نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
وروستی حال:پرانترکانټیننټل هوټل په عملیاتوکې لسګونه خارجي مشاورین او داخلي چارواکي مړه او ژوبل شول
شبيراحمد
29.06.2011
[img:6087ec7fec]http://gdb.rferl.org/92721F98-AA66-409E-97DF-53A807B12720_w527_s.jpg[/img:6087ec7fec]
له کابل نه دمسؤلو مجاهدینو په رالیږل شویو معلوماتو کې ویل شوي داسلامي امارت دقهرمانو مجاهدینو له لوري دکابل په زړه انترکانټیننټال هوټل کې پیل شوي عملیات په پوره کامیابي سره پایته ورسیدل ،چې په نتیجه کې یې ګڼ شمیر خارجي او داخلي لوړ پوړي چارواکي مړه او ژوبل شول.
دعملیاتو بشپړ راپور تیره شپه لس بجې دکابل انترکانټیننټال هوټل ته دافغانستان داسلامي امارت اته تنه قهرمان مجاهدین
(عمر دکنړ ولایت،کریم الله دزابل دشاه جوي ولسوالي،انس دلوګرولایت دمحمدآغې ولسوالي ،قاري روح الله دمیدان وردګ دنرخ ولسوالي،قاري فخرالدین دخوست موسي خیل ولسوالی،محصل رحمان الله دخوست ولایت،قاري صادق دکندزد خان اباد ولسوالي او احمد دپکتیا ولایت دبرمل ولسوالي اوسیدونکو) له خپلو سپکو او درنو وسلو او وسایلو ، کلاشینکوفونو،پیکاوو،راکیټونو،لاسي بمونو ، فدايي واسکټونواو لویو لاسي څراغونو سره دخپل پلان شوي تکتیک لمخې د خنډونو په لری کولو سره دهوټل انګړته ننوتل ،مجاهدین له پلان سره سم لمخکې نه په ټاکل شویو ځایونو کې مورچلې ونیوې،او پر ټاکلي هدف یې د درنو او سپکو وسلو ډزې پیل کړې.
حمله په داسي حال کې پیل شوه چې په هوټل کې دننه دخارجي پوځي مشاورینواو دکرزي دادارې دلوړو پوړو چارواکو، والیانواو نورو پوځي افسرانو ترمنځ مهمه غونډه پیلیدونکې وه .
یو تن فدايي مجاهدمحمدعمرچې دننه په هوټل کې په جګړه بوخت ووهغه مهال دټلیفون له لارې دخپلو سترګولیدلي حال داسي بیان کړ: ( زموږ یو ه ملګري په لومړي سر کې دهوټل په شرقي دروازه کې فدايي برید ترسره کړچې ورسره دمخې ټول خنډونه لری شول،ټول ملګري دننه ننوتل او ټولې ورودي دروازې مو په ځان پسې وتړلې او پر دښمن مو دسپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړې چې له امله یې دپنځوسو په شاوخوا کې داشغالګرو هیوادونو خارجي اتباع ،پوځي مشاورین او داخلي لوړپوړې چارواکې ووژل شول،کله چې دوي وطاقونو ته ننوتل او په دې وخت کې پر هوټل برق قطع شومو ږله خپلو لویو لاسي چراغونوکار واخیست ،دسهار ترڅلورو بجو پوري ملګرو په پوره اطمنان سره هره دروازه ماتوله او په وطاق کې دننه نفر وروسته له دې چې معلومه شي بهرنیان دي په ډزو وژل ،امنیتي عسکرو ټوله شپه له ډیرې لرې فاصلې دهوټل په د اطاقونو پر کړکیو ډزې کولې له دریو بجو وروسته الوتکې راغلې او دهوټل پر بام یې یو ډول مواد وشیندل چې دهوټل پاسني برخې ورسره اور واخیست.
