اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
سیکولریزم او که د خدای غلامي؟
ahmad bilal
26.06.2011
لیکنه: اوریا مقبول جان (مشرق اخبار)
ژباړه: احمد بلال
غرب چې کله ټوله نړۍ لوټ او تالا کړه، د نړۍ ټولو وسایلوباندې یې خیټه واچوله او دغه رنګ هغوي په دې وجهې د صنعتي انقلاب په لیار روان شول، هلته د دولت او شتمني زیاتیدلو له وجی د اسایشه څخه ډګ ژوند پيدا شو او چیرې چې بیا د عیش او عشرت، حرص او حوص د مذهب د پابندیو څخه آزاد کولو خواهش پیدا شو...... هلته دغه رنګ نظریات پيدا شول، چې مذهب انسانان خپلو منځو کې ویشي، له دې څخه ددوی منځ کې کرکه پيدا کوي، دا د قتل او غارت سرچشمه ده، دا د خلکو خپل شخصي او انفرادي کار ده، که څوک مذهب مني او کنه، که څوک د مذهب په تعلیماتو عمل کوي او کنه هغه د هغوی خپل کار ده، په دې باندې د چا څه کار؟!!!!!....
دولت باید د مذهب څخه جلا وي کنه بیا به ډیره وینه توینه وشي، د خلګو آزادیانې به پایمال شي، همدا هغه زمانه ؤه چې فرانسوي انقلاب ۱۷۸۹ کې پیدا شوې اګسټی کومټی په ۱۸۴۹ کې د انسانیت مذهب نعره پورته کړه، او ویې ویل چې ټول انسانیت ته باید د انساني اقدارو یو دین جوړ کړای شي، د کومټي پیروانو په فرانسه او په برازیل کې ددی مذهب عبادتخانې هم پرانیزلی، دا د تاریخ هغه ستر خیانت ؤ چې بیا وروسته برمنګهم کې پیدا شوې فلسفي هولي اوک په ۱۸۵۱ کې د سیکولریزم لفظ اجاد کړ... بددیانتی یا خیانت ددی لپاره، ځکه دې انساني او د نړۍ په دې پنځه زره کلن تاریخ کې د خانه بدوشي ژوند او مرحلی څخه راواخله تر د ښاري ژونده پوری د انسانیت او د انساني اصولو سبق یواځي مذهب یا د الله له طرفه راغلی پيغمبرانو ورکاوه.... چې ریښتیا ووايې، تول کې کمي مه کوې، لوږو ته ډوډۍ ورکړې، څوګ مه وژنی، د یتیم پاملرنه وکړی، د همسایؤ خیال وساتی، غیبت مه کوی، خلګو سره دهوکه مه کوی، په ځناورو ترحم وکړی، د شنو ونو حفاظت وکړی، همدا ټول اصول که په انساني تاریخ کې کوم ځای پيدا کیږي نو هغه په اسماني کتابونو کې دي!!!!!!!
په دې ټولو کتابونو کې ددی ټولو اصولو خالق الله، خدای، رب، یزدا، ایشور یا کوم بل نوم کوم چې دی لوړی او ستری هستي ته ورکول کیږي، هغه ده.!!!
تاریخ ددې اصولو خالق انسان نه ګڼي!!، ټول هر ځاي د کوم نه کوم وحی یا د الهام ذکر کوي،حتی تر دی پورې د سقراط په رنګ فلسفي هم د قضا په مخ تقریر کوي او د خپلو اصولو وجه الهام ګڼي او وايي، او د راروانی دنیا د قضا څخه یې ویروي، ټولو مذاهبو ددی جرمونو په دنیا او په آخرت د سزاګانو او جزاګانو مکمل نظام شودلی ده، همدا د الله خوف او د انعام خواههش او ارزو ؤه چې د کوم په دولت د پیړیو راهیسی انسان په خپله رضا ددی رغبت باندی عمل وکړ، د سیکولریزم بددیانتی دا ؤه چی دی خو ټول اصول د مذهب څخه واخستل خو دی هغه واحد خدای او یکتا مالک د کاینات او د هغه رالیږدول شوي صحیفی او د هغه راغلی پيغمبرانو څخه نه یواځی منکری شول، بلکی د مذهب علامات یی د یو نفرت او کرکی علامت په توګه پیش کړل، د اخرت سوال او ځواب څخه آزادي دا یو داسی خواهش ؤ کوم چی د غرب په بایلودی شوی اخلاقي اصولو کی ډير ضر مقبولیت پيدا کړ، موږ چې کوم رنګ جنسي زندګی وغواړو هغه رنګ یې تیره کړو، څرنګه چې کاروبار کول وغواړو هغه رنګ یې وکړو که د لالچ او منافع خوری نه هم لاس واخلو بی ځایه نده،په سیاست کی د ډیپلوماسي په نوم او د سیاسي چل ول په نوم چی څومره کولی شو هغومره نورو ته دهوکه ورکړو، انسان لپاره دا ټول روا دي ترسو خپل اخلاقیات په خپله جوړ کړي، او خدای ته زموږ په کارونو کی د مداخلی هیڅ هم ضرورت نشته، ځککه کله چی خدای زموږ منځ کی راشی نو بیا هغه موږ خپلی خوښی ته نه پریږدوي، دغه هغه بنیادونه او ستون ول چی وروسته بیا پری د بیان آزادی علمبرداران او فلسفیان او د اخلاقو آزادی پیرویان ودریدل،هغوی مذهب د وژنی او قتل عام رپندی او کرکی توره وښودله، او ووۍل شول چي د ځمکی مالک خدای نه بلکی خپله انسان ده او همدا خلک د طاقت او زور سرجشمه دي، ګوری نه چی څرنګه دوی په سیندونو بندونه جوړوي، په هوا کی جږیږي، انسان عظیم ده خدایه دغه رنګ نعری او شعار د ټولی اروپا څخه پورته شول او هر یو بیا بیل بیل مذهب د سیاست او دولت څخه بیل کړ.......
