د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دکانټينينټال هوټل په پيښه کې رسنيوخپل مکلفيت ادانکړ ؟!!

Kamil
05.07.2011

ښکاره خبره ده چې کانټينينټال هوټل په دې سربيره چې دکابل په زړه اوپه يوې حساسي غونډى اباداوقرارلري ، دامنيتي تدابيروله پلوه هم دومره شديداوګام په ګام ترحفاظت اوڅارني لاندې دى ، چې دهمدغوخنډونواوپه لار کې دبې شميره پوښتنواوګرويږنوله لاسه افغانان ډيروخت زړه نه ښه کوي چې هلته ورشي . شپه پکې تيره کړي ، دخوښيواونورودوديزومراسمواړتياوي پکې سرته ورسوي ، ځکه دلاري په اوږدوکې رنګارنګ تربيه شوي خروړي ( سپي ) اودپلټني ډول ډول سامان الات دپوليسوپه لاس کې موجودوي چې هوټل ته ورتلونکي خلک له سره ترپښوښه په ډير دقت اوکه ووايوپه بې شرمى پلټي کومه تيره اوبيره خبره به نه وي ، خوله همدغوتردوغوږو له شتواومالاماله امنيتي وسائيلواو اقداماتوباوجود

،وړمه شپه دطالبانو اتوتنووسلوالوفدايانو وکړاى شول چې په دغوټولو خنډونواوامنيتي تدابيروورواوړي ، کانټينينټال هوټل ته ځان ورورسوي اودشپي له لسوبجونه دسهارترلسوپوري دهوټل ټول پوړونه اوچت ترخپلې ولکي اوسلطي لاندې راولي .

په دې خبري کې کوم ابهام نشته چې دغه اته تنه فدايان يواځي دکانينټل هوټل ودانى اوماڼۍ ته ليواله اوموظف نه ووچې صرف هغه دڅوساتولپاره ونيسي ، څوتنه ساتونکي عسکريې له مخي ليري کړي او نوم وکړي چې دوى دکانينټل هوټل په نيولوبريالي شول ، بلکي مهم هدف اودنده يې ښايي داوه چې په کانټينينټال هوټل کې هغه مهمه ناسته چې ګڼولوړپوړوخارجي يرغلګرو اودکابل اداري ګوډاګيويوشميرمسئولين پکې شامل وو درهم برهم اوله منځه يوسي ، چې همداسي يې وکړل ، هم يې کانټينينټال فتحه کړاوهم يې لسګونه خارجيان اوداخلي ګوډاګيان چې دهوټل په دهليزونواوخونوکې بنداوايسارپاتي وو خپل انجام ته ورسول .

لدې خبري به تيرشوچې دشپي له لسوبجونه بيادسهارترلسوپوري فدايانودهوټل په دننه کې څه ډول لنډمهاله خوتاريخ سازه واکمني سرته ورسوله ، څومره خارجي اوداخلي يرغلګر يې په کوم کيفيت دهوټل له خونودمحاکمي تيار شوي ميزته راکش کړل اوپه سزايې ورسول ، ځکه فدايان دموبايلونوپه کرښه شاوخوادولس ساته له خپلومسئولو مراجعو اوويندويانوسره په تماس کې وو، دپيښي جريان اوپه هوټل کې دموجودوخارجيانواوداخلي ګوډاګيوعجيبي اوغريبي صحني يې کټ مت بيانولي ، دفدايانوهغه خبري اوحکايتونه چې ټول په صدق ولاړدي شايدله ويندويانوسره ثبت وي ، اوس راځودي خبري ته چې د کانټينينټال هوټل ددغې په اصطلاع داغ پيښي په باب هغورسنيواوخبري اژانسونوچې ځانونه دپيښودانعکاس رښتيني هنداري بولي ولې خپل رسالت ادانکړاودکوم مجبوريت اودلائيلوله مخي يې کټ مټ دګوډاګي اداري دسپين سترګوچارواکو، دروغوته هواورکړه .

مناسب خوداوه چې رسنيوپه ورستي پيښه کې دطالبانو دويندويانوتوضيحاتوته حق داوليت ورکړى واي ،لدوى يې دپيښي دڅرنګوالي ، تلفاتواودومره حيرانونکي کامياب بريدپه باب مفصل معلومات ترلاسه کولاى ، ځکه دنوموړي پيښي اصلي لوبغاړي اوعاملين دوي وو، خومتاسفانه په طرف کې ولاړوخبري اژانسونواورسنيونه داچې دطالبانولوري ته کوم اهميت ورنکړ ،زياروکښ چې دپيښي هغه اصلي څيره اوحقيقت له خلکو پټ اوپرده پرې وغورځوي ، شکل يې داسي ورکړچې هوطالبانوهڅه وکړه چې کانټينينټال دڅوساتونولپاره ولکه کړي ، خوامنيتي داخلي اوخارجي ځواکونووکولاى شول چې له څوساتونوورسته بريدکونکي ووژني اوپه هوټل کې ايساروخلکو ته نجات ورکړي.