کله چې مو دهوټل په دننه برخه کې خپل کار پایته ورساوه په اطمنان سره موږڅوتنو ځانونه دهوټل ورودي دروازو ته چې په ځان پسې مو تړلې وې ورساوه او هم مو له کړکیو پر دباندي ولاړو عسکرو ډزې پیل کړې چې په دې سره دادي تراوس اتو بجو پورې زموږ مقاومت راورسید.)
دپيښې دنورو جزیاتو په اړه داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد الاماره ویب پاڼې ته په یوه ټلیفوني تماس کې وویل : ( دکابل په انترکانټیننټل هوټل کې عملیات په ډیر بریالیتوب سره پایته ورسیدل ،په دې عملیاتو کې داسلامي امارت اتو تنو سرتیرو فدايی او قهرمانو مجاهدینو برخه درلوده چې مشري یې دمحمد عمرنومي مجاهد په غاړه وه ،حملې چې مجاهدینو پکې له سپکو اودرنو وسلو کار واخیست څه کم ۱۲ ساعته یې دوام درلود، عملیات خورا په مهارت سره ترسره شول ،دترلاسه شویو معلوماتو لمخې د۹۰ تنو په شاوخوا کې داشغالګرو هیوادونو خارجي اتباع ،پوځي مشاروین او دکرزي داګوډاګۍ ادارې لوړ پوړي چارواکي او امنیتي پولیس مړه او ژوبل شول،همداراز دهوټل ډیره برخه داور په لمبو کې وسوځیده او هلته ولاړ ګڼ شمیر موټر ویجاړ شول)
داحمله چې دپخوا په نسبت ډیره دقیقه او ډیر لوي هدف یې په نښه کړ په خپل ځاي کې ډیره لویه امنیتي پيشه وه ولي په اصطلاح دازادو رسینو خبریالانو دنور وخت په څیر ډیره وړه وښوده او له اصلي حقیقتونونه یې سترګې پټې کړې ، دخارجيانواوداخله وزارت لخواپه اکثرومطبوعاتو خصوصا چي تربهرنيوپورې په يوه نوعه تړاو لري دتيلفون اونورو وسيلوبه واسطه فشار اچول شوی ووچي دغه عمليات صرف دکابل ادارې دامنيتي ارګانونو له قوله نقل کړ ي او دمجاهدينو معلومات بشپړ راوانخلي چي په اصطلاح ازاد ډوله ميډيا هم همداسې وکړل.
داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهدپه دې اړه وايي ،(موږ دحملې په پیل کې ټولو داخلي او خارجي رسنیو ته دحملې په اړه دقیق معلومات ورکړل،خو زموږ دډیر اصرار او غوښتنې په وخت کې ېې ځانونه ترفشار لاندي بلل او د ټولو هغو معلوماتواو جزیاتو دنشر نه یې اوږه سپکوله چې موږ ددوي په اختیار کې ورکول ، عجیبه لا داچې دپژواک اژانس یو خبریال مودټلیفون له لارې دشپې له خوبه راپورته کړل اود حملې په اړه مودلومړي کس په توګه معلومات ورکړل ، خو کله چي يي خبر خپورکړ اصلاً زموږ يادونه يي هم پکې ونه کړه ؛ اوهغه وخت چې ما سهار بيا غوښتنه ترې وکړه نو ايله يي په خبر کې دومره راواخيستل چې دپيښې مسئوليت وسلوال طالبان په غاړه اخلي او يو څونورې خبرې . نوربس
خو کله چې واقعيت معلوم شو نو ټولوته دکورنيوچارو وزارت او بهرنيو پوځي کړيو لخوا ويل شوي وه چې دمجاهدينولخوا ورکړل شوي جزيات راوانخلي .)
خبریالانو خپله هم داومنله چې دپیښې له ځایه لري ساتل شوي وو امنیتي عسکرو او بهرنیانو اجازه نه ورکوله چې عملیات له نژدې وڅاري ،حتي دعملیاتو له پایته رسیدو وروسته هم دپیښې ځاي ته خبریالان نه دي پریښودل شوي،
په هو ټل کې موجود یوه عیني شاهد وویل چې یوازي دهوټل په اشپز خانه کې یې تردولسو زیات کسان ولیدل چې دلته پوټ شوي وو او وروسته وویشتل شوي وو.
