د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ارواښاد شهيدخالص بابا (رح ) دپنځم تلین په مناسبت

Kamil
06.07.2011

مولوي شهيد محمدیونس خالص (رح )په ۱۲۹۸ل ،مطابق ۱۹۲۰زکال ،دننګرهارولایت دخوګیاڼیوولسوالۍ دشیرزادودسیمي دګندمک دقاضي په کلي کی دمولوي عبدالاکبرپه متدینه ،علمي اوجهادي کورنۍ کي زیږیدلی دی .

لومړنۍ دیني زده کړي یې دخپل عالم اومجاهدپلارڅخه پیل کړې ، دپلارتروفات وروسته یې بیاپاته ابتدایې دیني زده کړي له خپل ماما مولوي عبدالرزاق او دخپلي سیمي دنورو عالمانو څخه ترسره کړي دي .

دلوړوزده کړولپاره یې دکورکلي څخه لیري په هیوادکي دننه اوبهردصوبه سرحدمختلفوسیموته سفرونه کړي دي اودنامتوعالمانوڅخه یې دبېلابیلوفنونوزده کړي ترلاسه کړي دي .دحدیثو(لویه )دوره یې داکوړخټک په حقانیه مدرسه کي کړې ده .

مولوي محمدیونس خالص (رح )چي ددیني علوموله فراغت څخه وروسته په ۱۳۲۰ل،هیوادته راستون شو نو دتدریس ،دعوت اوامامت د عظیمو دندود ترسره کولوسربېره یې دنوروپراخوعلمي ،دعوتي ،سیاسی اوفرهنګي هڅوپه لړکي دبېلګې په توګه دکابل په عربي دارالعلوم اودننګرهاردملکیارهوتک په لېسه کي داستاداوداعي او دپیام حق مجلې اووړانګي ورځپاڼي دمسؤل مدیرپه حیث دندي ترسره کړي دي .خالص باباپه ۱۳۵۸ل ،کال دشوروي یرغلګرواودهغوی دګوډاګیانوپرضدپه وسلوال جهادلاس پوري کړ،لومړی یې دننګرهارپه خوګیاڼیواولوي ولي ناوه کي بیایې په توره بوره (اګام )کي خپل جهادي مرکزپرانیست ، ،مولوي خالص صاحب اوملګرویې دیارلس کاله دتوري بوړي دمشهورمورچل اونوروسنګرونوڅخه داسلام اوهیواددغلیمانوپه وړاندي اتلواله مبارزه وکړه، دخالص باباپه مشرتوب «اسلامي حزب »هم دنورومشهوروجهادي تنظیمونوپه څېردهیوادپه ګوټ ګوټ کي غښتلي قوماندانان اوغونډونه درلودل .په ۱۳۷۱ل،کي چي کمونست رژیم چپه شواومجاهدین پرهیوادمسلط اوخپل حکومت یې جوړکړ،مولوي خالص صاحب په شخصي توګه کومه دنده نه پکي درلوده ،خودګوندمربوط ځینواشخاصویې دخپل تنظیم په استازیتوب ونډه پکي لرله .وروسته چي دځینوتنظیمونواوقوماندانانوترمنځ دخپلمنځي اخ وډب اوناخوالوپه پایله کي په ۱۳۷۳ل،کال دطالبانواسلامي تحریک دناامنیودمخنیوي اوداسلامي نظام دحاکمیت په موخه تأسیس شو،مرحوم مولوي خالص صاحب یې ملاتړوکړحتی زیاتره قوماندانان یې دتحریک سره یوځای شول .په ۱۳۸۰ل،کال چي امریکااوملګرویې پرافغانستان یرغل وکړ،مولوي خالص صاحب یې پرضددجهاداعلان وکړپه داسي حال کي چي په دغه وخت کي دعمردزیاتوالي له امله ډیرکمزوری اوناروغ هم ؤ،دجهادتراعلان وروسته یې کلی پرېښوداو کوم نامعلوم ځای ته یې هجرت وکړ.بالاخره د ۱۳۸۵ل،کال دچنګاښ په میاشت کي دعلم اوادب لمر،دتوري اوقلم اتل (خالص بابا) له دې فاني نړۍ څخه ودارالبقاء ته وکوچید.انالله واناالیه راجعون [خالص بابادابدیت په لور،پوهنمل زاهدي احمدزی ]

