نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبانو له ښوونځیو وروسته د روغتونونو بندولو ته ملا تړلې
ویښ
14.07.2011
پجشنبه/سرطان۲۳مه) د زابل ولایت د مرکز کلات روغتون ډاکتران او مسوولان وايي، روغتون یې وروسته له هغه تقریباً بند کړی چې وسله والو طالبانو خبرداری ورکړ چې روغتون بند کړي کنې برید به پرې وکړي.
طالبانو په تېرو شاوخوا اتو کلونو کې، چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې غښتلي شوي، نه یوازې دا چې پرله پسې د بیارغونې د چارو مخه نیولې بلکې تر ټولو لویه دښمني یې له تعلیم یا ښوونځیو سره ښوولې ده خو ښايي دا لومړی ځل وي چې په ښکاره له روغتیايي مرکزونو سره هم مخالفت کوي.
د کلات د روغتون مقاماتو د چهارشنبې په ورځ وویل چې خپل خدمات یې تر ډېره حده د طالبانو د خبرداري له امله ځنډولي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي، محمد الله پژواک خبري اژانس ته وویل:«طالبان سیمې ته راغلل او د روغتون مسوولانو ته یې وویل چې نور کار ونه کړي.»
طالبانو د سږکال په پیل کې د بدر په نوم د عملیاتو د اعلانولو په مهال ویلي و چې باید د دولت ټول مامورین له دولت سره کار یا همکاري ودروي او کنې د هرراز ناوړې پېښې مسوولیت به د دوی په غاړه وي.
دا په داسي حال کې ده چې په خورا بدوي ټولنو کې هم جګړه مارې ډلې له ډاکترانو، طبي کارکوونکیو، ښوونځیو او هغو موسسو او ادرو سره کار نه لري چې عامه خدمات وړاندې کړي.
محمد الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې باید له روغتونونو، ښوونځیو او د عامو خلکو د خیر ښېګڼې له پروژو څخه د سیاسي هدفونو لپاره کار وانخیستل شي، ځکه چې له هغو څخه عام خلک استفاده کوي.
ده وویل چې لا هم نپوهېږي چې طالبانو ولې د روغتون کارکوونکو ته خبرداری ورکړی دی.
که له طالبانو وپوښتل شي ښايي هماغسي انکار وکړي چې د ښوونځیو د سوځولو، ویجاړولو اوبندولو په برخه کې یې کوي. خو هغوی هیڅکله نه دي حاضر شوي چې په زغرده د ښوونځیو سوځول او ورانول وغندي.
د غزني یوه اوسېدونکي د طالبانو له وېرې د خپل نوم د نه ښوولو په شرط تاند ته وویل چې خلک د طالبانو له دا ډول کارونو کرکه لري خو په زغرده ځکه څه نه شي ویلی چې طالبان د نظر د مخالفت هیڅ راز تحمل نه لري او چا چې له دوی سره معمولي اختلاف ښوولی، وژل شوي دي.
ده همداراز وویل چې په دې دلیل نه پوهېږي چې طالبان په ځانګړي ډول په پښتني سیمو کې له تعلیم او پرمختګ سره ولې دښمني پالي.
د زابل د ملکي روغتون ريیس ډاکترسلیمان صافي وویل چې طالبانو د موبایل ټېلفون په وسیله خبرداری ورکړی و.په دغه روغتون کې د ورځې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ ناروغانو درملنه کېده.
اوس د زابل اوسېدونکي مجبوره دي چې په سلګونو کیلومتره لېري کابل، کندهار او یا هم هزاره مېشتو سیمو ته لاړ شي.په هزاره مېشتو سیمو کې نه یوازې هیڅ راز امنیتي ستونزې نشته بلکې د ښه امنیت له برکته پکې ګڼ شمېر روغتونونه او کلینیکونه جوړ شوي دي.
د زابل د ملکي روغتون ريیس وايي چې د روغتون له بندېدو دولت هیڅ راز تاوان نه کوي، زیان یوازې عام خلک کوي چې روغتون ته یې اړتیا ده. ده په عین حال کې پر طالبانو ږغ وکړ چې خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي.
ډاکتر صافي دا هم وویل چې تراوسه پوري یې د کلات ملکي روغتون کاملاً بند کړی نه دی خو ځینو ډاکترانو د طالبانو د خبرداري له امله کار بس کړی دي.
ده دا هم وویل چې زابلي ډاکترانو کار پرې ایښی خو دوی اوس له نورو ولایتونو څو ډاکتران راوستي دي.
پژواک خبري اژانس وايي چې په دې اړه طالبانو د دغه اژانس له غوښتنې سره سره له څه ویلو ډډه کړې ده.
