نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
هغه به څه رنګه مسلمان وي چې په فاتحه کې خلک وژني؟
لاونګ
14.07.2011
نن د کندهار ښار په جومات کې، د وژل شوي احمدولي کرزي د فاتحې په مراسمو کې چاودنه شوې، چې له امله يې د لومړيو رېپوټونو له مخې څلور تنه وژل شوي او يوولس هم ټپيان شوي دي. په وژل شوو کې د علماوو شورا د مشر د وژل کيدو خبر هم ورکړل شوی.
ځينې رېپوټونه وايي، چې له جومات سره څېرمه بله چاودنه هم شوې، خو ځاني زيان يې نه دی رسولی
Re: هغه به څه رنګه مسلمان وي چې په فاتحه کې خلک وژني؟
عبدالقهار
14.07.2011
[quote:2ac549a429="لاونګ"]نن د کندهار ښار په جومات کې، د وژل شوي احمدولي کرزي د فاتحې په مراسمو کې چاودنه شوې، چې له امله يې د لومړيو رېپوټونو له مخې څلور تنه وژل شوي او يوولس هم ټپيان شوي دي. په وژل شوو کې د علماوو شورا د مشر د وژل کيدو خبر هم ورکړل شوی[/quote:2ac549a429]نو موږ څه خدمت وکړو۰
انډیواله وای چه اوښان ساتې دروازې به غټې ورته جوړوې۰
نو مونږ څه وکړو؟
لاونګ
15.07.2011
سپینه وروره، الله پاک دې زړه هم سپین او هم نرم کړي.
نو مونږ څه وکړو؟ دا هم یو ځواپ دی؟ لومړی، د الله پاک په کور کې هم څوک وژل کړي؟ دوهم، او بیا هغه هم دې فاتحې په وخت کې؟ دریم، ټول پوهیږي چې فاتحې ته هم واړه او هم زاړه ځي. په داسې ځای او وخت کې چې څوک په لونګې کې بم پټوي او د ځان وژنې برید ته بډې وهي سل په سلو کې پوهیږي چې عام خلک به هم ووژل شي....که داسې نه ده؟
دا ټکې به هم درته یاد کړم چې ملا محمد عمر ټولو طالبانو ته دې افغانستان اسلامي امارت په لایحه کې ویلي چې عام وګړي به هیڅ وخت نه ځوروي او هیڅ وخت به په داسې ځاۍ کې بریدونه تر سره نکړي چې په هغه ځای کې عام وګړي ګرځي او یا اوسیږي.
طالب ISI
16.07.2011
لاونګ صاحب د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، احدایث، سیرت... او همدرانګه د ملا صاحب خبرې یو څه دي، او د ای،اس،ای امر، وینا، او په څنګ کې د حورو سره زر یوځای کیدل بل څه دي.
د ای،اس،ای طالبان خو دومره د لارې وتلي خلک دي، چې د هیچا احترام نه لري، جومات خو د خدای کور دی، خو چې حمید ګل امر وکړي، بیا د جومات څه چې مکه معظمه کې هم برید کوي.
زه کله کله دې چورت کې شم چې که حضرت محمد صلی علیه وسلم بیرته ژوندی شوی، بیا به هم طالبان دده مبارک خبره منلې وی، که نه ویل به یې هر څه چې حمید ګل وایې همغه سم دی!
ځواب
bewatan
16.07.2011
وروره شاهير صاحب ډير واقيعتونه مه ليکه چه دشمنان دې هم زيات نه شې دا چه دخپلې ليکنې په اخر کې دې دحميدګل له فرمانو وروسته ليکلې وې چه پتنګ د ټول افغان به پسې چکې وهې نو خوند به ې نور هم زيات شوې وی
اول مرګ په حميدګل سره له asi او دملت او دخاورې په دشمنانو
[quote:2f5c408d49="shaheer"]لاونګ صاحب د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، احدایث، سیرت... او همدرانګه د ملا صاحب خبرې یو څه دي، او د ای،اس،ای امر، وینا، او په څنګ کې د حورو سره زر یوځای کیدل بل څه دي.
