د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افـغــا نـســتــان د ســولــه ايـز بـدلــون ټـولـنــه

pattang
25.06.2011

[color=darkred:d30d5cc3de]داشغاګروا و لاسپوڅيو بله سپين سترګ ي [/color:d30d5cc3de]

د افـغــا نـســتــان د ســولــه ايـز بـدلــون ټـولـنــه

درنو وروڼو او همکارانو!
سلامونه
په لاندې کرښوکې به ولولۍ چې د ځینو مهمو مسلو په اړه زمونږ (په حقیقت کې ستاسې) د حرکت موقف څه دی؟
احتمالا زمونږ حرکت په افغانستان کې یوازینۍ مخکښ ټولنیز- سیاسي سازمان دی چې ملت او ولس ته یې د عملي کاري پروګرام ترڅنګ یوواقعی دریځ او پلاټ فورم وړاندې کړیدی. زمونږ مرکزي دفتر په کابل او څانګې یې په ولایتونو کې دي. زمونږ فورمول چې په عیني واقعیتونو ولاړ او دیوه روښانه راتلونکي هیلې له ځانه سره لري، په ټوله نړۍ کې د دوه زره افغانانو سره ترسلا مشورو وروسته جوړ شویدی. هیچا هم د افغانانو سره پدې موخه پداسې پراخه حوصله سلا مشوره نده کړې چې زمونږ دنن ورځې ستونزې څه دي او څه ډول باید حل شي.
مونږ خپل ولس ته دا لیرلید (ویژن) او تصور ورکړی چې مونږ کومې خواته او چیرته ځو؟ دا معلومات او فورمول په انټرنیټ کې په بدلون ویب پاڼه کې پراته دي. مونږ خپلو خلکو ته د خودی او د خپل کور د مالکیت احساس ورکوو کوم چې ډیر سخت متاثر شویدی. مونږ خپلو خلکو ته دا احساس ورکوو چې مونږ دکور مالکان یو، فرق نه کوي چې څومره بې وسه او غریب یو. زمونږ خلک اوس یوه ملی آدرس (زعامت) او د استدلال ژبې ته اړتیا لري چې ددوی لپاره خبرې وکړي، دا هغه څه دي چې مونږ یې ترسره کوو.
مونږ وایو، غرب د امریکا په مشرﺉ ، په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان باندې نه یوازی یرغل وکړ بلکه له جنګ وروسته حالت ته یې هم مناسب پلان نه درلود. همدا علت دی چې د بن کنفرانس ناکام شو. دا کنفرانس پدې کې پاتې راغی چې دیوه ښه او افغانانو ته دخدمت ګذار حکومت لپاره لاره هواره کړي؛ داسې حکومت چې دنړیوالې ټولنې یو د اعتماد وړ ملګری شي. په افغانستان کې هیڅکله دوامداره سوله نه وه راغلې مګر دا چې اکثریت افغانانو خپل ځانونه په هغه سیاسي نظام کې لیدلي و او دا هغه څه دي چې د بن کنفرانس یې په لاسته راوړلو ونه توانید. افغانانو کله هم داسې یو ضیق البنیاده د ډلګیو او تنظیمونو حکومت نه وو تجربه کړی کوم چې په بن کې رامنځ ته شو او د توکمونو او تنظیمونو منفور اشخاص په کې را غونډ شول. ددې خراب پلان پایله دا شوه چې افغانستان اوس هم غریب، د تریاکو په تولید متکي، اوپه بیلابیلو جبهو کې په جنګ کې ښکیل دی. د شورش او پاڅون په وړاندې مبارزه پدې کې پاتې راغله چې دافغانانو زړونه او ذهنونه خپل کړي.
ددې ترڅنګ، افغانستان به هیڅکله دوامداره سوله ترلاسه نکړي مګر دا چې ګاونډیان یې له مداخلې لاس واخلي. د بن کنفرانس، پدې کې هم پاتې راغی چې دافغانستان ګاونډیان دې ته وهڅوي چې دیوه نوي او سوله ایز افغانستان رامنځ ته کیدو ته اجازه ورکړي. په حقیقت کې د بن کنفرانس د ګاوڼدیو مداخلو ته نوره هم لار هواره کړه تردې چې اوس د امریکا او افغانانو ګټې په سیمه کی تهدیدوی.
ددې له امله چې دبن کنفرانس و نه توانید له افغانانو سره کړې ژمنې پوره کړي او بهرنۍ مداخلې بندې کړي، اوس یوه بدلون ته اړتیا ده ترڅو افغانستان یوې ښې راتلونکې ته سوق کړل شي. دا کار باید د سوله ایزو لارو ااو له تاوتریخوالي پرته چارو او دهیواد د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې ترسره شي. افغانانو ته باید موقع ورکړل شي چې راوړاندې شي او خپل ملی او بین المللی مسولیتونه ترسره کړي.
د افغانستان د سوله ایز بدلون حرکت پدې موخه رامنځ ته شوی چې د افغانانو، د افغانستان له ګاونډیانو او د نړیوالې ټولنې سره مرسته وکړي. دا حرکت ددې لپاره کار کوي ترڅو اطمینان ترلاسه کړي چې:
1. په افغانستان کې د متحده ایالاتو حضور د یوه ملګري او همکار په توګه وي.
د شاه امان الله خان له وخته (۱۹۱۹) بیا د داود خان تروخته (۱۹۷۸) افغان مشرانو هڅه کوله چې په سیمه کې د امنیت او قدرت د توازن دساتلو او د افغانستان د اقتصادي ودې په خاطر د متحده ایالاتو همکاري راجلبه او ترلاسه کړي. خو متحده ایالات د افغانستان ددغه ډول غوښتنو منلو ته تیار نه وو. اوس امریکا خپله راغلی ده. که امریکا د افغانانو په دعوت راغلی وای نو ګاونډیانو به ویلای چی افغانستان زموږ امنیت تهدیدوی. اوس امریکا زموږ د ګاونډیانو په همکاری راغلی ده. دوی اوس نشی ویلای چی امریکا ولی دلته ده بلکه زموږ خبره لا پر سپره ده. بله داچی، ډیر افغانان فکر کوي چې په سیمه کې د امریکا او افغانستان د ګټو ترمنځ ټکر نشته او د دواو ترمنځ همکاري ددواړو په ګټه ده.
مګر غټ مشکل دادی چی اوس مهال د لوړ رتبه دولتي چارواکو په ګډون اکثریت افغانان فکر کوي چې امریکا په افغانستان کی د یوه یرغلګر، بادار او اشغالګر په توګه عمل کوي، نه دیوه ملګري اوهمکار په توګه. دا تصویر او انځور باید بدل شي. دا هغه مهال امکان لري چې ټول هغه افغانان چې په سوله او سوله ایز بدلون باور لري پر یوه داسې فکری محور او واقعي پلاټ فورم سره را غونډ شي چې دیوه مدبر، زړه سواندي او شجاع زعامت لرونکی وي. دوی دېته اړتیا لري چې یو رښتینی آدرس (زعامت) او دولس د آرزوګانو ترجمانه ژبه ولري چې له نړیوالې ټولنې سره خبرې او استدلال وکړای شي. د افغانستان د سوله ایز بدلون حرکت همدا کار کوی او دغه هدف ته د رسیدو په لار کی یی مهم ګامونه اخیستی دی.
2. یو پراخ بنسټه (وسیع البنیاد) داخلی سیاسي جوړښت رامنځ ته شي.
فرض کړﺉ چې امریکا او ناټو له افغانستان څخه ووتل. افغانان به یو له بل سره څنګه معامله وکړي؟ کومه ډله به ددې وړتیا ولري چې ملي ګټې تشخیص، تعریف او ولس ته تشریح کړي؟ څوک به ولس ته دا اطمینان ورکوي چې ددوی کلتور، عزت اوددوی د اولادونو راتلونکی خوندی دی؟ او څوک کولای شي د افغانانو ملاتړ ترلاسه کړي چې ددوی سره په دې لاره کې ملګرتیا وکړي؟ افغان حکومت خپل مشروعیت دخلکو له اعتماد څخه ترلاسه کوي چې پدې ورځو کې له منځه تللی دی. دخلکو اعتماد او ملاتړ هغه وخت دحکومت په برخه وي چې حکومت خپلې ژمنې پوره کړي او هیواد له کورنی او بهرنی تهدیدونو څخه وژغوري. دا کار هغه وخت ترسره کیدای شي چې وطن خپلواک، قانون حاکم ، له فساد سره مبارزه ترسره او عدالت ته دمجرمینو په را کش کولوسره دعدم معافیت کلتور رایج شي. مونږ په افغانستان کې دیوه داسې حکومت د تاسیس لپاره کارکوو چې د ولس وسیع اکثریت یې ملاتړ وکړي او هغوی چې ملاتړ یې نه کوي دومره هم محروم نکړای شی او دومره هم فضاء ورباندې تنګه نکړای شي چې په حکومت پسې وسله راواخلي. په نړۍ کې هیڅ داسې حکومت نشته چې دخلکو ۱۰۰٪ ملاتړ ورسره وي او هرڅوک ترې راضي وي. بلکه هرځای اکثریت حکومت جوړوي خو پراقلیت باندې ظلم نه کوي او نه یې له یاده وباسي. اوس سؤال دادی چی کومه ډله یا حرکت به پدې وتوانیږي چې افغانان د اوسنی ګډوډ او نا څرګند حالت څخه راوباسي، هغوي ته یو روښانه تګ لوری ورکړي او هغوی دیوې روښانه او مخ په وړاندی راتلونکې په لوري رهبري کړي؟ د افغانستان د سوله ایز بدلون حرکت همدا کار کوي.
3. ګاونډیان ښې ګوزاې او دوستانه اړیکو ته رابلل
افغانستان دداسې ګاونډیانو په منځ کې پروت دی چې اکثرا یو له بل سره متضادې ګټې لري او ددغه متضادو ګټو پرسر رقابت، په تیرو دیرشو کالو کی په افغانستان کی د یو بالنیابه جنګ په بڼه را څرګند شویدی. په افغانستان کی زمونږ د ګاونډیانو مضر رقابت نه یوازی افغانانو ته تاوان او ضرر رسولی دی، بلکه ځانونو ته یې هم زیان اړولی دی. مونږ څنګه کولای شو چې اوسنۍ نامطلوب حالت په همکارۍ بدل کړو او یا لږ ترلږه یی له ټکر او تصادمه وژغورو؟ که مونږ ددې وس نه لرو چې له ګاونډیانو سره دوستانه اړیکې ټینګې کړو، لږ تر لږه دا وس باید ولرو چې یو له بل سره په سوله کې ژوند وکړو. څرنګه چې مونږ زمونږ ګاونډیان او زموږ ګاونډیانو موږ نه یو انتخاب کړي، بلکه قسمت یو د بل څنګ ته واقع کړی یو چی باید سره و اوسیږو. نو ځکه هم باید داسې لارې چارې ولټوو چې یو له بل سره په شریکه په سوله کې ژوند وکړو. مونږ باید دا درک کړو لکه څنګه چې مونږ په سیمه کې مشروع ګټې لرو، همداسې زمونږ ګاونډیان هم په سیمه کې مشروع ګټې لري. دې ته اړتیا ده چې د ګاونډیانو مشروع ګټې وپیژنو، او دهغو خیال وساتو. مګر هیڅ هیواد ته باید اجازه ورنکړل شي چې حرص وکړي او یا افغانستان دخپلې استراتیژیکې سرمایې په توګه وګڼی. دېته اړتیا ده چې مداخله په همکارۍ بدله شي. افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ته درناوی کوي او ګاونډي هم باید دېته متعهد وي چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري. څنګه چې مونږ دوی ته اړ یو، دغسې دوی مونږ ته اړ دي. مونږ ډیر مشترکات او ګډی ګټې لرو نو له همدې امله باور لرو چې دیوه مدبر قیادت په لرلو سره مونږ کولای شو روان مضر رقابت په همکاری بدل کړو.
