د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حقاني د مسعودو پر مخ لارې وتړلې

لاونګ
04.07.2011

د پاكستان د طالبانو غورځنګ هڅه كوي، چې له دوى نه بېل شوى قوماندان فضل سعيد حقاني بېرته پخلا كړي، چې تېره اوونۍ په دې پلمه ترې بېل شو، چې د حكيم الله مسعود په مشرۍ ياد غورځنګ په جوماتونو، روغتونونو او نورو عامه ځايونو كې ځانمرګي بريدونه كوي.
حكيم الله مسعود شپږ افغان قوماندانان، چې د حقاني شبكې غړي دي، فضل سعيد حقاني ته رالېږلي، چې بېرته يې له تحريك طالبان پاكستان سره يو ځاى كړي او هم يې وهڅوي، چې د ټي ټي پي (تحريك طالبان پاكستان) په وړاندې لارې پرانيزي.
فضل سعيد حقاني، چې د تحريك طالبان اسلامي په نوم نوې ډله جوړه كړې، نږدې پنځه سوه ملګري لري او په افغانستان كې د ناټو او افغان ځواكونو پرضد له جنګېدونكې حقاني شبكې سره نږدې اړيكي لري.
فضل سعيد حقاني د تحريك طالبان اسلامي نوې ډلې په اعلانولو سره وويل، چې په افغانستان كې به د امريكايي ځواكونو پرضد جهاد كوي او اوس يې په خپله سيمه (كورمه ايجنسۍ) كې د حقاني شبكې پر مخ لارې پرانستې، چې له ډيورنډ پولې دې غاړې ته عمليات وكړي، خو د ټي ټي پي په وړاندې يې لارې تړلې او اجازه نه وركوي، چې د كورمې له لارې د وزيرستان او نورو ايجنسيو( اوركزى، باجوړ، ملاكنډ، مومند او خيبر) ترمنځ تګ راتګ وكړي.
په شمالي وزيرستان كې د ممكنه عملياتو پر مهال مسعود غواړي، چې د كورمې له لارې خپل وسله وال نورو قبايلي سيمو ته ولېږدوي، خو كورمه له وزيرستان څخه نورو قبايلي سيمو ته د تګ يوازنى لار ده او كه پر مخ يې وتړل شي، پاكستان ته به دروند تاوان ور واړوي.
د اسلام اباد حكومت د حكيم الله مسعود په مشرۍ د پاكستاني طالبانو غورځنګ په دغه هيواد كې د دولت پرضد په وسله والو بريدونو تورنوي او وړم كال يې هم يوازې په جنوبي وزيرستان كې د دې لپاره عمليات وكړل، چې ياد غورځنګ له منځه يوسي.
له ټي تي پي څخه د فضل سعيد حقاني بېلېدل او د خپلو پخوانيو ملګرو په وړاندې يې د لارې تړل شنونكو ته شكونه پيدا كوي او باوري دي، چې نوموړى له اى اېس اى سره اړيكي ټينګ كړي او اوس د حقاني پر مخ لار پرانيزي او د مسعود پر وړاندې يې تړلې ده.


طالب ISI
04.07.2011

ددی لپاره چې پاکستان کې د انګریزانو قانون تر اوسه رواج لري، او ټول ملک کې فساد رشود، ظلم شته، او په عین حال کې پوځ او استخبارات دواړه منافق دي، نو ځکه پاکستان کې باید جهاد ادامه ومومي. په صوات او ملکنډ باندې نه ناټو ظلم کړی، نه امریکایانو، همدغه پاکستان ظلمونه وکړل، ځکه هغه خلکو شریعت غوښت.

نو پکار ده چې د تی،تی پي په مقابل کې هیڅ مظاحمت ونه شي.


لاونګ
22.07.2011

دا چې کورمه ایجنسي دې فضل سعید حقاني دې کنتړول لاندې وه او ده، اوس چې دې پاکستان طالبانوه څخه جلا شوی په دې علت چې هغو بې ګناه عادي وګړي وژل، دې کورمې ایجنسي اوسیدونکي حقاني مسوول ګني چې ساتنه یې وکړي. طالبانو او دې دوی ملګرو ته کورمه ایجنسي تر ټولو نورو ایجنسیو څخه مهم ځای دی. دې دوی د لارې بندول یو ډیر غت او ډیر مهم کار دی. الله پاک دې خیر کړي. وبه ګورو چې نور څه کیږي.

الله پاک دې ټول پښتانه وساتي، امین.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more