نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د طالبانو اسلامي تحریک په فلسطین کې
-
04.07.2011
په لاندې ویډیو کې په غزه کې د طالبانو اسلامي تحریک مجاهدین لیدلی شئ، چې د اسرائیلو پر ضد جنګیږي.
http://www.youtube.com/watch?v=eTgkU1kr8_w
دا ډله چې تر دې دمه د سلو په شاوخوا کې سرتیري لري، خپل مشر او امیر عالیقدر ملامحمد عمر حفظه الله یادوي.
يو تن مشر يې د اروپایانو په اړه د خپل دریځ په باره کې وايي: څرنګه چې زمونږ امیر (ملا محمد عمر حفظه الله) د اسلامي امت د ستونزو اصلي عاملین اروپایان ګڼي نو زمونږ دریځ هم د اروپایانو په اړه همداسې دی.
د خبریال په وینا دا فلسطیني طالبان د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک ته خپل نسبت کوي، او د هغوی امیر خپل امیر ګڼي.
نن چې مې دا ویډیو ولیده او بیا د لرغوني لاروي هغه خبرې رایادې شوې چې نن یې په یو بحث کې لیکلې وې، نو د پیرمحمد کاروان صیب هغه بیت مې سترګو ته ودرید چې وايي:
خلک پکې خدای ګوري او ته ماشوم خبر هم نه
پوه به شې او لوی به شې چې سترګې د یار څه معنی؟
Re: د طالبانو اسلامي تحریک په فلسطین کې
pattang
04.07.2011
کليوال صيب !
خبره يو مېديايې سيمبوليک دی بل څه نه ، څکه چې افغاني پښتني طلبان په جنګ کې مشهوردي ، دوی خو ټوله عربي وايې ما خو پښتو وانورېده ! او که زما غوږونه
درانده شوي دي٠
[quote:3ee4b1a559="كليوال"]په لاندې ویډیو کې په غزه کې د طالبانو اسلامي تحریک مجاهدین لیدلی شئ، چې د اسرائیلو پر ضد جنګیږي.
http://www.youtube.com/watch?v=eTgkU1kr8_w
دا ډله چې تر دې دمه د سلو په شاوخوا کې سرتیري لري، خپل مشر او امیر عالیقدر ملامحمد عمر حفظه الله یادوي.
يو تن مشر يې د اروپایانو په اړه د خپل دریځ په باره کې وايي: څرنګه چې زمونږ امیر (ملا محمد عمر حفظه الله) د اسلامي امت د ستونزو اصلي عاملین اروپایان ګڼي نو زمونږ دریځ هم د اروپایانو په اړه همداسې دی.
د خبریال په وینا دا فلسطیني طالبان د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک ته خپل نسبت کوي، او د هغوی امیر خپل امیر ګڼي.
نن چې مې دا ویډیو ولیده او بیا د لرغوني لاروي هغه خبرې رایادې شوې چې نن یې په یو بحث کې لیکلې وې، نو د پیرمحمد کاروان صیب هغه بیت مې سترګو ته ودرید چې وايي:
خلک پکې خدای ګوري او ته ماشوم خبر هم نه
پوه به شې او لوی به شې چې سترګې د یار څه معنی؟[/quote:3ee4b1a559]
-
04.07.2011
پتنګ صیب ما لکه چې خبره صحیح نه وه واضحه کړې. دا په فلسطین کې د فلسطیني مجاهدینو یوه ډله ده چې په ځان باندې یې (د فلسطین د طالبانو تحریک) نوم ایښی. دا یو کس چې خبرې کوي دی وايي مونږ پخوا د عادي جهادي تنظیمونو په چوکاټ کې جهاد کاوه، خو کله چې وپوهیدو دا تنظیمونه د خپلې اصیلې کرښې څخه منحرف شوی نو په دې نامه مو مستقل تنظیم جوړ کړ، او دا دوه کاله کیږي چې اوس په غزه کې د اسرائیلو پر ضد جنګیږي. او داسې نه ده چې ګنې افغاني طالبان په فلسطین کې جنګیږي.
دا لا څه کوې، د افغاني طالبانو امیر خپل امیر بولي او متابعت یې په ځان لازم ګڼي.
نو زما مطلب هم همدا وه، د طالبانو محبوبیت د نړۍ په مسلمانانو کې دومره زیات شوی چې اوس کوم اسلامي حرکت په اسلامي نړۍ کې راټوکیږي په ځان د طالبانو نوم ږدي، لکه همدا د فلسطین د طالبانو تحریک، یا د پاکستان د طالبانو تحریک.
او ما خو داسې اوریدلي چې په صومالیا کې هم د مجاهدینو یو تنظیم شته چې د طالبانو د تحریک په نامه پیژندل کیږي.
لاونګ
05.07.2011
کلیوال صیب، سلامونه او نیکې هیلې.
مننه له دې لینک شریکولو څخه.
اول: دوی چې ملا محمد عمرخپل امیر بولي، ملا عمر څه وايي؟ د فلسطین طالبانو مسوولیت مني او که نه؟
دوهم: د ټولو نه مهم ټکی به دا وي چې دوی خپلې ډلې ته یو پوښتون مشر ،ملا محمد عمر، خوښ کړی او نه یو عرب. دوی ټول عربان دي. دوی کولای شوای چې خپلې ډلې ته یو عرب مشر خوښ کړي، لکه دې القاعدې مشر، ډاکتر ایمن الظواهري. دوی چې عربان دي او د القاعدې ایډیالوجي نه مني، مونږ ولې د عربانو سخته ساتنه کړو؟ همدا عربان ندي چې زمونږ خلک او وطن یې را تباه کړل؟ زمونږ طالبان ولې دومره ړانده شوي او په څه ړانده شول؟
دریم: هو دا خبر دې سمه ده چې په صومالیا کې هم د طالبانو په "نامه" یوه ډله "یاد شوې" ده...خو ما چې لوستلي، دې دوی ریښتنی نوم الشباب دی او دې القاعدې سره نه یوازې اړیکې بلکې د القاعدې تر مشری لاندې جنګیږي. خلکو د طالبانو نوم په دوی لګولی ول ځکه چې دوی لکه زمونږ دې طالبانو په شان یوه ښځه ویشتلې او بله یې سنګسار کړې وه. الشباب دوه مشران لري او داوړه مشران یې صومالیان دي. په صومالیا کې دې ملا محمد عمر په مشری نه جنګیږي او نه کوم وخت جنګیدلي.
په درنښت
عادل عادل
05.07.2011
السلام علیکم
لاونګ صاحب
هغه متل به دې اورېدلی وي چې وایي ..... زه پرې مین خو دا راباندې خبره نه ده!
داسې ګنګوسې دي چې د اولمپیک د لوبو د 2022 کال کوربه قطر څخه ګټلی امتیاز بېرته اخستل کیژي.
دا ولې ؟ ........... ظاهري سبب خو یې رشوت/فساد دی ...... خو ودې اصل ته په پام چې د لوبو بې کچې شوق ته هڅول او ترویج د استعمار له مهمو لومو څخه یوه لومه ده، د تونس، مصر، سوریې او لیبیا پېښو د یادې لومې سپانسران ناهیلي کړل، دا څه چې په اکثریت اسلامي هېوادو کې د لوبو وړې وړې محلي ډلې له ډېره وخته د "طالبان" په نوم سره منځ ته راغلې دي.