دښکيلاک په چوپړکې بوختي اوړندي ميډيا داونه ويل چې پوره ١٢ساته بريدکونکوپه هوټل قبضه لګولي وه ،څومره مرمى اووسائيل يې چې په لاس کې وو، هغه يې استعمال اوکارنده نښي يې پرې وويشتي دمارشال فهيم دکورپه ګډون يې شاوخواسيمي ترتهديدلاندي وساتلي اوچې کله مرمى اووسايل ورسره خلاص شول نوفدايان اړووچې يا خپله ځانونه والوزوي اوياهم مخامخ مقابلي ته راووځي ، ترڅودشهادت جامونه نوش کړي ،ډالروته اجيره ميډيابايدپوه شي چې دادخارجيانواوداخلي اجيرانوتوره نه ده چې ووايي بريدکونکي يې بالاخره ووژل اوپيښه يې پاي ته ورسوله ، ددوى توره اوکاربه هلته ديادولووړوو چې فدايان تري دننه هوټل ته نه واى ننوتي اونيږدي سل تنه خارجيانواوداخليانوته يې مرګ ژوبله نه واى اړولي !!

درسنيواوخبري اژانسونودغه له موراوميري ډک چلندله تيرلسوکلوراهيسي را روان دي اوپه هره پيښه کې دوى کوشش کړى چې دمجاهدينوبرياوي پټي اويايې بې اهميته وښيي اوکټ مت هغه څه خپاره کړي چې دوى ته يې امريکايي سرچيني اودکابل اجيري اداري ويندويان اوچارواکي په اختيارکې ورکوي ، طالبان داسي هم ندي چې دځينورسنيوپه دغه نشراتي اومطبوعاتي غدارى نه پوهيږي ، بلکې په کراتومراتوورته په مستندشکل ثابته شوي ، چې په فلانى پيښه کې فلاني اژانس اوخبريال ولې موضوع وتراشله ، دخارجيانومړي يې په زخميانوواړول اوپه يوهنريې پکې ملکي تلفاتوته ځاى ورکړ ، لس تنه يرغلګرخارجي عسکريې په دوتيرکړل و دطالبانوپه لاس غورځول شوي چورلکي ته يې دتخنيکي عوارضواوناستي شکل ورواغوست اوداسي نور.............

ترکومه ځايه چې ماته معلومه ده ، دطالبانودنظامي چارو مسئولينوله لوري ځوځله کلک اوقاطع تصميم نيول شوي چې ديرغلګروپه خدمت اوچوپړکې ددغوولاړوډالري خبريالانواوتش په نامه ازادوخبري رسنيود چارواکو په وړاندې په يونوعه سخت اقدام اوبرخوردلاس پوري کړي اوان درنه سزاورکړي ، خودهغوي په وړاندي دطالبانودفرهنګي چارومسئولين اوپه خاصه توګه ويندويان هرځل دريدلي ، په يوه اوبله پلمه يې دخبريالانودفاع کړي او جدي اقدام يې مناسب ندى بللى .

زه فکرکوم چې د کانټينينټال هوټل له پيښي ورسته چې خبري سرچينوله ښکاره جانبداري نه پکې کارواخيست ،داسي بريښي چې دغه موضوع دطالبانوپوځي مسئولين سخت په غوصه کړي اوکيداى شي ، نوردخپلوويندويانوسفارشونه دهغومراجعواواشخاصوپه هکله ډيروانه وري اوپه يوډول عملي غبرګون لاس پوري کړي چې دطالبانودويندويانوله لوري له مسلسلوتماسونو او توضيحاتوورکولوسربيره يې بياهم حقايق کټ مټ خپاره نکړل اود کانټينينټال په موضوع کې يې لکه دنوروتيروپيښوپه څيردډالروطرف ونيواود يرغلګروملايې وتړله !

خبیر احمد
http://alemarah-iea.net/index.php?option=com_content&view=article&id=13817:2011-07-05-04-56-07&catid=2:articles&Itemid=4


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more