نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان د افغان ملت قاتلان
noorzaiJahani
30.06.2011
دوستانو آیا پر کانتینتال هوتل د طالبانو لخوا دغه بزدلانه برید د هیواد د عامهّ نظم او تاریخي ځاینو ویجاړه ول او دهغه کسانو ویرول نه وّ کوم چی غواړي د هیواد په بیا رغوني کي برخه واخلي؟ لومړی دوستانو، زموږ تسلیت او غم شریکي د پیښه د قربانیانو او د هغوي د کورنیو سره کوو، او د طالبانو دا ډول بریدونه په کلکه غندو.
له بدمرغه چي د کانتینتال هوتل برید د طالبانو لخوا لومړی برید نه وّ چی پر یو شخصي سوداګري وداني ترسره شوي وي بلکه دا ډول بریدونه پخوا هم په هغه سوداګریز وداني او هوتلونه د طالبانو لخوا ترسره شوي دي کوم چي د افغان او نړیوال شخصي سوداګرانو په ملیونونو افغاني باندي یا نوي رغول شوي او یا خو هم بیاړغول شوی دیّ.
د بیلګي په توګه سرینا هوتل، صافی لاندمارک، کابل بانک او همداسی راسو فروشګاه بزرګ افغان چی په افغانستان کي یو زور او پخواني سوداګریز مرکز وّ، او دغه بریدونه تول په یو شان خونړی ډوله ترسره شوي دی.
سربیره په دي چی طالبانو په بیا بیا وار اعلان کړی چی دوي به د ملکي وګرو د تلفاتو څخه مخنوي کوي او خپل ځان د ملکي وګرو ساتونکي سو ځلی یاد کړی دي. خو بیا په حقیقت کي د دوي اعمال او ګردار د دوي د خبرو سره په تضاد کي دی، د بیلګه په توګه طالبانو د بدر عملیاتو په اعلامیهّ کي دا ژمنه کړي وه چي دوي به یوازي دولتي او نظامي چارواکي تر برید لاندي نیسي نه ملکي وګري، خو بیا د می میاشت د نړیوال ملګرو ملتونو لخوا د افغانانو لپاره تر تولو خونړی میاشت ونومول شوه ، په راپور کي راغلی دي چی ۳۶۸ نفر وژل شوی او ۴۹۳ کسان تپیان شوي دي او د ددغه شمیر ملکی تلفاتو پره ۸۲ فیصده طالبانو ته راجعه شوي ده.
http://unama.unmissions.org/Portals/UNAMA/Press%20Statements/June09_%202011_UNAMA%20POC_Pashto.pdf
طالبان د هر هغه زشت تکتیکو څخه خپل په بریدونو کي کار اخلی کوم چی کولای شي زیاتره افغانانو ته تاوان ورسوي د بیګلي په توګه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي:« د دولت وسله والو مخالفانو په یوه کڅوړه کې چاودېدونکي مواد یوې اته کلنۍ ماشومې ته ورکړي وو چې پولیسو ته نژدې یې یوسي او هاله یې د ریموټ کنټرول په وسیله وچاودول.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پېښه کې ماشومه وژل شوې خو امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taandd&article=27448
طالبان د دی وړتیا نلری چی د افغان امنیتی ځواکونو سره په مخامخ ډول جګړه وکړی په دغه خاطر هڅه کوي چی معصوم ماشومانو څخه استفاده وکړی او د هغوی په ذریعه ځان وژنکي بریدونه ترسره کوي، او بیا په دیر افتخار سره واي چی افغان امنیتي ځواکونه د دي وړتیا نلري خپل د هیواد د امنیت د چارو مسّولیت په غاړه واخلي. زه دلته غواړم د ښاغلی اشرف غني احمدزي څخه نقل قول دهغه کسانو په ځواب کي وکړم کوم چی د افغانستان د راتلونکي لپاره پرته له شر څخه بل شی نه غواړي، او دا غواړي چي افغانستان هیڅکله متکي په خپله شي. دښمن په دی پوهیږی چی موږ به د امنیت انتقال پروسه په هر ډول چی ترسره کووّ. نوموری زیات کړ چی دښمن دي په دي ښه پوه شي چي افغانان هر ډول قرباني ته چمتو دي ترسو دا پروسه کامیابه کړي.
او لاندنی ویدیو کی افغان امنیتي ځواکونو د هیواد زړه ور بچیانو دا خبره ثابت کړه چی هغوي د هیواد د امنیت مسولیت د اخیستلو عهد په کلکه په زړه کي لري.
طالبان د افغانستان کمزوره دښمنان، د باسواده راتلونکي نسل څخه په کلکه ویره دي، چون دوی په دي پوهيږی چی د افغانستان باسواده راتلونکي نسل خپل هیواد ته وفاداره او د هغه د سوکالي لپاره په کلکه متعهد دی، نه ملا عمر او القایده ته. د طالبانو سره دغه ویره شته او په همدا خاطر افغان ملت غواړي د هري لیاري تهدید کړی تر سو خپل ایدیولوژي او افراطیت په ولس ومني، بناان ښونځي د طالبانو لومړی هدف ګرځیدلی دی، چون طالبانو ته دا معلوم ده چی هر څومره د تولني د زده کړي کچه اوچته کیږي هغومره هغوي ته د جلب او جذب زمینه تنکیږي.
دوستانو په پایلهّ کي ستاسو څخه هیله کوم چی لاندني ویدیو وګوری چیرته چی طالبان په دیر ویار سره یو ښونځي ته اور اچوي. http://www.cbsnews.com/stories/2006/03/01/eveningnews/main1361563.shtml
pattang
30.06.2011
نورزيه!
په زړو شعارونو خلک نشې غلطولی ، طالبان هم د سواد ،مکتب پلوياندي او هم
دبشر دحقوقو داځکه چې دوی په قران شريف عقيده لري ، دمکتبونو او شفاخانو
سوځيدل د cia او پنجشيريانو کار دی تېره اونۍ يې په ازره لوګر کې هم
يوه شفاخانه وسوځوله او بې ګناه انسانان يې پکشې شهيدان کړل٠
لاسپو څيه بيا راشې سترګې دې نه شر ميږي چې دصليبي اشغالګرو پلوي
کوي او څو مردار دالر پرې اخلي ، نالت دې وي پر تا چټل بې ناموسه !
ډېر نر کار شوی دی ته يې نه وينې چې اشغالګر ښځې يتيمان وژني !سوله له چاسره
وکړي په ناموس هم را سپوردی او سوله هم غواړي ! سوله خو دا مانا چې دغربيانو
اشغالګرد يو څه شرائط به منې ? ولې يې ومنو مونږ کومه ګناه کړې چېرې کوم
طالب افغان په خارج کې ترور کړی دی ??? ولې زمونږ ملک ته راغلي ، که
القاعده نيسي ورشي ټول دې ونيسي خو له اولس سره جنګ کول يو ډېر انساني
تېری دی لنډ درته ليکم :
چې يو اشغالګراو يو لاسپوڅی مذدور مخبر هم پاته وي جنګ به روان وي
سوله هلته راځي چې صليبي عساکر او cia زمونږ هېوادپرېږدي٠
نالت په لاسپوڅيواو اشغا لګرو ژوندي دې وي طالبان