د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دملی امنيت له وياند ( مشعل ) سره دنکته پال صيب مرکه !

شبيراحمد
09.07.2011

نکته پال : مشعل صیب ، که ترنوروخبرو وړاندې ځان درنولوستونکوته څومره چې حالات اوشرایط درته اجازه کوي لږمعرفي کړئ .

مشعل : مننه ، نکته پال صیب، نوم مې لطف الله ، تخلص مې مشعل ، فی الحاله دملي امنیت دعمومي ریاست ویندوی ، فکرکوم همدومره به بس وي ، ځکه شرايط چندانې نورمال نه راته ښکاري ، داسې نه چې څوک پلټنه اوچراغ راپسي واخلي اوهغه اصلی څیره مې رسوانشي !

نکته پال : سمده ، همدومره توضیحات هم کفایت کوی ، خوتا خبره داصلي څیرې وکړه ، شک دې راواچاوه ستاترنیم کاسې لاندې خوبه بله نیم کاسه نه وي پټه ؟

مشعل: نه نه شکردي څیره مې لکه اینه غوندې رڼه ده ،په مخ مې قیمتي امریکایی بورسونه وهلی !! هسې نکته پاله زمونږ کورنی اوزه ډیرسره توپیرلرو، ښایي په سلف او خلف کې دومره توپیر تراوسه نه وي محسوس شوی ، پلارمرحوم مې ښه جید دیني عالم وو، ټول عمریې په اسلامي مبارزه ، جهاد اودیني خدمتونوکې تیرکړاوجالبه داوه چې کله ‌طالبانوپه افغانستان کې ‌ظهوروکړ، پلارمې دپاکستان دسرحد، صوبي دضلع هنګودافغاني علماوودشورامشروو، له بی بی سی سره یې په مرکه کې دطالبانوله حرکت نه کلک ملاتړاعلان کړ، ‌طالبانوهم چې کله کابل ونیوزما مرحوم والد مولوي لعل ګل ته یې ډیردقدرپه سترګه کتل اوڅوځله یې مهمې چوکی هم ورکړي مګر وار چې زما راغی نو ته مې وینې چې په داسې لیټۍ مې ځان ولاړه .

نکته پال : ښه ښه مشعل صیب، یانې ستاوالد لوی دیني عالم اویومبارز شخصیت وو، هدف دې دادی چې حیادرزی اوله خلکوشرمیژی ، چې پلاریې وګوری اوځوی یې ، یاره مشعله ، ته هم زوروریې ، هرڅوک په دې خبره پوهیږي چې دنن زماني ځلمیان دخپلوپلرونوځای ته نشي رسیدلای !

مشعل : ستاخبره خوسمه ده ولي ته مانه ګوري چې په څومره شرمیدلي ادارې کې دنده لرم اوشپه ورځ څه اوتی بوتی وایم ، جهاداواسلامي اقداروته څه څه نسبتونه نشته چې زماله خولي نه نه وزي ، چې که له نورومثالونوتیرشم اوتنهادترهګری خودساخته ببولاله راواخلم چې مسلمانانوپسې یي ږغوم اوله امریکایی دیموکراسی دفاع کوم ،ایاهمدغه ټکي ددي حکم نکوي چې زه مي دپلارمسلمانه اوجهادي داعیه محکومومه اوسپکاوي ورته کوم ، که مي پلارژوندی وای زه به یی سمدواره نه وم عاق کړی !!؟

نکته پال : هو، داسې خوده، کله ناکله خورښتیاهم ډیره ورانه خوله ښوروی ، نه په دین بریک نیسي ، نه په ملي نوامیسوتوقف کوی ، ګوره داښه کارندی لږاحتیاط کوه ، افغانستان داوښتنونوځاله ده، سمه ده چې نن به دي ترشاڅوک ولاړوي ، خوداسې وخت هم راتلونکي ده چې بیابه هیڅوک هم په دردنه درځی اوسترګي به دي هم زیاتي خجله وي ، که څنګه ؟

مشعل : هوهمداسي خوده، ولې یوه خبره شته چې امریکایان ډالرډیرراکوي اودخوردبوردنورکارمي هم جوړدی اونن سباخوچې هرڅوک ډالروویني ، حواس له لاسه ورکوي ، هغه سیاف ، رباني ، ګیلاني اومجددي نه ویني ، په هرڅه یې سرخلاصیږی ، په والله که طالبانوته دامریکایي یرغل اوله اسلام اوافغانستان سره یي ددښمنی دومره درک لګیږی لکه چې دوی ته ښکاري ، خوډالرو مسخه کړي ، دکابل امریکایی رژیم اودیمکراسی ته جمهوري اسلامي افغانستان وايی؟

نکته پال : خوښه دې هرڅه چې کوی ، ولې دایوه خبره په پام کې ونیسه چې حالات ښه ندي ، داسي نه چې چیرته دکوم واسکټي په توده ستړې مشي وانه وړي ، هم به دې دین ولاړشي اوهم دنیا!!