د ای،اس،ای طالبان خو دومره د لارې وتلي خلک دي، چې د هیچا احترام نه لري، جومات خو د خدای کور دی، خو چې حمید ګل امر وکړي، بیا د جومات څه چې مکه معظمه کې هم برید کوي.
زه کله کله دې چورت کې شم چې که حضرت محمد صلی علیه وسلم بیرته ژوندی شوی، بیا به هم طالبان دده مبارک خبره منلې وی، که نه ویل به یې هر څه چې حمید ګل وایې همغه سم دی![/quote:2f5c408d49]
دپتنګ ايمل چه ټول ې ولولې او ځواب ورکړې
يو څوک چه عالم وې او ديوه ملت په راتلونکې سرنوشت ليکنې کوې ديوې ليکنې په معنې ې بايد سر هم خلاص شې يواځې په شعارو او چک چکوخو څه نه شې حاصيلولې تر څو قناعت بخش منطق او دلايل نه وې٠
بې وطنه سلام عليکم !
وروره دلته دې مقصد څه شی دی ??
(( هر هغه څوک چه پوښتون وې او نن دې کور ور وران کړې او بيا هم همکارې کوې له سره ماته پوښتون نه ښکارې او نه غيرت لرې تر پتنګه پورې ))
پوښتون نه بلکې پښتون ليکل درست دي !
لطفايو څه خبره راته واضح کړه !!
په مينه پتنګ
عبدالقهار
16.07.2011
یو خو ستاسی دا ډول هم چندان ګټه نلری ۰
پتنګ صاحب نوش جان دی شه د ډیرو زړونه دی ور وچول ۰
سد آفرین
طالب ISI
16.07.2011
سپینه وروره ته چې پتنګ ته آفرین ورکړې، نو تا ته د بیا کوم بورا آفرین درکړي.
هلکه لغمانیان خو ښه هوښیار خلک دي، ته ولې خوشحاله کیږې، چې پتنګ د خلکو زړونه چووي.
که د ما او پتنګ ټول بحثونه خلاصه کړې، زما د بحثونو هدف دادی چې نور نه طالب مړ شي، نه پولیس نه ملي اردو واله، او نه هم عام افغانان.
که یو مړی وچه او لنده ډوډی پیدا کیږي، د وینو په ځای یې له اوبو سره تیره کړو.
کوم امکانان چې کرزی په لاس کې لري، لکه نړیوال رسمیت، مرستې، ....هغه به د طالبانو له امکانانو ( په لږ وقت کې قضا، رشوت، غلا ورکول...) سره یوځای شي، چې په پایله کې په مجموع کې د افغانان لپاره د ښه ژوند زمینه برابره شي.
د طالبانو د مقاومت په دوام ، دغه حالت منځ ته نه شي راتلی.
لغمانی صاحب آیا کوم وقت د ، د هغه لغمانی مور پوښتنه کړې، چې زامن یې طالبانو د کندهار په لاره د ملي اردو په نامه له موټره کوز کړل، او بیا یې مړه کړل، او وروسته یې چې تحقیق وکړ، هغه ټول مسافر وو، ایران ته تلل ؟؟؟
پتنګ صاحب بیا وایې، چې جنګ، جنګ تا ختم کرزی و امریکایا، به کمک پاکستان!
چې پدې صورت کې به یو خو ډیر خلک مړه شي، کیدای شي، جنګ لس کاله نور هم دوام وکړي، افغانی میندې او خویندې به بورې کیږي، پاکستان به خپل کمیشن له امریکا اخلي، هم به دا کوي هم هغه!
او که فرض کړه، امریکایان او کرزی ناکام شي، بیا به د ۱۹۹۶ کالی، د طالبان داسې حکومت په واک کې شي، چې د افغانستان څخه به سومالیا جوړه کړي.
