نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د طالبان اصلی تګلاره!!!
قادر خان
29.06.2011
ټولو درنو هیوادوالو ته السلام علیکم و رحمة الله وبركاة،
د اسلامي امارت ویاند ذبیح اله مجاهد د کابل په انترکانتین انتال هوټل د ځانمرګي برید په اړه وایي:
دا حمله چې د پخوا په نسبت ډیره دقیق او ډیر لوي هدف یې په نښه کړ، دا په خپل ځاي کې یوه ډیره لویه او مهمه تګلاره درلود چې نن ورځ په پلان کې وه چې خارجي ځواکونو د افغانستان د قدرت د انتقال په باره کې په همدې هوټل کې مهم کنفرانس جوړ کړي چې مونږ د دغه عملیاتو په تر سره کیدو سره یې د هغوي ټول پلانونه په نطفه کې لمنځه لاړل.
اوس پوښتنه دا دي چې طالبان څه غواړي، آیا د دوۍ اصلی هدف دا دي چې خارجی ځواکونه زمونږ په ګران هیواد کې پاتې شي؟؟؟؟؟
دوهم دا چې که خارجی قوا غواړي چې لاړ شي، نو ولې طالبان د دوۍ ممانعت او یا مخ نیوی کوي؟؟؟؟
په درنښت،
ستاسو ورور قادر خان
Re: د طالبان اصلی تګلاره!!!
pattang
29.06.2011
خبرې ته بل رنګ مه ورکوه ، اشغالګر په زورر اغلي دي په خپل زور يې د رهزنو ،
جنګي جنايتکارانو د اجنټ کرزي په مرسته يو مسخره دولت په افغام ملت په زور
تپلی دی، دوی به بې قيد او شرطه وزي ،د وی حق نلري دمجلسو نوپه واسطه
راتلونکي دولت تعين او د ټولنې معنوي او مادي پر مختګ په راتلونکي کې
وټاکې٠ چې وزي نو مجلسونه څه کوي ! دوی په مجلسونو کې د راتلونکې وخت
لپاره خپل نيالګي او ونې ږدي٠ سادګي ښه نده !
نالت په اشغالګرو ژوندي دې وي طالبان !
[quote:43cf2bc95d="قادر خان"]ټولو درنو هیوادوالو ته السلام علیکم و رحمة الله وبركاة،
د اسلامي امارت ویاند ذبیح اله مجاهد د کابل په انترکانتین انتال هوټل د ځانمرګي برید په اړه وایي:
دا حمله چې د پخوا په نسبت ډیره دقیق او ډیر لوي هدف یې په نښه کړ، دا په خپل ځاي کې یوه ډیره لویه او مهمه تګلاره درلود چې نن ورځ په پلان کې وه چې خارجي ځواکونو د افغانستان د قدرت د انتقال په باره کې په همدې هوټل کې مهم کنفرانس جوړ کړي چې مونږ د دغه عملیاتو په تر سره کیدو سره یې د هغوي ټول پلانونه په نطفه کې لمنځه لاړل.
اوس پوښتنه دا دي چې طالبان څه غواړي، آیا د دوۍ اصلی هدف دا دي چې خارجی ځواکونه زمونږ په ګران هیواد کې پاتې شي؟؟؟؟؟
دوهم دا چې که خارجی قوا غواړي چې لاړ شي، نو ولې طالبان د دوۍ ممانعت او یا مخ نیوی کوي؟؟؟؟
په درنښت،
ستاسو ورور قادر خان[/quote:43cf2bc95d]
پتوال
03.07.2011
د آزادۍ ګټل د ملي انقلاب ستر جز دی او د وسلې په زور لاسته راځي .
اسلامي انقلاب فکري يو بدلون دی او د تبليغ له لارې پلی کيږي .
دواړه يو د بل سره تړاو لرلی شي خو يو دبل ځای نشي نيولای . د اشغالګرو په ضد وسلوال جهاد هم ملي جهاد دی ، چې له بري وروسته بيا اسلامي انقلاب دسوله ييز تبليغ له لارې پلی کوي نه د زور او ديکتاتورۍ له لارې !
د ويتنام د آزادۍ په جګړه کې چينايانو غوښتل چې د ګاونډيانو په توګه په چريکي جګړو کې ونډه واخلي او له ويتنام سره مرسته وکړي، پوځي ورمرش
کېدو ته يې هم چمتوالی ښودۀ ، خو ويتنام يې هېڅ ډول مستقيمه مرسته ، نه چريکي او نه پوځي مرسته ومنله او دا دملي انقلاب غوښتنه وه ،
چې آن د شوروي په شمول يې هېڅ بهرني ځواک ته اجازه نه ورکوله چې د ويتنام په پلوي هم مداخله وکړي !
داچې په افغانستان کې د ملي انقلاب مرحلې ته هم يواځې اسلامي انقلاب ويل کيږي، هدف ترې دملي انقلاب ماهيت پټول
او د اسلام په نامه بهرنيو لاسوهنو ته لاره خلاصه پريښودل دي ، معلومه ده چې دا کار داوطلبانه نه، بلکې تحميلي او په زور تپل کيږي .