نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زمونږ د بیګناه ولس اصلی دښمنان!
قادر خان
01.07.2011
ټولو عزتمندو افغانانو ته سلامونه،
د کابل په کانټين انټل هوټل په بريدکې چې وسله والو طالبانو لخوا وشو، د خبرونو له مخې دوولس تنه د هوټل مسلمان او بیګناه کارکوونکی شهیدان شوي دي. په بريد کې يوه تن بريد کوونکي ځانمرګي چاودنه وکړه او نورو بريد کوونکو د سپکو وسلو بريد پيل کړ. لږ تر لږه د هوټل دوه پوړه په بريد کې سوځېدلې دي او يوشمېر نور کسان هم ټپيان شوي دي.
د هوټل يو کارکوونکی وايي چې تر يو لړ چاودنو وروسته وسله والو د هوټل په بالروم ته لاره وکړه. له دغو بريد کوونکو سره ټېپ رېکارډر هم و چې د طالبانو ترانې يې غږولې اوهر څوک چې به په مخه ورتلل ډزې يې ورباندې کولې. دوي خو د خارجي اتباعو د وژلو لپاره راغلي وو!! دا څنګه شو چې دوي ټول خپلو مسلمانو او بیګناه هیوادوالو ته شهیدان کړل؟؟؟
هیله لرم چې (د پښتو په کینه پټنګ) په شان خلک زمونږ د بیګناه شهیدانو کورنیو ته ښه او نیکې ځوابونه ورکړي!!!
پښتونوالي یواځي په شعارونو او درواغو خبرو ثابت نه شي، خوا خوږي، همدردي، مینه او زړه سوي غواړي.
په درنښت او مینه،
قادر خان
pattang
01.07.2011
قادر خانه په بحث کې منطق ، فلسفه / تحليل خوند کوي چې داشيان نوي نو بحث
ډېر د علاقې وړ نګرځي٠
اوس به راشم ستا خبرو ته :
د کابل په نږدې ،وردګو ميدان او خاص په لوګر کې څومره کورنۍ بې سر فرسته
شوې څومره بې ګناه خلک د شپې په چاپو کې د صليبي اشغالګرو له خوا ترور شول
څومره خلک بېله لدي څخه چې اصلحه يې په لاس کې وي ،يواځې ديوه راپور په
اساس د څو مردارو دالرو لپاره ،د وحشي اشغالګرو له خوا ترور شول ? حساب
يې ماته مالومدی او ګناه يې هم ماته مالومه ده٠ نو کومه ورځ تاسو پخوانيو چپيانو
داوس وخت حاجيانو پر دې غريب اولس خپلې سترګې لمدې کړې دي ?
تاسو خو په قسم داقسامو د اشغالګرو ملګري ياست ! داسې نده ?
زه بيا هم درته وايم چې ملت په خپله څوک اباد نکړي په را بلل شويو فاسدو
اشغالګرو يې نشی ابادوی.
اوس ستا دخبرې ځواب :
انډيواله هغه بې ګناه خلک څوک وو چې په انتر کاننتل هوټل کې يې شپې کولې ،
دهوټل يوه شپه له 500 - 1500 دالرو پورې رسيږي ، داټول هغه خلک ، دcia غړي
د لاسپوڅي دولت بيکاره پوچ مغزه رشوتخواره وو چې دافغانستان په راتلونکې يې
ملنډې وهلې ٠ د مقاومت حمله زور ښکاره کېدل اويوه سيبوليکي شکل لري او
اشغالګرو او لاسپوڅي رژيم ته الهام ورکوي چې مقاومت په هر ځای کې زور او
اختيار لري چې لکۍ يې ورغوټه کړي٠که اشغالګر نوي له دو مياشتو وروسته به
يې ځای بېرته کلاب وي٠
- زه پردې حيران يم چې ديوه فاسد رژيم او cia خبرې منل کېږي کوم چې په دروغو
ناروا او خيانت کې لوی شويدي٠ په انتر کانينتل هوټل کې ډېر نفر وژل شوي
جنګ تر سحره دوام کړی دی ٠ کوم شی چې تاسو ليکلی هغه دمذدور رژيم
پروپاګنده ده چې cia ورته ترتيب کړې ٠
دجنګ علت صليبي اشغالګردي ،که اشالګر ورک شي جنګ ورک دی٠
ژوندي دې وي طالبان، مرګ په ا شغالګرو چې له مسلمان ا ولس سره جنګ کوي٠