مذهب خو د دولت څخه لیری کړائ شو، خدای یې د حکومتي کارونو کې د ګوتې وهنې څخه ایسار کړ اوس خو د آمن لمر ځلیدل پکار ؤ، اوس خو انسان آزادیدل پکار ؤ، اوس خو د نفرت خپرولو او د قتلې عامو تعلیماتو څخه خلاصون پکار ؤ، خو نه د تاریخ تر ټولو ستره وینه توینه، تر ټولو زیاته وژنه او د انساني ځان تر ټولو بی حرمتي په همدې دور کې کتلې کیږي، کوم کې چې مذهب د دولت څخه جلا شو!!!انسان د جمهوري نظام په برکت سره د طاقت سرچینه وبلل شوه او دغه رنګ یې په خلکو حکمراني پیل کړه، صرف شپږ کاله پس د مذهب او دولت بیلولو څخه په دنیا کې اولنې جنګ عظیم ونښت، او بیا د ډیرو ووټونو په دولت هټلر وګټله او دویم جنګ عظیم هم شروع شو، په ملیونو خلګ ووژل شول، په دې نړۍ کې د اول ځل لپاره دوه اتوم بمونه وغورځول شول، په لکهاؤ خلګ د دې اور بټي کې وسوځویدل، بیا کوریا، ویت نام، تائیوان، افغانستان، عراق هر ځائ د جنګ میدانونه او میلې ولګیدلې، په میلیونو خلګ ووژل شول.
په زرګونو کورونه ویجاړ شول، د دنیا تر ټولو لوی سیکولر دولت هند کې تر ۱۹ کروړو څخه زیات خلګ په سړکونو او په د غربت څخه په ډیره ټیټه کچه په زندګې تیرولو مجبور کړائ شول، ددوې حالت د هغه ذات نه هم بدتر دي کوم چې په هندویزم کې شودر ته وايې او دوې ذلیل ترین خلګ ګڼل کیږي، همدې سیکولري حکومت کې د بی جی پی حکومت منځ ته راځي او هغه تر دولس کالو پورې حکومت کوي، ګجرات او په کشمیر کې د وینې توینې کاروانونه بهوي، دا ټول ولې کیږي؟ هیڅ څوک هم پوښتنه نه کوي؟ اوس خو په ریاست کې د مذهب لاس وهنه هم نشته، نو بیا ولې تاسو د انسانانو قتلونه کوې، کورونه یې ویجاړوې، هغوې ته شاید دا معلومه نه وي چې دنیا کې څومره هم اخلاقي اقدارونه دې، څومره هم چې ښکلې انسانې روېې دې، دا زما د خداې د مذهب په واسطه خلګو ته ښودلې شوې دي، د هغوې په دې دنیا کې د ژوند تیرولو وجه د اخرت ځواب ورکؤنه او د یوم حشر د ورځې خوف ده، که دغه اصول له دې کائنات څخه وباسو نو بیا- او موږ وکتل هم - د دنیا په عدالت کې به د هټلر، بش، سټالن یا د کوم بل غټ جنګي مجرم سزا څه شې وي؟ آیا د هغوې مرګ به انصاف وي؟ دا ده د سیکولریزم معراج!!
په لکهاؤ بوسنیائېي خلګ قتل کړه او یواځې عمر قید تیر کړه، معاشرې او ټولنې د اخرت د ځواب ورکولو څخه ښایسته کیږي، او انسان د انسان د غلامې څخه آزاد کړۍ ځکه موږ به یوازې د الله په غلامې کې فلاح مومو.....
------------------------------
تا عصائ لا اله داری بدست
هر طلسم خوف را خواهي شکست
آه از افرنګ و از ائین او
آه از اندیشئه لادین او
اقبال (رحمة الله علیه)
-------------------------------