ځکه طالب خو همغه طالب دی، څه دمغز سافټ ویر خو یې اپدید شوی نه دی.
نو زه نه پوهیږم چې ته په جوماتو کې د عالمانو وژونکو ته څنګه خوشحاله یې!
عبدالقهار
17.07.2011
[quote:163475236b="shaheer"] نو تا ته د بیا کوم بورا آفرین درکړي.
[/quote:163475236b]مهربانی دایی ستا مبارک زه دچا آفرین ته اړتیانلرم۰[quote:163475236b]ﻫﻠﮑﻪ ﻟﻐﻤﺎﻧﯿﺎﻥ ﺧﻮ ښﻪ ﻫﻮښﯿﺎﺭ ﺧﻠﮏ ﺩﻱ،[/code][/quote:163475236b]الله ج دې تاته هم هوښیاری درنصیب کړی آمین۰[quote:163475236b]ﺯﻣﺎ ﺩ ﺑﺤﺜﻮﻧﻮ ﻫﺪﻑ ﺩﺍﺩﯼ ﭼﯥ ﻧﻮﺭ ﻧﻪ ﻃﺎﻟﺐ ﻣړ ﺷﻲ،ﻧﻪ ﭘﻮﻟﯿﺲ ﻧﻪ ﻣﻠﻲ ﺍﺭﺩﻭ ﻭﺍﻟﻪ،ﺍﻭ ﻧﻪ ﻫﻢ ﻋﺎﻡ ﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻥ.[/quote:163475236b]بلکل دی خبره دنه منلو ده؟؟ ستابحث ټول دطالبانو بدنامول دی؟
هغه ویډیوګانی راکاپی کوی په کوم چی مجاهدین بدنامه کیږی۰
[quote:163475236b]ﻟﻐﻤﺎﻧﯽ ﺻﺎﺣﺐ [/quote:163475236b]زیاتی دی کړی دی چی زما نوم دی په لغمانی بدل کړی دی۰[quote:163475236b] ﺍﻭ ﮐﻪ ﻓﺮﺽ ﮐړﻩ،ﺍﻣﺮﯾﮑﺎﯾﺎﻥ ﺍﻭ ﮐﺮﺯﯼ ﻧﺎﮐﺎﻡ ﺷﻲ،ﺑﯿﺎ ﺑﻪ ﺩ ۱۹۹۶ ﮐﺎﻟﯽ،ﺩ ﻃﺎﻟﺒﺎﻥ ﺩﺍﺳﯥ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﻭﺍﮎ ﮐﯥ ﺷﻲ، ﭼﯥ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ څﺨﻪ ﺑﻪ ﺳﻮﻣﺎﻟﯿﺎ ﺟﻮړﻩ ﮐړﻱ.[/quote:163475236b]که سومالیاشی نو څه دشپی دچاپو نه خوبه ښه بیغمه اوده کیږو۰
طاهر مسافر
17.07.2011
اول: طالبانو خو دا رده کړی نو بیا خو دا بیمطلبه خبری دی. یوازی هغه چه په نس یی ایمان راوړی وی او نه اسلام او نه پښتونوالی ور ته مطرح وی داسی خبری کوی تر څو د خپل نس لپاره آزادی غوښتونکی بدنامه کړی او له دی لیاری د ازادی څخه دفاع له مینځه یوسی. هیله ده دوی د پښتنو او د اسلام نوم په خپلو تبلیغاتو کی وانخلی. دا دوکه ده. هیله ده دوی خپل مطلب په ډانک پیلی ووایی ترڅو ټول پری پوه او مناسب ځواب یی ووایی.
دوهم: د احمد کرزی د مرګ او د هغه د پاتا لا دوه ورځی نه دی وتلی چه بیا دا ثبوت شوه چه دا کار طالبانو کړی. دا عقل نه منی او نه امکان لری. که کوم شاهد وی د هغه ادعا هم میاشتی غواړی چه ثبوت شی.
