي چې دپرديو په زور خپل ځپي . واقعاٌ په يولړ اصولو معتقد شي ، نه داچې که داقتدار چراغونه ورته بل شي په يوه روحيه وي اوکه ترې محروم شي بياپه بله .


Re: دنظام ياران اودهيواد د اشغال استدلال !

لونګين
30.07.2004

سلام لړمون خوړينه :oops:
که د رښتيا لړمون خوړين وي نو ماته احوال راکړه چې زه دوا درکړم او در وئيلږم او که سياسي
پرابلمونه وي نو ته بايد دنر په توګه په ميدان ورته ودريږی او دتل لپاره مسبت فکر وکړي اونوري
سياسي لاري غوري کړي٠
په ژړا او ځم ځم څه ﻻس ته نه راځي ستا ورور لونګين درباندی خپه کيږي او ستا او زما ګډ دښمنان
ډير در باندي مزي اخلي . .په باز خانه کې اوس باز نشته لږ نور هم صبر وکړه ٠ زمری چې دګيدړي
خاصيت ځان ته غوره کړي نو بيا زمری نشو او امکان هم نلري٠.
خدادوکړي چې خپه نشي او زما په مقصد پوه شي٠.

ټيټ مي مه بوله غورڅنک را باندي مکړه :?: :?: :?: زه په دي بيچارګي کې لوی کړنګ يم

په در ناوي

ستاسو لونګين

[quote:e363b9684c="لړمون خوړينی"]دنظام ياران اودهيواد د اشغال استدلال !

په دې وروستيوکې چې دانتقالي اسلامي ادارې په ليکو اوترکيب کې څه بدلونونه راغلل ، يوشمير ياران په راتلونکيوټولټاکنوکې دسياليولپاره اويوشمير په نورو سياسي لاملونو له اوسنۍ ادارې څخه لرې شول . اوس دغه مرور اويا لرې شوي ياران دابابو لالې ډيرې غږوي چې هيوادنيول شوی او افغان چارواکي هسې په نامه دي ، ټول واک دبهرنيوپه لاس کې دی .
دغه استدلال هغه استاد رباني هم کاوه چې دلويو جرګوڅخه نيولې دپارلمان اويا ولسمشرۍ په وزلوبوکې يې فعال ګډون کړی او نن يې زوم دښاغلي کرزي دراتلونکي لومړي مرستيال په توګه کانديد دی .
دلته پوښتنه داده چې هيواد اوس نيول شوی چې په اصطلاح ياران داقتدار له کوڅو لرې شوي دي اوکه نه داپخوانۍ لوبه ده. ايا همدغه ياران چې نن دبهرنيو ځواکونو له شتون څخه سرټکوي دهمدغو بهرنيو لوريو دپيشمرګانو رول ادانکړ؟ ايا دوی وخت پروخت پردې اعتراف نه دی کړی ، چې دوی دنړيوالې ټولنې سره اوږه په اوږه کومې کارنامې ترسره کړي دي ؟ په هرصورت خبره اصلا ٌ داده چې پخپله دافغانانو دګډوډيو ، اختلافونو اوبې حسۍ له امله نن زموږ هيواد ديوه لابراتوار بڼه غوره کړې ده چې هرډول سياسي تجربې پکې کيږي .
کاشکې دغه د (( بهرني اشغال )) خبره ديوه ملي احساس پربنسټ وای . بيابه طبيعي وه چې ددې اوسنۍ وضعې دبدلون لپاره په ملي سطحه پخپله افغانانو يو حرکت پيل کړی و اوبلاخره به دسياسي ثبات او امن په راتلو نړيوالې ټولنې ته دپښو سپکولو خبره شوې وه .
بايد اعتراف وکړو چې اوس هم په سياسي چاپيريال کې مطرح لوري په ولس کې دبهرنيو ځواکونو له شتون نه سرټکوي خوپټ بياله هماغو حلقوسره دوفادارۍ په چنو وهلو بوخت وي .
بايدووايوچې اوسنی حالت دهيواد لپاره يوسپکاوی دی . بهرني پوځونه اونړيواله ټولنه چې په هرنامه دلته حضورلري دايونورمال او ايډيال حالت دی . دغه حالت بايد بدل شي، خودبدلون اساسي لاره يې داده چې لومړی پخپله افغانان په ملي روحيه سنبال شي . له وړوکيو شخصي ګټو اوداسې رقابتونو څخه تيرشي چې دپرديو په زور خپل ځپي . واقعاٌ په يولړ اصولو معتقد شي ، نه داچې که داقتدار چراغونه ورته بل شي په يوه روحيه وي اوکه ترې محروم شي بياپه بله .[/quote:e363b9684c]


لړمون خوړينی
01.08.2004

سلامونه لونګين خانه !
وروره !
ماخو کله هم نه دي ژړلي اوانشاء الله تل به دميړه افغان په څير دهرغليم مقابله کوم......
لړمون مې دهيواد حالاتو خوړين کړی دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more