د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانان باید مایوسه نه شي، ځکه چې:

طالب ISI
14.07.2011

په مکسیکو کې هر کال په زرهاو خلک د پوډرو د قاچاق په خاطر یو بل سره وژني، یا یې پولیس وژني، یا خو پولیس وژل کیږي، تیر کال ۱۵ زره کسان مړه شول.
http://www.bbc.co.uk/news/world-latin-america-10681249

که چیرې د ټولو طالبانو، ملکي خلکو ، پولیسو مجموعي مرګ وشمیرل شي، تر پنځو زرو نه اوړي. نو دا چې پاکستان او ایران غوندې شیطانان مو همسایه ګان وي، پاکستان کې یو لک مدرسې وي، شپیته فیصده خلک مو بې سواده وي، شر او فساد د حکومت یوه برخه وي، د طالبانو ریموټ د پنجاب لاس کې وي، پدې حالاتو کې پنځه زره، څلور زره وژنې باید تحمل کړو. مطلب دا چې د دومره علتونو سره سره بیا هم تر مکسیکو ښه یو.
تیر کال څلور زره شاخوا کې خلک وژل شوي وو.

اوس وقت کې یو بل کار باید هم وشي، هغه طالبان چې د طالبانو د عمومي تحریک څخه ځانونه بیلوي، باید یو نوی تنظیم جوړ کړي، لکه حزب اسلامي چې ځان له حکمتیار څخه را بیل کړ.

البته څلور زره کسان وژل کیدل هم وړه خبر نه ده ، ډیرې کورنی د غم په ټغر کیني، خو واقعیتو ته په کتو یو معین حد د وژنو باید ومنو.

نو ځکه خو ډیره مایوسي نه ده پکار، او بله چاره هم نه لرو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more