هیله ده وروڼه د داسی خلکو له ساده فکری او یا مغرضانه خبرو څخه اګاه وی.
عادل عادل
17.07.2011
السلام علیکم
طاهر مسافر صاحب
طالبان د افغانانو په منځ کې د فاسدو دښمنانو په نسبت بې شمېره حاسد دښمنان لري.
حاسد په دې مانا چې د پښتونولی، افغانیت، اسلام او خپلواکی مدعیان به وي، ښه فامیلي او جهادي سابقه به لري، خو د طالبانو سره به د خدای په خاطر نه بلکه د حسد او ذاتي مصلحتونو له مخې کینه ساتي، ډېری داسې کم بخته هم شته چې طالبان و خپل ژوند ته د یوه خطر په حد کې هم نه تسلیموي، او په بېباکانه توګه د یرغلګرو سره په څنګ کې کار کوي.
زما یو ملګری د امریکایانو سره کار کوي، زه همدا یوه خبره ورته کوم، چې وروره که فکر کوې چې امریکایان ستا دښمنان دي، او تاسو ته ځان مخلص مسلمان او د خپل دین او وطن په درد دردمند او راتلونکې کې په دردخوړونکی ښکاري، نو پام چې ستا ساتنه، ستا، ستا د کورنی، دین او وطن په خاطر، ستا خپله وجیبه او ستا خپل فرض دي. که خدای مکړه د طالبانو ټس ته برابرېژې نو سر له اوسه دې کورنی ته ووایه چې بیا په طالبانو پسې بدرد ونه وایي ځکه چې تاسو به د خپل سر په قیمت د هغوی برحقه خطر نادیده نیولی وي.
الله پاک دې مونږ ټول د اشغال تر چتر لاندې د ډالر او شنډې دیموکراسی له درنې ابتلا څخه د تل لپاره خلاص کړي. آمین
طالب ISI
17.07.2011
عادل صاحب د کندهار د علما ریس شهادت، د خرقي مبارکې د امام شهادت، ورسره جومات کې بم الوځولو ته مونږ څه ووایو؟
ویې ستایو؟
نن ورځ کې بې طالبانو څوک ځان مرګی برید نه کوي، خو کله چې ددوی هدف ځای ته ونه رسیږي، بیا وایې دا کار مونږ نه دی کړی.
یو بد عادت چې افغانان لري دادی چې که کوم کمونیست ته وواې چې تاسې سخت ظلمونه وکړل، نو ډیر زر به وایې هغه مجاهدینو فلانی، فلانی کار وکړ...
خو مجاهد خو بد وکړل، خو ته خو د خپلو بدو څخه پښیماني ښکاره کړه.
اوس طالب که کوم بد کار کوي ،تاسې ولې انکار ترې کوی، پریږده چې بد ته بد وویل شي، او ښه ته ښه.
زه خپله نه د امریکایان معاش اخلم، نه کار ورسره کوم، خپل درس وایې او اضافي وقت کې یوه کتابتون کې کار کوم. البته زمونږ کورنی د روسانو وقت کې زیات شهیدان ورکړي، نو په خدای قسم دی که به زه یا له طالب سره کینه لرم، یا له کرزي سره مینه.
بس غواړم چې هر هغه څه راڅرګند کړم چې هغه بد وي، تر څو اصلاح ته زمینه برابره شي.
مصلح
17.07.2011
[quote:d3a09ff1b5="عادل عادل"]زما یو ملګری د امریکایانو سره کار کوي، زه همدا یوه خبره ورته کوم، چې وروره که فکر کوې چې امریکایان ستا دښمنان دي، او تاسو ته ځان مخلص مسلمان او د خپل دین او وطن په درد دردمند او راتلونکې کې په دردخوړونکی ښکاري، نو پام چې ستا ساتنه، ستا، ستا د کورنی، دین او وطن په خاطر، ستا خپله وجیبه او ستا خپل فرض دي. که خدای مکړه د طالبانو ټس ته برابرېژې نو سر له اوسه دې کورنی ته ووایه چې بیا په طالبانو پسې بدرد ونه وایي ځکه چې تاسو به د خپل سر په قیمت د هغوی برحقه خطر نادیده نیولی وي.
