د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

سیاسی که عنعنه وی اسلام

Naeem sadat
04.07.2011

اعسلام علیکم
ګراڼو ورڼو بعد له تقریباَ څوارلس سوه کالو د اولین اسلامی دولت ( چی د محمد (ص) په لاس جوړ شو ) نه وروسته نن ددنیا ټول مسلمانان د یوه سوال سره لاس او ګریوان دی او هغه سوال دادی چی عنعنوی اسلام که سیاسی اسلام چی بعضی خلګ یی دقرانی اسلام په نوم پیژنی چون موږ دافغانستان خلګ هم داسلامی امت یو جز یو نوځکه زه دا پوښتنه له تاسی نه کوم چی تاسی به څنګه انتخاب وکړی اوچاته چی الله (ج) علمیت ورکړی نو که زحمت نه کیږی اوڅه معلومات ورکړی په دی باره کی نو ستاسو غټه مهربانی به وی


اسلام یو دی

طاهر مسافر
05.07.2011

الله فرمايی:
الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم نعمتی و رضیت لکم الاسلام دینا.

وروره خدای (ج) اسلام کامل دین بللی. کامل عقلا ډیر غړی لری. نو که اصلی اسلام وګورو نو هغه سیاسی اړخ لری، قانونی او اقتصادی اړخ لری، عقیدوی اړخ لری، او داسی نور.
کفارخصوصا نصرانیان چه دین او سیاست یی سره بیل کړی خپله عقیده پر مسلمانانو تحمیلوی او په هغه بنسټ دا فرقونه پکی راباسی.
سیاست د ملک د امورو تنظیمول ارت او یا ساینس ته وایی. اسلام خو د رسول الله (ص)، د خلفاء راشیدینو او بیا د خپلواکه پاچاهیو په دورو کی همیش د ملک په نظم کی رول لوبولی. البته د تیرو څو کلونو را پدیخوا چه مسلمانان اروپا ته لاړل نو د اسلام په ځای یی نصرانی او لادینی عقیدی لکه دیموکراسی او مارکسستی د حکومت کولو بنسټونه وګرځول او اسلام یی لکه نصرانیت په مسجد پوری بندی کړ. د سید جمال الدین نه را پدی خوا مسلمان علماء د سیاسی ټولیو په خوله او د جمات علما‌ؤ د خولی له لیاری د ملک نظام بیرته په اسلام باندی درول و غوښتل. دا لړۍ لا دوام لری. کفار ددی غوښتنی نوم سیاسی اسلام ایښی او د استعمار او له هغه ورسته په غربی اصولو متکی حکومتونو په دورو کی د اسلام و بندی حالت ته عنعنوی نوم ایښی.
که د استعمار دوره هیره کړو نو بیا عنعنوی اسلام سیاسی اسلام دی او په مینځ کی کوم توپیر نشته.


عادل عادل
05.07.2011

السلام عليكم

محترم طاهر مسافر ته ښه راغلاست او هرکلی وایم، خدای ج مو قدم په ټول افغان بختور کړه، آمین

[quote:9dd2416e92]خدایه ملایان مو مکتبیان کړی او مکتبیان مو ملایان[/quote:9dd2416e92]

څه ښه دوعا مو کړې، آمین ثم آمین،

تر ډېره بریده په اسلامي ټولنو په تېره بیا زمونږ په ټولنه کې د ملایانو او مکتبیانو تر منځ فاصلې وهمي دي، او په یوه ګام نزدیکت سره له منځه ځي.

دا چې کوم لوری به د نزدیکت دا بختور ګام لومړی پورته کوي، نو اسلام مونږ ټولو ته د خیر په کارونو کې سبقت کولو ته هڅولي یو، علاوه لدې به د مکتبیانو اخلاقي مسوولیت وي چې د ملایانو منزلت ته په پام سره، چې د نبي کریم صلی الله علیه و سلم وارثان یاد شوي، د دوی لوري ته په ګام څه چې په ګامونو ورودانګي!