دعملیاتو درې عمده هدفونه :
ـ لومړي په هوټل کې دهغو ۷ ولاياتو دواليانو او امريکايي پوځي چارواکو او مشاروينو لخوا تیره شپه دلته مشورتي غونډه روانه وه چي په پام کې ده په هغو ولاياتو کې په اصطلاح نظامی چارې کورنيوامنیتي عسکرو ته ته وروسپارل شی .
ـ دوهم نن ورځ په پلان کې وه چې خارجي ځواکونه دقدرت دانتقال په باره کې په همدې هوټل کې مهم کنفراس جوړکړي چي دتیرې شپې د غونډې محصول پکې بيان کړي چې دعملیاتو په ترسره کیدو سره یې ټول پلانونه په نطفه کې لمنځه لاړل.
ـ دریم په عموم کې په دې هوټل کې تل هغه بهرني مشاروين او استخباراتي مامورين چې په هيوادکې ديرغلګرو هيوادونو دځواکونو پورې اړه لري په مداوم شکل اوسيږي او اطاقونه لري او هره شپه دلته راځي او داځای دځان لپاره راحت ګاه بولي چې همدا کسان دلوی هدف په شکل تربريدلاندی راغلل .
http://alemarah-iea.net/index.php?option=com_content&view=article&id=13485:2011-06-29-09-37-48&catid=1:news&Itemid=51
ايمل مبارز
29.06.2011
ایا په پیښه کي کوم لوړپوړي خارجي/داخلي ته مرګ ژوبله اوښتې؟.. ځکه د ذبیح الله مجاهد په وینا په هوټل کې ټول دولتي، خارجي کارمندان مېشت ول،
Mujahid Islam/مجاهد
29.06.2011
دکابل بیګاني بریدڅه په ډاګه کړل
پرون دافغانستان داخله وزارت یوه خبرپانه صادره کړه ، په خبرپاڼه کې راغلي وه چې دکورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي دناټو ځواکونو له یوه تن لوړپوړي قومندان امیر البحر جیمز سټیف ریډز سره لیده کاته کړي دي .
په خبرپاڼه کې دمعمول غوندې دبسم الله خان له قوله ویل شوي وه چې دنوموړي سربکف !!؟ پولیس اماده دي چې دناټو ځواکونوله وتلو وروسته د واک پیټی په اوږو واخلي ، دغه راز یې دې ته هم اشاره کړې وه چې دکابل ښار ، پنجشیر ، بامیان ، هرات ،لشکرګاه او ځینونورو سیمو غوندې هغه سیمې چې په لومړي پړاو کې به دانتقال پروسه په کې اجراء کیږي په بشپړه توګه خوندي شوي دي ، او نور مجاهدین دلته دنوموړي په اصطلاح کوم مزاحمت نه شي پیښولای ، دخبرپاڼې په استناد دبسم الله ددې خوږو خبرو په وړاندې دناټو قومندان هم دمننې سر وښوراوه ، اوڅرګنده یې کړه چې کارونه ټول سم روان دي .
خودبادارانو او اجیرانو د رژیم ددې دوو کلیدي لوړپوړو په خواږه مجلس لا څو ساعته نه وه اوښتي چې دکابل په زړه کې ډزې او بریدونه پیل شول .
برید داځل ډیر دقیق ځای په نښه کړی وه ، دکابل انټر کانټینینټال هوټل ، چېرې چې دبسم الله خان دوالیانو او دناټو دمشاورینو غونډه تازه پیلیدونکي وه .