الله پاک دې مونږ ټول د اشغال تر چتر لاندې د ډالر او شنډې دیموکراسی له درنې ابتلا څخه د تل لپاره خلاص کړي. آمین[/quote:d3a09ff1b5]
عادل عادل صاحب دبېګناه خلکو وژل داسې توجیه کول ګناه ده! دا پدې معنی ده کله چې یو جوالي د یوه امریکایی او یا د دولت کوم کارمند بار کورته وری او ستا خبره د طالب ټس ته برابر شو کورنۍ یې له طالب صاحب نه ګیله ونکړي..
پرون د ملګرو ملتو (چې ښایي هغه هم په رسمیت ونه پېژنۍ) په رپوټ کې راغلي چې په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۴۹۶ ملکی کسان وژل شوي دي. پدې رپوټ کې دا هم راغلي چې په سلو کې ۸۰ دغه تلفات د طالبانو له خوا او په سلو کې ۲۰ د دولتی او ناتو ځواکونو له خوا رامنځ ته شوي دي.
زما خو نه یادېږي چې طالبانو د یوه بېګناه پر وژنې هم اعتراف کړی وي.
دا دومره ټول ملکي قربانیانو خو امریکایانو او دولت سره کار نه کاوه. د ژوندي پاتې کیدو لپاره د افغانستان خلک یو مړۍ حلالې ډوډۍ ته اړتیا لری چې باید یې د کار له لاری پیدا کړي. که دا کار دسړک په جوړولو، ښوونځیو، روغتونو کې وي یا جوالی ګری. .
pattang
17.07.2011
انډيوالانو په غلطه لار روان ياست !
کوم طالبان چې زه يې پېژنم اويا ما خبرې ورسره کړې ، هغوی په جوالي، احمد او
محمود کار نلري، طالبان دفحشا ، غېرې پښتني او اسلا مي کلتور په ضد، د
اشغالګرو او دلاسپوڅيو په ضد دالله په رضا جنګېږي ، هغه خلک وژني چې
هغه يا مخبر وي او يا دلاسپوڅي رژيم د ټينګولو لپاره کار کوي٠
تېره شپه په ٤ بجود شپې بيده شوم چې اوس ٢ بجې دې ورځې دي ، سر مې
لااوس هم ګنګس دی ٠ علت يې داوو چې دالمان دخبرو په يوه تلويزيون N 24
کې ټول هغه پټ اسناد، خبرې ، فلمونه يې ښکاره کړل ، کوم چې CIA په
افغانستان کې له طالبانو نه ، له مخه دشمالي ټلوالو سره مرستې کولې او بيا د
طالبانو په وخت کې چې هغوی افغانان د مخبري لپاره امريکې ته څو ځله استولي
چې بن لادن ورته مړ کړي او نوره مخبري ورته وکړي ، په فلم کې يې واضع کوي چې
دا ټول دولتي قدرت په افغانستان کې د CIA نه پيسې خوړلې او مذدوران يې دي ٠
په فلم کې په انګليسي ژبه خبرې کوي او په جرمني ورسره په لوړ اواز تر جمه
کېږي ٠ که امکان يې لاره (فلم ډېر لوی دی ) زه به يې youtube کې واچوم او لينک
به يې درته وليکم او تاسو به هغه ظلمونه وګورۍ ٠ نو پردې اساس زه طالب نه
ملامته وم چې مخبر ،او دلاسپوڅي او اشغالګړو ښي لاسونه وژني٠
او دداسې مشرانو ، ملايانو او نورو مرګ روا دی ٠
خدای پاک دې طالبان مو فق کړي٠
مصلح
17.07.2011
د خدای قهر دې په تاشې نا مسلمانه پتنګه په دومره چټیاتو ! مګر دا ارموني د سرک کارګران یې چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره کار کاوه ونه وژل؟ دا د خره زامن هغه لغمانی ځوانان یې چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ایران ته روان وو ونه وژل؟ هسې چې دستاسوظلم او استبداد له کبله خدای وشرمولۍ چې امارت مو نسکور شو انشا الله نور به مو هم وشرموی او افغان مظلوم اولس ته به مختورن پاتې شئ.