4. افغانستان د یوه مستقل هیواد په توګه باید د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی او بیزنیس پارټنر وي
پداسې حال کې چې مونږ دهیچا غلامي نه منو، د یوه معزز او با وقاره ولس په توګه باور لرو چې افغانستان د نړیوال کلي یوکور دی. دا زمونږ په ګټه ده چې په سیمه کې د لویو طاقتونو ګټې تشخیص او له خپلو ملي ګټو سره یې همغږې کړو. مونږ باید لویو طاقتونو ته ووایو چې که له یوې خوا دا وړتیا لرو چې چې د تاریخ په اوږدو کې مو له خپل هیواد څخه په میړانه دفاع کړیده، دا ظرفیت هم لرو چې له دوی سره کینو، خبرې وکړو او دوه اړخیزې مشترکې ګټې پیدا او تعقیب کړو. مونږ باید همداراز خپل ولس پدې وپوهوو چې زمونږ ملي ګټې د نړیوالې ټولنې له ګټو سره په ټکر کې ندي، بلکه د تفاهم یوه مشترکه ژبه غواړي چې اوس مهال نشته. داسې یوې رهبرۍ او زعامت ته اړتیا ده چې دا ډول ژبه ولري او زموږ حرکت دغه ته کار کوی.
افغانستان یو سوله خوښوونکی هیواد او په سیمه کې چا ته تهدید نه دی. د برتانوي هند سره د افغانستان تاریخ ښیي چې افغانستان خپلې چارې پرته له دې چې برتانوي هند ته تهدید متوجه کړي، ترسره کولې. په همدې ترتیب افغانان هیڅکله شوروي اتحاد ته تهدید نه و متوجه کړی. همداراز افغانستان تل له ایران سره ښې اړیکې درلودې. همدارنګه کله چې په ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کلونو کې هند پرپاکستان حمله وکړه، افغانستان پاکستان ته تاوان ونه رساوه او پاکستان پخپل وار په ۱۹۸۰ کلونو کې په میلیونونو افغان مهاجرینو ته پخپله خاوره کې پناه ورکړه.
خارجیانو تراوسه افغانستان او افغانان ندي پیژندلي، او مکررا یې هڅه کړیده چې درک یې نه کړي. د افغانانو پیژندنه تردی زیاته پیچلی ده چې کوم خارجی یې دمنلو جرات وکړي. څرنګه چې برتانویان او روسان پدې ونه توانیدل چې په افغانستان کې بریالي شي، د متحده ایالاتو وسلوال ځواکونه به هم له ماتې سره مخ شي. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پدې وروستیو کې ویلي دي چې دوی به په افغانستان کې بریالي نشي، د ناټو مشر هم ویلي دي چې د افغانستان ستونزه نظامي حل نلري. امریکايي جنرال ډیوډ پیتریوس ویلی دی: (افغانستان د امپراتوریو په هدیره مشهور دی. مونږ دغه تاریخ ته سطحی نشو کتلای او نه یی خارجیان په آسانۍ سره فتح کولای شي). په ۱۹ او ۲۰ پیړۍ کې د برتانویانو او بیا وروسته د شورویانو تجربو وښوده چې دافغانستان د ثبات غوره او البته یوازینۍ لاره داده چې افغانان پیاوړي شي او یا لږ ترلږه اجازه ورکړل شي چې پخپله دخپل هیواد امنیت او اداره په غاړه واخلي. د تل په شان، که تاریخ ته وګورو، دا افغانان دي چې باید وروستۍ خبره وکړي، نه خارجیان. ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره باید بهرنیان د افغانانو څخه سیاسی او اقتصادي ملاتړ وکړي. دا ملاتړ به د نړیوالې ټولنې ګټې ترهغه زیاتې خوندي کړي چې دوی یې په نظامي لارو چارو خوندي کول غواړي.
افغانستان او نړیوالې ټولنې په تیرو لسو کلونو کې یو شمیر بریالیتوبونه ترلاسه کړیدي چې باید په هغو باندې نور هم کار وشي. نن اقغانستان د انتخاباتو یوه دیموکراتیکه پروسه لري، اساسي قانون لري، تقریبا شپږ میلیونه هلکان او نجونې ښوونځیو ته ځی، تر یوه درجن زیات پوهنتونونه دهیواد په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي، بریښنا او روغتیایی خدماتو ته لاسرسۍ کال په کال پراخیږي، میلیونونه افغانان مبایل ټلفونونه کاروي، او په سراسر افغانستان کې په زرګونو وړې یا متوسطی زیربنایي پروژې ترکار لاندې دي. دا لاسته راوړنې د بریالیتوب کلیدي بلاکونه جوړوي چی باید نورې هم سره یو ځای او غښتلی کړل شي. زراعت او د معدنونو کارخانو ته باید ډیره پاملرنه وشي ترڅو پدې توګه بیکاري چې د تاوتریخوالي یو مهم علت دی له منځه ولاړه شي.
افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه بډای او غني دی. مونږ د تیلو، طبیعي غاز، مسو، اوسپنې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او بیلابیلو منرالونو پریمانه زیرمې لرو چې باید سیمه ایزو او نړیوالو بازارونو ته د صادرولو په موخه استخراج شي. په لویه پیمانه په طبیعي زیرمو باندې پانګونه به مرسته وکړي چې دافغانستان اقتصاد وغوړیږي او کرار کرار به افغانانو ته اجازه ورکړي چې دخپل ملک دفاع او پرمختیا تمویل کړي. دافغانستان د طبیعي زیرمو د استخراج لپاره مرسته او ورسره زمونږ با انرژي او نوښتګر خلک و کار ته آماده کول او په کار اچول به بې له شکه زمونږ سره مرسته وکړي چې پرځان متکي او خودکفا شو. په استراتیژیکه توګه د افغانستان د بشري قوې او طبیعي زیرمو څخه ګټه اخیستل زمونږ د دولتي اقتصاد په وده کې مهم رول لوبوي چې باید په بشپړه توګه ګټه ترې واخیستل شي. افغانستان کولای شي د یوې څلورلارې په توګه سیمه ایزو او نړیوالو لوبغاړو ته د تجارت او طبیعي زیرمو په برخه کې مفید واقع شي. باید پوه شو چی افغانستان د وریښمو دلارې یوه حیاتي برخه او د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ دیوه پل حیثیت لري چې شرقي آسیا له غربي آسیا او د خلیج له هیوادونو سره نښلوي.
په تیرو لسو کلونو کې مونږ له خپلو ډله ایزو اشتباهاتو څخه یو څه درسونه زده کړيدی. مونږ باید فساد له منځه یوسو، اردو باید له تنظیمي او توکمیز حالت څخه راووزي او په ملي اردو بدله شي، حکومتداري باید ښه شي، او عدالت او حسابدهي باید رامنځته شي. افغانان کومه معجزه نه غواړي، بکله اصلاحات او بهبود غواړي. نړیواله ټولنه باید له جنګسالارانو، دبشردحقوقو د ناقضینو او دمخدره موادو له کاروباریانو سره خپل ملاتړ پای ته ورسوي. جنګ، بې ثباتۍ، فساد، بی عدالتۍ، کمزوره حکومتدارۍ او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د نړیوالې ټولنه متزلزل تعهد، شته لا سته راوړنې اوس تر سیورې لاندې راوستې دي.
اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې د سولې لپاره د زړه له تله کار وکړو، ځکه چې هرڅومره چې وخت تیریږي په هماغه اندازه به د لوبې لوی لوبغاړي بایلونکي راخیږي. امریکایان به دا جنګ ونه ګټي ځکه چې ددوی نظامي پالیسي چې (له مخالفینو دساحې پاکول او افغانانو ته یی سپارل، د حکومت لخوا د ساحې ساتل او آبادول) پر اصولو ولاړه ده، ډیر ژر به د شورویانو په هغه مهلکه پالیسۍ بدله شي چې اصول یې وو د ساحې پاکول، ساتل، ساتل اوبیا بیخي پریښودل. ناټو نشي کولای افغانستان ته نور عسکر ولیږي، پداسې حال کې چې طالبان کولای شي نور افراد استخدام کړي. طالبان به همدارنګه فکر وکړي چې د اسامه بن لادن په له منځه تللو سره به ناټو افغانستان پریږدي ځکه چې ددوی لپاره کومه بله موجه انګیزه نده پاتې ترڅو د اوږدې مودې لپاره دلته پاتې شي. هالنډ تیر کال خپل عسکر وایستل. کاناډا به سږ کال خپل عسکر وباسي. دبرتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون هڅه کوي چې خپل عسکر ترټاکلې مودې وړاندې وباسي. ایټالوي حکومت او د جرمني پارلمان پدې ټینګار کوي چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه به له افغانستانه د عسکرو ایستل بشپړوي. د ایشیا فونډیشن د ۲۰۱۰ کال د کلني راپور له مخې، ۸۳٪ افغانان له وسلوالو مخالفینو سره د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي. حقیقي ارقام تردې لوړ دي. د جنګ مصارف بې حده زیات دي. د متحده ایالاتو خلک، د ناټو د غړیو هیوادونو خلک او افغانان نور د جنګ ملاتړ نه کوي او د اسامه بن لادن له مړینې اوپه افغانستان کې د هغه د پلویانو د شمیر له کمیدلو سره د نظامي عملیاتو مرکزي هدف بشپړ شویدی. له بلی خوا، که ناټو له افغانستانه ووزي، د افغان حکومت ژوند به په ۱۹۸۹ کال کې د شورویانو له وتلو وروسته د کمونیست رژیم تر ژوند لنډ وي. ددې نه علاوه، متحده ایالات د پاکستان لپاره نور دیوې شیري غوا حیثیت نلري. دا غوا اوس لغتې وهي او لومړۍ لغته یې د روان ۲۰۱۱ کال د می دمیاشتې په دویمه نېټه په ایبیټ آباد کې ووهله. داډول نورې لغتې هم شونې او په نوبت کې دي. ویره داده چې که امریکا خپلو لغتو ته دوام ورکړي د پاکستان په فوځ کې به ټیټ رتبه مامورین دخپل هیواد د ملي وقار او حاکمیت څخه ددفاع په موخه واک په لاس کې واخلي. که دا کار وشي دا به د پاکستان لپاره یوه لویه فاجعه وي لکه چې د افغانستان لپاره په ۱۹۷۳ او ۱۹۷۸ کلونو کې دبې پایه بدبختیو د منبع په توګه مطرح دي. له دې امله متحده ایالات، دکابل حکومت او پاکستان به په راتلونکی کال کی په قوي موقف کې نه وي لکه نن چی دي. له همدې امله دا د افغانستان د ستونزې د سوله ایز حل لپاره ترټولو مناسب وخت دی. مخکې تردې چې د ا فرصت له لاسه ولاړ شي او د قوت موقفونه په ضعف باندې بدل شي باید سوله وشي.
