اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
پوښتنه:آیا فري میسنز کوم مذهبي ګوند ده؟ او آیا دا او صحیونیزم دواړه یو دي؟
ahmad bilal
27.06.2011
ټولو ورونو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة!!
فري میسنز آیا د یهودیت کوم شاخ ده او که هسې کوم تنظیم ده؟ زه چې څومره د انټرنټ په ویپ پاڼو کې وګرځيدلم نو ما هر ځائ یو شی وموند چې فري میسنز د یهودیت او یا د مذهب په بنیاد کوم تنظیم نه ده!! بلکې دا نړیوال یو تنظیم ده، څوګ چې ورورولۍ او آمنیت.... وغیره خپروي. ځکه خو په سید جمال الدین افغان باندې هم تور لګول کیږي چې هغه فري میسنز یا صحیونیزم کې غړۍ ؤ، دا تور اکثره ورباندې عربان لګوي چې هغه یې د نړیوالۍ ورورولۍ څخه متاثر شوې ؤ. والله اعلم
دی تنظیم ته د هر طبقې خلګ، د هر مذهب خلګ او د هر هیواد خلګ رادننه کیدائ شي، د دوي خپل نښانونه دي، په برطانیه کې چرچل، د امریکا اکثره صدراعظمان د واشنګټن څخه ، تهامس جیفرسن څخه نیولې تر اوسني صدراعظمانو پورې ټول د فري میسنز غړي دي..... په اکثرو ویپ پاڼو کې خو مې دا هم وموند چې حبیب الله خان په بمبئ کې د کوم لانج غړۍ ؤ.. (لانج فري میسنز تنظیم کې مرحلې وي او بیا یې ځانته ټولنې یا لاونجز وي)
په دې لاندې لینک کې د نړیوال فري میسنز مشهور تاریخي غړیو لست ده.
http://en.wikipedia.org/wiki/List_of_Freemasons
------------------------
اوس زه راګرځم خپلو پوښتنو ته، آیا ریښتیا هم فري میسنز کوم مذهبي تنظیم نده؟ که نه وي نو بیا ولې دوي خپل ځانونه د ټمپلر نایټ سره خپل تاریخ نښلوي، همدې ټمپلر نایټو د مسلمانانو خلاف صلیبي جنګونو کې تر ټولو غټ رول لوبولې ؤ، دوي مجهز د اسلحو څخه ډک او د کلیسا څخه آزاد ؤ، د لوټ مار ورته پورته اجازت ؤ، ددوي یواز ې مقصد ؤ ترسو بیت المقدس مسلمانانو څخه واخستل شي او یهودیانو لپاره پکې یو ریاست قایم کړي... خو د بلې خوا که بیا موږ وګورو که دا یوازی مذهبي تنظیم وي یا سیاسي نو بیا دوي ولی د نورو مذاهبو او د نورو ګوندونو، ټولنو او هیوادنو خلګ خپل غړي جوړول غواړي؟؟؟؟؟؟!!
دویمه پوښتنه مې دا ده چې ما تر اوسه پورې د فري میسنز او صحیونیزم منځ کې فرق ونشو کړائ. ددوي دواړو منځ کې فرق څه شې ده؟؟؟؟
په درنښت
------------------------
نړۍ کې یهودانو د خپلو ځانونو لپاره کمونیزم، کیپیټلیزم، جمهوریت، هیومن رایټس، وغیره راوستل ترسو خلګو ته دا اجازت ورنکړل شي چې دوي خلاف کوم کار وکړي..
ډاکټر مهاتیر محمد
طالب جان
29.06.2011
ټولودرنووروڼو اوخویندو : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
احمدبلاله وروره؛ فریمیسنز یوه یهوده (صهیونستي)مذهبي ډله ده ،پدي کي ګډ ټول کسان اړ دي چي یهودي ګټوته به کار کوي ،اوددجال راتلوته به لار هواره، اودهغه له نښونښانوسره به خلک اشنا کوي ۰ځکه خو هم نن سبا په هرشي باندي دیوې سترګي نښه تر بل هر وخت ډېره لیدل کیږي۰
پدې ټولي کي دتش په نومه مسلمانانو له ګډون څخه دي دانه انګیرل کیږي چي نو ګواکي دا یهودي اودجالي ټولنه نه ده ۰ زمونږ اوستاسي دځینو غټ ګیرو تنظیمي مشرانو په اړه هم ویل کیږي چي فریمیسن دي، که نن سبا دهغو کړوته وګورونوداخبره ترډېره بریده ریښتیا ښکاري ځکه چي دې تنظیمي مشرانونه یواځي داچي دصلیبي اودجالي یرغلګرو په مقابل کي یي جهادته شاکړي ،بلکه دهمدي یهودانو په غیږوکي ناست اوله امریکایي ډالرو سره په لوبو بوخت دي ۰
پدي اړه دوتلي عالم مفتي ابولبابه کتاب (دجال) وګوره ،چي له نیکه مرغه یي وتلي ژورنالست ښاغلي عنایت الله کاکړخوندوره پښتو ژباړه هم کړي۰ ددجالي نښو او فریمیسن په اړه یي عجب ارزښتناک شیان لیکلي
Naeem sadat
04.07.2011
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ګراڼو ورڼو څومره چی زه د فرمانسوری په باره کی معلومات لرم هغه دادی چی دفرمانسوری غړی درجی لری تر اولو ۳۲درجو پوری هرڅوک ددوی غړی کیدای شی خود۳۲نه بیا تر ۶۴پوری صرف یهودیان هغه هم چی له ۷مورګانو یهودی وی ځکه چی یهودان دمور له خوا ارث وړی اوبعد له ۶۴درجو نه بیا دیلیمینات په نوم خلګ دی چی ددی خلکو بنسټ دجادوګری دچارو پروفیسور په نوم دی( ادم هایس واپټ)په جرمنی کښی په کال ۱۷۷۶ع کی دباوریا په ښارکی کیښود
داخلګ ۶۴نه تر ۹۹ پوری دی اوورسته چی بیا څوک دی څوک تری خبر نه دی دوی پخپله فرمانسوریان وایی چی ددوی مذهب دسلیمان (ع)له وخته شروع شوی دوی وایی چی کله سلیمان (ع)بیت المقدس جوړاوه نو کومو دوو معمارانو ته یی څه علمیت ورکړی وو او هغو دوو معمارانونه دوی ته دا علمیت را پاتی شوی ده څوګ بیا وایی چی دا دفرعون ته هغه نژدی ډله وه چی فرعون ته به یی مشوری ورکولی دوی خپل ځان ته ګوند نه بلکی مذهب وایی