د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د خپل ولس په خاطر!

شاه ولي
28.06.2011

السلام علیکم و رحمته الله و برکاته

نن په کورمه ایجنسۍ کې د طالبانو یو لوی قومندان (فضل سید) د بیګناه ملکیانو د وژلو په خاطر اختجا جاً له خپل ګروپ څخه ووت.
قومندان فضل سید وایي چې طالبان پر جوماتونو او مارکیټونو کې ځانمرګي بریدونه کوي چې ډیر بیګناه مسلمانان وژل کیږي او دا په خپله د اسلام د مبارکو احکامو سره یو مخالف عمل دي. هغه وایي چې مونږ باید د الله (ج) مبارک ارشادات ومنو.

په درنښت
شاه ولي


شبيراحمد
29.06.2011

شاولي خانه سلام مي ومنه
دالنډه غری يې له کومه کړی چې بياډرامه پرې جوړه کړي اودايکټرکاريې ترې اخستی دی؟
فضل سيد( بلادي دسيد ورواوړي) په قام څوک ده؟ اودکوم ځای دطالبانوقومندان وو.

ورورکه که طالبانوپه جماتونواوعاموخلکوبريدونه کولی دخپلي واکدارۍ په مهال به
يې پرې کړي وای چې يوهم نه وای پاتي شوی، اوس خويې ستاسوپه اصطلاح سوله ساتي ترې ساتي!!!

بېخي ([size=7:58e035adc9]لږ[/size:58e035adc9]) فکروکړه.

مننه


قادر خان
08.07.2011

[quote:48a6139068="شبيراحمد"]شاولي خانه سلام مي ومنه
فضل سيد( بلادي دسيد ورواوړي) په قام څوک ده؟ اودکوم ځای دطالبانوقومندان وو.

[/quote:48a6139068]

شبیر احمد خانه سلامونه،
فضل سعيد حقاني، چې د تحريك طالبان اسلامي په نوم نوې ډله جوړه كړې، نږدې پنځه سوه ملګري لري او په افغانستان كې د ناټو او افغان ځواكونو پرضد له جنګېدونكې حقاني شبكې سره نږدې اړيكي لري.
فضل سعيد حقاني د تحريك طالبان اسلامي نوې ډلې په اعلانولو سره وويل، چې په افغانستان كې به د امريكايي ځواكونو پرضد جهاد كوي او اوس يې په خپله سيمه (كورمه ايجنسۍ) كې د حقاني شبكې پر مخ لارې پرانستې، چې له ډيورنډ پولې دې غاړې ته عمليات وكړي، خو د ټي ټي پي په وړاندې يې لارې تړلې او اجازه نه وركوي، چې د كورمې له لارې د وزيرستان او نورو ايجنسيو( اوركزى، باجوړ، ملاكنډ، مومند او خيبر) ترمنځ تګ راتګ وكړي.

په درنښت،
ستاسو قادر خان


شاه ولي
20.07.2011

[quote:5c6a5d4eff="شبيراحمد"]شاولي خانه سلام مي ومنه
وروره که طالبانو په جماتونواوعاموخلکوبريدونه کولی دخپلي واکدارۍ په مهال به يې پرې کړي وای چې يوهم نه وای پاتي شوی، اوس خويې ستاسوپه اصطلاح سوله ساتي ترې ساتي!!!

بېخي ([size=7:5c6a5d4eff]لږ[/size:5c6a5d4eff]) فکروکړه.

مننه[/quote:5c6a5d4eff]

شبیر احمد صیب هیله لرم چې زما سلامونه هم ومني،
وروره د طالبانو د ناوره او تشدد په هکله تر افغانانو زیاتر هیڅ خلک مالوت نلري. لومړی خو د یو ولس لپاره یولسیز دومره وخت نه دي چې د طالبانو ټول هغه ظلمونه له ایری وباسی کوم چې دوی زمونږ د مسلمان ملت په وړاندی تر سره کړی دی. کله چې د افغانستان اکثریت ولس په دی باور دی چې طالبان د دوی د پیاوړی دینی عقاییدو څخه ناوره ګټه اخیستی دی، لکه چې د اسلام په مقدس دین کې د ښځو حقوق بلکل خوندی شوي دي، خو ټولو ته مالومه ده چې طالبان د ښځو سره څنګه د دوی ټول هغه حقونه پایماله کړی وه، ریښتیا خو دا دی چې د طالبانو اسلام نه کوم اصلی بنیاد لری او نه هم هیڅکله د نړی د مخورو دینی عالمانو لخوا تایید شوی دی.
د دوی یو غیر اسلامی عمل خو د عاجلو فیصله یا عاجلو محکمو څخه کار اخیستل وه، لکه هغوی یوه ډله لغمانی ځوانان د ملی اردو په یوه داسی غلطه او ناروا په نامه یی ډیر عاجل ټولو ته په لیاره شهیدان کړل، دا څنګه یو اسلامی او افغانی عمل دی؟

بل دا چې د طالبانو یو نامتو قومندان ملا مقصود د کندز څخه په دی ورستیو کې د طالبانو له ډلې څخه جلا شوی دی په خپل مرکه کې داسی وویل:
زه د طالبانو په خدمت کې وم، خو هغوی تیر ایستلم ځکه چې اوس پوه شوي یم چې زمونږ د سیمی او هیواد د بی ثباتولو لپاره طالبان د القاعده بهرني استازو له خوا ټول هغه شیان تر سره کیدل.
افغانی طالبان هیڅ کوم واک او اختیار نه لري، د دوی اصلی لارښونه د عربانو له خوا کیږي، قومندان ملا مقصود وویل چې نور زما وجدان هغه څه نه منل کوم چې ما په خپلو سترګو یي ولیدل.

والسلام،
ستا سو شاه ولي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more