[img:79e4812466]http://1.bp.blogspot.com/_XUuDsTMGfrI/R2n6tyXuLZI/AAAAAAAAAB8/SHfLlXZZk2M/s320/bosh+ta+da+dawat+wakht.jpg[/img:79e4812466]
[color=red:79e4812466]خالص بابا په هغه لېدنه کې چې دامريکا جمهور رييس رونالډ رېګن ته يې د اسلام د مبارک دين د قبلولو بلنه ورکړې وه.[/color:79e4812466]

دارواښادخالص بابادمنظومواومنثورو،علمي اوادبي اثارونومونه اودمنظوم کلام نمونې یې په لاندي کرښوکي وړاندي کوو:

لیکلي اثاریې :دیني ملغلري ،رمضانیه، دحج لارښوونکی، روح الاجتماع، اسلامي روح ،شرح عقیدة الطحاویه ،داسلامي عالم نن اوپرون ،عقل ،تقلیداودنیوي ګټي وټي ،پښتوشرح العقیدة الطحاویه، زه څوک یم دڅه لپاره مبارزه کوم ،

شعري ټولګي :خوږوته خوږه اوترخوته ترخه ،تورزړوته یم توره اوسپین زړوته یم سپینه ،ژوندي اشعار،دانې اودامونه ،

ژباړلي آثاریې :اسلام دضعیفوپوهانواوناپوهوځوانانوترمنځ ،دین اوانساني تمدن ،

دفي ظلال القرآن ددویمي سیپارې پښتوژباړه ،

ماولوله اشنا

ماولوله اشنا چې څومره ښکلې رساله يم

خوږولره خوږه يم اوترخو لره ترخه يم

ما ولوله اشنا زه يوه کرښه دوحدت يم

سپېڅلي مسلمان ته ترانه د شجاعت يم

دعوت يم نصيحت يمه رڼادحقيقت يم

رښتيا که درته وايم دزخمي زړونو شربت يم

ظالم ته بس دزهرو نه يوه ډکه پياله يم

ماولوله اشنا څومره عجيبه رساله يم

ماولوله اشنا که حقيقت په سترګو وينې

زما په توروکرښو کې پرتې دي دزړه وينې

په تورو تورو توريو کې کوم خبرې سپينې

په سپينو پرې کوم دظالمو دپښو سپينې

نو توروته يم توره او دسپينو فيصله يم

خوږولره خوږه يم او ترخولره ترخه يم

ماولوله اشنا چې درته پته شي معلومه

نن ايښې ده کافرومسلمان ته دچل لومه

معلوم شي دظالمو حکومت به وي تر کومه؟

ترڅوبه دعقاب تمه کوي خلک له بومه؟

په داسې ناخبره مسلمانوحواله يم

ماولوله اشناچې څومره ښکلې رساله يم

ما ولوله اشنا دنبي خيل سره شه مل

يو لاس شئ په سره توره کړئ بهر له کوره غل

دوى غواړي چې اسلام کړي په مادي شکل بدل

قرآن کړي دملي سرود دسيوري لاندې دل

دداسې منافقورسواکنه ښه وسله يم

يوبل ته مې خپره کړئ څومره ښکلې رساله يم

راودانګئ ځوانانو!