خیریوسی
06.07.2011

محترم عادل عادل صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره خبره دی پر ځای او ښه خبره ده خو مکتبی وملا ته نه وردانګی بلکی تر لاس به یی نیسی او ورولی به یی .
زموږ اوستاسو په ټولنه کی دربری او مسکنت ډیر دی داولاد ودرس ته دومره پاملرنه نه کوو چی دمکتب وروسته بیا عقاید، حفظ ...او فقه لولو .
یوازنی او اسانه لار یی مکتب دی چی فقهی ،عقیدوی ، بیع وشراء ..... د تقواداره اساذ څخه ذده کړی خاصتا په ابتدائی او متوسطه مرحله کی ابتدائی ذده کړی دماشوم دپاره دکاڼی دکرښی حثیت لری
هغه دچا خبره دا زما نظر دی .


عادل عادل
06.07.2011

السلام علیکم

خیر یوسې وروره زما او ستاسو اخذ د ښاغلي طاهر مساپر له لاسلیک څخه مختلف دی.

زما اخد دمکتبي نه دا دی چې په عصري علومو کې یې زده کړې سر ته رسولې او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شوی وي، خو تاسو بیا مکتبي داسې فهمولی چې کتابونه یې تر څنګ د ښوونځي زده کوونکي وي.


خیریوسی
06.07.2011

وروره طاهر مسافر خو زما دزړه خبره په لاسلیک کی ښه روښانه لیکی ده وایی :
خدایه ملایان مو مکتبیان کړی او مکتبیان مو ملایان.
دطاهر مسافر ورور مطلب به هم داوی چي ملایان مو ددینی ذدکړو وڅنګ ته عصری ذدی ذده کړی او مکتبیان مو دعصری ذدکړو وڅنګ ته دینی ذدکړی وکړی ولی که عصری ذدکړی ونه کړی ټولنه به څنګه اصلاح کوی.
زه به یوه وړه بیلګه ولیکم فرض که په ټول افغان فورم کي که ملا نه وی او یو څوک فیقهی سوال وکړی او یا څه غلط ولیکی څوک به یی اصلاح کوی ملا به یی اصلاح کوی او ځواب به ملا وایی که ملاعصری ذده ونه لری نو بیا ؟
او بل داچی تیر ته په کتو سره که ددولسم پاس نورخوپریږده خپل لمونځ یی سم ذده نه وی نو ددې تعلیم ګټه څه سوه یوازی حساب او جغرافیه ..... دیوه مسلمان دپاره دا تعلیم سو چي فرض اوواجب یی نه وی ذده ؟
دینی علم اوعصری علم دواړه سره تړلی هیڅ چاره نسته باید دواړه ذده او زیاته پاملرنه ورته وسی

خیریوسې


طاهر مسافر
10.07.2011

محترم عادل سیب او خیریوسی سیب
ستاسو د هرکلی او ښی دعا څخه ډیره مننه. آمین ثم آمین. له لوی او توانا څښتن نه هیله ده چه مونږ ټول د هغه و سمی لیاری ته هدایت کړی او د هغی په رڼا کی او د اسلام د سرلوړی لپاره مو د ټولو پښتنو او مسلمانو لپاره د خدمت توفیق نصیب کړی.
درنو ورڼو
رښتیا زما په دعا کی دوه نیته وو. اول دا هیله وه چه ټول مسلمانان د دین او دنیا علم زده کړی. که دا وسی نو هغه کوم اختلاف چه اوس په افغانستان او نورو دولتو کی د ملایانو او مکتبیانو په مینځ کی سته هغه به له مینځه ولاړسی او له دی لیاری به د کفر توطیئی له مینځه ولاړی سی. نو ځکه دا زما دوهم نیت وو.
لوی څښتن ته می دا دعا ده چه دا توازن په خپلو لیکونو کی زه خپله وساتم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more