افغاني نوښت (ابتکار)
آیا افغانستان د لوبې یوه برخه دی؟ تراوسه نه. د متحده ایالاتو په مشرۍ ناټو به په افغانستان کې بریالۍ نشي مګر دا چې دا ومني چې افغانان د افغانستان مالکان او خاوندان دي. افغانان به یو باثباته افغانستان ونه ویني مګر دا چی: (۱) یو پراخ بنسټّه سیاسي جوړښت ولري (۲) له ګاونډیو هیوادونو سره دوستانه اړیکې ولري او (۳) د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی، د باور او اعتماد وړ بیزنیس پارټنر وي. پورتنی فورمول افغاني ابتکار او دنړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري. آیا داسې یوه قیادت ته اړتیا نشته چې هغه دافغانستان دملي ګټو د تشخیص او تعریف ظرفیت ولري، په افغانانو دلسوزي ولري او ورته وفاداره وي، خلک پرې باور ولري، خلکو ته د خودۍ او مالکیت احساس ورکړي او ولس ته دا ویژن او لید لوری ورکړي چې چیرته ولاړ شي او دا وړتیا ولري چې دافغانستان ملي ګټې د سیمې او نړۍ د طاقتونو له ګټو سره همغږې کړي؟ بلې، داسې قیادت ته عاجل ضرورت دی او د افغانستان د سوله ایز بدلون حرکت همدې هدف ته کار کوي.
څرنګه چې نړیوالې ټولنې هغه ژمنې ترسره نه کړې چې له افغانانو سره یې کړې وې، او له دې امله چې د افغانستان مسئله یوه افغاني ستونزه ده او افغانان تر بهرنیانو افغانستان او سیمه ښه پیژني او په مشکلاتو او حل لارو یې ښه پوهیږي ، نو ځکه هم د افغانستان د سوله ایز بدلون حرکت یو افغاني نوښت او ابتکار وړاندې کوي:
 د سولې لپاره تصور (ویژن): ولې سوله؟ څه ډول سوله؟ ( ددې لپاره برسیره یاد شوی د څلورو ټکیو فورمول وګورﺉ).
 آدرس: دسولې دعالي شورا په جوړولو سره افغان دولت د مذاکراتو لپاره خپل آدرس جوړ کړ. وسلوال مخالفین هم باید یو آدرس ولري. پداسې حال کې چې مونږ دېته ترجیح ورکوو چې طالبانو ته په هیواد کې دننه آدرس ورکړل شي، پدې اړه یو بشپړ او مفصل پیشنهاد لرو چې دا آدرس باید څنګه رامنځ ته شي.
 منځکړیتوب: نه د سولې عالي شورا او نه هم هغه طالبان د منځکړي رول لوبولای شي چې اوسمهال په کابل کې اوسیږي. یوې داسې دریمې بې طرفې ډلې ته اړتیا ده چې د متنفذو علماؤ، قومي مشرانو او تکنوکراتانو څخه جوړه شوې وي کومه چې ټولو خواوو ته د منلو او درناوي وړ وي او دا امکانات ولري چې په آسانۍ سره ټولو خواوو ته تګ راتګ وکولای شي. مونږ پدې برخه کې مفصل پیشنهاد او وړاندیز لرو.
 مداخله: ځینې کتونکي پدې باور دي چې له افغانستان څخه د ناټوځواکونو په وتلو سره به پدې هیواد کې تشه رامنځ ته شي، د اوږدې مودې سیمه ایزې سیالۍ به زور واخلي او افغانستان به نور هم بې ثباته شي. دوی دا استدلال هم کوي چې یو نوی سیاسي کورنۍ جوړښت د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره کافي ندی. دوی وایي یوه نوي بهرني سیاسي جوړښت ته اړتیا ده، داسې یوه جوړښت چې د هیواد نږدې او لیرې ګاونډیان په پروسه کې را ګډ کړل شي. خو حقیقت دادی چې نه خو نړیوالو طاقتونو او نه هم ګاونډیو هیوادونو وکولای شول چې په تیرو ۳۰ کلونو کې خپلې ګټې په افغانستان کی سره همغاړې کړي. په حقیقت کې د تیرو ۳۰ کلونو جګړې د نړیوالو طاقتونو او ګاونډیو هیوادونو د حریصانه آرمانونو او متضادو ګټو د تلاښ زیږنده دي. په تاریخي لحاظ د افغانستان ستونزې تر ډیره حده د خارجي مداخلو پایله ده چې دهغو افغان ډلو ټپلو لخوایی رویباری کیده چې دبهرنیانو تر روزنې لاندې وې او د بهرنیانو د نماینده ګانو په توګه یې کارکاوه. دبهرنیو مداخلو د کمولو اهمیت د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په میاشت کې د بن په کنفرانس کې تشخیص شو. دکنفرانس له خوا صادرې شوې اعلامیې غوښتنه کوله چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید هغه لازم اجراات او اقدامات وکړي چې د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالی او همدارنګه د افغانستان په کورنیو چارو کې د بهرنیانو نه مداخله تضمین کړي. مګر دا اصل هیڅکله عملي نشو او په حقیقت کې ملګرو ملتونو د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته موقع ورکړه چې ډیره مداخله وکړي. په تیره لسیزه کې، په استانبول، لندن او کابل کې د سیمه ایزې همکارۍ ترعنوان لاندې کنفرانسونه جوړ شویدی، مګر ډیر لږ عمل شویدی. دا فیصلی ټولی د خبرو په بڼه کې پاتې شویدي. دا ډیره غیر انساني ده چې افغانستان په لسګونو کلونه په وینو کې لت پت دی خو هیڅوک د ددې وینو د بهیدو مخه نه نیسي. اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې خپله افغانان راپورته شی، ابتکار په لاس کی واخلی او سیمه ایز او نړیوال طاقتونه ددغه افغاني نوښت او ابتکار ملاتړ وکړي کوم چې برسیره تشریح شو.
 دسولې پروسه – افغاني نوښت (ابتکار). ملګري ملتونه کیدای شي د مذاکراتو د رهبري کولو په برخه کې څه رول ولري، مګر تیر لس کاله د افغانستان په مورد کی ددغه مؤسسی نا متوازن موقف، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مؤسسی پر کارکوونکو باندې د طالبانو مکرر بریدونه دا ښیی چې د ملګرو ملتونو مؤسسه یو سملاسي دراغونډیدو ځای او یوه ښه مرجع نده. د دې لپاره چې د بریاليو مذاکراتو پروسه پیل شي، ملګري ملتونه باید په لومړي سر کې دیوې بلې ډلې څخه ملاتړ وکړي چې هغوي د منځګړیتوب رول ولوبوي. دا آوازې چې کیدای شي ترکیه د منځګړیتوب لپاره څه رول ولوبوی یو څه قوت ولري. داځکه له یوې خوا ترکیه اسلامي صبغه اورنګ لري او له بلې خوا د ناټو یو فعال غړی دی. مګر ترکیې په افغانستان کې دتنظیمي جګړو پرمهال اقلیتونه په ځانګړي ډول ازبکان حمایه کړیدي او همدارنګه د ناټو ترچتر لاندې په افغانستان کې عسکر لري چې د طالبانو په وړاندې جنګیدلي دي نو له همدې امله دیوه ښه منځګړي په توګه حساب نشي پرې کیدای. سعودي عربستان که څه هم په یوه ښه موقف کې دی، مګر هیڅکله یې له طالبانو سره د بریالیو مذاکراتو طالع نه ده درلودلې. د ملګرو ملتونو د متعددو مذاکره کوونکو څخه په پند اخیستنې سره چې په تیرو ۳۰ کالو کې یې ستونزمنې تجربې ترسره کړې لکه پیریز دی کویلار، کوردویز، میستیري، بینین سیوان او الاخضر ابراهیمي او هم له دې امله چې دملګرو ملتونو عمومي منشي لا له وړاندې د بن د اعلامی په اساس مکلفیت لري چی د سولی لپاره کار وکړی. ملګري ملتونه باید دداسې افغانانو ملاتړ وکړي چې لوړ سیاسي او ټولنیز موقف او تجربه لري، لکه ډاکټر فاروق اعظم او دده ملګری ترڅو په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره په کورني او بهرني سیاسي جوړښت باندې تمرکز وکړي. ډاکټرفاروق اعظم چې یو ښه پیژندل شوی افغان دی، د تنظیمونو ترمنځ د منځګړیتوب پوره تجربه لري او لا وختي یې د سولې د مذکراتو او سیاسي جوړښت په اړه د جمهور ریس حامد کرزي، د سولې د عالي شورا له رییس استاد برهان الدن رباني او طالبانو سره کتلي دي. د نوموړي طرحه، د سولې د پروسی ټولې خواوې په پام کې نیسي او د اسلامي هیوادونو د کنفرانس او ملګرو ملتونو د ملاتړ غوښتنه کوي. ډاکټر اعظم استدلال کوي چې یو باثباته افغانستان، سیمه ایزو او نړیوالو طاقتونو ته ترهغه څه زیات ورکولای شي چې دوی یې په جنګ، کشمکش او بې ثباتۍ کې لټوي.
 انتقال. د ډاکټراعظم د فورمول له مخې، لومړی باید د کابل د اوسنۍ کمزوری او په درد نه خوړونکې ادارې پرځای یوه بیطرفه او فعاله انتقالی اداره منځته راشی. او له هغه وروسته امنیتي مسولیتونه له ناټو څخه افغان پوځ ته ولیږدول شي. د حکومت له بدلون وړاندې ملي اردو ته د امنیتي مسولیتونو انتقال بې ګټې او د ځان غولونې په معنی دی. اوسنۍ تنظیمي او توکمیزه اردو مخکې تردې چې امنیتي مسولیتونه واخلي باید په یوه ملي اردو بدله شي. دلته به د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره یو عملی مهالویش ترتیب او په مورد کی د اسلامي کنفرانس او د ملګرو ملتونو څخه مرسته وغوښتل شي. دفورمول له مخې، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو دمخه باید زموږ ګاوندیان د نه مداخلی تضمینات ورکړی او نړیواله ټولنه تعهد وکړی چی د امریکایی فوجونو تر وتلو وروسته له افغانستان سره اقتصادي مرستې کوي.
په درنښت.
دافغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه
ټلفون (افغانستان): 0787105925, 0703550080
بریښنالیک: drqani@gmail.com , farouqazam@hotmail.com

