د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتون په ۲۰۱۱ کې

pattang
03.07.2011

[color=green:2d68d3d1a9]زه نه پو هيږم چې ددې پاړسيبانو په وينا پښتون په ذات کې جاهل دی او که ژبه (افهام او تفهيم ) جاهله ده چې دپاړسيوانانو دپښتو له ژبې څخه بد راځي اوپه پښتو خبرې ،ليکل / لوستل يې بد ئيسي٠??? [/color:2d68d3d1a9]
[color=brown:2d68d3d1a9]دې داسې عمل له څنګ سره به دپښتنو پرېکړه څه شی وي ٠ [/color:2d68d3d1a9]

پښتون په ۲۰۱۱ کې
ډاکټر عطاالله تاج

01.07.2011 19:42

پښتون په ۲۰۳۰ کې د نصير احمد احمدي هغه طنزيه ليکنه ده چې د سورغر اوونيزې د اووم کال د ۲۹۹ ګڼې کې مې ولوستله چې ان شل کاله وروسته يې انځور کړی خو زه د اوس خبره کوم. د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو سره يو خوا ته د بانډار لپاره ووتلم. يوه ملګري له هراته زنګ راته وواهه او د حال احوال پوښتنه يې وکړه. ما ورته د خير خيريت خبره وکړه او ورسره جوخت مې د ملګرو او بانډار هم ورته وويل. ده د يوه اوږده اسويلي وروسته راته وويل چې وروره دنيا ډېره راباندې تنګه شوې، د هرات ښار راته ډېر تنګ او پردی شوی دی.
ان چې زړه مې غواړي ځان وژنه وکړم، هغه ويل چې يو پښتون ملګری دلته په کور پسې ګرځېده، باالاخره يې کور پيدا کړی او څو روپۍ يې د بيانيې په شکل ورکړې وې چې په دې وخت کې زما ټليفون ورسره روخ شو، زما د ټليفون څخه وروسته هغه سړي ورته ويلي وو چې ته پښتو ولې وايې؟ ددې ځای خلکو ته پښتو ډېره بده ښکاري.
که دلته اوسې نو پښتو به نه وايې ځکه دا ګاونډيان به زما سره جنجال کوي او وايي چې ته پښتانه ته ځای ورکړی دی.
ما ډېر ورته وويل چې وروره دا ملک د پښتانه دی، په دې هرات کې پښتانه له زرګونو کلونو راهيسې اوسيدلي، حکومت يې کړی، له پرديو څخه د هېواد دفاع کړې او په سيمه کې يې لويې امپراتورۍ جوړې کړي او واکمني يې کړې ده.
ده راته وويل، جالبه دا ده چې دلته صرف په نوم پښتانه وو خو هغو ته هم خپله ژبه سپکه شوه نو ځکه هغو هم خپله ژبه هېره کړه، هغه ژبه چې هيڅ نړيوال ارزښت نلري. زه پخوا پښتون وم، نيکه ګان مې پښتانه ول خو زه اوس سوچه پارسيوان يم او نه غواړم چې پښتو ووايم. پښتانه او پښتو ويونکي وروسته پاته، بې تعليمه، بې نظمه او درکه خلک دي.
زه خو پرې شرمېږم او يوازې مې تا ته وويل چې زه پښتون وم خو دا خبره بيا زه هم ستا سره لا نه منم او نه هم غواړم چې په پښتانه ياد شم.
ددې سره سم يې زما روپۍ بيرته راوغورځولې او راته ويل چې: برو ګم شو
اوس راځو د نصير احمد احمدي صاحب طنزيه ليکنې ته، زما پوښتنه له ده څخه دا ده چې رښتيا ووايه! ته په کابل کې پښتو وايې که فارسي؟ دري يې هم مه بوله، ځکه اوس ايران، افغانستان او تاجکستان درې واړه فارسي ژبې هېوادونه بلل کېږې..ګوره وروره خوا به نه بدوې، زه په دې پوهېږم چې ته پښتون يې، ستا ډېرې ليکنې مې لوستي. خود به د شناخته وو سره په پښتو خبرې کوې مګر دا راته ووايه چې کله په کابل کې ټکسي ته ورخېژې په فارسي ورسره غږېږې که په پښتو؟
که کومې ادرې ته ورځې د خبرو پيل په پښتو کوې او که په فارسي؟
