د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د عمر بن الخطاب رضي الله عنه نوی والي

رښتینی
08.07.2011

دویم خلیفه عمربن الخطاب د ایران یوې سیمې ته خپل والي ولیږی.
والي له ښارنه دباندې یوڅه انتظار وکړ او خلک دده په انتظار وو . څه وخت وروسته دوالی په انتظار ناستو خلکویو اعرابی یاکوچي ولیدچې ددوي لورته رارواندی داکوچي په خره سپور دی اوپه لاس کې یې د ډوډۍ یوه ټوټه نېولې ده خلکوته چې را ورسیدی هغه پوښتنه ځنې وکړه چې دنوي والی لشکر دې ونه لېد؟
هغه ورته وویل : ایا نوی والي به له ځانه سره لښکر هم لري ؟
خلکو وویل هوکي هغه به خامخا لښکر لرې .
کوچي : والي دڅه له پاره له ځانه سره لښکر راولي ؟
خلک : له ده سره به خامخا دده ساتونکی خاص ګارډ وې
کوچي : دده دخاص ګارډ څه دنده وې ؟
خلک : څو والي له غلو او داړه مارانو وژغورې .
کوچي : له یوچا سره چې یواځې یوه ټوټه ډوۍ وي هغه
له غلو اوداړه مارانو وېره لري ؟
خلک : په خدای سوګند ته به نوی والې یې ؟
کوچې : هوکې زه نوی والې یم .
خلک : ته له موږ نه څه غوښتنی لرې ؟
نوی والې : زه ستاسو دخیر غوښتونکی یم
خلک : ته باید خامخا پیاوړی خاص ګارد ولې څو ستا دقصر ساتنه وکړې .
نوی والې : والی به خامخا په قصر کې اوسی نه په عادی کور کی ؟
خلک : هو والی باید په ځانګړی قصر کې واوسی څوپه خلکو رعب ولرې .
نوی والې : والی رعب اودبدبی ته څه اړتیا لرې دبدبه اورعب خو دظالمانو او قاتلانو وې ؟
خلک : دبدبه اورعب ځکه ضروری دی څو د قدرت وږې دوالی منصب ته زړونه ښه نه کړې .
نوی والې : ایا د خادم منصب ته هم څوک زړه ښه کوې ؟
خلک : ته خو والی یې ؟
نوی والی نه زه دخلکو خادم یم .
خلک : ته موږ ته څه امرکوې ؟
نوی والې : زه هغه امر تاسو ته کوم چې دخطاب زوی تاسو ته کوم امر کړی دی هغه دا چې که ما له تاسو سره ښه کول نو مرسته راسره وکړئ او که می بد کول نو لارې ته مې برابر کړئ .


محمود سعيد
11.07.2011

ډیر دروند رښتینی صیب سلامونه مې ومنئ!
پرون مې چې ستاسې د دې لیکنې سرلیک ولید نو پوه نه شوم چې دا څه دي، خو وروسته مې په فیسبوک کې همدا لیکنه ولوسته او پوه شوم چې له والې څخه ستاسې موخه والي دی. په ډیر درنښت هیله کوم چې د پښتو (ی) ډولونه په خپلو لیکنو کې په پام کې ونیسئ تر څو لوستل ېې آسان او لیکنې لا هم ښکلې شي.
ستاسې کشر ورور.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more