د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

پاکستاني دانشپوه،د عیسويانو مشر او د علامه اقبال ځوی ته په ځواب کښې!!!

ahmad bilal
28.06.2011

پاکستاني دانشپوه،د عیسويانو مشر او د علامه اقبال ځوی ته په ځواب کښې!!!

نړۍ کې اوس دا فیشن جوړ شوې ترسو اسلام او مسلمانانو باندې تنقید وکړي، هغوي ته تنګ نظره، او انتها خوښې ووايي، او اسلام تل د یو کار څخه لویدلۍ مذهب په رنګ وښایي، هر څوګ چې اسلامي نظام لپاره هلې ځلې کوي هغوې تل په دې خبرې مخاطب کوي چې موږ اوس شلمۍ پیړۍ ته مه بیایه په موجوده حالاتو کې هم سیکولریزم واحد د حل لیاره ده. خو په حقیقت کې سیکولریزم د مذهب یو ناجائز اولاد ده، دې نظریې د اسلام څخه انساني حقوق او اخلاق اخستلي خو په بدل کې د اسلام اشعارو، هر هغه څیز نه چې اسلام ښکاري هغه څخه نفرت او په بده سترګه ورته ګوري.

پرون مې یوټیوب کې یو بحث کاته( د جیو تلویزون څخه خپور شوی پروګرام ریکارډینګ) چې پکښې یو پاکستانۍ دانشور، امتیاز عالم،په ډيره مبالغه لګیا ؤ او اسلام یې د وینې توینې، قتل او غارت، لوټ مار وجهه ګڼله، او ویلې چې په موجوده حالاتو کې مسلمانانو لپاره یوازینې د حل او د ترقی لپاره یوازینې لیارسیکلوریزم ده. ځکه اسلام اوس د موجوده حالاتو مشکلونه نشي ځوابولۍ!! ورسره ناست د پاکستان د عیسویانو مشر، الیګزنیډر جان ملک، دا وویل چې زه پاکستانۍ یم، زه ولی صدراعظم نشم جوړیدلائ؟ زه ولی وزیر اعظم نشم جوړیدلائ؟ دې بحث ته د اسلامي نړۍ ستر مبارزګر او مفکر علامه محمد اقبال ځوی، جسټس جاوید اقبال هم راغلې ؤ، هم هغه جاوید د چا په نوم چې علامه صاحب محمد اقبال د نړۍ ټول مسلمان ځوانان مخاطب کړي ؤ، هغه هم پکښې د علامه صاحب علامه اقبال ریښتونۍ ځوۍ ونه ښاته، هغه وویل چې سیکولریزم: باید د ریاست څخه مذهب جلا شي په دې فکر باندې ترسو د نورو ادیانو خلګو سره د اسلام په چوکات کې چلند ونشي(ځکه بیا به مساوات نه وي) او ترسو باید هغوي هر رنګه آزاد وي.

اوس راګرځم ددوي پوښتنو ته، اول ددې دانشور پوښتنې ځوابوم؛ ښاغلی امتیاز عالم وایي: موږ شلمې پيړۍ ته مه بوځې!! مطلب هر هغه څه چې تاسو اسلامین وايئ هغه زاړه شوې دي، او اسلام د اوسنی حالاتو سوالونو ځواب نشې ویلې؛ اوس تاسو موږ شلمۍ پيړۍ ته مه بیايئ، مطلب اسلامي قوانین اوس دومره ناکاره شوي چې اوسنۍ شلمۍ پيړۍ کې نشي چلیدلائ؛ مذهب سره موږ ترقی نشو کولائ؛ او مذهب د قتل او غارت سرچشمه ده!
اولې پوښتنې په ځواب کښې: اسلام یو مکلمل او جامع دین ده، او د اسلام په مکملۍ کې هیڅ کوم شک هم نشته، او باید تاسو دا هم د ماغزو څخه وباسې چې بل کوم مذهب او نه کوم پیغمبر راتلونکې ده! دا خبرې د قرآن د هغه آیت څخه هم ثابتې دي چې وايي:
اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتى ورضيت لكم الإسلام دينا (سورة المائده ۳)
ترجمه: نن مې تاسو لره ستاسو دین مکلمل کړ، او خپل نعمت مې په تاسو باندې وپیرزویوه، او ستاسو لره مې اسلام د یو دین مطابق خوښ کړ.

