وطن پال او نور ګټور شعرونه
لونګين
      جلال نجيب) صافی
      24.07.2004
    
لونګين
                                       دآســيا پر سينه پروت  لونګـيـنه
                                       هره دښته  هره سيمه  دې  رنګينه
لکه ستوری په آسمان داسې ځليږې--- لکه ګل په ګلستان داسې غوړيږې
لکه بلبل په بوستان داسې خنديږې--- لکه  شمع چراغان  داسې  پړاکيږې 
                                      د نړۍ  په ګرد  ملکونوکې نګينه
                                       دآســيا پر ســينه پروت  لونګيـنه
ته وطــن د شا ځلمو او ننګيــالو --- ته چــمن د تورذنو توريــالو
ته خاوره د غيرتمندو پښتنو --- دغيرت په شمع سوو جنګيالو
                                      ستا خاوره  خټه  لوټه  ده  ننګينه
                                      د آسيا پر سينه  پروت  لونګيــنه
ستا لمن ډکه دناموس او له غيرت ----  هم ټاټوبی ته د پت او د عزت
هم جګ جګ  دې غرونه د عظمت --- پاڼـې ډکې دي  ستا له  شجاعت 
                                      هره  لـوټه  هره  تـيږه  دې سنګينه
                                     دآسيا پر سيــنه پروت  لونګيــنه
ستالمن باندې چې ايښې آغيار پل دی --- چې پوه شوی چه خپل نه د بل دی
کوم شين سترګی پرنــګی يا مغـل دی --- يا چنګيز غوندې کوم ډاکو غـل دی 
                                 پښې ماتې شوي له روسه ترګورګينه
                                  دآســـيا پر سـيـنه پروت يې لونــګينه
ته د(نجيب)  د زړه  آواز يې ---  هم  يې نغمې لره  ته  ساز يې
هــم ېې پـــټ د زړګـي راز ېې --- هم يې يارانو کې ته  نـاز يې 
                         د زړه سره  نورمه اوســه غمـګيـنه
                         دآسيا پر سينه  پروت  لونګيـــنه
12-07-2004
نجيب صافی  -ډنمارک