هغه د خادم صاحب وينا ده چې کابل د پښتنو هديره ده. په کال کې لس زره پښتانه پارسيوان کېږي. وروره که هر څوک په کابل، هرات يا مزار کې ژوند کوي هرو مرو به فارسي وايي او د څو کلونو په اوږدو کې به پارسيوان کېږي ځکه موږ پخپله په خپله ژبه او قوم شرمېږو. په دې څو محدودو ليکنو چې زه او ته يې کوو او په دې طعنو او طنزونو کار نه کېږي، دا ډېره قرباني غواړي.
نن ورځ ما ډېر ښاغلي ليدلي چې ډېرې غټې دعوې کوي او د پښتو پښتو نارې وهي خو که وزير يا مدير شو بيا نو پښتون نه دی او نه وو او نه به بيا وي.
ډېر ملتپال ګوندونه مو وليدل چې د ملت او وطن نارې به يې وهلې خو نام خدا د کرزي په حکومت کې د ګډون او د يوې څوکۍ او امتياز د تر لاسه کولو لپاره له خپلو ملي ارمانونو تېر شول او د کلونو کلونو تاکتيکونه يې بدل کړل.
په کندهار کې يو ډېر نامي ليکوال او تکړه مبارز وو، هر وخت به يې ناندرۍ وهلې مګر کله چې يې پروژې واخيستې بيا به غلی وو. وايي له کرزي صاحب څخه چا پوښتنه وکړه چې هغه پلانی به ډېر توند توند کېدی هغه څنګه شو؟ مامور يې ورته وويل صاحب هغه ته مې پروژه ورکړه ځکه غلی شو، ده ورته وويل کور خرابو وختي به مو پروژو اخته کاوو.
د پښتو ژبې ډېر غټ ليکوالان او په اصطلاح مدافعين ما ته يو يو معلوم دي او اوس اوس د کرزي صاحب رقم په رقم غير مستقيم کارونه پر مخ بيايي او حتی نوي ګوندونه لا هم د په غير مستقيم ډول د زورواکو په هدايت جوړيږي خو بيا هم هغوی په ډېر افتخار دا وايي چې موږ مستقل يو.
څو مياشتې مخکې زما د دوو ملګرو تر منځ لانجه وه، يو د کابل د يوه جريان لاروی او بل يې په يوه بل خوځښت پورې تړلی و. يوه نيوکه کوله چې پلاني ته خو کرزي صاحب يوه ډېره غټه پروژه ورکړې، ټلويزيون جوړوي، ها کوي او دا کوي او له ډېره وخته په غير مستقيم ډول دده په ګټه قلم چلوي.
دی ددغه جريان سروال دی چې ته پکې يې، هغه بل ورته وخندل ويل يې جالبه ده، ته چې کوم جريان يادوې د هغه سروالان هم ټول اوس اوس برحاله ريسان دي. يو يې د هېواد په کچه په يوې مهمې څوکۍ کار کوي نو ته څنګه ځان مستقل ګڼې؟؟؟
يو کال وړاندې مې يوه ملګري ازاد شعر ويلی او يو بند يې داسې دی چې: قلم سالار څنګه ټوپکسالار ته د مور زوی وويل؟
ډېرې ليکوالان او ژورنالستان تل د ټوپک سالارانو په خدمت کې وي او هغوی ته قمل چلوي. خپلې پروژې پرې اخلي او يا هوايي تنخواګانې لري.
هر کار عملا کار غواړي، خالي په اوتو بوتو نه کېږي، پښتانه رښتيا هم د غفلت په خوب بيده دي، په تېره بيا د پښتنو روڼ اندي ظاهرا ويښ مګر په حقيق کې سل په سلو کې ويده دي، پروژو، لوکسو دفترونو، او پيسو ته ايمان نلري او د پښتنو دښمنان هم هڅه کوي چې دوی د بېلابېلو پروژو او ګڼو امتيازونو له لارې نور هم ويده وساتي.
لکه تبليغيان چې کور په کور ګرځي او خپله ډوډۍ په شا د هر چا کور ته ورځي او د دين او ايمان خبرې کوي، پښتانه روڼ اندي هم بايد همداسې د عمل ډګر ته راووځي او ملا وتړي.
دغه حالت چې تا د شلو کالو وروسته انځور کړی، نور ځايونه خو پرېږده هغه اوس په کندهار کې حاکم دی. په کندهار کې ټولې دولتي او رسمي چارې په فارسي تر سره کېږي. پښتون لالا چې په پردۍ ژبه ګړيږي ځان ورته موډرن معلوميږي!!!!


