د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

پوښتنه!

هوتک
30.06.2011

درنو دین پوهانو اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته!
هغه ورځ له یوه ملاصیب سره یوځای ته لاړم اوهلته له یوه دوکاندارسره کښینستو په خبرو خبرو کې دوکاندار له مولوې صیب نه دارنګه پوښتنه وکړه،
مثلآ زه دوکانداریم او عبدالوکیل صیب وماته یو لک (۱۰۰۰۰۰)کلدارې په مضاربت راکړې او زماکور هم ښارته نږدې دی سهار راځم دوكان ته اوماښام ځم کورته نو زما ورځنې خرچه به له کومو پیسو څخه وې،‏
له شراكتې پیسو څخه اوکه به له خپله جیبه پیسې مصرفه وم!‏‎
‏(داچه مولوی صیب ډیر داقتصاد لخوا کمزوری دی نو ددې پوښتنې له جوابه عاجز غوندې شو او دادی ما دلته له تاسې سره شریکه کړه خدای ج دې وکړې چه له تاسې سره یې جواب وې ؟
په مینه اومننه


-
30.06.2011

ډیره ښه پوښتنه ده. د فورم علماء یې باید ځواب ووايي، خو ددې لپاره چې د فورم علماء پرې رامات کړم خپل شخصي نظر څرګندوم (شرعي دلیل یې نه لرم):
دا د دوکاندار او عبدالوکیل ترمنځ په شوي اتفاق پورې اړه لري، چې دوی څه رقم موافقه کړې چې ایا د دوکاندار د لارې خرچ به د مشترکو پیسو څخه وي او که د شخصي؟ چې طرفینو په هره توګه موافقه کړې وه هماغسې به کوي.
والله اعلم
دا زما نظر زما د شخصي علم پر اساس وه کوم دلیل یې راسره نشته خاص د فورم د ملایانو د راګرمولو لپاره مې ولیکه،
نور نو زه به یې هم په اړه پلټنه وکړم او جواب به شریک کړم.


هوتک
01.07.2011

[quote:d08d4e6645="كليوال"]
دا د دوکاندار او عبدالوکیل ترمنځ په شوي اتفاق پورې اړه لري، چې دوی څه رقم موافقه کړې چې ایا د دوکاندار د لارې خرچ به د مشترکو پیسو څخه وي او که د شخصي؟ چې طرفینو په هره توګه موافقه کړې وه هماغسې به کوي.
والله اعلم
[/quote:d08d4e6645]‎ښه خبره ده خو زما دامطلب دی چه په شریعت کې څه رقم جوازلرې


محمود سعيد
02.07.2011

سلامونه!
دا خو معلومه خبره ده چې له کور څخه دوکان ته او بیرته کورته تګ د همدې کار له کبله دی او دا دکار برخه ګڼل کیږي، ځکه نو د تګ راتګ او خوراک مصارف له همدې پیسو څخه وګرځول شي.


هوتک
03.07.2011

سعید صیب دمعلوماتو شریکولو نه دې مننه


-
03.07.2011

[quote:41023ee7bf="محمود سعید"]ځکه نو د تګ راتګ او [color=blue:41023ee7bf]خوراک[/color:41023ee7bf] مصارف له همدې پیسو څخه وګرځول شي.[/quote:41023ee7bf]
سعيد صیب د تګ راتګ خبره که ومنل شي یو دلیل ورته جوړیدی شي ځکه چې د کور او دوکان ترمنځ تګ راتګ د همدې کار لپاره صورت نیسي، که دا کار نه وای دوکاندار څه کول چې هره ورځ د کوره ووځي. خو د خوراک په مصارفو کې ماته یو سوال پیدا شو. ایا خوراک هم د همدې کار نتیجه ده او که څنګه؟ په دې معنی چې که تا دا کار کولای او که نه خوراک به دې کاوه، چې په هرځای کې یې په لوږه ژوند نه شې تیرولی، خامخا به خوراک کوې، نو ولې بیا د خوراک مصارف ددې پیسو څخه ګرځوئ؟؟؟
د ځواب په هیله مو


