د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سياست، اوسنى عصر او بيلا بيل دخالص بابا په ویناوو کی

Kamil
16.07.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

زما په نظر سیاست دا نه دی چی د خپل مطلب لپاره نور خلک استعمال شي، بلکی دا هغه شیطنت او طاغوتي فکر دی چی نن سبا یی بشریت ته اور لګولې،بلکی سیاست دخيرخوهۍ او حقیقت پرورۍ په لاره دځان، مال او هر څه نه تېرېدلو ته وايي او حقیقی سیاستمداران د رسول الله صلی الله علیه وسلم څلور یاران بللی شي. ما په راډیو کی کی تفاسیر لوستي په اخبارو او مجلو کی می مقالی

او شعرونه خپاره شوي، د پیام حق مجله او د وړانګې جریده "ورځپاڼه" می چلولې، په دارالعلوم او نورو ښونځیو کی مې معلمي کړېده.

خو چېرې هم داسی نه دي شوي، چی پرون یو رنګ او نن بل رنګ وم. ته می شاهي رژیم تأیید کړی او نه می د داؤدي ظالمانه نظام ستاينه كړې او نه مې د سرمایه دارۍ او کمونستي نظامونو د غندنې څخه خوله نېولې ده.

زه باور لرم چی د افغانستان ملت مسلمان دی او دلته به سپیڅلې اسلامي قدرت دوام کوي او بس. زه خو داسی خلکو ته حیران یم چی پرون د اسلام مدعیان وه او بیا د کفر ګوډاګي شول، چی په لېنن (بوش) یی درود ویلو نن څرنګه داسلامي ملک د وزیران په حیث منلې شي او یا هغه خلک چی تراوسه یی خلک الحاد او کفر ته بلل او الله اکبر پر ځای یی د کفر شعار یعنی "هورا" چېغه کوله څرنګه خپل امیران بللې شي عام خلک لا څه چی زه هغه عسکرو ته وایم کوم چی اسلحه یی ترلاسه کړې تاسو که په منظمه توګه قیام نشد کولای نو اقلا اسلحه راواخلۍ او اسلامي ډلې ته تسلیم شۍ، ځکه د کفر ملاتړ پخپله کفر دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more