د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بدماشه امریکا د امریکايي مصنف او دانشور له نظره، ویلیم بیلم, Rogue state

ahmad bilal
27.06.2011

بدماشه امریکا د امریکايي دانشور او صحافي له نظره
د امریکايي دانشور او مشهور صحافي او مصنف ولیم بیلم د کتاب روګ سټیټ
Rogue state

(۱۱ ستمبر او افغانستان باندې د مصنف مقدمه)
ددې کتاب د خپریدلو نه لږ وروسته د ۱۱ ستمبر ۲۰۰۱ واقعات امریکایان ولړځول. په کومه طریقه چې هوايي الوتکې وتښتول شوې څرنګه چې نړیوال تجارتي مرکز تباه شو، څرنګه چې پینټاګون په نښه شو، او ددې په نتیجه کې بی ګناه خلګ مړه شول، دا عجیب او ناقابل یقین ؤ، خو داسی وشول. دا حقیقت ده چې دې حملې نه پس امریکا باندې ډیر فشار ؤ ترسو د دې تروریستانو خلاف سخته ځوابي کاروايي وکړي او له دې څخه هم غټ حقیقت دا ده چې د امریکایانو کاروایئ کې دا شامل نه ؤ ترسو له دې حملو څخه ځان نور وژغوري بلکې ددوي یوازینې مقصد دا ؤ ترسو خپل دښمنانو ته سبق وښايي.

امریکا باندې د تروریستانو نظر کرم، ددې کتاب، روګ سټیټ، د لومړني فصل عنوان ده. کوم کې چې پدې باندې بحث شوې چې یقیناً د تروریستانو ددې اقدام شاته داسې وجوهات شامله ؤل چې هغوي یې دې ته وهڅول ترسو امریکا تباه کړي. سماجي، سیاسي، مذهبي ناانصافیو، او د منافقانو رویو ښکار دغه تروریستانو دغه اقدام په څه ناڅه انداز د امریکایانو د کوم نه کوم عمل رد عمل کیدائ شي. دغه فصل کې د امریکایانو د اعمالو یو اوږد لست فهرست ورکړې شوې ده. په منځني ختیځ کې چې دوي څه وکړل هغه د هیڅ چا څخه هم مخفي نده. کله لبنان او لکه لیبیا د بمباري ښکار شو او کله په ایران باندې د هغوي قهر راغۍ، کله په بی ګناه عراقیانو باندې بمباري وشوه او کله په فلسطین باندې د اسرائلو مسلسل روزانه تشدد په باوجود د هغوي په غټه سطحه فوځي امداد وشو. په منځني ختیځ کې د تیرو لسیزو څخه فوځي، اقتصادي او سیاسي ظلم و ستم نه تنګ راغلي پرګنې که یو اهم ترین امریکايي عمارت په نښه کړي نو دې کې د حیرت څخه خبره نشته او نه موږ دې حملې ته ناساپي حمله وئلې شو بلکې موږ دې ته د یو اوږد عمل عکس العمل ضرور وئلې شو.

یوازې منځني ختیځ کې ددې ظلم او ستم خبره ولې وکړو او یا دا ولې ووایو چې یوازې دغه خلګ امریکایانو څخه کرکه لري. خپله لاطیني امریکا کې دې ته ورته حالات دي. له دې حقیقت څخه انکار نه شو کولې چې د وروستني نیمايي پیړۍ څخه لاطیني امریکا کې امریکایانو چې څومره هم تروریستان پیدا کړي دي او څومره یې چې ناوړه فعلونه کړي دي که په لاطیني امریکا کې د مسلمانانو غوندې د هغوي نظر ؤ چې که غټ شیطان مردارولو باندې سړۍ نیغ جنت ته ځي نو تر اوسه به دلته د دهشت ګردی مسلسل واقعات کیدل او روان به ول.

افریقايي او آسیايي هیوادونو د امریکایانو دلاسه هم ددغه رنګ حالاتو ښکار دي ـــ ځکه خو هرځائ د امریکایانو سفارتخانې، سیاستدانان او د اطلاعاتو محکمې د حملو زد کې دي!!!! :!:

خطا کار:

د ۱۱ ستمبر حملو نه یو څو هفتې وروسته د نړۍ ستر طاقتور هیواد د مهذبه دنیا د یو غریب او وروسته پاتۍ هیواد افغانستان باندې د میزائلونو باران وکړ، او ټوله نړۍ یې په دې مجبوره کړه ترسو دا وپوښتي چې تر ټولو غټ دهشت ګرد څوګ ده؟؟ چا په زیات تعداد د معصومو، بی ګناهو، بی یارو و مددګاره او لاچاره خلګو قتل کړې ده؟ ۱۱ ستمبر کې دهشت ګردو خپلو فضایي بمونو باندې؟ یا بیا افغانستان کې د امریکایانو کروز میزائلو، ډیري کټرؤ او کلسټر بمونو باندې؟ لاندني اعداد به تاسو ته ددې پوښتنې ځواب درکړي.