دابرید چې دشپې لس بجې پیل شو ترسهاره روان وه ، برید دپخواپه نسبت خورا پراخ او پریکنده وه ، دخبریالانو په استناد مجاهدینو له لاسي بمونو ، نارنجکو ، راکټونو او اتوماتیکو وسلو کار اخیست ، مجاهدینو نه یوازې په هوټل کې راټول دښمنان ترهدف لاندې نیول بلکې هوټل ته په نږدې حکومتي ودانیو یې هم بریدونه کول ، دبي بي سي فارسې څانګې خبر ورکړ چې څو مرمۍ دکرزي دلومړي مرستیال قسیم فهیم کورته څیرمه لګیدلې ، چې له امله یې نوموړی سخت ویریدلی اوپه نیمه شپه یې په نامعلوم لوري تیښته کړې ، دغه راز په عموم کې ددې ناوخته برید په وړاندې حکومتي عکس العمل خورا بې نظمه او شړیدلی وه ، ترډیره خو دامنیتي چارواکو درک ورک وه اونه یې غوښتل دپيښې په اړه معلومات ورکړي ، دوی دپیښې سیمې ته ورڅيرمه لارې تړلې وې او هڅه یې کوله پیښې ته نقاب ور واغوندي ، په خپله بسم الله خان دشپې په دریو بجو دپیښې له ځایه ښه ګوښه دکارته پروان په سیمه کې ولیدل شو او خبریالانو ته یې وویل چې لږترلږه غونډې ته راټول شوي والیان نه دي وژل شوي .
دکانتینیتال داجګړه چې ترسهاره روانه ویل کیږي چې دښمن ته یي خورا درانه تلفات اړولي خو تراوسه یې په اړه وروستي جزیات نه دي څرګند شوي ، دبرید په مهال په هوټل کې راټول شوي بهرنیان او کورني اجیران یې هغه مهال دلویې سردرګمۍ ښکار شول چې دهوټل بریښنا پرې شوه ، او په ځینو برخو کې یې اور ولګېده ، د لومړنیو راپورونه له مخې په دې برید کې ددښمن مرګ ژوبله خورا درانه ده چې وروسته به څرګنده شي .
دکابل درژیم د داخله وزارت پرونۍ خبرنامې او دا منیت په اړه لاپو ته په پام سره بیګانی برید دحال غوره څرګندونه وه چې دکابل درژیم مقال یې ور رد کړ ، په دې وروستیو کې دښمن په همدې تړاو منظم یواړخیز تبلیغات پیل کړي او همیشه دا خبره کوي چې دکابل په ګډون یې دهیواد ګڼې سیمې له مجاهدینو څخه تخلیه کړې دي ، دکابل دملي امنیت ریاست هم په دې اړه همیشه دروغجنې لاپې وهي ، ډیر ځله خو دفدایانو دنیولو مصنوعي صحنې جوړوي او په مطبوعاتو کې دخپلو بریاوو اعلان کوي .
دکابل له بیګاني برید وروسته ښایي ددښمن په دغه ډول ادعاګانو باندې باور هم په صفر کې ضرب شي ، ځکه دښمن چې دخپلې یوې داسې مهمې غونډې او مهم موقعیت دفاع ونه کړای شوه ، نو د جګړې په ډګر کې دمجاهدینو دماتې ادعا به څوک ورسره ومني .
pattang
29.06.2011
په هر مړه طالب ،مجاهد ، ازادي غوښتونکي باندې خپلې او ښکې تو يوم ، الله
پاک دې ددوی شهادت روزي کړي ، نومونه او کارونه به بې د افغان اصلي بچيان
هيڅ وخت هېر نکړي٠
larghonay laraway
30.06.2011
ذبيح الله مجاهد د امريکايانو او شمالي ټلوالې ګډ وياند دی!
په دې هر څوک پوهېږي چې شمالي ټلواله او اوسنی حکومت چې په اصل کې د ټلوالې حکومت دی د امريکايانو او بهرنيانو په لطف او کرم راغلی او د دوی په ډالرو مست دی!
نو که چېرته بهرنيان نه وي بيا به استاد محترم په کونه پسې څوکۍ تړلې وي او په تخار او کولاب به يې په ځان پسې ځغلوي!