بسم الله الرحمن الرحيم
د افـغـانـسـتان د اوسني کړکېچ سـياسي حــل
سریزه:
دافغانستان جمهور رئیس ( د اساسي قانون د ۶۴ مادې له حکم سره سم) یا ملګري ملتونه، یا داسلامي کنفرانس سازمان یا کوم بل بدیل ارګان چې د منلو واک یې لري باید لویه جرګه راوغواړي ترڅو د افغانستان د غمیزې د سیاسي حل لپاره لاره هواره کړي.
د بې طرفه، متعهدو او د اعتماد وړ افغانانو یوې ډلې ته باید موقع ورکړل شي ترڅو د منځګړیتوب لپاره ددریمې ډلې په توګه د سولې مرکچی هیئت جوړ کړي. د سولې مرکچي هیئت ددولت او د وسلوالو مخالفینو ترمنځ منځګړیتوب کوي او مستقیمو او بې قیده او بې شرطه خبرو اترو ته لاره هواروي. داخبرې به په افغانستان کې په تل پاتې سوله واوړي او د سیمې او نړۍ د ګټو سره به د افغانانو ګټې هماهنګې کړي.
دافغانستان د سوله ایز بدلون حرکت دغه لازمه تجربه لري چې د سولې مرکچي هیئت رول په غاړه واخلي. ډاکټرفاروق اعظم چې د دې حرکت مشري په غاړه لري یو پیژندل شوی او دروند افغان دی او د ۱۹۹۳ کلونو په اوږدوکې د جنګي تنظیمونو ترمنځ د منځګړیتوب زیاته تجربه لري او د ډیرو افغانانو په ذهن کې دده دهغې دیپلوماسۍ هڅې تازه دي چې په افغانستان کې د ثبات لپاره یې د سیمه ایزو طاقتونو د رول په اړه ترسره کړې وې. د نوموړي هغه هڅه چې په ۱۹۹۸ کې یې د سعودي عربستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړ پدې دلالت کوي چې نوموړي د منځګړیتوب لپاره بین المللی تجربه هم لري. د ولسمشر حامد کرزي، د سولې د عالي شورا له مشر استاد رباني، د طالبانو او اسلامي حزب له مشرتابه سره د نوموړي وروستۍ کتنې دا ښيي چې نوموړی ټولو هغو خواوو ته په آسانه وررسیدلای شي چې د افغانستان په قضیه کې دخیل دي. ذیدخلو اړخونو ته لاسرسۍ، د اعتماد او احترام وړسیاسی او ټولنیز موقف او د منځګړیتوب د مهارتونو درلودل هغه پانګې دي چې د افغانستان د سوله ایز بدلون حرکت یې لري او باید په جنګ ځپلي افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره ترې کار واخیستل شي. دافغانستان د سوله ایز بدلون حرکت په هیواد کې دننه او له هیواد څخه بهر له زرګونو افغانانو سره تر سلا مشورو وروسته لاندې فورمول جوړ کړیدی ترڅو ټولو غاړو ته د منلو وړ یو جوړښت رامنځ ته شي او په هغه باندې مذاکره وشي.
دا فورمول د تیرو لسو کلونو لاسته راوړنې ساتي، د افغانستان د وسیع او غوڅ اکثریت د اوس او راتلونکي مشروع ګټې په پام کې نیسي او د سیمه ایزو او نړیوالو طاقتونو مشروع ګټو ته درناوی کوي. برسیره عمومي او مشخصو اهدافو ته په پام سره، لاندې قدمونه پیشنهادیږي:

دلویې جرګې د جوړولو لپاره لومړني ګامونه :
1. د سولې د هیئت جوړیدل:
د لومړي ګام په توګه، جمهور رییس حامد کرزی یا دده په نیابت د سولې عالي شورا د افغانستان دسوله ایز بدلون له حرکت څخه غواړي چې د حکومت او د وسلوالو مخالفینو ترمنځ منځګړیتوب وکړي. د افغان حکومت یا د سولې دعالي شورا لخوا دشین چراغ له ترلاسه کولو وروسته، د افغانستان د سوله ایز بدلون حرکت د سولې هیئت جوړوي ترڅو د وسلوالو مخالفینو له بیلابیلو ډلو سره تماسونه ونیسي او له هغوي څخه هم د وړاندې تګ نښه (شین څراغ) ترلاسه کړي.
2. اعتماد سازي(د اعتماد د فضاء رامنځ ته کول):
ددویم ګام په توګه، دسولې هیئت د افغان حکومت او دوسلوالو مخالفینو ترمنځ د اعتماد د فضاء د رامنځ ته کولو لپاره کارکوي چې دواړه طرفونه د خبرو د پیلولو لپاره موافقه کوي. داکار پخپله په لاندې اساسي مرحلو کې خلاصه کیږي:
A. د یو او بل په وړاندې هرډول ناوړه پروپګنډا پای ته رسول کیږي او منفي الفاظ او حرکتونه د سولې او پخلاینې په الفاظو او حرکتونو بدلیږي.
B. د حسن نیت د ښودلو په توګه د افغان حکومت لخوا یوشمیر سیاسي بندیان خوشي کیږي.
C. د ښه نیت د ښودلو په توګه د وسلوالو مخالفینو د یوشمیر مشرانو نومونه له تور لیست څخه ایستل کیږي او هغه جایزې لغوه کیږي چې د هغوی د نیولو یا وژلو په برخه کې د معلوماتود ورکولو په مقابل کې اعلان شویدي.
3. د مخامخ (مستقیمو) خبروپیل
A. مستقیمې او بې شرطه خبرې: د سولې هیئت په منځګړیتوب د حکومت او وسلوالو مخالفینود باصلاحیته استازو ترمنځ مستقیمې او بې قید و شرطه خبرې پیل کیږي.
B. بین الأفغاني کنفرانس: ددې خبرو په ترڅ کې دیوه بین الأفغاني کنفرانس د جوړیدو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ توافق رامنځ ته کیږي.
C. د وسلوالومخالفینو لپاره آدرس: افغان دولت د سولې د عالي شوری په نوم د خبرو لپاره خپل ادرس لري. اوس، مسلحو مخالفينو ته د ادرس د پيدا کيدو عاجل ضرورت دی. ددغه ادرس تر ټولو ښه ځای د افغانستان په داخل کې (له کابل پرته) د یوې سیمې ټاکل دی. د سولې د عمليې د پرمخ بيولو او د هيواد لپاره د عملي ثبات د لارې د موندلو په منظور کيدای شي يو ولايت (مثلا هيلمند) ددې وړانديز مطابق د سولې د فعالیتونو د مرکزپه توګه غوره شي. ددغه ولایت والي د سولې دهېئت د مشر په وړانديز د دولت د جمهور رئيس لخوا ټاکل کيږي او د افغانستان د اساسي قانون او ددولت د مقرراتو مطابق کار کوي خو پخپل کار کې به مستقل وي. د افغانستان دولت، ناټو او مسلح مخالفین تعهد کوي چې په دغه ولایت کې هیڅ ډول نظامي فعاليت نکوي او له دغه ولایت څخه په نورو ولایاتو کې د نظامي فعالیت لپاره کار نه اخلي. دا ولايت به د سولې سيمه، د سولې کور او د هيواد لپاره د سولې د راتلو او مذاکراتو مرکز وي. ددولت مامورين او مسلح مخالفین دلته په ډاډه زړه بيله کوم تهديده غيرمسلح اوسيږي. نړيواله ټولنه په دغه ولايت کې د نوې ادارې له لارې د بياودانولو مرسته کوي. دا اداره کارونه اهل ته سپاري او د اداري فساد، نا امنۍ او د مخدره موادو د توليد مخه نيسي.
4. بین الأفغاني کنفرانس:
A. باید د سولې د هیئت لخوا د اسلامی کنفرانس او ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د سولې په کور کې یو بین الأفغاني کنفرانس جوړ شي.
B. په بین الأفغاني کنفرانس کې دافغان حکومت استازي، د وسلوالو مخالفینو استازي، دمدني ټولنې استازي، همدارنګه دافغانستان سوله غوښتونکي سیاسي، ټولنیز، مذهبي او معنوي شخصیتونه ګډون کوي.
C. بین الأفغاني کنفرانس به د لویې جرګې د جوړیدو لپاره تاریخ، مکان، د هیئتونو او غړیو شمیر، څرنګوالی، معیارونه او دهیئتونو د رابللو لپاره میکانیزمونه ټاکي.
D. بین الأفغاني کنفرانس د لویې جرګې د جوړولو کمېټه رامنځ ته کوي چې دا کمېټه به د لویې جرګې د راغوښتلو صلاحیت لري.
E. بین الأفغاني کنفرانس پدې موافقه کوي چې د لویې جرګې ترجوړیدو وړاندې باید ټول سیاسي بندیان خوشي شي او ټول تور لیستونه له منځه ولاړ شي.
F. د اوربند د کمیسیون جوړیدل چې باید دلویې جرګې د جوړیدوپه درشل او پرمهال د افغان حکومت یا ناټو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ اوربند اعلان، عملی او وڅاري.

