نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ١٤ پخوانيو طالبانو نومونه له تور ليست څخه وايستل سول
pattang
16.07.2011
[color=brown:d17551e8db]پردې به تبصرې او خبرې کو ![/color:d17551e8db]
د ١٤ پخوانيو طالبانو نومونه له تور ليست څخه وايستل سول
خپروونکی : لراوبر ډاټ کام (کابل)
ليک : سلېمان يوسفي
نېټه : ٢٥ / ٤ / ١٣٩٠ | 2011-07-16
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليست څخه د ١٤ طالب مشرانو نومونه ايستلي دي.
ملګرو ملتونو اعلان کړى چي دغه کسان د افغان حکومت په غوښتنه له تور ليست څخه ايستل سوي دي.
د تورليست څخه د ايستل سويو ١٤ کسانو نومونه نه دي په ډاګه سوي خو د ارسلا رحماني، حبيب الله پوځي او سيدعبدالرحمان حقاني په نوم درې کسان پکښي شامل دي.
له تور ليست څخه د طالب مشرانو د نومونو ايستل د طالبانو له شرايطو څخه يو دئ، خو ارسلارحماني او حبيب الله پوځي سره له دې چي پخواني طالب چارواکي دي، اوس په کابل کي اوسېږي او شايد له دولت سره په جنګېدونکو طالبانو باندي کوم تاثير ونکړي.
طالب ISI
16.07.2011
اول به صبر وکړو چې دا پاتې نور څوک دي، خو پکار ده د ټولو طالبانو نومونه له تور لیست څخه و ایستل شي، او تر څنګ یې د ګونتانامو د بدنامه زندان څخه ټول بندیان خوشي، شي، یا حد اقل بګرام ته انتقال شي.
ددې تر څنګ ۶۵۰ امریکایان بیرته خپل وطن ته لاړل، د هغه ورځي په انتظار چې آخري امریکایی هم خپل وطن ته لاړ شي.
خو داسې د هم خدای نه کوي، چې وروستی امریکایې ووځي، او لومړی پاکستانی په مستقیمه توګه یا غیرمستقیمه توګه خپل منحوس پل را داخل کړي.
د هغې ورځې په هیله چې طالبان هم ددغه حکومت برخه شي، او ملا صاحب عمر لک ملا ضعیف د منحوس پاکستان څیره د یوه کتاب په وسیله بربنډه کړي.