تېره شپه شمالي ټلوالې خپل زور وښود او په کانټننټل يې داسې اور بل کړ څو وښيي چې که بهرنيان نه وي نو افغان حکومت يوه ورځ حکومت هم نه شي کولی!
په دې دسيسه کې امريکايان هم ورسره شريک وو ځکه امريکايان غواړي نړيواله ټولنه په دې قانع کړي چې دوی نه وي، افغان حکومت د اوبو پر سر زګ دی.
بهرنيان د خپلو اهدافو او بقا لپاره هر ډول ډرامې جوړوي او پړه يې د ټلوالې او امريکايانو ګډ وياند ذبيح الله خان مجاهد په غاړه اخلي!
دوی به هر څه کوي خو افسوس د هغو پښتنو ليکوالو پر حال چې د ټلوالې او امريکا د وياند خبرې په پټو سترګو او بې تحليله مني!
عبدالله صابر
30.06.2011
السلا م عليکم
لا رویه ، پام کوه داد ټوکو فورم نه دی ، پکاروه دا نظر د ټوکو په فورم کښ
ليکلئ وئ اوددي پرځای موهلته ورته خندلي وئ ٠
دتاسوعادت له مخي تل داسلامي امارت مجاهدينوبرياوې دوښمن ته منسوبوی
په همدي دليل داډول ليکنې د ټوکو فورم کښ خوند کوي ٠
ډاکتر څپاند
30.06.2011
بسم الله خخخخخخخخخخخخان مححححححححححححمدي!
دلته ګوت ټک وکړئ
http://www.flickr.com/photos/loveafghanistan/5853905209/sizes/l/in/photostream
larghonay laraway
30.06.2011
صابرخانه زه که ټوکه هم وليکم نو له منطق او پند نه به ډکه وي او د خندا تر څنګ به يا تريخ ګوزار او انتقاد وي او يا به هم لارښودنه!
نو ته يوازې لوستل کوه هغه که هر څه وي چې زده کړه وکړې!
مننه
هوتک
30.06.2011
ډیر سپین سترګی سړی یې؟
لارویه دړنګولو اختیار لرې خو داحق نلرې چه خپل چټلي زماپه نامه ثبت کړې؟
pattang
30.06.2011
[img:c5bb81060a]http://farm4.static.flickr.com/3089/5853905209_6d06ce7669_b.jpg[/img:c5bb81060a]
larghonay laraway
02.07.2011
د دروغو او رښتياوو معلومولو لپاره قوي دلايل، ښه منطق او سم تحليل په کار دی!
هوتک
02.07.2011
[quote:5231431ef4="larghonay laraway"]د دروغو او رښتياوو توپير هر کوتک نشي کولی بايد ولولي چې زده که وکړي![/quote:5231431ef4]نوشې جان دې شه ؟
نوروز خان
02.07.2011
[quote:57d1465378="هوتک"][quote:57d1465378="larghonay laraway"]د دروغو او رښتياوو توپير هر کوتک نشي کولی بايد ولولي چې زده که وکړي![/quote:57d1465378]نوشې جان دې شه ؟[/quote:57d1465378]
داسې بې ډبه ته باید سړی هماغه دکلي خبره وکړي چې
خرکاري هم کوې ، خر دې هم ډیتي وهي ، انګور دې هم تروش دي . . .
هوتک
02.07.2011
مننه نوروزخان صیب!
دده ډیر ښه جواب زما سره وو،
خو ما ده ته شاباسی ورکړ
کیداسې چه اوس به له خپله ځانه هم شرمیږې؟
larghonay laraway
03.07.2011
د دروغو او رښتياوو معلومولو لپاره قوي دلايل، ښه منطق او سم تحليل په کار دی!
تش منل او نه منل منطق نه دی!
عادل عادل
03.07.2011
السلام علیکم
زما په نظر که د باغ بالا په هوټل کې د تلفاتو شمېر په رښتیا هم د لسو په شاوخوا کې کورني اتباع وای، نو پینتاګون به کله هم پرې رسمي غبرګون نه وو ښکاره کړی.
