د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

که په جګړه کې نیول شوی کافر کلمه ووايي نو مرګ ېې روا دی؟

محمود سعيد
07.07.2011

ښاغلو سلامونه!
که چیرې د جګړې په ډګر کې کافر عسکر ونیول شي او هغه سمدلاسه کلمه ووايي نو مرګ ېې روا دی که نه؟
هغه ورځ په یوه سیمه کې امریکايي هډو ته د بار وړونکو موټرو افغان او مسلمان چلوونکي د موټر په سیټونو کې وتړل شول او بیا موټرو ته اور واچول شو. همدا شان په شینډنډ کې د سوځول شوو موټرو له چلوونکو پوښتنه شوې وه چې موټر مو ولې دومره زیات ټیرونه لري، د مسلمان د موټر همدومره ډیر ټیرونه وي؟؟؟
بهرنیو ځواکونو ته بار وړونکي موټرونه یوازې د افغان وژنې لوبه ده او بس.
په شل متره کانټینر کې یوازې یو دانه ټیر، یو سپی او یا څو کارټنه اوبه لیږدول کیږي. د لارې په اوږدو کې د موټرو د ساتونکو او وسله والو تر منځ په نښتو کې یوازې افغانان وژل کیږي. خو دا چې دا ډول وژنې د اسلام له نظره څه ډول دي په اړه ستاسې نظر غواړم.


Re: که په جګړه کې نیول شوی کافر کلمه ووايي نو مرګ ېې روا دی؟

pattang
07.07.2011

[quote:81689c6ffd="محمود سعید"]ښاغلو سلامونه!
که چیرې د جګړې په ډګر کې کافر عسکر ونیول شي او هغه سمدلاسه کلمه ووايي نو مرګ ېې روا دی که نه؟
هغه ورځ په یوه سیمه کې امریکايي هډو ته د بار وړونکو موټرو افغان او مسلمان چلوونکي د موټر په سیټونو کې وتړل شول او بیا موټرو ته اور واچول شو. همدا شان په شینډنډ کې د سوځول شوو موټرو له چلوونکو پوښتنه شوې وه چې موټر مو ولې دومره زیات ټیرونه لري، د مسلمان د موټر همدومره ډیر ټیرونه وي؟؟؟
بهرنیو ځواکونو ته بار وړونکي موټرونه یوازې د افغان وژنې لوبه ده او بس.
په شل متره کانټینر کې یوازې یو دانه ټیر، یو سپی او یا څو کارټنه اوبه لیږدول کیږي. د لارې په اوږدو کې د موټرو د ساتونکو او وسله والو تر منځ په نښتو کې یوازې افغانان وژل کیږي. خو دا چې دا ډول وژنې د اسلام له نظره څه ډول دي په اړه ستاسې نظر غواړم.[/quote:81689c6ffd]
دا کارونه ناروادي ، خو ددې کارونو علت صليبي اشغالګر دي ،که دوی ووزي ،
داسې کارونه به بيا نه کيږي ، داچې قوې بر ابرې ندي نو په پارتېزني جنګ کې
هر کار کېږي٠ دوعا کوه چې اشغالګر ورک شي٠


پتوال
13.07.2011

تاسو خو شرعي ځواب غوښتی او مولينا پتنګ صيب درته د روا او ناروا فتوې دواړه درکړې دي ، داچې زه په دې اړه شرعي معلومات نه لرم
نو بخښنه غواړم او دهغې پر ځآی ستاسو په دې شعار کې چې
[quote:1407b5167c]پښتانه فکري اوښتون (انقلاب) ته اړتیا لري. نو راځئ چې دا اوښتون رامنځته کړو...[/quote:1407b5167c] پوښتنه کوم چې ستاسې له فکري اوښتون نه
مشخص مطلب څه دی ؟؟؟؟؟؟؟
کله چې د فکري اوښتون په مطلب سره پوه شو نو بيا به يې د پلي کولو شونتياوې هم راولټوو ، نو لومړی فکري اوښتون په مفصله توګه تشرېح کړئ
چې په اړتيا او بيا شونتيا يې هم پوه شو .


pattang
13.07.2011

ياره انډيواله پتواله ځان دې داسې اچولی لکه امي سړی !
فکري اوښتون شته ، ولې نه !
خو عملي اوښتون ، بدلون اوپاڅون غير له خوار طالب څخه بل څوک نلري .
عمل په کار د ی نه خبرې !!!!!!

