نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
جنرال اسلم بيګ : پاکستان بايد د طالبانو ملاتړ وکړي
عماد
27.06.2011
د پاکستان د پوځ مخکينی لوی درستيز متقاعد جنرال اسلم بيګ وايي د دّه هيواد ، ولس او پوځ بايد له افغان طالبانو بخښنه وغواړي او مرسته يې وکړي .
جنرال اسلم بيګ چې لا هم په پاکستاني پوځ کې نوم لري او پوځيان يې درناوي کوي او خبره يې اوري وايي چې طالبانو امريکا او ناټو ته ماتې ورکړې او پاکستانيان بايد د افغان طالبانو ملاتړ وکړي .
د دغه پاکستاني جنرال په باور پاکستانيانو له طالبانو سره ناروا کړې وه چې د هغوی پر ضد يې د امريکا مرسته وکړه .
دغه مخکينی جنرال په دې باور دی چې که امريکاييان په افغانستان کې اډه جوړه کړي او نور پوځيان وباسي بيا به هم د پاکستان د ګټو لپاره افغان طالبان پر هغوی بريد کوي .
اسلم بیګ دا خبرې له يوه پاکستاني خصوصي تلويزيون سره کولې .
د تلويزيوه بحث پر دې و چې که امريکاييان لاړل څه بايد وشي .
جنرال بيګ ويل د هغو افغانانو په پرتله چې له شوروی ځواکونو سره جنګيدل طالبان ډير زړه ور او خپل هدف ته ژمن دي .
اسلم بیګ پر شمالي وزيرستان باندې احتمالي بريد هم وغانده او ويې ويل پر هغو طالبانو بايد غرض ونه شي چې په افغانستان کې جنګ کوي .
ده په پاکستان کې په تخريب بوخت طالبان خپل ناراضه خلک وبلل او غوښتنه يې وه چې د خبرو له لارې يې بايد د ده په وينا سمې لارې ته بلنه وشي .
د سياسي چارو شننونکي په دې باور دي چې پاکستاني پوځ لا هم د طالبانو له غولولو لاس نه اخلي خو افغان طالبان بايد د دوی پر نيت پوی شي چې ورته مخلص نه دي
pattang
27.06.2011
داخبره خو اسلم بيک نده کړې ، ځکه چې لودګي ترې ښکاري ، خو محترمه تا په
خپله ګرد ورکړی دی ٠ طالبان دمجبوريت په اساس هر چاته خاندي خو خپل هدف
يې په مغزو کې کلک پروت دی ٠ امريکا د اډو حق نلري او نه دا حق لري چې خپل
غله ، جنايتکاره ملګري د شمالي ټلوالو ددغو اډو په واسطه په قدرت وساتي.
ينکي او صليبي اشغالګر به بې قيد او شرطه وزي ، چې يو نفر يې هم پاته وي
جنګ به دوام کوي٠
[quote:c2ba3a754f]دغه مخکينی جنرال په دې باور دی چې که امريکاييان په افغانستان کې اډه جوړه کړي او نور پوځيان وباسي بيا به هم د پاکستان د ګټو لپاره افغان طالبان پر هغوی بريد کوي .[/quote:c2ba3a754f]