نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
که ملا عمر په کرزي بدل شي بیا؟
طالب ISI
14.07.2011
وروڼو شاید تاسې تعجب شی، چې ملا عمر څنګه په کرزي بدلیږي!
مطلب فرض کړو، امریکایان لاړل، دولت پنځه کاله نور هم له طالبانو سره جنګ وکړ ،ونه شوه، طالبانو افغانستان بیا ټول اشغال کړ. خو بیا د ملا عمر ماغزه چپه شول او لاندې کارونه وکړي:
- د نجونو او هلکانو ښونځیو ته اجازه
- مسلکي کسان په کار ګمال
- ښه امنیت، عدالت
- یواځي د خپل قوم خلک په لوړو چوکیو نه ګمارل
- تعلیم ته ښه توجه
- چې څوک ښونځي ته نه وي تللي، پنځه دورې وهل
- معلمانو ته ښه تنخوا
- هر څه کامپیوټري کول
- د خلکو نه ځورول، په ویښتانو، چادری نه تاکید
- له ټولې نړی سره اړیکې، سیاسي، اقتصادی....
- د پاکستان امر نه منل، غلامي نه کول
- د دیورند مسله پورته کول
-د افغانستان د کانونو ایستل، او خارجي کمپنیو ته ورکول
- د هند سره ښې اړیکې
- د افغانستان ټول بنیادونه په پښو درول
نو که دغه کارونه وکړي، آیا متیقن نه یاست چې پاکستان به د طالبانو د حکومت په ضد هم یو بله ډله جوړه کړي، تر څو افغانستان کې پورته ذکر شوي ،کارونه ونه شي؟
زه خوباور لرم چې بیا به طالب هم د پاکستان دښمن وي، ځکه ددوی دښمني یواځې له دې سره ده چې افغانستان وروسته پاتې شي، بندونه جوړ نه کړي، په دوی اوبه کمې نه شي، ددوی کباړ سامان خرڅیدل دلته بند نه شي، او که افغانستان ډیر په مخ لاړ شي، بیا خو ددوی د ملک موجودیت په خطر کې دی.
نو دې واقعیتو ته په کتو سره ، پکار ده طالبان نور د پاکستان له غلامی ځان خلاص کړي، او ځان له کرزي سره یوځای کړي، تر څو نور د افغانانو ځوریدنه بنده شي.
عادل عادل
16.07.2011
السلام علیکم
شهیر صاحب په خدای چې تشویش مو ډېر پر ځای دی.
پاکستان به دا کار خامخا کوي، خو پوښتنه دا ده چې څوک به رامخته کوي؟
ښه مثالونه یې د ټول افغان په کچه تاسو پخپله یاست، او د بخت ځلېدلو مو مخکې له مخکې درته مبارکباد وایم :)
ملګري دې هم خپل ځانونه پخپله ښه پېژني :)
ډاکتر څپاند
16.07.2011
ښاغلی شهير صيب،
پخوانيو ويلي چې
نه اشه(شايد هم عايشه) ښه ده او نه ګله***دوئ دې وخوري يو تربله
که ملا عمر د ISI یا د نعيم ملتوال په قول،داسلامي خلافت دزينې(پاکي پوج)
او نصيرالله بابر نيالګی دی،نو کرزی دخپلو ټولو "جهادي ملکانو" (مجددي،رباني،ګېلاني،يونس خالص،محقق،خليلي،دوستم،فهيم،قانوني،عبدالله او
ورته نورو ځناورو سره،)دISI "پخواني" او د CIA اوسني نوکران، ول اودي٠
وی چې په مرداريو کې څومره لرګی وهې،هومره ئي بوئ پورته کېږي٠
راځې چې شجاعت پېدا او د ISI،CIA او KGB دغلامئ او کنترول نه بهر
ځواکونه تشکيل،مجهز او پياوړي کړو٠
مصلح
16.07.2011
[quote:0349c95959="ډاکتر څپاند"]
راځې چې شجاعت پېدا او د ISI،CIA او KGB دغلامئ او کنترول نه بهر
ځواکونه تشکيل،مجهز او پياوړي کړو٠[/quote:0349c95959]
آرزوګانې ډېرې دي خو عملی ممکنه لاره یې کومه ده ډاکټر صاحب؟
ډاکتر څپاند
16.07.2011
محترم مصلح صيب سلامونه ومنئ،
دسمې لارې لټون او پېدا کول کله هم ډير سخت او کله هم نا ممکن شي٠
خو که پدې وپوهېږو چې "اين ره که تو مېروي به ترکستان است" دسيخې لارې د پلټون پلاوونه اسانه کولی شي٠
Re: که ملا عمر په کرزي بدل شي بیا؟
pattang
16.07.2011
په بر وسېل کې خو چرس ازاد دي لکه چې تور افغان دې وهلي وي .
افسوس ستا دوخت په ضا يع کېدو ٠ له دغه سيناريو څخه مالوميږي چې
وخت دې چېټي تېر کړی دی ٠ کوشش وکړه يو څه زدکړه ?
ددورانيانودوره ختمه شوه اوس له غمه چټيات ولې ليکې !
پاکستان که دافغانستان بله ډله جوړوله ، هغه به ددورانيانو ډله وي ځکه چې
د هوتکيانو په دوره کې هم دورانيان له صفوي دولت سره يو ځای شول او تر اوسه
پورې د انګليس غلامي کوي٠
[quote:6484c7bcd9="shaheer"]وروڼو شاید تاسې تعجب شی، چې ملا عمر څنګه په کرزي بدلیږي!