راودانګى ځوانانو چې راغلی امتحان دى

هيوادکې موغزاده،جنګ دکفر ودايمان دى

دخداى اودشيطان بندګان نن سره بيليږي

چې څوک دى مسلمان ،څوک دنفاق په لار روان دى

دخولې په تش ايمان کې نجات نشته له عذابه

بچ شوى دى هغه ،چاچې ورکړى امتحان دى

بيرغ دپاک اسلام به شي،اوچت ټوله نړې کې

نن بيالکه پخوامتفق شوې مسلمان دى

قربان شه له اسلامه،چې قربان در نه جهان شي

داحکم معلوم شوى له حديث اوله قرآن دى

يو څوورځې دعيش يې که نصيب شي څه پرواکه

انجام دکافرانو خومعلوم دى،چې نېران شي

راودانګئ په نره اوځوانانو ! نن مو واردى

بيرغ زمونږه لاس کې دنبي اخرزمان دى

الحاددى،که نفاق دى،ددې ټولوبوتان مات کړئ

باطل ته ځواب ورکړئ،که فرعون که هامان دى

چې سراومال دخداى لاره کې نږدي څه مسلم دى

چې هر څه نبي خيله ،خداى ته ورکړي مسلمان دى

پښتنه مجاهده

هغه ده چې راغله ګريوان څيرې،کوي شور

خداى زده چې داڅوک ده او روانه ده کوم لور؟

هاغه ده پښې تورې سپينو واوروکې را درومي

وه ملګرو ګورئ،چې راخېژي په پېچومي

تور پېکى يې پروت دى په سپين مخ لکه دلومې

لاس کې يې نيولى په سرووينو ککړ لور

خداى زده چې داڅوک ده اوروانه ده کوم لور؟

پوه نه يم چې ولې ګريوان څيرې ژړه غونې ده

ولې سپينو واورو کې پښې تورې راختونې ده

څوک يې دى وژلى که مظلومه تښتېدونې ده؟

خوله يې کيلي شوې،ورته بل کړئ اول اور

خداى زده چې داڅوک ده اوروانه ده کوم لور؟

خورې وايه څه پېښه در شوې،چې بې واره يې

څوک يې،څوک دې شته دى او که ستورى خواره زاره يې

چيرته ځې روانه،وايه ولې په دې لاره یې؟

مونږه مجاهد يو،تاته ګورو لکه خور

خداى زده چې داڅوک ده اوروانه ده کوم لور؟

وروڼو مجاهده يم،دالور دى زما توره

ماپه دې لاره،په ملحدانو مور کړه بوره

نه لرمه سياله،نه تربور اونه تربوره

وبه کړم قصه درته که غوږونيسئ نور

خداى زده چې داڅوک ده اوروانه ده کوم لور؟

زه يمه مهتابه،نازولې لور دخان

ماته وه معلومه،سپينه لاره دقرآن

زه ومه پرده کې،بې پردې چې شوې زنان

هلته يو يتيم خدمت کولو زموږ دکور

خداى زده چې داڅوک ده اوروانه ده کوم لور؟

پلار مې دايتيم،لکه خپل زوى به نازولو

هرځاى ته چې تلو ،نودايتيم ورسره تللو

وريې کړو مکتب ته،نو چې ښه يې وروزلو

لاړوپرچمى شوله روسانو سره ورور

خداى زده چې داڅوک ده اوروانه ده کوم لور؟

راغى يوه شپه،انډيوالان وو،ورسره

نور خلک لاڅه،چې دوه روسان وو،ورسره

تورې تفنګچې،دجنګ سامان و،ورسره

مړيې زماپلار کړ،مور اوخورسکنى ورور

خداى زده چې داڅوک ده اوروانه ده کوم لور؟

ماته يې وى پاڅېږه ،چې روسانو ته ورځو

هلته ښه مېله ده،ښو ځوانانو ته ورځو

پرېږده پرده لرې کړه،يارانو ته ورځو

شته دي شرابونه ،ورسره هم ټنګ ټکور