طاهر مسافر
17.07.2011
خیر خیر مصلح سیب
له با سواده سره ښکنځلی نه لګیږی.
ما څه مخته د عراقی مدافعینو په هکله یو نظر ملخص کړی وو چه هلته د عامه خلکو د مرګ او ژوبلی په هکله ورکړ سوی وو. ددی نظر له مخی عام خلک په دری ډوله ویشل سوی وو:
سچه د کفر کمکیان، چه مرګ یی روا بلل شی وو.
هغه چه اسلام یی معلوم او په ګفر کی یی شک وی، چه که څه هم مرګ یی نه دی روا خو دا چه دوی له کفر سره ژوند خوښوی نو ژوند یی نیم خوندی دی. دا هم ویلی سوی چه له داسی کسانو نه رسول اکرم بیزاری ښولی.
دریم هغه کسان چه سچه مسلمان وی او په بریدونو کی د مدافعینو له خوا ووژل شی. دا خلک شهیدان دی. دا دا معنی لری چه مونږ یی باید هغومره درناوی وکړو لکه د ازادی ګټونکو. زه فکر نه کوم چه یو مسلمان به د بل په شهادت خپه شی.
د سوچ خبره دا ده چه د لوی خطر له کبله کوچنی ضرر په اسلام کی منل کیدای سی. دا خبره هغه بیدینه کسانو ته هم ویل کیدای سی چه د افغانستان آزادی غواړی.
زما دا خیال کیږی چه یو تعداد کسان د نورو خلکو خبری هسی د فیشن په توګه تکراره وی. خو افغانستان له دی نور زیات فکر کول غواړی.
زمونږ مشران، پوهان او ټول زمونږ په شمول ته دا ښایی چه یرغلګر ملامت کړو. آخر که دا یرغلګر نه وای نو جنګونه به هم نوای. مونږ باید و پوهیږو د یرغلیانو یرغل یو جرم دی. جنګ په خپله یو جرم دی خو نه دفاعی جنګ. مونږ باید ددفاعی جنګیالیانو په ځای یرغلګر وغندو. د تیرو لس کلو په دوران کی متاسفانه زمونږ روشنفکرانو یو ځل هم نه وویل چه آخر دا یرغلګران او د هغوی پلویان ولی و ملکی ځایو ته راځی.
مونږ یوځلی هم نه واوریدل چه پولیس ولی د نظامیانو په کارونو کی ورګدوی. زما خو دا خیال دی چه یرغلګر ددی کار پر عواقبو ښه پوهیدل خو بیا یی هم قصدا دا کار کړی. په دی خاطر مونږ باید یرغلګران او د هغوی پلویان ملامت کړو.
ملل متحد څوک دی چه خبری یی باید واوریدل سی. دا چنګ د ملل متحد د اصولو په خلاف دی. هغه اوس د یرغلګرو په چوپړ کی یو اورګان دی او بس. هغه د جنګ یو طرف دی. هغه به احمد ولی په بیګناه ملکی خلکو کی شماری او یو غریب بزګر چه د وطن له مدافعینو سره کمک کوی (په خوښه یا نه) په ترورستانو کی.
هیله ده خپل دښمن و پیژنو او په پیژندلو کی یی پوخ سوچ وکړو.
دا دا معنا هم نه لری چه مدافعینو ته د هسی بی احتیاطه وژلو لایسنس ورکړو. هیله ده هغه هم له دیره احتیاط څخه کار واخلی. تر کومه چه زه پری خبر یم هغه دریورانو ته وایی چه دی یا هغی لیاری مه ځی. او دریوران هم پوه کیږی. کله نا کله دریوران هم خیانت کوی.
