د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

احمدولي کرزی ووژل شو!

محمود سعيد
12.07.2011

د كندهار د ولايتي شورا ريس احمدولي كرزى په خپل كور كي وژل سوى دى .

يوه لوپوړي امنتي سرچينه وايي چي نوموړى نن په خپل كور كي د خپل ملګري له خوا ووژل سو .

د احمدولي كرزي جسد دا مهال په ميرويس روغتون كي دى .

د دوژني لامل نه دى څرګند

له بینوا څخه


Re: احمدولي کرزی ووژل شو!

pattang
12.07.2011

زما به زړه هلته يخ وی چې دوستم ،عطا ، فهيم او عبدالله يې مردار کړي وی٠

[quote:81ee6604c8="محمود سعید"]د كندهار د ولايتي شورا ريس احمدولي كرزى په خپل كور كي وژل سوى دى .

يوه لوپوړي امنتي سرچينه وايي چي نوموړى نن په خپل كور كي د خپل ملګري له خوا ووژل سو .

د احمدولي كرزي جسد دا مهال په ميرويس روغتون كي دى .

د دوژني لامل نه دى څرګند
شکر له یوې بلا خو خلاص شوو.
له بینوا څخه[/quote:81ee6604c8]


محمود سعيد
12.07.2011

د هغوی نوبت هم راتلونکی دی...د ټولو وینو څښونکو د ورکیدو په هیله.


ډاکتر څپاند
12.07.2011

ولي کرزی چا وواژه؟
ايا اشغالګر ترې ستومانه شوي ول؟
ايا دهيروئنو دقاچاق قرباني شو؟
ايا حامد لالا ئي ترې په تنګ شو؟
او ايا طالبانو؟؟؟
_________________
امرالله صالح د ولي کرزي دمرګ په هکله خپل خفګان ښکاره کړ٠
دده په اند طالبان،القايده او ISI ددې عمل مسؤلين دي


چه ځما دکور ازغي ته کاږه ګوري
ويمه اورشه دهغو په ګلستان


محمود سعيد
12.07.2011

ښايي په نشه کې ېې له خپل ساتونکي سره شخړه شوې وي...
هر چا چې وواژه ډیر ښه کار ېې وکړ. دا کس د افغانانو د وینو تر ټولو لوی څښونکی وو


محمود سعيد
12.07.2011

احمدولي خان کرزی به ځواب ورکړي!
احمدولي کرزي د مظلومو، کونډو، رنډو، بورو او مظلومانو د وینو څښلو په لړ کې د کندهار د قول اردو اړونده زرګونه جریبه ځمکې او ورڅیرمه د بیوزله بزګرو سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې وپلورلې او د عینو مینې په نوم د یوه ښارګوټي بنسټ ېې کیښود. د دې ځمکو د هر متر بیه ۲۲ ډالره وه او له دې څخه یوه افغانۍ هم دولتي خزانې او یا هغو خلکو ته ورنه کړل شوې.
دې ته ورته په سلګونه کیسې به ېې واورئ.


Mujahid Islam/مجاهد
12.07.2011

عاجل خبر:احمدولی کرزی ووژل شو
سه شنبه, 12 July 2011 08:56 قاري/يوسف احمدي
له کندهارولایت نه يوتازه خبروايي چي لږه شيبه وړاندي ددې ولایت دولايتي شوری رئيس( احمدولی کرزی )دخپل يوه تن ساتونکي له لوري چي دډیره وخته دمجاهدينوسره په ارتباط کي و، دوسله وال بريدپه نتيجه کي ووژل شو.

خبرزیاتوي دغه پيښه نن غرمه شاوخوايولس بجي هغه مهال رامینځته شوه چي کله دغه ارتباطي تن ( سردارمحمددمولوی سلطان محمدزوی د ډنډ ولسوالې دذاکرشريف اوسيدونکي ) دخپلې توپانچي خوله په احمدولي کرزي په داسي حال کي چي د کور له تشناب څخه دباندي راوت ،راواړوله اوځای په ځای يي وواژه .

.دترلاسه شويومعلوماتوله مخي دبريدسره سم نوموړي تن دکرزي دنوروساتونکوله لوري په شهادت رسیدلی دی .

ديادوني وړده چي دبدردپیل شويوعملیاتوپه لړکي داترټولومهم اودخوښی خبردی چي دمجاهدينوله لوري دخپلوتکتيکي عملياتوپه لړکي ديوه تن قهرمان مجاهدله لوري دګوډاګئ اداري دمشرحامدکرزي کشر ورور( احمدولي کرزی ) په يوه وسله وال بريدکي ژوندله لاسه ورکوي .


larghonay laraway
13.07.2011

السلام عليکم!
زما په نظر د احمدولي کرزي د وژلو څو غټ عوامل دا دي:
لومړی: احمدولي کرزی د هيرويينو يو ستر قاچاقبر ؤ نو کيدای شي چې د هيرويينو قرباني شوی وي!
دويم: لکه څنګه چې احمدسعيد ورور هم ليکلي قوي احتمال همدا دی چې احمدولي کرزي دې ښه ډېر شراب څښلي وي او د نيشې په حالت کې کومه پېښه شوې ده!
درېم: شمالي ټلواله ډېره منظمه او متحده ده نو کله چې جنرال داوود مړ شو پړه يې پر کرزي اچوله. حتی د ټلوالې ځينو غړيو داسې ډنډورې هم غږولې چې داوود تر مړينې مخکې ويلي وو چې کرزي ورته ويلي (نه دې پرېږدم)
څلورم: لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده امريکايان غواړي چې کندهار تخليه کړي او افغاني ځواکونو ته واک وسپاري نو کيدای شي چې امريکايانو په افغانستان کې د خپلې بقا لپاره احمدولي کرزی وژلی وي. ځکه چې احمدولي کرزی په کندهار کې تر ټولو ځواکمن چارواکی ؤ!