خداى زده چې داڅوک ده اوروانه ده کوم لور؟

ماوې دوى دې لاړ شي،زه به تا سره ورځمه

ځاردې شم له تورې،چې دې کړلمه بې غمه

زربه لکه ناوې،ورته ځان سمبالومه

تابه په محفل کې ،ديارانو نه کړم سپور

خداى زده چې داڅوک ده اوروانه ده کوم لور؟

لاړمه دننه،دې «لاره »ته مې کړو لاس

سخت مې په سينه،ددې ديوث کړلو ور خلاص

ګورم چې شټېږي،لکه سپى هسې خناس

راغلمه دېخواته که پيدا کړمه غمخور

خداى زده چې داڅوک ده اوروانه ده کوم لور؟

شپږ مړي په کور کې ،مې پراته دي شهيدان

موروپلار،دوه خويندې اودوه ورونه صغيران

تاسې زما وروڼه،که ددوى وکړئ پرسان

پاتې درته نه به شي همزولو کې پيغور

خداى زده چې داڅوک ده اوروانه ده کوم لور؟

دې قصې موواړه مجاهد کړل ،جګرخون

مالګه وه تازه يې کړل زخمونه،دلړمون

وموکړ دښمن سره دشخړې کلک،تړون

ټکنده غرمه وه،چې جګرې واخېستو زور

خداى زده چې داڅوک ده اوروانه ده کوم لور؟

ګورئ دخداى کارته،چې وعده يې کړه تر سره

مونږه بريالي شو،اوازه شوه لر اوبره

هاغه ده چې حق،دباطل ماته کړه ککره

ښخ موشهيدان کړل دبي بي مهتابې خور

خداى زده چې داڅوک ده اوروانه ده کوم لور؟

بېرته راستانه شو،دوه ټانګونه راسره

راغللو مرکز ته،څوتوپونه را سره

شل تنه بنديان او دېرش اسونه راسره

مونږه مجاهدو کې زخميان وو،درې څلور

خداى زده چې دا څوک ده او روانه ده کوم لور؟

توپو،طيارومو،په مرکز بل کړه اورونه

جوړيې کړو محشر،خواوس دخداى ګوره کارونه

غږ دمجاهد شو،چې "خالصه"زمونږ وروڼه

واړه دي بچ شوي،دوه جازونه شو نسکور

خداى زده چې داڅوک ده اوروانه ده کوم لور؟

نیمګړې غزل

وسکونډه باڼه چې مې تازه دزړه زخمونه شي

بيا چې پکې ياره جوړ دسرو وينو ډنډونه شي

راشه چې په ځاې دسپېلنودرته لوګى شمه

مات چې درقيب دبدو سترګو نظرونه شي

بيا لکه ماشوم مې په سلګو کړه،چې لږوژاړم

جوړ چې په زېړ مخ باندې مې سره شانې زخمونه شي

دحقیقت ،خیال اوخوب ترمنځ

دنارنج دګل ميله وه،زه يې هم وم وربللى

اديبانو کې ملګرو،زه لاهم ومه شمېرلى

ډېرپه مينه ور روان شوم،په جاموکې نه ځايدمه

چې به زه هم ورسره شم،دوى محفل جوړکړى ښکلى

پسرلى دى خوشحالي ده،زېړ ګلونه غوړيدلي

بلبلان وايي سندرې،بوراګل ته نځېدلى

هلته ګورم دباغ کونج کې،ببر سرى بنده ناست دى

ماويلې دابه څوک وي،ورروان شوم غلى غلى

ګورم ناسته ده تورسرې،له کوترې نه اوتره

سرسرتور وربل يې ژړ دى اوګريوان يې دى څيرلى

حق حېران شوم چې،داڅوک ده يو قدم شومه وروړاندې

يو ماشوم يې دى په غېږ کې ،په سرووينو لمبېدلى

نا ببره مې کړه کريغه،چې داڅوک دى اوداولې؟

داماشوم وايه دچادى اوداکوم ظالم وژلى؟

بنيادم يې که شيشکه،دلته کله يې راغلې؟

څه درشوي،څه دې کړي،چې دې پريښى کور اوکلى !