هیله ده تنکی ځوانان داس مرګونو ته ور و نه لیږی ځکه کیدای سی هغه وارخطا سی.
Mujahid Islam/مجاهد
18.07.2011
مصلح.....ذما په اند،لکچې نن سبا دې په امرېکاېې غلامې ډېر خوند اخېستې دې. او ېو سچا اسلامې نظام په نسکورېدو ډېر خوشحاله مالومېژې.
دا خپل پوچې وېناوې او کنځاوې ده ځان سره خوندې که داسې نه تلفات درورسوې...!
مصلح
18.07.2011
[quote:12bc0ad611="Mujahid Islam"]مصلح.....ذما په اند،لکچې نن سبا دې په امرېکاېې غلامې ډېر خوند اخېستې دې. او ېو سچا اسلامې نظام په نسکورېدو ډېر خوشحاله مالومېژې.
دا خپل پوچې وېناوې او کنځاوې ده ځان سره خوندې که داسې نه تلفات درورسوې...![/quote:12bc0ad611]
طبعاً د هسې قلابی دکتاتوری امارت په نسکوریدو چې اولس پکې ونډه نلرله هر با احساسه مسلمان او افغان خوشحالېږي . دوی اسلام او افغانان یې په نا حقه ټولې نړۍ ته د ترهګرو او وحشیو په توګه معرفی کړل. دا د خدای غوښتنه وه چې ذلیل شی یا په هغه باندې هم لا تر اوسه باور نلرﺉ؟ د اسلامی نومونو او شعارونو تر شا هرظلم او ورانکارۍ مو چې پر دې بې وسه اولس له وسه کېږي وکړﺉ د پاک الله نه پټیدی نشی انشا الله نور به هم ذلیل شی.
لاونګ
19.07.2011
[quote:e149f2bd55="طاهر مسافر"]اول: طالبانو خو دا رده کړی نو بیا خو دا بیمطلبه خبری دی. یوازی هغه چه په نس یی ایمان راوړی وی او نه اسلام او نه پښتونوالی ور ته مطرح وی داسی خبری کوی تر څو د خپل نس لپاره آزادی غوښتونکی بدنامه کړی او له دی لیاری د ازادی څخه دفاع له مینځه یوسی. هیله ده دوی د پښتنو او د اسلام نوم په خپلو تبلیغاتو کی وانخلی. دا دوکه ده. هیله ده دوی خپل مطلب په ډانک پیلی ووایی ترڅو ټول پری پوه او مناسب ځواب یی ووایی.
دوهم: د احمد کرزی د مرګ او د هغه د پاتا لا دوه ورځی نه دی وتلی چه بیا دا ثبوت شوه چه دا کار طالبانو کړی. دا عقل نه منی او نه امکان لری. که کوم شاهد وی د هغه ادعا هم میاشتی غواړی چه ثبوت شی.
هیله ده وروڼه د داسی خلکو له ساده فکری او یا مغرضانه خبرو څخه اګاه وی.[/quote:e149f2bd55]
طاهر مسافر وروره، سلامونه او نیکې هیلې.
طاهر خانه، طالبانو څه رد کړل او څه وخت؟ دا اول ځل دی چې دې چا نه داسې اورم.