رښتینی
03.07.2011

دحنفی اومالکی مذهب له نظره که مضارب یعنی دهوتک صاحب دوکاندار د
دې مال دچلولوله پاره به سفر ولاړ شې نو دسفر په حالت کې به مصرف له همدې
مال نه کوې او که په کور وې بیا به له دې مال نه مصرف نه کوې دالاندې کتابونو دا
خبره لېکلې ده :

لا ينفق العامل المضارب من المال على نفسه حضراً وكذا سفراً في الأظهر، لأن له نصيباً من الربح فلا يستحق شيئاً آخر، ولأن النفقة قد تكون قدر الربح فيؤدي إلى انفراده به، وقد تكون أكثر فيؤدي إلى أن يأخذ جزاءً من رأس المال، وهو ينافي مقتضاه، فلو شرط له النفقة في العقد فسد، ومقابل الأظهر أنه ينفق بالمعروف ما يزيد بسبب السفر كالإداوة والخف والكراء وما أشبه ذلك، هذا هو مذهب الشافعي.

وذهب الحنفية إلى أنه ليس له نفقة في الحضر، أما إذا سافر فله النفقة.

الفقه الاسلامی وادلته

قال - رحمه الله - : ) وإذا دفع الرجل إلى رجل مالا مضاربة بالنصف ، فعمل به في مصره ، أو في أهله ، فلا نفقة له في مال المضاربة ، ولا على رب المال ; لأن القياس أن لا يستحق المضارب النفقة في مال المضاربة بحال ، فإنه بمنزلة الوكيل ، أو المستبضع عامل لغيره بأمره ، أو بمنزلة الأجير لما شرط لنفسه من بعض الربح ، وواحد من هؤلاء لا يستحق النفقة في المال الذي يعمل فيه ، إلا أنا تركنا هذا القياس فيما إذا سافر بالمال لأجل الصرف ، فبقي ما قبل السفر على أصل القياس ، وهذا ; لأن مقامه في مصره أو في أهله ; لكونه متوطنا فيه لا لأجل مال المضاربة .

المبسوط للامام محمد بن احمد بن ابی سهل السرخسی

اوپه حنبلی مذهب کې ددوی دواړو په اتفاق پورې خبر تړلې ده یعنی که دوی
دواړو داسی اتفاق وکړ چې مضارب به خپل مصرف له خپل مال نه کوې نوبیا
نو له خپل نه به یې کوې او که یې داسې اتفاق وکړ چې دمضاربت له مال نه به
یې کوې نوبیابه یې له هغه نه کوې .دوی دسفر او حضر توپیر نه کوې :

يجوز عندهم تحميل نفقة المضارب على مال المضاربة إذا تم اشتراط ذلك في العقد لحديث المسلمون على شروطهم كما يجوز ذلك بالعرف الغالب لأن المعروف عرفا كالمشروط شرطا
ولم يفرق الحنابلة بين حالة عمل المضارب في الحضر ( في وطنه أو في بلد العقد ) أو في السفر ( خارج وطنه ) .


حلیم
05.07.2011

سلام
زما په اند
کچیری په دوکان کی ټول مال د مضاربت وی، بیا نو پرځای خبره ده چی د تګ راتګ لګښت د مضاربت د مال له ګټی څخه وی (لکه یو اسلامی بانک چی خپلو کارکونکو ته معاش او ډوډی ورکوی)، دلته هم باید د دوکاندار وخت او انرژی د مضاربت د پیسو سره یو شی و ګڼل شی اضافه هر لګښت چی کیږی باید د مضاربت د پیسو له ګټی څخه وشی، نه د رأس المال څخه (۱۰۰۰۰۰)، او نه د دوکاندار د جیب څخه.

هغه د ورور په عربی متن کی چی د سفر نوم راغلی د هغه نه مراد هغه سفر ندی کوم چی د روژی یا لمانځه لپاره دی، بلکه دلته خبره د اقتصاد ده، هر هغه حرکت چی لګښت ولری په سفر کی حسابیږی.

