نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو پر طبیعي زېرمو د نړېوالو قدرتونو ترمنځ سیالي
م . ق
16.07.2011
[color=blue:873b388950][u:873b388950]اول زما تبصره :-[/u:873b388950]
د ازادي رادیو د لاندې راپور څخه دا ثابتیږي چې امریکا خپله پدې اعتراف کوي چې په سیمه کې جنګ د طبیعي زیرمو د قبضه کولو لپاره دی ، نه د تروریزم خلاف، تروریزم یوه بهانه ده، دا هماغه څه دي چې ما په خپلو مخکنیو لیکنو کې بیان کړي وو چې امریکا غواړي د تروریزم په نامه د منځنۍ اسیا په پراخو زیرمو خیټه واچوي.
ښکاره خبره ده چې د تروریزم خلاف جنګ په هغه صورت کې امکان لري چې په سیمه کې تروریزم موجود وي، چې تروریزم نه وي نو جنګ علیه تروریزم به څنګه تحقق ومومي.[/color:873b388950]
[url]http://pa.azadiradio.org/content/article/24267469.html[/url]
په نونسمه پېړۍ کې روسیې او برتانیا په افغانستان او منځنۍ اسیا کې د خپل نفوذ د ټینګولو لپاره د خطرناکو هڅو په ترڅ کې له یوبل سره پالواني کوله چې تراوسه د لویې لوبې په نوم یادیږي.
اټکل کېږي، چې افغانستان د میلیاردونو ډالرو په ارزښت او د منځنۍ آسیا هېوادونه ترهغه هم ډېرې طبیعي زیرمې لري. دا یوه لویه پانګه ده، چې لاس نه دی وروړل شوی.
خپرونه وړاندې لیکي، په داسې حال کې چې امریکا او چین له دې زېرمو څخه یوې ښایسته لویې برخې ته سترګې نیولي، خو ګاونډي هېوادونه ایران، پاکستان هند او روسیه هم خپله خپله برخه غواړي.
د ډېرو کارپوهانو په نظر د دې زیرمو د ترلاسه کولو لپاره جګړه له تروریزم سره د جګړې په څنګ کې همدااوس روانه ده، خو خپرونه د برلین د پرانیستي پوهنتون د سیاسي علومو د استاد توماس ګریفین له قوله لیکي، چې وايي، لاهم معلومه نه ده، چې په رښتیا د دې زیرمو اختیار له چا سره دی.
امریکا او چین د نړۍ پر طبیعي زېرمو د کنټرول هڅه کوي:
امریکا او چین له نژدې یوې لسیزې راهیسې د نړۍ د طبیعي زېرمو د کنټرول هڅه کوي خو پروفیسور ګریفین وايي، چې نوې لویه لوبه به دا پرېکړه وکړي، چې یوویشتمه پېړۍ به د امریکا په ګټه پای ته ورسېږي، که د چین.
نوموړی زیاتوي، امریکا هم د نورو په شان په دې پوهېږي، چې افغانستان پرېمانه طبیعي زېرمې لري خو واشنګټن دا نه شي زغملای چې د دې زېرمو اداره دې چین، پرته له دې چې له نړیوال تروریزم سره په جګړه کې برخه ولري، په لاس کې واخلي.
خپرونه لیکي، چین له څه مودې راهیسې په افغانستان او منځنۍ آسیا کې د معاملو یو قمار پیل کړی. چینايي کمپنیو د امریکا له ناخوښۍ سره سره وکولای شوای، چې د سیمې د مسو د ډېر لوی کان، د مس عینک کان قرارداد د درې میلیارده ډالرو په بیه خپل کړي او اوس له دې کانه پر خامو موادو بار ډکې لارۍ پر هغو سړکونو د چین خوا ته ځي چې امریکایانو جوړ کړي دي.
پېکېنګ که څه هم رسماً ټینګار کوي، چې په افغانستان او سیمه کې کوم خاص اهداف نه لري خو ګڼ څارونکي په دې باور دي، چې چین لږترلږه د راتلونکې لپاره زمینه سازي کوي.
خپرونه د یو بل کارپوه جورګن شټېټين وینا را اخیستې ده، چې وايي، چین حتی که وغواړي هم، نه شي کولای د افغانستان په ګډون په سیمه کې د دې جیوسټراتیژیکې لوبې د لوبغاړي په توګه ځان ګوښه کړي.
خو شټېټین زیاتوي، چین تردې مهاله له امریکا سره له مخامخ مقابلې ډډه کړې، ځکه په افغانستان کې د نژدې سل زره امریکايي سرتېرو له حضور څخه د وېرې احساس کوي.
نوموړی وايي، چې پېکېنګ له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور له پلان څخه هم اندېښنه لري.
خپرونه وړاندې ليکي، پېکېنګ اسلام آباد ته د هند پرضد، چې په سیمه کې یې ترټولو لوی سیال دی د یو وفادار متحد په سترګه ګوري او هم فکر کوي، چې د پاکستان په مرسته به په افغانستان کې، په تېره د امریکایانو له وتلو وروسته خپلې ګټې ښې خوندي کړای شي.
جرمني غږ ویبپاڼه د تحلیل په پای کې د کارپوه جورګن شټېټین له قوله لیکي، په افغانستان کې د دې لویې لوبې د پایلو اټکل ډېر ګران دی، خو دا به د ده په وینا د افغانستان لپاره یوه فاجعه وي.
شتېتین وايي، په افغانستان کې یوځل بیا د طالبانو د واکمنۍ ټینګېدل، د سیمې د ځواکمنو سیالانو چین، هند یا امریکا ترمنځ جګړه، کولای شي، چې دا هېواد په داسې کړکېچ کې کښېباسي چې بیا به د ډېروخت لپاره ترې راوتلای نه شي.
راپور: احمد تکل[color=#444444:873b388950][/color:873b388950]