Ahmad shah
13.07.2011

لرغونیه!
تحالیل دې د کرنیل امام د قتل پرموضوع د تحالیلو سره مشابهت لري. خو!!!
دا دې نه دي ویلي چې د جاسوس، غلام، مزدور، ایجینټ مرګ همداسې مرموز ډوله وي لکه څنګه چې مو هغه قتل د طالبانو څخه متنفي کاوه په دې چې د جواسیسو مرګ همداسې پټ او مرموز وي.
او که احمد ولي درته جاسوس او ایجینټ نه معلومیږي؟؟؟


larghonay laraway
14.07.2011

سلامونه!
احمدشاه صيب لومړی خو دا چې تحليل مې ستاسو د کرنيل امام په اړه له تحليل سره توپير لري خو دا چې د اوسنيو کرکټرانو تر منځ ځينې شباهتونه دي نو تحليل يې هم شباهت مومي.
تاسو ښې خبرې ته اشاره کړې، احمدولي کرزی له CIA سره تړلی ؤ نو کيدای شي چې سردارمحمد او احمدولي کرزی دواړه د کوم درېم شخص له خوا وژل شوې وي څو قتل په سردار محمد واوړي او د CIA رازونه خوندي وساتل شي.

احمدشاه خانه باور وکړه يوه غټه خبره مې په زړه کې ګرځيده خو په دې خاطر مې ونه ليکله ماويل خلک به وايي چې د ملاعمر له ډلې سره کومه ځانګړې دښمني لري!

هغه دا وه چې ما غوښتل وليکم چې اوس به بيا د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي يا ذبيح الله مجاهد دا پړه هم په غاړه واخلي. خو بيا مې ويل طالبان به دومره له عقله ليرې کار ونه کړي او دا پړه به په خپله غاړه وانه خلي ځکه مې ونه ليکل!

تاسو په خپله فکر وکړئ چې طالبان دلته څومره بې منطقه دي؟
دا چې سردار محمد د طالبانو نفر ؤ نو هغه کولی شول چې د احمدولي کرزي تر کټ لاندې، يې بم خښ کړی وای او له يوه ليري ځايه يې ريموټ کنټرول ته ټک ورکړی وای!
سردار محمد کولی شول چې د احمدولي کرزي په خوړو کې يې زهر ګډ کړي وای ځکه دا يې نږدې ملګری ؤ!
سردار محمد په ګڼو ډولونو احمدولي کرزی له منځه وړلی شو او ځان يې هم بچ کولی شو!
نو ځکه وايم چې د ملاعمر او کرزي دواړو ډلې د امريکا او انګليس له خوا دوه بېلې روزل شوې او پالل کيدونکې ډلې دي چې هرې يوې ته بېل امر کوي او هدف يې يو دی چې د امريکا او انګليس امر منل دي!


محمود سعيد
14.07.2011

ښاغلي کرزي د افغانستان د پخوانیو چارواکو په څیر یو ځل بیا خپل شاهیتوب څرګند کړ! د خپل وفات شوي ورور احمدولي کرزي پر ځای ېې خپل بل ورور شاولیخان کرزی وټاکه. له ګدۍ څخه وروسته به محمود کرزی د ده پر څوکۍ کیني...دا د ولسواکۍ پر بنسټ نه ولاړ یو کار دی. دا سمه ده چې نوموړي به غم درلود او له همدغه وخت څخه په ګټه اخستو ېې له ځینو راټولو شوو مشرانو څخه رایه تر لاسه کړه. خو خبره دا ده چې هغه ېې نه یوازې د قوم په مشری بلکه د ولایتي شورا د ریاست لپاره هم انتصاب کړ. زه خو د احمدولي کرزي مرګ هم د قدرت د لاسته راوړلو لوبه بولم. فکر نه کوم چې د هغوی د کورني ساتونکي چې کلونه ېې له هغوی سره تیر کړي وو له لوري په دې ډول وژل شوی وای! که چیرې طالبانو واژه نو ښايي کومه ځانوژونکې حمله او یا بم ایښودنه ېې کړې وای. خو دا چې دی په خپل کور کې ووژل شو دا بیا پوښتنې راولاړوي. ماته دا هم د پخوانیو قدرت غوښتونکو داسې لوبه ښکاري چې د خپلو وروڼو سترګې به ېې ړندولې.
طالبانو د تبلیغاتي جګړې په ډګر کې له دې مړینې ښه ګټه پورته کړه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more