د کال په اخر کې راغلي اعداد او شماره جات ښايي چې په نیویارک، واشنګټن، او پنسلوانیه کې د دهشت ګردۍ ښکار یوازې ۳۰۰۰ خلګ ؤل، خو د بلې خوا افغانستان کې د امریکایانو د بمبارۍ له امله د مړو شمبیره بلکل امریکايي چارواکو نظر اندازه کړې ده، خو د مختلفو امریکايي رپورتونو او ذرائعو څخه د مړینو شمیره د دسمبر په آغاز کې د ۳۵۰۰ څخه زیاته ؤه، او تر ټولو دردونکۍ خبره دا ده چې دې کې د بمونو څخه زخمي شوي – وروسته وفات شوي، د بمبارۍ له امله دکورونو د ویجاړیدلو هلته د یخنیو، لوږۍ او تږۍ څخه د مړو شمیره، د بارودي سرنګونو ښکار شوي، او هغه په زرهاؤ خلګ څوګ چې د جاسوسي له وجهې مړه شوي دې شمیره کې شامل نه ده. او دې کې هغه تباهي هم نده شامله کوم چې د کلسټر بمونو له امله خلګ مړه کیږي.

دغه مړه شوي افغانانو لپاره چیرې هم د یو دقعې خاموشۍ اعلان نده شوې، چیرې هم یادګاري عمارت جوړ نشو، د چا خوا هم تعزیتي پیغام خپور نشو، د متاثره خلګو لپاره چا هم د مدد او پیسو اعلان ونه کړ، دا خو یوازې د ویني غسل ؤ، چیرته چې څو زره کسان مړه شول په یقین سره خو ددې معلومات نشې کیدائ خو یوه خبره ضرور کیدائ شي چې ددې تباهۍ له امله مړه شوي خلګ د ۱۱ ستمبر مړو څخه زیات ده ــــ ډیر زیات.

سوال دلته پیدا کیږي چې کله اوکلاهامه ښار په یو مرکزي عمارت باندې د خوفناکې بمبارۍ مرتکب، میک ویخ، که ضر نه ؤ نیولې شوې نو آیا امریکایانو به پخپلې وحشتناکۍ بمبارۍ مشي ګن ریاست تباه کړې ؤ؟ هیڅ کله هم نه، بلکې هغوي به تر هغو قلار نه کیناسته ترسو همدا مجرم ونه نیسي او سزاء ورنکړي. امریکایانو په افغانستان باندې حمله بغیر د کوم جواز ترسره کړه، چې ددې جواز اجازت ورته خپل اساسي قانون هم نه ورکوي، ځکه خو هلته اوس ران پال هر ځائ ددې غیر قانوني جنګ چغې وهي!!

چې کله هم امریکایانو افغانستان باندې فضايي عملیات شروع کړل، د بمونو سره به يې د خوراک خلتۍ هم راغورځولې، په ۲۰ اکتوبر ۲۰۰۱ ء کې دوي یو پمفلټ راوغورځاؤ ، ددې پمفلټ خلاصه څه دا رنګې ده:

آیا تاسو د طالبانود حکومت څخه خوشحاله یاستې؟ آیا دا خوفناکه ژوند ستاسو لپاره د فخر باعث ده؟ آیا تاسو پدې مطمئین یې چې هغه ځای کوم چې ستاسو خپل ملکیت ده هغه د تروریستانو تمرینګاه وګرځیږي؟ آیا تاسو د داسې حکومت خواهش کوی چې تاسو بیرته د تیږو زمانې ته بوځي؟ او آیا تاسو د داسې حکومت خواهش کوی څوګ چې اسلام بدناموي؟ آیا تاسو داسی قوم ځان خوښوۍ چیرې چې د بنیاد پرستو (تنګ نظرو) حکومت وي؟ طالبانو تاسو څخه ستاسو تهذیب او تمدن وراثت واخسته، ستاسو یادګارونه يې تباه کړل؟ هغوي د نورو په اشارو په تاسو باندې د طاقت او زور له امله حکومت کوي. هغوي قتل کوي، بی انصافي کوي، او بیا دا دعوه کوي چې هغوي دا هر څه د الله لپاره کوي.
(ددوي ددې پمفلټ منځ او اوسني افغاني سیکولرانولاسپوڅو د پالیسې منځ کې هیڅ هم فرق نشته)
--------------------------------------------------------
دې کتاب کې مخکښې مصنف او دانشور نړۍ کې امریکايي مداخلو په هکله خبر ې کوي
-امریکا د پروپاګند په هکله خبرې کوي چې څرنګه حکومت مطبوعات خپل اوده کې اخستلې دي
- د سی آئ ای بدنام تاریخ باندې يې خبرې کړي دي
-نړۍ کې چې څومره انتخاباتي ټولټاکنې شوي هغه یې څرنګه اثرانداز کړي
- تر ټولو غټ خبره مې پکې دا وموندله چې سی ائ ای ۲۳ کاله نیلسن منډیلا په جیل کې اچولې ؤ!!!!!!!!!!!!

- په لنډو ټکو زموږ او خاص کر د نړۍ نورو خلګو ترجماني یې په آسانه کړې ده
او هر ځائ يې د امریکا بدماشي ښودلې!!!!
--------------------------------------------------

دې حالاتو لپاره یې خپل حل هم ورکړې، که زه د امریکا صدر شم نو په اوله ورځ به خپله خارجه پالیسي بدله کړم او د هر قام او هر هغه چا څخه به د زړه له کومي معافي وغواړم څوګ چې د امریکا امپریالیستۍ پالیسو له امله ځپل شوې وي.

دویمه ورځ باندې به دا کار وکړم چې اسرائیل ته به ووایم چې نور دې په مخه ښه، ته زموږ ۵۱ ریاست نور نه يې!!!!

او په دریمه ورځ به زه قتل شم!!!!!!!!!!!!!
-------------------------------------------------

[size=18:e13449f61e][/size:e13449f61e][color=red:e13449f61e][/color:e13449f61e][color=brown:e13449f61e][/color:e13449f61e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more