طاهر مسافر
19.07.2011
لاونګ سیب سلام
لطفا دا ووایی:
The Taliban neither accepted nor denied responsibility for the mosque attack, raising suspicions that they were behind it, but were uncomfortable that it had occurred in a place of worship.
http://www.haaretz.com/news/middle-east/bomb-exploded-during-funeral-for-afghan-president-s-brother-1.373281
دا هم ووایه
Religion is at the core of their ideology and they have in the past denied any role in attacks on religious sites, even when they appear to further their military strategy....
http://www.jihadwatch.org/2011/07/afghanistan-jihadmartyrdom-suicide-bomber-murders-four-inside-mosque-at-funeral-for-presidents-broth.html
دا هم ووایه
No one immediately claimed responsibility for the attack.
http://www.tolafghan.com/forum/posting.php?mode=reply&t=7500&sid=50171631fd563e69fb5cf54f1ed68a6a
دا هم ووایه
The Taliban have not released a statement at their website, Voice of Jihad, to claim credit for the attack,
Read more: http://www.longwarjournal.org/archives/2011/07/suicide_bomber_kills_55.php#ixzz1SZlShW6f
دا پورتنی معلومات ددی دی چه طالبانو مسئولیت ندی په غاړه اخیستی.
هغه چه ما اوریدلی وو پیدا می نکړه.
په هر حال ستا خبره هم نده ویل شوی. البة کافرانو او د هغوی خدمتکارانو دا ستا خبره کړی. نو نه پوهیږم چه تاسو د هغوی خبری تکراره وۍ او که څنګه.
هغه د پښتنو یوه د هوښیاری خبره می را یاده شوه چه که څه هم بیخونده ده خو عقلانیت پکی سته: د سپګی د مړی کولو لپاره پوستین مه سوځه یا د مټی لپاره غوا مه وژنه. یعنی د کم شر لیری کولو لپاره د غټ شر منل ښه نه دی. دا د فکر ځای دی جه پکی وسی: ایا د جمات ساتلو په قیمت باید اسلام وبایلو؟ له خپل ځان نه د پوهو خلکو نظر غواړم.
د وطن د آزادی په هیله.
طاهر مسافر
20.07.2011
مصلح سیب
لیږ خو د نوی مسلمانانو له ۲۰۰۱ تاریخ څخه وروسته ووایه. وګوره چه له هغوی ولی مسلمان شوی. زه خو د دوو نوی مسلمانه ښځو چه زه یی حیران کړی یم مثال درکوم. یوه هغه ژورنالسته چه طالبانو بندی ګړی وه او بیا یی وعده کړی وه چه که ازاده شی نو اسلام به مطالعه کړی. هغی اسلام مطالعه کړی وو او مسلمانه شوه. هغه نورو دولتونو ته لاړه او د اسلام په ګټه یی تبلیغ وکړ. هغی نه پوښنه شوی وه چه د بوش او د طالبانو په بندیخانه څه فرق شته؟ هغه ویلی و چه د طالبانو شکنجه د بوش له اخلاقی بند سره باید مقایسه نه شی. یعنی د هغه د ګوانتانامو میلمستیا. بلی ښځی له هغه تاریخ نه وروسته مسلمانه سوه او بیا یی د امریکایانو په جنګ پسی تبلیغات کول.
لاونګ
20.07.2011
طاهر صاحب، سلامونه مې ومنه.
اول خو بښنه غواړم انګریزي مې نده زده.
دوهم، والله چې زه دې په چورت کې ډوب کړۍ یم. زما چې په یاد دي، الله پاک مې دې غاړه نه بندوي، د طالبانو په خپله پاڼه کې مې لوستلي وو چې د ځان وژنې برید کوونکی د مجاهدینو سره اړیکې درلودلې. اوس دې دوی ویب پاڼه کار نکړي کني نه راسن به ورغلی وم او یو ځل به مې سر ور اوږد کړی و، څیړنه به مې کړې وه، او لینک به مې دلته شریک کړی و...خو....
طاهر مسافر
24.07.2011
لاونګ سیب و علیکم سلام
د انګریزی خبرونو له مخی چه ماخذنو می غربی درته اچولی وو طالبانو نه مسولیت منلی او نه یی انکار کړی. د اخرنی خبر له مخی طالبانو نه هیڅ خبره نده کړی، نه په ویبسایت او نه جهاد غږ کی.
که دا نوی سوی نو بیا هر مدعیچی وی باید د خپلی ادعا ثبوت وړاندی کړی.