د دوی د رسمي غبرګون له مخې د بهرنیو اتباعو د لوړ شمېر تلفاتو اټکل کېدای شي.
او رښتیا لاروی صاحب، د ناپېیلو مظلومو افغانانو لپاره د یرغلګرو، ملي خاینینو او وحشي قاتلینو او مافیایي غلو ورکه مهم دي، په دې ټکي کې کله هم سر نه خوږوي چې ..... ووایي ..... د مثال په ډول... په دې برید کې، ...یا .....د سیدخیلي په وژلو کې ....یا ....د خردجال داود په مرګ کې .. یا .... انجنیر .....نوم یې رانه هېر سو ...... په له منځه وړلو کې د ټلوالې یا یرغلګرو لاس وو یا د مقاومت لاس نه وو.
larghonay laraway
04.07.2011
سلامونه!
عادل صيب کانټننټل نن سبا دومره مهم نه دی چې بهرني لوړ پوړه چارواکي دې په کې د شپې پاتې شي ځکه چې بهرني لوړ پوړه چارواکي يا باګرام ته ځي، يا کابل کې نورو بهرني مېشتو خوندي ځايونو ته او يا هم سرينا ته!
کاننټننټل د ورځې د غونډو منډو لپاره مناسب دی ځکه تازه هوا او ونې لري. د شپې په کې له يو شمېر غربي افغانانو او لوګه بوګه بهرنيانو پرته نور څوک نه وي!
دا چې پنټاګون رسمي غبر ګون وښود دا هم زما دعوه پياوړې کوي چې په دې پېښه کې د پنټاګون لاس ؤ ځکه يې رسمي غبرګون هم وښود.
تاسو ته به معلومه وي چې دافغانستان په اوسنۍ جګړه کې دخيل ټول بهرني هيوادونه ورو ورو ځانونه اوباسي چې امريکا، انګليس، کاناډا او کوم بل هيواد به ورسره وي چې دا د امريکا لپاره ستونزمنه ده. ځکه چې بيا به ټول اقتصادي بوج په امريکا شي نو په همدې خاطر دوی غواړي چې متحدين يې ورسره مالي پېټي تر هغې پورې په غاړه واخلي څو امريکا خپل هدف ته نه وي رسيدلې!
بله دا چې له کاننټننټل څخه درې کمربنده تاو دي او ځانچاودی نه شي کولی چې هلته ورشي. دا که ورځي نو يا به په دروازه کې چوي او يا به خامخا بيول کېږي.
زه عادل صيب که ذبيح الله مجاهد د ناټو وياند نه وي نو د محمد عمر دقيق ادرس دې وښيي چې د چا زوی، د کوم کلي او نور معلومات نو مونږ به ومنو چې رښتيا هم ځانچاودی ؤ!
خو محمد عمر همداسې يو مستعار نوم دی لکه لرغونی لاروی!
دلته به ځينې دا فکر وکړي چې د محمد عمر کورنۍ به په نښه شي چې دا شک هم بې ځایه دی! ځکه چې زه ډېر اوسني طالبان پېژنم چې حتی د واليانو، ولسوالانو او امنيه قومندانانو په څوکۍ کار کوي خو کورنۍ ته يې تر اوسه نه حکومت او ن ه بهرنيانو څه ويلي دي!
جرم فردي دی او د هيچا کورنۍ ته څوک څه نه شي ویلی او که د محمدعمر د سر خطر وي نو هغه خو لاړ او ياد دې يې په خېر وي نو بيا ذبيح الله مجاهد ولې ميړانه نه کوي او خلکو ته قناعت نه ورکوي!
پاتې شوه د سيدخېلي، داوود او د ټلوالې د نورو لنډه غرانو په اړه !
عادل صيب په همدې بحث فورم کې مې همغه څه ليکلي چې ته يې غواړې خو دا چې تاسو نه دی لوستی نو زه به څه وکړم!
مننه