د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د کافرستان پلانونه!

قادر خان
07.07.2011

درنو هیوادوالو سلامونه،

د ننګرهار خبری مقامات وايي ددغه ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې یې اووه تنه ځانمرګي بريدګر د چاوديدونکو توکو سره نېولي دي.د راپورونو له قوله نېول شوي کسانو ښځينه کالي اغوستي وو او د مېرمنو چادري يې هم په سر کړې وې. دغه مقامات وايي چې نېول شوي ځانمرګي ټول د پاکستان اوسيدونکي دي، او دوی ټول زمونږ هېواد ته د ځانمرګو او ورانکارو فعاليتونو په موخه راغلي وو.
درنو هیوادوالو دا څنګه مسلمانی دي او څه ډوله ګاونډیتوب شو، چې د دوی ټول اعمال د کافرانو نه هم بده او ناروا ده. زمونږ مظلوم ولس خو تباه او برباد شو، دوه - درۍ میلیونه مهاجران لرو، نور دا بی دین او بی ناموس پاکستانیان څه غواړي؟

د خدای په امان،
قادر خان


پتوال
07.07.2011

قادرخانه حقيقت دادی چې سياست مخ او څټ نه لري، دين او ايمان نه پېژني ، ناموس او بېناموسي ورته تفاوت نه لري، ماشومان او لويان
يو ډول کاروي ، يو ډول يې وژني او يوشان يې د خپلو اغراضو له پاره استعمالوي او بيا چې سياسي دوښمن دې پنجابی هم وي نو تر سره او تور کافر دې
هم دې هم دا سياسي دوښمن بدتر دی . دوی د سياسي سپېمو بچي دي ټوله دنيا خو يې په ځان راټوله کړې وه او لا ښکته پورته پرې خيږي،
اوس يې طالبان هم له خ و ټ و کلک نيولي دي ، هم ددنيوي اوهم اخروي جنت وعدې ورکوي ، خپل وطن پرې ورانوي او خپل ورور پرې وژني .
دا ولې او په کومه ګناه ؟
صرف د مظلوميت په ګناه، افغان مظلوم دی ، لر افغانستان يې ترې غلا کړی،عجيبه غل دی چې غلا دوی کړې او سزايې د کور خاوند (افغانانو) ته ورکوي . هغه څه چې دوی خيټې ته کش کړي هغه يو غر يا اوښ دی چې په بډه نه وهل کيږي ، د کور خاوند هغه وخت چې دوی ترې غلا کوله يو بې پلاره يتيم و ، اوس يې نه پريږدی چې غټ شي ځلمي شي سړيټوب ته ورسيږي
او په خپلو پښو ودريږي، که نه د پاکستان له بډې به دا اوښ او له خېټې به يې دا نه هضمېدونکی غر (پښتونستان) راباسي ، نو صرف
په دې ګناه چې پنجابيانو څه غلا کړي د هغې خاوند افغانان دي نو ځکه يې ژوند او آرامۍ ته نه پريږدي . خو د ملت ګيله له غلام پنجابي نه ده،
د ملت ګيله د غلام له غلامانو څخه ده، چې د تور سونټي پنجابي بادار په امر خپل ورونه او خپل وطنوال وژني .
افغان ملت له طالبانو څخه ملي وحدت غواړي او ورته وايي :
مونږ له تاسو سره په دې شرط د امريکا په ضد وحدت کوو چې تاسو هم له مونږ سره د پنجابي پاکستان پر ضد يوموټی شئ ،
زمونږ خو دواړه دوښمنان او دواړه په خپلو منځو کې پټ او ښکاره سره يو دي، نو مونږ ولې په خپلو کې ددوی په ضد نه يوموټی نشو ؟؟؟؟
زمونږ ملي وحدت، ملي سوله ، ملي آزادي او ملي واکمني هغه وخت رامنځته کېدای شي چې ددواړو دوښمنانو پر ضد لاسونه سره يو کړو !
دا خو هېڅ عقل نشي منلای چې يو ورور دې د پاکستان دروانې مداخلې له ويرې خپل ورور پريږدي له امريکانه دې مرسته غواړي او بل
ورور د دامريکا د روانې پوځي مداخلي له ويرې د خپل ورور پر ځای له کلاسيک دوښمن ISI څخه مرسته اخلي !
[color=red:c41ec24cdd]نو لعنت دې وې د بل په ګوډاګيانو او خپلمنځي جګړه مارانو ![/color:c41ec24cdd]


pattang
08.07.2011

پتوال خانه !
prima ، ايله چې دسياست په مقدماتو دې اقرار وکړ او پرې پوه شوی يې ، ډېر
خلک داسې بند پاته کېږي او زهر هم خوري !
دليک پاتې بر خه دې بيا هم هغه پخوانۍ ډنډورې دي :
اولس ? ستاپه مانا ، چې شراب هم ورته ورکړې ولا که سر راپورته کړي او دا
ډېر خپل علتونه لرې ، پرېږده چې طالب يې لکۍ ورلنډه کړي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more