مولانا مودودي رحمة الله علیه ددې آیت په تشریح کې وايي: چې د دین مکملتوب نه مراد د فکر او عمل یو داسې مستقل نظام او یو داسې مکمل نظام جوړول کوم کې چې د ژوندانه ټولو مسائلو ځوابونه اصولاً او تفصیلاً موجود وي، او د هدایت اخستلو لپاره په هیڅ حال هم بیرون تللو ته ضرورت رانشي ، د نعمت ختمولو (په موږ پیرزوینې) نه مراد د هدایت تکمیلیدل دي.
ښاغلیه خدای پاک په خپل کتاب کې وايي:
مافطرنا فی االکتاب من شی انعام: ۳۸ .۳
ترجمه: په دغه کتاب قران کی مو هیڅ شی ملتوی او پټ ندی پریښی

د ښاغلي دانشور امتیاز عالم د دویمې پوښتنې په ځواب کښې؛ چې اسلام سره موږ ترقی نشو کولائ، ترقي یوازی موږ د سیکولریزم به مرسته کولای شو.
ای ښاغلیه! من بحیث د اقتصادي علومو محصل، ما هیڅ ځای هم د اقتصادي او د اکنامک ډیولیپمینټ په تاریخ او په کتابونو کې یوځای هم دا ونه مونده چې مذهب دې د ترقی په لیار کې خنډ ثابت شي، او یا د مذهب له وجهې دې ترقي رانشي، د اقتصادي ترقی نظریو کې هیڅ ځای هم دا نشته چې بغیر د مذهبه موږ ترقی کولی شو. دوهم: موږ چې کله هم د کوم هیواد ترقی معلومول وغواړو نو هغه لپاره خپلی پیمانی دي؛ لکه ایچ ډي ای، اوسط آمدنی پر یو شخص (پر کیپیټا ان کم) او نوری پیمانی دي خو تر ټولو غوره نن سبا همدا HDI index
ده، نن سبا پکښې د یوی هندوی نوی تحقیق راغلې، او اوس د پرمختګ معلومولو لپاره ددی فکتور اضافه هم پکښې شوی ده، هغه وايي:
د یو هیواد پرمختګ معلومولو لپاره ضروري ده چې هلته څومره روحاني سکون ده!!!
تاسو کتلائ شې چې نن سبا هلته څومره روحاني سکون ده؟ څومره خلګ خودکشیاني کوي؟ څومره خلګ د ډپریشن ښکار دي؟ او هر کال څومره خلګ سره د اسلام خلاف پروپاګند اسلام دائری ته راځي؟؟؟؟؟
دریم: ترکیی چې کله سیکولریزم قبول کړ، هغه څومره وروسته پاتې وه؟!!! خو چې کله ترکیه کې د نجم الدبن اربکان او د ښاغلي اردوغان په شان اسلامین پیدا شي، څوګ چې سیاست د اسلام برخه ګڼي نو بیا هم هغه ترکیه د ترقی په لیاره روانه شي (۲۰۰۲ کې دترکیې اوسط آمدني ۳۰۰۰ ډالر ؤ، خو په اوس وخت کې یې ۱۴۰۰۰ ډالر ده!!!!!!)
اوس ستا څخه پوښتم چې آیا اوس مذهب د ترقی په لیار کې خنډ ده؟!! نه هیڅ کله هم نه

د امتیاز عالم دریمه پوښتنه: چې اسلام د قتل او غارت سرچشمه ده، که اسلام وي هره خوا به قتلونه وي، هره خوا به تشدد وي!!
ځواب: ښاغلیه یا خو سره ددې دانشورۍ د تاریخ مطالعه نه لرې، یا تاریخ د غرب او مستشرقینو په سترګو ګوری او یا مسلکي بی وقوفی څخه ډک یې!!
اسلامین چې کله هم یو بل سره یوځائ کیږي، هغوي یو بل باندې سلامتي وايي: السلام علیکم، او د اسلام نوم هم د آمن څخه ده نو بیا څرنګه اسلام د تشدد، د قتلونو سرچشمه ده؟ که موږ یې تاسو سره هم ومنو چې (ګمان به وکړو چې اسلام د قتل او غارت درس ورکوي) د اروپاء په تاریخ کې چې کله د حکومت څخه مذهب مکمل طور جلا شو، نو اوس خو هلته سره د سیکولرۍ آمن پکار ؤ! هلته ورورولۍ پکار ؤه خو ولی داسی نه شو!!؟ هلته اول جنګ جهاني ونښت، ورپسې دویم جنګ جهاني ونښوت.... په ملیونهاء خلګ د مرګ کندو ته ټیل وهل شول.نړۍ کې چې په دی تیرو سلو کلنو کې جنګونو شوې دي ټول د سیکولر نظامونو سره تړلی دي، په دې تیرو سلکو کلنو کې دومره تباهي او مړینه او قتل عام وشو چې پدوي باندې هغه چنګیز او هلاکو خان هم شرف درلود!!. ستا د سیکولرانو پلارـ آمریکاـ هم د دویم جنګ جهاني نه پس په څلویښتو هیوادونو تیرۍ کړې ده!!! (وګوره د ویلیم بیلم کتاب، بدماشه امریکا،
Rogue state)

اوس راګرځم د بشپ لارډ، الیګزینډر جان ملک پوښتنې ته، چې زه ولی صدراعظم نشم جوړیدلائ؟
ای بشپه! ستا پر ځای خو ماته شرم راځي چې یو بشپ دې د سیکولریزم خوا ونیسي!!! تیر به شو لدی نه رابشو ستا پوښتنې ته، چې ته ولی صدراعظم نشی جوړیدلائ؟