لویه جرګه
دلویې جرګې جوړیدل او دهغې فیصلې

A. لویه جرګه باید د لویې جرګې د کمېټې لخوا د افغانستان د سوله ایز بدلون حرکت، اسلامي کنفرانس اوملګرو ملتونو په مرسته جوړه شي چې دا به د افغانستان جګړه عملا پای ته ورسوي.
B. په لويه جرګه کی د افغان ولس د ټولو قومی، مذهبی او ټولنيزو پوړونو او همدارنګه د ټولو متخاصمو، مطرح او معتنابه سياسی او مدنی ډلو او ټولنو استازي په متناسبه کچه ګډون کوي.
C. لویه جرګه د تل پاتې سولې د راوستلو، د یوه مستقل، با ثباته، متحد او پرمخ تلونکي افغانستان د جوړولو لپاره په اساسي قانون کې لازم تغیرات راولي.
D. لویه جرګه یو باصلاحیته کمیسیون تر شا پریږدي چې د اساسي قانون د تفسیر چارې ترسره کړي ترڅو دابهاماتو د رامنځ ته کیدلو مخنیوی وکړي.
E. لویه جرګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش او ددې تصمیم د میکانیزم دعملي کولو لارې چارې ټاکي او حتی که تصمیم د اسلامي کنفرانس د غړیو هیوادونو د ځواکونو راتګ وي په هغه هم بحث کوي او میکانیزم ورته جوړوي.
F. لویه جرګه د افغانستان د راتلونکو حیاتي مسلو په اړه تصامیم نیسي لکه راتلونکی افغان ولسمشر، راتلونکی پارلمان، ولایتي او د ولسوالیو شوراګانې او ددغو شوراګانو د رامنځ ته کولو لپاره نېټې او میکانیزمونه.
G. لويه جرګه ترټولټاکنو دمخه د يوه لنډمهاله دولت د جوړيدو په اړه پريکړه کوي او دهغه مشر ټاکي. ددولت برحال رئيس د لويې جرګې په مخکې خپل واک نوي ټاکل سوي مشرته سپاري او هغه پخپل وار اسلام، هيواد او اساسي قانون ته د وفادارۍ لوړه کوي.
H. د لوړې ترمراسمو وروسته، لویه جرګه رخصتیږي او پخپل ځای موقت پارلمان پریږدي چې له هرولایت څخه به درې تنه استازي پکې برخه ولري، یو مذهبی مشر، یو قومي مشر او یو تکنوکرات. نوی ولسمشر به خپله موقته کابینه او موقت حکومت ، موقت پارلمان ته د منظورۍ لپاره ور وپیژني.

لنډ مهاله (موقت) حکومت
A. موقت حکومت متحد افغانستان ته ژمن دی او په شرایطو برابرو بې طرفه اشخاطو څخه جوړ شوی دی.
B. موقت حکومت ایتلافي حکومت ندی، مشر او غړي یې د کومې ځانګړې افغاني ډلې پورې تړاو نلري او نه به دکومې ډلې یا هیواد د ګټو استازیتوب او پالنه کوي او نه به د کومې افغاني ډلې یا کوم بهرني هیواد سره دښمني کوي.
C. موقت حکومت د کومې افغاني ډلې یا بهرني هیواد په طرفدارۍ یا مخالفت کار نه کوي، بلکه په مطلق ډول د افغانستان ملي ګټو ته متعهد دی.
D. موقت حکومت متعهد دی چې د بهرنیو هیوادونو په چارو کې به مداخله نه کوي او نه به چاته اجازه ورکوي چې دافغانستان خاوره د کوم بل چا پرضد وکاروي. بلکه افغانستان د سیمې او نړۍ په ثبات او پرمختیا کې خپل رغنده رول لوبوي.
E. ګاونډي هیوادونه تعهد کوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به مداخله نه کوي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ددې ډول تعهد تضمین کوي او که چیرې کوم هیواد له دې تعهد څخه سرغړونه کوي نو ملګري ملتونه ورباندې بندیزونه لګوي.
F. افغانستان د یو مستقل هیواد په توګه د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی دی. نړیواله ټولنه د افغانستان د استقلال درناوی کوي او موقت حکومت په رسمیت پیژني.
G. موقت حکومت د افغانستان د پرمختیا او ثبات لپاره نړیوالې ټولنې ته یو پنځه کلن پلان وړاندې کوي. نړیواله ټولنه د افغانستان د راتلونکي انکشاف سره تعهد کوي او له دې هیواد سره خپلو اقتصادي مرستو ته ادامه ورکوي.
H. بهرني ځواکونه د منل شوي مهالویش له مخې له افغانستان څخه وزي. ناټو د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. په هرصورت افغان امنیتي ځواکونه به د خپل هیواد دفاع او امنیت په خپله غاړه اخلی.
I. موقت حکومت به د اسلامي کنفرانس او ملګرو ملتونو په مرسته هغه شرایط برابروي چې په ترڅ کې یې افغان کورني او بهرني مهاجرین خپل هیواد ته راستانه شي.
J. موقت حکومت ټولې درنې وسلې راټولوي او سپکې وسلې د اجازه لیکونو په وسیله ځینو ته ورپریږدي. ټول هغه وسلوال کسان چې اوس د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې جنګیږي افغانستان پریږدي، هغه کسان چې غواړي په افغانستان کې پاتې شي، باید د افغانستان د قوانینو، د جینیوا د۱۹۵۱ کنوانسیون او نورو نړیوالو قوانینو له مخې د کډوالو او مهاجرو په توګه پاتې شي.
K. افغانستان د اسلامی کنفرانس د سازمان غړی دی او ددغه سازمان په مرسته به د افغانستان او اسلامي نړۍ د علماوو په ګډون یو کاري ګروپ جوړوي چې موقت حکومت ته په ځینو حساسو مسایلو لکه د ښځو ښوونه او روزنه، د ښځو حقوق، حجاب، د معاصرو علومو زده کړه، د افغاني کلتور او میراثونو ساتنه او نورو په اړه مشوره ورکوي.
L. موقت حکومت به د اساسی قانون له مفاداتو سره سم او د اسلامي کنفرانس د سازمان او ملګرو ملتونو په مرسته د نوی ولسمشر، پارلمان، ولایتي شوراګانو او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره انتخابات ترسره کوي او واک به نوی منتخب ولسمشر ته سپاري.
M. د موقت حکومت ولسمشر، وزیران، د سترې محکمې غړي، او لوی څارنوال نشي کولای په راتلونکي لومړني منتخب حکومت کې د ولسمشر، وزیرانو، د سترې محکمې د رییس او لوی څارنوال په توګه کاروکړي.
پای.