[quote:4c2e8ab5e5="پتوال"]تاسو خو شرعي ځواب غوښتی او مولينا پتنګ صيب درته د روا او ناروا فتوې دواړه درکړې دي ، داچې زه په دې اړه شرعي معلومات نه لرم
نو بخښنه غواړم او دهغې پر ځآی ستاسو په دې شعار کې چې
[quote:4c2e8ab5e5]پښتانه فکري اوښتون (انقلاب) ته اړتیا لري. نو راځئ چې دا اوښتون رامنځته کړو...[/quote:4c2e8ab5e5] پوښتنه کوم چې ستاسې له فکري اوښتون نه
مشخص مطلب څه دی ؟؟؟؟؟؟؟
کله چې د فکري اوښتون په مطلب سره پوه شو نو بيا به يې د پلي کولو شونتياوې هم راولټوو ، نو لومړی فکري اوښتون په مفصله توګه تشرېح کړئ
چې په اړتيا او بيا شونتيا يې هم پوه شو .[/quote:4c2e8ab5e5]


محمود سعيد
14.07.2011

سلامونه! خبره مو بلې خواته بوته نو زه هم اړ شوم همدلته ځواب درکړم.
فکري اوښتون:
هر پښتون پوه شي چې د هیواد مو پردیو وران کړی دی.
هر پښتون پوه شي چې پردي د خپلو موخو لپاره موږ کاروي.
هر پښتون پوه شي چې زموږ مسجد، ښوونځي او سرک پردي ورانوي.
هر پښتون پوه شي چې له زده کړې پرته یوازې د ټوپک په زور د غلیمانو مخنیوی ناشونی دی.
هر پښتون پوه شي چې غلیمانو وخت ناوخته د اسلام له نامه څخه په ګټه اخستنه ټکولي یو او ټکوي مو.
هر پښتون پوه شي چې یرغلګر د خپلو موخو د پوره کولو لپاره راغلي دي او بس.
هر پښتون پوه شي چې پاکستان او اسراییل یو ډول هیوادونه دي.
هر پښتون پوه شي چې جهاد د پله، ښوونځي، او روغتون الوزول نه بلکې یوازې د یرغلګرو په تندي ویشتل دي.
هر پښتون پوه شي چې څوک د قدرت او ګدۍ (دساتلو او یا لاس ته راوړلو) لپاره جګړه کوي او باید ملاتړ ېې ونه شي.
هر پښتون پوه شي چې د پښتنو او هیواد لپاره چوپړ د ټولو دنده ده او دا دنده ډیر زیار او ستونزې لري چې باید وګالل شي.
هر پښتون باید پوه شي چې...دې ته ورته نورې ډیرې خبرې شته چې پښتانه پرې پوهیدلو ته اړتیا لري...


كله جي كافر د جنك به وخت كي كلمه وواي سه حكم يي دى؟

omar hamza
30.07.2011

محترمو ورونو كله جي يو كافر يا منافق يا مشرك هر تعبير جي كوي صحيح دى د جنك به ميدان به روان جنك كي كلمه شهادت ووايي نو د هغه وزل نه دي روا بلكي هغه نه به تحقيق كيكي جي آيا به رشتيا سره مسلمان شويدى او كه نه نو بيا به ورسره همهغسي معامله كيكي.
د دي خبري لباره دليل يو مشهور حديث دى جي تولو دسيرت كتابونو او د حديثو كتابونو كي ذكر شويدى او هغه دا جي:
صحابه كرام رسول الله صلى الله عليه وسلم يوي غزوي ته ليكلي وه هلته جي كله جنك شروع شو نو يو صحابي يو كس د كافرانو نه به توره باندي واهه هغه زر كلمه وويله خو سره د هغي نه هم صحابي به توره وواهه او مر يي كره، كله جي جنك ختم شوه او صحابه وابس خبل زاي ته راغلل نو يو صحابي ورته دا قصه بيان كره جي فلاني صحابي يو كس بداسي حال وواهه او مر يي كره جي هغه كلمه وويله، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورنه تبوس وكره جي ولي؟ هغه جواب وركه: جي هغه زما د ويري نه وويله او ما نه يي زان خلاصوه، نبي كريم صلى الله عليه وسلم ورته به ديري ناراضي سره وويل: " هل شققت صدره" ترجمه: آيا تا د هغه سينه شكولي يا سيري كري وه جي تا ته بته ولكيده جي هغه ستا د ويري نه ويلي وه، او بيا يي ورته وويل:" ته به ورز د قيامت سه كوي د هغه د كلمي سره. نو صحابي دير زيات خفه شو او وي ويل كاشكي زه مسلمان شوى نه واي, يعني دا كار به زما نه نه كيدو.
دا حديث صحيح حديث دى او بدي دليل دى جي كله ميدان جنك كي سوك كلمه ووايي مر كول يي ندي جائز.
او دا د تول امت مذهب دى او عقيده ده جي كومه خبره د الله أو د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه دليل راشي بايد هغي ته هر مسلمان غاره كيدي او بغير د شك نه يي ومني، او همدي كي كاميابي هم ده. نور دير زيات حديث دي مسئلة كي شته خو بدي يو به اكتفاء وكرو. الله تعالى دي تولو مسلمانانو ته هدايت نصيب كري أو اصلاح دي كري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more