د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کاناډا سبا په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت رسماً پای ته رسوي

مساپر
06.07.2011

ټولو هیوادوالو ته السلام اعلیکم،

د کاناډا پوځییان د سه شنبې په ورځ له نهو کلونو هلوځلو، د ۱۵۷ سرتېرو له وژل کېدلو او د څه باندې ۱۱ ملیارډ ډالرو له مصرفولو وروسته په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت پای ته رسولو ته پیل وکړ.

کاناډا د امریکا له بیا بیا غوښتنو سره سره حاضر نه شو چې په خپله اعلان کړې پرېکړه کې تغییر راولي.

تر دې مخکې هالنډ هم خپل ځواکونه له افغانستانه ایستلي وه.په هالنډ کې یو حکومت د افغانستان د ماموریت پرسر په پارلمان کې اکثریت له لاسه ورکړ او ړنګ شو.

انشاُ الله دغه ورځ ډیر نږدي دي، چې ټول بهرنۍ ځواکونو زمونږ د ګران هیواد څخه ووځی، او مونږ ټول پخپله یو کلک اسلامی او قامی نظام ولرو.

په همدغه هیله،
ستاسو ورور مساپر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more