مطلب فرض کړو، امریکایان لاړل، دولت پنځه کاله نور هم له طالبانو سره جنګ وکړ ،ونه شوه، طالبانو افغانستان بیا ټول اشغال کړ. خو بیا د ملا عمر ماغزه چپه شول او لاندې کارونه وکړي:
- د نجونو او هلکانو ښونځیو ته اجازه
- مسلکي کسان په کار ګمال
- ښه امنیت، عدالت
- یواځي د خپل قوم خلک په لوړو چوکیو نه ګمارل
- تعلیم ته ښه توجه
- چې څوک ښونځي ته نه وي تللي، پنځه دورې وهل
- معلمانو ته ښه تنخوا
- هر څه کامپیوټري کول
- د خلکو نه ځورول، په ویښتانو، چادری نه تاکید
- له ټولې نړی سره اړیکې، سیاسي، اقتصادی....
- د پاکستان امر نه منل، غلامي نه کول
- د دیورند مسله پورته کول
-د افغانستان د کانونو ایستل، او خارجي کمپنیو ته ورکول
- د هند سره ښې اړیکې
- د افغانستان ټول بنیادونه په پښو درول
نو که دغه کارونه وکړي، آیا متیقن نه یاست چې پاکستان به د طالبانو د حکومت په ضد هم یو بله ډله جوړه کړي، تر څو افغانستان کې پورته ذکر شوي ،کارونه ونه شي؟
زه خوباور لرم چې بیا به طالب هم د پاکستان دښمن وي، ځکه ددوی دښمني یواځې له دې سره ده چې افغانستان وروسته پاتې شي، بندونه جوړ نه کړي، په دوی اوبه کمې نه شي، ددوی کباړ سامان خرڅیدل دلته بند نه شي، او که افغانستان ډیر په مخ لاړ شي، بیا خو ددوی د ملک موجودیت په خطر کې دی.
نو دې واقعیتو ته په کتو سره ، پکار ده طالبان نور د پاکستان له غلامی ځان خلاص کړي، او ځان له کرزي سره یوځای کړي، تر څو نور د افغانانو ځوریدنه بنده شي.[/quote:6484c7bcd9]
طالب ISI
16.07.2011
۱.پتنګ صاحب نو ستا په اند مونږ ټول ډاډه شو چې که پورته ذکر شوي، کارونه د طالبانو په وسیله سرته ورسیږي، نو پاکستان به لکه د یوه واقعي مسلمان په توګه له مونږ سره نوره مرسته وکړي، او هیڅ مشکل به جوړ نه کړي؟؟؟
۲. د طالبانو وقت کې هم تر آخره د ترانزیت مسله کې جنجال وو.
۳. چون د طالبانو دولت لکه د سومالیا ملیشي په نړی کې هیچا په رسمیت نه پیژندل، نو پرمخمتګ په افغانستان کې صفر وو. په پنځو کالو کې یې ایله تر میدان ښار پورې یو سړک، قیر کړ(۲۰ کیلو متره).
ځکه په نه کار کولو ، یا ورانولو کې د پاکستان هدف تر لاسه کیږي، نو کله چې مجاهدین په ورانولو اخته وو، د پاکستان وروڼه، دوستان وو، او طالبان چې کله هم دوی دولت جوړ کړ، او هیڅ کار یې نه کاوه، هم ددوی دوستان دي، او چې ورانول کوي، بیا هم ددوی دوستان.
او همغه مجاهد لکه شیرزی، صاحب، کرزی صاحب، او نور له لږ څه خورد او بورد سره سره، د افغانستان په جوړولو ( تعلیم، آبادي، نړیوالې اړیکې...)کې برخه واخلي بس، د پاکستان دښمن کیږي.
که همدا نن ورځ خلیلي، دوستم.... د کرزي په ضد جګړه پیل کړي، په همغه ورځ د پاکستان دوستان دي.
ځکه وران افغانستان د پاکستان د پوځ ودان پاکستان دی، او برعکس!
او بل دا چې پتنګ صاحب امریکایان خو هسې هم وځې، او د امریکایې سره جهاد کې شهادت خو بیلې درجې لري، نو هیله کوم چې جرمني پریږدې، او کوم سنګر ته ځاو ورسوې، چې له خیره شهید شې، او که د پاکستان له طرف څخه کنړ ته داخل شې، چې پاکستان پوځیان درته وایې چلو طالب بهایې حمله کرو،او که نه کیده ښه هراتی چادری په سر کړه، او پرې ورځه، نو کیدای شي، هلته د ټول افغان بحث فارم هم در په یاد شي....په نو کنړ کې که امریکایان برابر نه شول، خوار پولیس خو شته، هغه مړه کړه، او که هغه نه شول، چیرته د کوم ښونځې استادان خو وژلی شې، او که هیڅ لاره نه وه، په جوماتو ګرځه که چیرې کوم دولتي مامور مړ وو ، په فاتحه کې ځان والوځوه، ځکه هلته خو به خامخا د ددغه دولتي مامور خپلوان... وي.
مجاهدینو په اول ځل په ولسوالیو پیل وکړ، انتن الوځول د ټیلیفون، ښونځي سوځول، مامورین وژل....نن ورځ همغه مجاهد ولسوال دی، خو اوس یې نور ورته پيدا کړل، تر څو همغه مجاهد چې اوس پوه شوی، کار ته پری نه ږدي.
پتنګ صاحب که ته ریښتیا جرمني کې یې، ولې د ستړګې نه ړندیږي چې دغه ودان وطن وینې، او په افغانستان د یو داسې حکومت لوریږي، چې زمونږ وطن د میلات څخه هم شاته بیایې، ولې د د پاکستان له غلامی څخه بد نه راځي؟