مشعل : هوپه خدای ، زه څه ، چې له کرزي رانیولي ددولت ترنورولوړپوړوچارواکوپوري دیوه هم ارام خوب نشته اواوس خویوبل ګواښ اوخطرداجوړشوی چې واسکټ والادملي اردواوامنیتي کسانوپه فورم اوشکل کې راځي اوبریدښخوي ، اودا تر مځکه لاندي لغمونو خو دفترونه او استوګنځایونه هم نا ارام کړل دغو ګواښو ټول چارواکي په خپلوساتونکوشکمن کړي اوخوبونه یې ترې تښتولي .

نکته پال : رښتیاتاڅه موده وړاندي په یوه سخت دروغ شخوندوواهه ، چې هغه په پاکستان کې دملامحمدعمرمجاهد دمرګ خبروو، چې ډیرژدروغ شو، داووایه چې اخرولې دې دومره سترې سپین سترګی ته ملاوتړله ، ددغسې افواهاتوپه خورولوکې دی ګټه څه ده !؟

مشعل : دغه دروغ خوکه درته رښتیاووایم زماپه مخ کې هیڅ ابروپرینښوده ، زه نوڅه ملامت وم ، دملي امنیت لپاره دامریکامشورتی بورډ زه وغوښتلم اوراته یي وويیل چې دملامحمدعمرمجاهددمرګ دغه افوامطبوعاتوته خوره کړه ، اګرکه دڅوساعتونولپاره هم په رسنیوکې تاوراتاوشي زیاته ګټه لري ، هماغسي مي وکړل دغه ښکروردروغ مي وويیل ، خو‌طالب ویندویان هم بلاوي دي ، دڅوساتوپه اوږدوکې یي درسنیوله منځ نه زمادروغ ټکي په ټکي په هنرراوویستل اوزه یې سخت رسواکړم

نکته پال : اینده ته فکرکوه که دروغ وایي هم نوپه اندازه یي وایه ، داسې نه چې په خلکواومطبوعاتوکې ددروغوپه ګوډي مشهورشی ؟

مشعل ، هاهاها، نکته پاله داکارخوشوی ، دطالبانوپه انټرنیټ پاڼه کې مې ددروغوګوډی په نامه یومطلب ولیدچې په ماپسي يی لیکلي وو، جامي پکې رانه ویستي وي !!

نکته پال : ښه ، که راشو نورو پوښتنو ته دژوند خوږ ه خاطره دې که راته ووایې ؟

مشعل : دژوند خوږه ګړئ خو مې هغه وه ، چې کله مې څو کلنو هڅو نتیجه ورکړه او زیری راباندې وشو چې دلغمان والي مقرر شوی یم ، ځکه زه خوله وړاندې پوهیدم چې د ډالرو اصلي شریانونه چیرې غځیدلي دي ، په رښتیا چې په لغمان کې دولایت مهال یوخورا یادګاري وخت وه ، دهغې ورځ خوښې به مې کله هم هیرې نه شي په کومه ورځ به چې USAID دکومې پروژې لپاره پیسې منظورې کړې وې ، او خبره به ترما معطله وه ، داچې دخیساري اوکاهي کمپ له پښې لوڅي ماشوم نه میلونر جوړ شو دهماغو شپو ورځو برکت یې بوله .

نکته پال : وایي هغه مهال دې بیخې په ډالرو کې لامبو وهله تردې چې خپله ماضي او تېر یاران دې هم ټول هیرکړي ول ؟

مشعل : هو کنه دافغان ادبي بهیر یاران اوس له همدې امله رانه خپه دي ، ځکه چې مابه یې ټیلفون نه جګاوه ،خو دا ساده ګان که شاعران هم دې مګر په دې نه دی خبر چې . . . نه شي دخانانو ملنګانو سره کلی . . .

نکته پال : داراته ووایه چې څنګه دې منصب ته ورسیدلې په داسې حال چې تاسو دداسې یووضعیت لپاره هیڅ قبلي امادګي او سابقه نه درلوده .

مشعل : نکته پال صیب خبره داده ، چې یو خو زه له ځایه هغه دچا خبره ( بچه مکروریان ) وم ، او چالاکۍ ته مې مخه نه وه ، کله چې دکرزي حکومت راغی پوه شوم چې اصلي سړی کرزی نه بلکې زلمی خلیلزاد دی ، په پوره چالاکي او بیداري مې لومړی هغه ته ځان ورنږدې کړ ، کله مې چې دهغه تعارف پیداکړ نو بیا خو ته پوهیږې چې واسطه بې پوړیو زینه ده ، چې له برکته یې اوس دادی په دې څوکۍ ناست یم .

نکته پال : ښه مشعل صیب نور دې نه تکلیفوم داوس لپاره هم دا خواله بس دی .

مشعل : نه تکلیف نه شته عین راحت دی ، وایي ړوند له خدایه څه غواړي دوه سترګې ، مشعل هم له خدایه خبري کانفرانس او یادخبریال پوښتنې غواړي . تشکر

http://alemarah-iea.net/index.php?option=com_content&view=article&id=14035:2011-07-09-04-53-04&catid=2:articles&Itemid=4


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more