د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د جالوت استادان!

قادر خان
08.07.2011

سلامونه او نیکي هیلي،

پوښتنه خو دا دي چې دا طالبان څنګه ماشومان ځانمرګو بریدونه ته چمتو او آماده کوي؟
زرعجم هغه ۱۷ کلن ځوان وه چې ښوونځۍ په اوه کلنی کې پریښولی وه او د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د یو عادی مسلمان پښتانه په شان په خپل کلي کې و ورځنې مزدوری کولی، د دوی د کور مالی حالات هم دومره ښه نه وه، د ده کورنۍ خورا غریبه او مجبوره وه، او زرعجم هم کومې خاصې راتلونکي پلانونه او یا آرمانونه په زړه کې نه درلود.

زرعجم ته د طالب ملاصیبان داسې سبقونه ورکړي وه:
چې هغه کسان چې په کابل بانک کې کار کوي هغوی ټول خارجیان دي، دوی زمونږ په شان کالي اغوندي او زمونږ په شان په پښتو خبرې هم کوي، دا چې زرعجم تر اوسه بلکل خارجیان نه وو لیدلي، نو له همدې وجهه د خپل استادانو په خبرو پوره باور او اطمینان کړی وه. تاسو ټول خبر یاست چې زرعجم په کابل بانک کې هغه ورځ تر څلویښتو بیګناه مسلمانانو څخه زیاته کسان و وژل، چې د عدلي او قضایي چارو او د کرزي په حکم دوې هفتې مخکې اعدام شولو. (قالو انا لله و انا الیه راجعون)

دا یواځی یوه کیسه وه چې ما دلته وکړه، دغه شان په زرهاوو زرعجمان (بیګناه پښتانه) بچییان دی چې د جالوت استادان (طالبان) په خپلو پوره مهارتونو په اساس دغه راځ زمونږ ساده ځوانانو ته د کبیره ګناهونو په کولو آماده او مجبور کویي.

په درنښت،
ستاسو ورور قادر خان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more