Re: طالبانو له ښوونځیو وروسته د روغتونونو بندولو ته ملا تړلې
قادر خان
15.07.2011
[quote:b3262a9287="ویښ"]پجشنبه/سرطان۲۳مه)
د زابل ولایت د مرکز کلات روغتون ډاکتران او مسوولان وايي، روغتون یې وروسته له هغه تقریباً بند کړی چې وسله والو طالبانو خبرداری ورکړ چې روغتون بند کړي کنې برید به پرې وکړي.
طالبانو په تېرو شاوخوا اتو کلونو کې، چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې غښتلي شوي، نه یوازې دا چې پرله پسې د بیارغونې د چارو مخه نیولې بلکې تر ټولو لویه دښمني یې له تعلیم یا ښوونځیو سره ښوولې ده خو ښايي دا لومړی ځل وي چې په ښکاره له روغتیايي مرکزونو سره هم مخالفت کوي.
د کلات د روغتون مقاماتو د چهارشنبې په ورځ وویل چې خپل خدمات یې تر ډېره حده د طالبانو د خبرداري له امله ځنډولي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي، محمد الله پژواک خبري اژانس ته وویل:«طالبان سیمې ته راغلل او د روغتون مسوولانو ته یې وویل چې نور کار ونه کړي.»
طالبانو د سږکال په پیل کې د بدر په نوم د عملیاتو د اعلانولو په مهال ویلي و چې باید د دولت ټول مامورین له دولت سره کار یا همکاري ودروي او کنې د هرراز ناوړې پېښې مسوولیت به د دوی په غاړه وي.
دا په داسي حال کې ده چې په خورا بدوي ټولنو کې هم جګړه مارې ډلې له ډاکترانو، طبي کارکوونکیو، ښوونځیو او هغو موسسو او ادرو سره کار نه لري چې عامه خدمات وړاندې کړي.
.
اوس د زابل اوسېدونکي مجبوره دي چې په سلګونو کیلومتره لېري کابل، کندهار او یا هم هزاره مېشتو سیمو ته لاړ شي.په هزاره مېشتو سیمو کې نه یوازې هیڅ راز امنیتي ستونزې نشته بلکې د ښه امنیت له برکته پکې ګڼ شمېر روغتونونه او کلینیکونه جوړ شوي دي.
د زابل د ملکي روغتون ريیس وايي چې د روغتون له بندېدو دولت هیڅ راز تاوان نه کوي، زیان یوازې عام خلک کوي چې روغتون ته یې اړتیا ده. ده په عین حال کې پر طالبانو ږغ وکړ چې خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي.
ډاکتر صافي دا هم وویل چې تراوسه پوري یې د کلات ملکي روغتون کاملاً بند کړی نه دی خو ځینو ډاکترانو د طالبانو د خبرداري له امله کار بس کړی دي.
.[/quote:b3262a9287]
ګرانه ورور ویښ صیب سلامونه،
ډیر ښکلې خبرې مو کړی. زه بلکل تا سره موافق یم او ستا سره په یو انډ یم. یواځی د ستا په ادامه به دا وایم چې طالبان خو په خپله عقل او پوهنه نه لری دا ټول د دوی د بادارانو پلانونه دي.
ډیره مننه، حق ویل دومره آسانه کارنه دی.
په درنښت،
قادر خان
pattang
15.07.2011
داټوله دجاهلو خلکو پرو پاګنه ده ، زمونږ په ولايت کې طالبان نه مکتب ورانوي
اونه شفاخانه زمادوه اوخښيګان ډاکتران دي په اطراپ او کليو کې خپل کارونه کوي
طالبانو ډاکتران او معلمين معاف کړيدي٠ او که کوم لوده له چاسره دوښمني لري، ياچا
کومه مسخره جوړه کړي وي ، يا نور غله وي اويا دCIA نفر خپلې اوازې واچوي وي
نو پخواني چپيان ، لاسپوڅي ، اجنټان ، غربي ليبراله ديموکراتان يې په طالب
ور اړوي٠
نالت په لاسپوڅيو ژوندي د وي طالبان !
[quote:fb4d84f099]طالبانو د سږکال په پیل کې د بدر په نوم د عملیاتو د اعلانولو په مهال ویلي و چې باید د دولت ټول مامورین له دولت سره کار یا همکاري ودروي او کنې د هرراز ناوړې پېښې مسوولیت به د دوی په غاړه وي.
