د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د دموکراسۍ زور که د زور دموکراسي

نقاد
29.07.2004

[color=white:d1aaa63512][size=24:d1aaa63512]ـ ـ ــــــــــــــــــــــــــــ د دموکراسۍ زور که د زور دموکراسي ؟[/size:d1aaa63512][/color:d1aaa63512]

[color=blue]درنو لوستونکو دا دی د ولسمشرۍ لپاره د کانديدانو لست ٢٣ کسانو او مرستيلان يې٤٦ تنو ته رسيدلي دي. ستاسو په اند د کانديدانو د ډيروالي ګټه او هدف به څه وي ؟[/color


Ghairat
31.07.2004

[color=blue:326156e210]دروند نقاد صيب او ګرانو لوستونکو، سلامونه مې ومنئ!
موضوع مو ښه او په زړه پورې ده، نه پوهيږم د دومره ډېرو کسانو کانديد کيدل رښتيا هم د ديموکراسۍ زور او برکت دی او که د پردې شاته به سختې معاملې او معامله ګرۍ روانې وي. دوهمه خبره موجه بريښي . په تيره بيا داچې په شمالي ټلواله کې هم د کانديدانو شمير ګڼ دی او هم د مرکزي دولت په وړاندې د جنګ سالارانو د مقاومت ګواښ غښتلی دی. د کرزي سره د ددفاع د وزير فهيم پوزور شخړه ، له معاونيت څخه د هغه ګوښه کول او د دهغه پرځای د کرزي سره د ضيأ سعود کانديد ول ، فهيم د قانوني سره دريدل ددې معامله ګرۍ رسوا شوې نمونې دي. بيا هم د ديموکراسۍ ضد معامله ګري ظاهرأ دديموکراسۍ د زور او برکت شکل لري. ښايي د لوړو مقامونو لکه د واليانو څوکۍ هر کانديد چې يو پوره شمير رايې چې لږ تر لږه د خپل د ولايت په کچه د پاملرنې وړ وي ، راټولې کړي ، د کرزي سره د ګورنرۍ (واليتوب) په هکله د چنې وهلو او معاملې کولو اساس ولري ، له دې کبله د لوړو څوکيو د ﻻسته راوړلو ديموکراتيکه ﻻر هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کې
کانديد کيدل يه ډاډمنه ﻻر ده چې د شمالي ټلوالې تر نفوذ ﻻندې برخو کې کانديدانو خپله کړې ده . دا ﻻر کرزي ته د يو چلنج ورکولو معنی هم لرلی شي : که کرزی ورسره معامله ګري ونکړي، ښايي هغوی هم د ټولټاکو په دوهم پير کې د کرزي په ګټه نه، بلکې د دوهمه درجه کانديد سره چې له کرزي څخه وروسته يې دوهمه درجه زياتې رايې وړې وي ټول معاله وکړي او پر ګډه سره کرزي ته ماتې ورکولو ته په يو کانديد راټول شي . دا امکان هغه وخت ﻻ ښه په ﻻس ورځي چې په پښتنو سيمو کې دکځي رايې پوره پوره ډيرې نه وي، مثلأ ښځې په ټاکنو کې پوره ونډه وانخلي ، يو سياسي اتلاف بيا جوړ شي او پښتانه د کرزي مرزي سره ټول ( خدای مکړه) د سيات له ډګر څخه وباسي او ماته ورکړي .[/color:326156e210]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more