د نړۍ خصوصاً د غرب کوم هیواد ته چې وګورو هغه د کلیسا یا مذهب سره څه ناڅه تړلۍ وي خو بیا د بده مرغه په آسیاء او زموږ اسلامي هیوادونو کې سیکولران بیخي د مذهب څخه نفرت لري، هلته هم د وزیر اعظم، صدراعظم او د بادشاه لپاره ضروري ده چې د ویټیکان، یا انګلیکان چرچ او یا پروټیسټنډ وي!!!! اوس هلته ولی؛ هلته خو هیومن رایټس دي، هلته خو جمهوریت ده، هلته خو هر انسان د بل برابر ده، هلته ولی مسلمان صدراعظم نشي کیدالائ، هلته ولی ګراونډ زیرو میدان کې د مسجد مخالفت کیږي، هلته ولی حجاب باندې پابندي لږیږي، هلته ولی د مساجدو مینارونو باندې بندیز لږیږي؟؟؟؟

د مدینې تړون کې چې کله محمد ص د مدینې د یهودیانو سره تړون ترسره کړ، چې دلته به دوی د یو واحد ملت په سیر اوسیږي، او بهرني یرغلګر خلاف به یوځائ مبارزه کوي، او که د دواړو خلاف کوم خلاف رامنځته شي نو بیا به مئسله محمد ص ته وړاندې کیږي او د هغه خبر به د پای ټکې وي (مطلب محمد ص د یو حاکم او اکمن په سیر ومنل شو)!!! موږ ته هم محمد ص ژوند یو مثال ده، موږ لپاره یوه تګلاره.

آخر کې راځم د شلمۍ پیړۍ ستر مبارزه کونکي او مفکر ښاغلي علامه محمد اقبال ځوی، جسټس جاوید اقبال ته،
افسوس، افسوس صد افسوس ای جاویده، ستاسو والد صاحب فرمايي:
ــــ جدا هو دین سیاست سی تو ره جاتي هی چنګیزي!!!
ـــــ اس راز کو ایک مرد پیرنګی نی کیا فاش
هر چند کې دانا اسی دیکها نهی کرتی
جمهوریت ایک ایسا طرز حکومت هی کی جس می
لوګو کو ګنا کرتی هی تولا نهی کرتی

( دا یو راز د فرنګي دی چې له خولی یې څرګندیږي
که سړی هر څو هوښیار وي سر یې نه ورمعلومیږي
چې نظام ډیموکراسي وي هغه داسی حکومت دی
د وګړو شمیر ته ګوري د چا تول نه کتل کیږي)

علامه اقبال، ستاسو والد چې ستاسو په نوم به يې اسلامي ځوانان مخاطب کول، په مشهور نظم پس چه باید کرد ای اقوام مشرق کښې وايي:

یورپ از شمشیر خود بسمل فتاد
زیر ګردو رسم لا دیني نهاد

(اروپا د خپلې تورې دلاسه وهل شوې، هغوي دنیا کې د لا دیني بنیاد کیښود)
همدې نظم کښې، پس چه باید کرد ای اقوامی مشرق کې علامه صاحب وايي:
آه از افرنګ و از آئین او
آه از اندیئشه لادین او
( افسوس ده په پیرنګ باندې ، افسوس د هغوي په طور او طریقو باندې، او افسوس د هغوي په لادیني فکر باندې)
وګوره خپل والد صاحب دې چې څومره دلته د لادین سیاست څخه تنګ راغلی!!!

ته چې څرنګه د غرب نابودې پدیدې پسې منډې وهې، هغه په هکله تاته ستا والد او د اسلامي امت مفکر تاته په خطاب کښې، خطاب به جاوید، تاته څه دا رنګې وايي:
هم مسلمانان افرنګي مآب
چشمه کوثر بجویند از از سراب
(د غرب دلداده مسلمانان د سراب نه د چینو په تلاش کې دي ــــ څرنګه چې سراب کی اوبه نه پیدا کیږي، همدغه رنګ د غربي تهذیب څخه مسلمانانو ته کوثر چینې پورې تلل ناممکن دي. یوازی اسلام ددوي ذهني او روحاني او سیاسي تږیوالۍ لری کولائ شي)

آخر کې که ته همدغه رنګه دې مردارې او نابودي نظریې پسې منډې وهې، او د چنګیزي نظریې شایق یې، نو قبر کې به هم درڅخه خپل پلار او د اسلامي نړۍ نبض کتونکې درڅخه خفه وي!!!
هغه تاته په خطاب کښې، خطاب به جاوید، کښې وايي:
سر دین مصطفی ګویم ترا
هم بقبر اند دعا ګویم ترا
(ای جاویده! زه تاته د محمد مصطفی راوړونکي دین راز وایم (که ته پرې عمل وکړې نو) زه به پخپل قبر کې هم تاته لاس په دعا یم)
---------------------------------------------------------
جدا هو دین سیاست سی تو ره جاتي هی چنګیزي
(که جدا شي دین څخه سیاست نو پاتی به وي چنګیزي)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more