د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له ښونځیو او روغتونو وروسته د مدرسو بندول!

طالب ISI
16.07.2011

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=27857

په یوه بل ځای کې مې هم ذکر کړی، چې طالبان هغه چا ته ملا وایې چې د ای،ای،اس تر اغیزې لاندې مدرسې څخه فارغ شي، دا نور خو هیڅ هم نه ورته ښکاري.

ځکه خو یې په سلهاوو علما شهیدان کړل. اوس یې د وردګو په چک ولسوالی کې هغه مدرسې ته ګواښ کړی ، چې په غالب ګمان دولت جوړه کړې، ترڅو د هر ولایت طالبان په خپله ولایت کې مدرسې ته لاړ شي.



خـــــــــبرونه » راپورونه


طالبانو په میدان وردک ولایت کې مدرسو ته ګواښ وکړ
Saturday, 07.16.2011, 05:39pm (GMT)

تاند(شنبه/سرطان۲۵مه) د میدان وردک ولایت مقامات وايي چې سخت دریځو طالبانو په چک ولسوالۍ کې د دیني مدرسو د بندولو ګواښ کړی دی.

طالبان له تېرو اتو کلونو راهیسي په ښوونځیو پسې راخیستې او په مختلفو پلمو یې د هغو بندولو او سوځولو ته ملا تړلې وه خو دا لومړی ځل دی چې په یوه ولایت کې د طالبانو له لوري دیني مدرسو ته هم خبرداری ورکول کېږي.

د میدان وردک ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم طالبانو تېره اوونۍ د میدان وردک په جک ولسوالۍ کې دیني مدرسو ته خبرداری ورکړ چې تدریس ودروي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د معارف وزارت د دې لپاره چې د ګاونډي پاکستان په دیني مدرسو کې د دوی په وینا تروریستان او ځانمرګي روزل کېږي د ټولو ولایتونو په ولسوالیو او مرکزونو کې د دیني مدرسو او دارالعلمونو جوړولو کار تېز کړی او اوس تقریباً په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې مدرسې فعالې شوې دي.

د میدان وردک ولایت چارواکو په خپله خبرپاڼه کې د طالبانو دا اقدام غیرانساني ، غیر افغاني، غیر دیني او غیر اسلامي ګواښ بللی او هغه یې غندلی دی.د دغه ولایت په مطبوعاتي اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې دا د افغانستان د مسلمان ملت پر مخ د الله د معرفت پیژندنې د دروازو د تړلو په مانا ده.

د خبرپاڼې په دوام کې د طالبانو د دې اقدام دلایل او هدفونه په دې ډول څرګند شوي دي:

۱:غواړي د افغان دیني مدرسو دروازې د افغانانو پرمخ و تړي او د دیني مدرسو طالبان مجبوره کړي چې د دینی زده کړو لپاره چې د ولس یو له ضرورتونو څخه ده، د ګاونډیو هیوادونو مدرسو ته مخه کړي. څو له یو طرفه د هېواد پالنې مېنه په کې ووژني او له بل طرفه یې له هغو جاسوسي شبکو سره چې دوی روزي اړیکو جوړولو ته وهڅوي.

۲. له دې لارې غواړي خپل صفونه په کوچنیو طالبانو، هغه چې بل ملک ته د تللو توان نلري، تقویه کړي.

چک ولسوالۍ په وروستیو کې د طالبانو او حزب اسلامي د غړیو ترمنځ د خونړیو جګړو شاهده وه.


عنوان

bewatan
16.07.2011

دننګراهار دچپرهار په ولسوالې کې ې دجنکيو ښونځې چه فاطمه بيات جوړ کړې و هم تور سکاره کړل اوس به پتنګ واې چه داشغالګرو کار و ژوندې دې وې طالبان؟
دلته asi کار کوي دلته دحميدګل لاس دې
مرګ په asi پنجابېcai او ايرانې
مونږ يو ملې قيام غواړو او که نه ورکيږو


طالب ISI
16.07.2011

بې وطن صاحب اوس کله کله دا زړه راته وایې، چې دا غیر پښتانه ملامت نه دي،چې بیل وطن غواړي. ځکه دوی له هر چا سره ګذاره کوي. هغه ډیر اخوانی، هغه ډیر ملا یې نه د ښونځي مخالف دی، نه د ښځو د کار نه د تعلیم...

په پښتنو کې شاید ۱۰٪ طالبان وي، خو همدغه لس فیصده په پاتې ۹۰٪ حاکمان دي.
که دغه لس فیصده د حمید ګل زمریان غمه دغه پاتې پښتانه ونه خوري، نو تاجکان ، هزاره ګان، خو نه غواړي ددوی امرونه ومني.

اوس که بیات ټول ښونځي په غیر پښتنو سیمو کې جوړوي، نو بیا دا ۹۰٪پښتانه ګیله کوي، چې دوی بیات قوم پرست دی!

اوس که یې دغه ښونځي وسو، لاړ د شي، د حمید ګل څخه د دوره لکه ډالر راوړي، په ځای یې د بل ښونځی جوړ کړي، بیا هم خلک تر کړې ګناه ور تیر شي.

خو حمید ګل ولې په دوه لکه ډالر یو شل دانې نور ښونځې ونه سوځوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more