ورويې سترګې کړې راپورته،وى چې زه خوکابلۍ يم

دغه زوى مومجاهدو،په راکټو دى ويشتلى

ورور،څښتن اومشرزوى مې،هلته شول دخاورو لاندې

دايوڅوورځې دمخه،زمونږکوردى نړېدلى

احساساتو مې اورواخېست،لاس مې پورته کړواسمان ته

ماوى خدايه ته يې هلاک کړې،چې داکورچانړولى

دى وى چپ شه "نبي خيله"ښېرامه کړه ،مجاهدو

له روسانو په سرووينو داهېواد دى راګټلى

دګل خواکې خواغزي وي،خزانې سره ښاماروي

دامتل مې څوڅوځلې،له مشرانو اورېدلى

اديبانوته مې مخ کړو،ماوى وخت دميلې نه دى

دښمن اوس هم لاس په کاردى،اوهېواد دى غم لړلى

چې مې سترګې رارڼې کړې،هاتف غږ راباندې وکړ

"نبي خيله"لمونځ قضاشو،عجيبه خوب دى ليدلى

دشهیدانویاد

بيامې چلېدلى نوى روح دى په بدن کې

شپه مې تېره کړې،دسروګلو په دامن کې

سرې وينې روانې وې،دمښکو ښکلى بوى پکې

ښکلى نندارې وې،نظارې وې ښکلي بڼ کې

اخوا دشيدو،شهدو،شرابواو اوبوويالې

دې خوا دمرغانو اوازونه ووچمن کې

هلته دکوثر وياله روانه تکه سپينه وه

نورخلک راتلل ورته نېکان چې وکفن کې

سروجاموکې راغله،يوه ډله ګلابي غونچه

زه شومه حيران چې داجامې دي،دچاتن کې

غږوشو"خالصه"! مونږه ستايو شهيدان بچي

ټول شهيدان تاته،انتظاريو،دې وطن کې

سرمې چې راپورته کړو،تودې اوښکې مې تويې شوې

خدايه ! ماشريک کړې هم،ددوى سره رفتن کې

[داني اودامونه دخالص بابا شعري مجموعه ]
سیدسعید


عتیق الله
06.07.2011

السلام عليکم!
کامل ته دی خدای اجر ورکړي چی د یو مبارز، عالم، شاعر او شعوري انسان يادونه يې کړې او ارواښاد مولوي صاحب خالص ته دی خدای هغه دنيا ګل او ګلزار کړي!

خو خدای دی د خالص صيب په څېر سپک دوست هیچاته هم نه ورکوي لکه عزيزالله دين محمد چي په خپل کتاب کي یی د خالص صيب د درناوی پر ځای د ارواښاد د سپکاوي ډيره هڅه کړی خو ناکام او خجالت پاتی شوی دی!


Kamil
06.07.2011

[quote:a0c9de79e1="عتیق الله"]السلام عليکم!
کامل ته دی خدای اجر ورکړي چی د یو مبارز، عالم، شاعر او شعوري انسان يادونه يې کړې او ارواښاد مولوي صاحب خالص ته دی خدای هغه دنيا ګل او ګلزار کړي!

خو خدای دی د خالص صيب په څېر سپک دوست هیچاته هم نه ورکوي لکه عزيزالله دين محمد چي په خپل کتاب کي یی د خالص صيب د درناوی پر ځای د ارواښاد د سپکاوي ډيره هڅه کړی خو ناکام او خجالت پاتی شوی دی![/quote:a0c9de79e1]

محترم دروند عتيق الله صاحب ته له زړه دكومې:
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
عتيق الله صيب خالص بابا يو داسى جهادي شخصيت و چى همېشه يى په حق ننګه كړې ده او هيڅكله يى د حق ويلو نه درېغ نه دى كړى
كه په خالص بابا باندى ١٠٠٠ كتابه هم ولېكل شي نو كم به وي، يوه مقاله خو.....
الله دى جنت الفردوس نصيب كړي.
او حاجي دين محمد ته دى الله هدايت وكړي او بـــــــــــــــــس.
خالص بابا ته د هغه يو نېږدى ملګري يوه ورځ وويل چى ته ولى په دى كورنۍ پسى د نښتى يى او هر ځاي كى يى مخكى مخكى كوې؟
خالص بابا ورته وويل:
ماويل چى باز دى خو ټپوس وختو
په دووسانو كى دووس وخـــــــــتــــو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more