ډاکتر څپاند
26.06.2011

محترم پتنګ لالا سلامونه ومنئ،

اول مهرباني وکړئ ،ښاغلی ډاکتر غلام فاروق اعظم راوپيژنې،دده مختصر ژوند ليک٠زما د معلوماتو پر بنسټ ،نوموړی د مجاهدينو د يوه تنظيم پياوړی
غړی وه،نو دده ناپيلتوب يا بيطرفي څه معنا لرلی شي؟

[quote:b629bad892] د سولې د هیئت جوړیدل:
د لومړي ګام په توګه، جمهور رییس حامد کرزی یا دده په نیابت د سولې عالي شورا د افغانستان دسوله ایز بدلون له حرکت څخه غواړي چې د حکومت او د وسلوالو مخالفینو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.[/quote:b629bad892]
[color=white:b629bad892]په اسطلاح جمهور ريس او دده تش پنامه دسولې شورا،او دهغې مشران ،دامريکې او انګرېز د اجازې بغېر د هيڅ ډول اقدام او تصميم صلاحيت نلري،دهغو نه داسې طمع او توقع څه معنا او اهميت لرلی شي؟[/color:b629bad892] [quote:b629bad892]

[quote:b629bad892](مثلا هيلمند) [/quote:b629bad892]
[color=yellow:b629bad892] نه صيب،هلمند :P [/color:b629bad892]

[/quote:b629bad892][quote:b629bad892]

4. بین الأفغاني کنفرانس:
A. باید د سولې د هیئت لخوا د اسلامی کنفرانس او ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د سولې په کور کې یو بین الأفغاني کنفرانس جوړ شي.[/quote:b629bad892]

[color=red:b629bad892]تش پنامه اسلامي کنفرانس او ملګري ملتونه دامريکې ترمطلق کنترول لاندې دي،ددونه داسې توقع ،بيا هم بې معنی ده[/color:b629bad892]

[quote:b629bad892]B. په بین الأفغاني کنفرانس کې دافغان حکومت استازي، د وسلوالو مخالفینو استازي، دمدني ټولنې استازي، همدارنګه دافغانستان سوله غوښتونکي سیاسي، ټولنیز، مذهبي او معنوي شخصیتونه ګډون کوي[/quote:b629bad892].

"دافغان حکومت استازي"،کوم حکومت؟ امريکايان؟انګرېزان؟کرزی؟قسيم؟
خليلي؟بسم الله؟ دوستم ؟.....دا ټول مستقل حکومتونه لري که څنګه؟؟

[quote:b629bad892]B. په لويه جرګه کی د افغان ولس د ټولو قومی، مذهبی او ټولنيزو پوړونو او همدارنګه د ټولو متخاصمو، مطرح او معتنابه سياسی او مدنی ډلو او ټولنو استازي په متناسبه کچه ګډون کوي. [/quote:b629bad892]C.

دا فورمول ډير ګنګ،نا مشخص او غير عملي بريښي،مګر داسې نده؟؟
[quote:b629bad892]لنډ مهاله (موقت) حکومت
A. موقت حکومت متحد افغانستان ته ژمن دی او په شرایطو برابرو بې طرفه اشخاطو څخه جوړ شوی دی.
B. موقت حکومت ایتلافي حکومت ندی، مشر او غړي یې د کومې ځانګړې افغاني ډلې پورې تړاو نلري او نه به دکومې ډلې یا هیواد د ګټو استازیتوب او پالنه کوي او نه به د کومې افغاني ډلې یا کوم بهرني هیواد سره دښمني کوي.[/quote:b629bad892]

:D :D :D ملايکې له اسمانه را کته اوبېطرفه حکومت جوړوي :shock:


pattang
26.06.2011

څپاند صيب !
مطلقه بې طرفي نشته ، که وي نو په خلا کې به وي او هلته بيا انسان ژوند نشي
کولی ! که دفکر وي اوله ماده يې د امريکې او انګليس په خدمت کې ده ، نور يې
پرېږده ! دې سړي اول دې خواته اوهغې خواته منډې وکړې خو اوس په کابل کې
پروت دی ، انګليسان ورته ، پيسې ور کوي٠ غم يې مکوه طالبان وروڼه مې را
نږدې کېږي اود اټولې مردارۍ به پاکې کړي ٠