عنوان

bewatan
05.07.2011

په ټول افغان کی د پښتو او پښتونولې مخ داسې غيب شو چه نه ې مړې معلوم شو او نه ژوندې ته ې لا په رسمياتو کې غواړې
پوښتانه يو بل ته پړ انګان مګر نورو ته جان اغا،لالا اغا ،قنداغا ،ګل اغا،
شرين ګل جانم ،ببوګل جانم خشنه جانم نارې وهې او پرې افتخار کوې او له خپل پوښتون لرې ګرځې ځکه پرې شرميږې
داسې پوښتانه دې خداې په خپل قهر او غذب ککړ کړې کاشکې هندوان يا يهودان پيدا شوې وې چه ترې ګيله نه کيدلې
لعنت دې په داسې پوښتنو وې چه ٧٥ فيصده ديوې خاورې نفوس تشکيلوې او په بله ژبه ورباندې حوکمت کيږې
انشاالله چه حق به حقدار ته رسيږې او نور به بس وې
داکتر وطنمل صيب نه به هم دپوښتو دمخ غيبيدل پوښتنه کيږې دلته ډير زيږه پوښتانه شته چه دخپل هويت پوښتنه يوه ورځ کوې او اوس هم ورته ريږدې
پښتو او پوښتنو ته سپک کتل بايد هر شخص دځان قيامت وبولې
وطنمل صيب ښه کار دې نه دې کړې ستا په دا ټول انټرنيټ سايټ کې ډير دپوښتو او پوښتونولې په خاطر را ټول شوې وه
هر هغه څوک چه پوښتون وې او نن دې کور ور وران کړې او بيا هم همکارې کوې له سره ماته پوښتون نه ښکارې او نه غيرت لرې تر پتنګه پورې
ټولې دخولې خبرې دې نه له وجدانه او نه له احساثه
ولې دپوښتو مخ غيب کړو؟
علت ې څه و؟
که له فاړسوانو نه ډاريدلې؟
او که خپل صلاحيت دې ازمايش کولو چه تاسې هم تاسې هم يو سايټ نابود کولاې شې لکه اشغالګرو چه په هلمند کې يو کلې نابود کړو؟
بس دا د تاسف ځاې دې چه خپل همکاران دې ناديده او بې ارزشه وګڼل بسته کور او کوډې دې ور ورانه کړله
په خداې وکيل درته ونيسې په رسمياتو سره خپل حق درته وغواړې او ددې سايټ چلونکې هم خپل حدود وپيژنې ،يعنې ستاسو همکاران پوډريان نه دې ټول شخصيتونه دې ،بايد ساده ورته فکر ونه شی٠
واقيعت تل تريخ وې
بيا هم په ډير عذت سره


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more