دا په داسي حال کې ده چې په خورا بدوي ټولنو کې هم جګړه مارې ډلې له ډاکترانو، طبي کارکوونکیو، ښوونځیو او هغو موسسو او ادرو سره کار نه لري چې عامه خدمات وړاندې کړي. [/quote:fb4d84f099]
noorzaiJahani
15.07.2011
لکه تل د طالبانو د خولي چمچه د طالبانو د ناوره کړنو څخه انکار کوي، په داسي حال کي چي د طالبانو مشران کوم کسانو ته چي ده هم بیعت کړی د ښونکو د تحدید او وژني څخه په دیر بی شرمی او افتخار سره یاده ونه کوي. د ده د انکار دوه لاعملونه دي یا خو لکه خپل مشرانو دي هم د حقیقت څخه لري پاته شوي او یا خو هم لکه یو غل دا ډول بی منطقه ادعاګاني کوي خپل د پټن ځاي څخه کي او په دي خیال کي دی چي زموږ محترم لوستونکي خپل په درواغو وغوله وي. قدرمنو لوستونکو، دیرلري نه بلکه دوه وني مخکي د طالبانو یو ځان وژنکی خپل ګاډی چي د چاودیدونکي موادو ډګ وو د لوګر عامه روغتون په حولي که وچاوده وا او په ترس کي د شلو څخه زیاد و وژل او په لسګونه انساناني تپیان کړ.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/06/110625_hh-logar-hospital-balst.shtml
د فورم محترم غړو، ایا د طالبانو چمچه کولای شي د طالبانو د پسرلني عملیاتو اعلامیهّ څخه هم انکار وکړی؟ طالبانو په اعلامیه کي د دولت او عامه خدماتو کارکونکو ته ګواښ ورکړی که د دولت د کارکولو څخه لاس وانخلی د هرنوع ناوړي پایله د دوی خپل مسولیت وي. قدرمنو لوستونکو، زما پوښتنه د طالبانو د خولي چمچه څخه دا دي چی څومړه نور شواهد دی زموږ څخه غواړی ترسو خپل د دغه شان بی بنسټ انکارونو څخه لاس واخلي؟ محترم لوستونکو لاندي ویدیو ته ځیر شی طالبان په کي په ښکاره یو ښونځي ته د هلمند په ولایت کي اور اچوی.
http://www.cbsnews.com/video/watch/?id=1361834n&tag=related;photovideo
لاندي لینک ته دوستانو مراجعه وکړي طالبانو د پکتیکا یحیی خیلو ولسوالي ښونکو او زده کونکوته شب نامه لیژلی او هغوي ته یی په شب نامه کي ګواښ ورکړي چي ښونځي ته تلل بند کړي.
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand1&article=26346
او د پرون پيښه په کندهار ولایت کي، طالبانو د یوی بمی چاودني په نتیجه کی چي په سره جمات ترسره کړ د کندهار ولایت د علماو شورا مشر او د جمات ملا امام و وژل او همدارنګه نور بیګناه انسانان په کي وژل او تپیان شوي دي.
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=27820
محترم لوستونکو، د طالبانو جګره نه د خدای او یا هم د هیواد پخاطر ده، بلکه دا جګره د هغوی لپاره یوازی شخي حرص د قدرت او نور داسی شیطانی مرام پخاطر دی.
رښتینی
15.07.2011
نورزی پتنګ صاحب ته :
د طالبانو د خولي چمچه :D :D :D
وایې نورزیه ! دابه در سره ومنو خو یو جرعت ..... ته هم وکړه او
داووایه چې ته د چا چمچه خان یې ؟!!
بی له شکه ته دهغه چا چمچه یې چې په خپل لاسلیک کې دې نوم لېکلی دی
زه وایم افغان دې دبل مېړني افغان سل ځله چمچه شي او داسي چمچه چې
په خدمت کې کږه هم شي خو دپردیو چمچه مار ولې دومره سپېنسترګې
کوې ؟!!
نور زیه مهربانی وکړه ته دټول افغان ګډونوال او لوستوال په (ګرانو لوستونکو )
سره مه مخاطبوه ! زما په اندنور خو لا پرېږده دلته د کرزې دادارې چمچې به هم
له تانه کرکه کوې ځکه ته دزغملو نه یې یواځي وطنمل دې زغمې نورو ته ستا
تبلیغات له زغمه وتلې دې
طاهر مسافر
16.07.2011
ویښ سیب
دلته جنګ دی او په جنګ کی حلوا نه ویشل کیږی.
ددی په ځای چه د خاوری مدافعین ملامت کړی د شر ځای ملامت کړه.
فکر وکړه چه مکتب او شفاخانه د چا په ګټه دی؟ څوک یی د خپلو ګټو لپاره استعمالوی؟
د آزادی لاسته راوړل د افغانانو حق دی او ددی په لیار کی ټول باید متحد یو. هغه کاروان روان دی. تر څومره چه مدافعین ملامت کړی او د هغوی په لیار کی خنډ پیدا کړی په هغه اندازه د ازادی کاروان ناوخته کوی. که کوم تنظیم او نهضت او فرد له ازادی نه مخته د بل ازادیخواه د پړولو کوښښ کوی هغه د خپل دین او خاوری په نسبت په خپلو شخصی ګټو پسی ګرځی. او دا د آزادی خنډ لویږی.
ددی په ځای چه خپل خلک ملامت کړی د مکتبونو او روغتوننو د بیطرفی لپاره مبارزه وکړه. که موفق سی او بیا یوه ټولګۍ هغه وران کړی بیا نو حق په جانب او له ازادی وروسته بیا د داسی کړنو مخنیوی وکړه.
په درناوی