والله اعلم


رښتینی
05.07.2011

هوتک ورور یوه شرعی پوښتنه لرې دهغې له
پاره دشریعت په رڼا کې ځواب په کار دی
خو کلیوال صاحب ولیکل چې شرعی معلومات خو نلرم
خو زما په نظر به داسې وې او دالړۍ نورو ملګروهم پر مخ
بوتله ایا په یوه شرعی موضوع کې داسلامی فقهی او قران او حدیث
په اړه معلومات څوک ونلرې خپل نظر څرګندول ښه کاردی ؟
دلته زما اوستا نظر څه معنی لرې ؟!
دلته باید دینی اوشرعی معلومات وړاندې کړل شې نه خپل نظر
په مینه


محمود سعيد
05.07.2011

رښتینی صیب سلامونه!
تاسې هم لکه چې د پخوانیو اخوندانو په شان فکر کوی او دین یوازې تر څو کسانو پورې لنډ ګڼئ!!!


رښتینی
05.07.2011

ښاغلی سعید په دین کې چې دکومې مسئلی په اړه نص شتون ولرې
هلته زما اوستا نظر او فکر کار نکوې په اجتهادې مسائلوکې هم د
هر للوپنجوخبره منظوره نده دشریعت ماهرین پرېکړه اونظر ورکولی
شې محدودیت لازم ده داد هرچا کار نده

[quote:535ca38416="محمود سعید"]رښتینی صیب سلامونه!
تاسې هم لکه چې د پخوانیو اخوندانو په شان فکر کوی او دین یوازې تر څو کسانو پورې لنډ ګڼئ!!![/quote:535ca38416]


محمود سعيد
05.07.2011

دا للو پنجو بیا لا څه ډول شی دی؟


شبيراحمد
05.07.2011

ټول مي سلامونه ومنئ
[quote:3d6f4fa3f8="محمودسعيد"]رښتینی صیب سلامونه!
تاسې هم لکه چې د پخوانیو اخوندانو په شان فکر کوی او دین یوازې تر څو کسانو پورې لنډ ګڼئ!!![/quote:3d6f4fa3f8]
محترم سعيدصاحب دين نظرته هيڅ اړتيانه لري قرآن اوحديث شته.
دين خوڅه پښتون يون نه دی چې هرڅوک دي پکي نظرورکړي.

دهوتک صيب پوښتني ته درښنيني صاحب ځواب بېخي کافي شافي و، دې موضوع
نورودلائلوته اړتيانه لرله نودچانظرته په يې څه اړتيالري وي.

هيله ده پوه شوی به يې.

مننه


-
05.07.2011

رښتینی صاحب! السلام علیکم
ستاسو خبره سمه ده چې هر څوک باید په دین کې خپلسري نظریات ونه وايي، خو زما هدف عام حکم یا فتوی نه وه، بلکې تش د خپل نظر اظهار مې وکړ.
خو بیا هم په مجموع کې دا خبره د تایید وړ ده چې د خپل شخصي نظر څخه باید په شرعي مسائلو کې ډډه وشي.
هیله ده رامنځته شوی سوء تفاهم له منځه تللی وي.
په خورا درناوي


-
05.07.2011

د پورتنۍ لیکنې څخه ځینې آزرده کوونکې جملې ړنګې کړای شوې، زه خپلې تیروتنې ته متوجه شوم.
که زما په خبرو رښتینی صیب ځوریدلی وي نو زه ترې ډیره بښنه غواړم او هیله ده د مشر ورور په توګه د شفقت له مخې راته بښنه وکړي.
په دې باندې به یوازې الله علم لري چې زه په زړه کې حامد صیب ته څومره په احترام قایل یم، او خاص د الله لپاره ورسره مینه لرم.
هیله ده زما بښنه ومنل شي.
ستاسو د ټولو په هرې نګاه کشر ورور


محمود سعيد
06.07.2011

سلامونه!
دا سمه ده چې د قرآن او حدیثو په رڼا کې به د اسلامي علماوو نظریات پریکوني، وروستي او منونکي وي، خو په یوه ښکاره موضوع کې د بحث شریکول او کره خبره ترې را ایستل هم ښايي څه بده خبره نه وي...
دا زما نظر دی...
له ټولو نه په بښنې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more