د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
ګونګ چنار.........( نظم )
Arman zazai
26.07.2004
کاروان ته ډالی.
...........................ګونګ چنار.................
چې سندرې وي په دار ټپه په دار وي
وايه تا هم چيرته داسې ښار ليدلی
چې يې پاڼه پاڼه چيغه وي سلګی وي
تا کاروانه چيرته ګونګ چنار ليدلی
.,,,,,,,,,,,,,,
ته خو ګورې چې زما د وطن پيغلې
چاودې شونډې ګرځي, سوي اوربلونه
ماښامونه به مو څنګه غمجن نه وي
چې خواره پر اوږو نه وي اوربلونه
,,,,,,,,,,,,,,,
ته کوې د شنه چنار سره خبرې
ماته ګوره له خپل ځانه مرور يم
لږ خو راشه چې شيبې شي سندريزې
در پخلا مې کړه کارونه مرور يم
......................................................
....................................................( ډاکټر حميد شجاع ځاځی ) نظم