د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اسلام ددوو جهانوسردار نبي آخرزمان حضرت محمد مصطفی (ص) دین!

قادر خان
30.06.2011

ټولو درنو ورونو ته اسلام علیکم،

انګلستان چې د سپین پوستو انګریزانو اصلی ځای دی چې به له منځني ختیځ اوافریقا ځخه مسلمان راتلل اوهمالته به استوګن کیدل . هلته تېرکال یعني په ۲۰۱۰ لسم کال کې ۵۲۰۰ یوازې سپین پوستو انګریزانواسلام قبول کړ. یانې دورځې ۱۵ انګریزان مسلمانان شوی دي دغه شمېرنه دبرتانې یوې ا دارې چې دایمان اومذهب اړوند ځېړنې کوي نشرکړي ده دغه حیرانونکي انکشافات ترټولولومړی دسکاټ لینډ له سیمې نه راڅرګندشول چېري چې دسړي شمېرنې په دوران کې له وګړو نه دغه سوال کېږي چې تا وړکتوب په کومومذهبي زدکړو کې تېر کړي دي اواوس دکوم مذهب پیروان یې ـ دوي حیران پاتې دي چې تر۲۰۰۱ کال پورې له ۱۴۲۰۰ مسلمان شویو کسانوځخه ۸۷۰۰ سپین پوستې انګریزان و ۷۰۰ سیکان ۴۰۰ هندوان او۴۴۰۰ افریقایان اودلاطینې امریکې اوسیدونکې کسان وو . همدغه ددوي لپاره یو جدي دخطر زنګ وو. دوي سخت پریشانه اووارخطاوو دمخنیوي دتدابیروپه لټه کې یې وو،او په داسې حال کې یولسم ستمبر هم راورسیدی اویوه بله تماشه جوړه شوه ترهغه وخت پورې همداسي فکر وو چې مسلمانان خو له دباندې څخه راځې همدلته کاراودنده کوي بیاهم دلته اوسیدل غوره کوي سپین پوستې خوسپین پوستي دي آزاد خیاله اوروڼ اندي چې هیڅکه به ورسره داسلام دمنلوتصورغوندي هم پیدانشي . همداسي دي تر۲۰۰۱ کال پورې یوازې ۵۰۰۰۰ سپین پوستو اسلام قبول کړي وو خویوازې دلسوکلونوپه تېریدوسره دهغوي شمېر سل زره ته پورته شو، یانې همالته په ورځ کې ۱۵ تنه داسلام په مبارک دین مشرف کېږي .
اوددوي دهدایت اورهنمايې یوازینې منبع ددوو جهانوسردار نبي آخرزمان حضرت محمد مصطفی (ص) دي، دوي څوک دطالبانو په نوم یادولوسره نشي ویرولای اوکوم څوک دوي دتروریستانو دملګرو په نوم نومولوسره نشي وارخطا کولای، دوي په ټولو کیسو پوهیږي، دوي ته مالومه ده چې دچاپه خوله کې دچا ژبه ده دچاپه ټلویزونې خپرونه کې دچاپېسه خبري کوي .

والسلام،
ستاسو ورور قادر خان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more