پتوال
26.06.2011

درنو لوستونکو ، فاروق اعظم هر سړی پيژني يا لږ تر لږه له هلو ځلو نه يې خبر دی چې آن د جهاد له دورې څخه تر نن ورځې پورې يې رغنده وړانديزونه
او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي .
زه يې ددغه وړانديز دمقدمې دويمې ګڼې ته تر ټولو زيان ارزښت ورکوم چې وايي بايد
[color=blue:8da2885bbb] ُ ُ يو پراخ بنسټه (وسیع البنیاد) داخلی سیاسي جوړښت رامنځ ته شي.
فرض کړﺉ چې امریکا او ناټو له افغانستان څخه ووتل. افغانان به یو له بل سره څنګه معامله وکړي؟ کومه ډله به ددې وړتیا ولري چې ملي ګټې تشخیص، تعریف او ولس ته تشریح کړي؟ څوک به ولس ته دا اطمینان ورکوي چې ددوی کلتور، عزت اوددوی د اولادونو راتلونکی خوندی دی؟ او څوک کولای شي د افغانانو ملاتړ ترلاسه کړي چې ددوی سره په دې لاره کې ملګرتیا وکړي؟ افغان حکومت خپل مشروعیت دخلکو له اعتماد څخه ترلاسه کوي چې پدې ورځو کې له منځه تللی دی. دخلکو اعتماد او ملاتړ هغه وخت دحکومت په برخه وي چې حکومت خپلې ژمنې پوره کړي او هیواد له کورنی او بهرنی تهدیدونو څخه وژغوري. دا کار هغه وخت ترسره کیدای شي چې وطن خپلواک، قانون حاکم ، له فساد سره مبارزه ترسره او عدالت ته دمجرمینو په را کش کولوسره دعدم معافیت کلتور رایج شي. مونږ په افغانستان کې دیوه داسې حکومت د تاسیس لپاره کارکوو چې د ولس وسیع اکثریت یې ملاتړ وکړي او هغوی چې ملاتړ یې نه کوي دومره هم محروم نکړای شی او دومره هم فضاء ورباندې تنګه نکړای شي چې په حکومت پسې وسله راواخلي. په نړۍ کې هیڅ داسې حکومت نشته چې دخلکو ۱۰۰٪ ملاتړ ورسره وي او هرڅوک ترې راضي وي. بلکه هرځای اکثریت حکومت جوړوي خو پراقلیت باندې ظلم نه کوي او نه یې له یاده وباسي. اوس سؤال دادی چی کومه ډله یا حرکت به پدې وتوانیږي چې افغانان د اوسنی ګډوډ او نا څرګند حالت څخه راوباسي، هغوي ته یو روښانه تګ لوری ورکړي او هغوی دیوې روښانه او مخ په وړاندی راتلونکې په لوري رهبري کړي؟
د افغانستان د سوله ایز بدلون حرکت همدا کار کوي. ُ ُ [/color:8da2885bbb]
په دې اړه چې :
[quote:8da2885bbb]د سولې د هیئت جوړیدل:
د لومړي ګام په توګه، جمهور رییس حامد کرزی یا دده په نیابت د سولې عالي شورا د افغانستان دسوله ایز بدلون له حرکت څخه غواړي چې د حکومت او د وسلوالو مخالفینو ترمنځ منځګړیتوب وکړي[/quote:8da2885bbb]
بايد وپوهيږو چې په دې توګه د اوسني حکومت له خوا د سولې جوړه شوې عالي شورا عملا ً خنثی او له منځه ځي ، ځکه چې دنده ، صلاحيت ،
او فعاليت يې بي معنی کيږي . له دوی نه څوک له دې پرته چې په دې لاره
ترې دنده او صلاحيت واخيستل شي بله تمع او توقع نه لري ،
نو سپاند صيب دې دغه انديښنه نه کوي چې :
[quote:8da2885bbb]په اسطلاح جمهور ريس او دده تش پنامه دسولې شورا،او دهغې مشران ،دامريکې او انګرېز د اجازې بغېر د هيڅ ډول اقدام او تصميم صلاحيت نلري،دهغو نه داسې طمع او توقع څه معنا او اهميت لرلی شي؟ [/quote:8da2885bbb]
همدارنګه دا ګڼه هم اړينه ده :
4[quote:8da2885bbb]. بین الأفغاني کنفرانس:
A. باید د سولې د هیئت لخوا د اسلامی کنفرانس او ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د سولې په کور کې یو بین الأفغاني کنفرانس جوړ شي. [/quote:8da2885bbb]
خو په دې اړه دسپاند صيب دغه اندېښنه هم سمه نه بريښي چې [quote:8da2885bbb]
تش پنامه اسلامي کنفرانس او ملګري ملتونه دامريکې ترمطلق کنترول لاندې دي،ددونه داسې توقع ،بيا هم بې معنی ده [/quote:8da2885bbb]
ځکه چې مطلب نه د ملګرو ملتو او اسلامي کنفرانس له خوا او نه د هغوی په واسطه د سولې کنفرانس جوړول يا راغوښتل دي ، دسولې کنفرانس
پخپله د سولې د ټولنې له خوا هم راغوښتل کيږي او هم جوړيږي ،
ملګري ملتونه يا اسلامي کنفرانس به يې صرف مالي او اخلاقي مرسته کوي .
[quote:8da2885bbb]
اقتباس:
B. په بین الأفغاني کنفرانس کې دافغان حکومت استازي، د وسلوالو مخالفینو استازي، دمدني ټولنې استازي، همدارنګه دافغانستان سوله غوښتونکي سیاسي، ټولنیز، مذهبي او معنوي شخصیتونه ګډون کوي
. [/quote:8da2885bbb] ډېر اعلی ، خو سپاند صيب پوشتنه کوي چې :
[quote:8da2885bbb]
"دافغان حکومت استازي"،کوم حکومت؟ امريکايان؟انګرېزان؟کرزی؟قسيم؟
خليلي؟بسم الله؟ دوستم ؟.....دا ټول مستقل حکومتونه لري که څنګه؟؟ [/quote:8da2885bbb]
مطلب اوسنی حکومت دی چې د جګړې يو افغاني اړخ دی ، په هر نامه چې
ياديږي په ملي سوله کې به يو اړخ دوی او بل اړخ طالبان وي .
دريم اړخ به ددوی تر منځ د افغان ولس بيطرفه ( سوله غوښتونکي)
سیاسي، ټولنیز، مذهبي او معنوي شخصیتونه وي . هو ، د پتنګ خبره مطلق بيطرفه هيچيرې نشته او هر څه او هر څوک نسبي ځانګړنه لري !
[quote:8da2885bbb]اقتباس:
B. په لويه جرګه کی د افغان ولس د ټولو قومی، مذهبی او ټولنيزو پوړونو او همدارنګه د ټولو متخاصمو، مطرح او معتنابه سياسی او مدنی ډلو او ټولنو استازي په متناسبه کچه ګډون کوي. [/quote:8da2885bbb]
په دې اړه سپاند :
[quote:8da2885bbb]دا فورمول ډير ګنګ،نا مشخص او غير عملي بريښي،مګر داسې نده؟؟ [/quote:8da2885bbb]
نه، بالکل داسې نه ده، صرف د متخاصمو خواو داساتازو فيصدي وار دمخه نه ده ښودل شوې ، هغه به هم په کار د پيليدو په ترڅ يا شاوخوا کې ضرور
وټاکل شي ، مهمه دا بولم چې دهغوی ونډه سره برابره او مجموعا ً له دوه ثلثو څخه کمه وي ![quote:8da2885bbb]
اقتباس: لنډ مهاله (موقت) حکومت
A. موقت حکومت متحد افغانستان ته ژمن دی او په شرایطو برابرو بې طرفه اشخاطو څخه جوړ شوی دی.
B. موقت حکومت ایتلافي حکومت ندی، مشر او غړي یې د کومې ځانګړې افغاني ډلې پورې تړاو نلري او نه به دکومې ډلې یا هیواد د ګټو استازیتوب او پالنه کوي او نه به د کومې افغاني ډلې یا کوم بهرني هیواد سره دښمني کوي. [/quote:8da2885bbb]

د سپاند صيب خپره منم چې دا ملايکې نه دي چې
[quote:8da2885bbb]له اسمانه را کته اوبېطرفه حکومت جوړوي [/quote:8da2885bbb]، خو دا بايد د ځمکې په سر ممکنې افغاني ملايکې وي چې بيطرفي د ملي ګټو
يا ملي سولې په خاطر وساتي !
آيا سپاند صيب ته په ځان باور نه لرې چې که ولس دې په دغه دنده وګوماري د ملي سولې له پاره به دغسې بيطرفي وساتې ؟
که لرې يې نو يو ناممکنه کار يې نه شې بللی، که مونږ ټول سره لاسونه ورکړو او د بدلون دسولې ټولنه په ګډه حمايه کړو ، ددې ځواک به هم
تر لاسه کړي چې چې د پوره بېطرفۍ په مټ رښتينې سوله رامنځته کړي !
د پتنګ خان بې اعتمادي هم سرحد نه پيژني چې د ډاکتر صيب فاروق اعظم غوندې پر يو ملي شخصيت هم تور لګوي :
[quote:8da2885bbb]دې سړي اول دې خواته اوهغې خواته منډې وکړې خو اوس په کابل کې
پروت دی ، انګليسان ورته ، پيسې ور کوي٠ [/quote:8da2885bbb]
نه طالبان او نه ISI جرئت کولی شي چې په فاروق اعظم دا تور ولګوي، نه پوهيږم چې پتنګ خان کوم تعصب اړباسلی چې د نوموړي دغسې
يوې بدنامۍ ته يې ملا تړلې ده ؟
که د پيسو ثبوت يې لري وړاندې دې کړي چې لوستونکي هم پوه شي او که نه ، بې ثبوته دې نه د ډاکتر فاروق اعظم سپکاوی کوي او نه دې
د سوليز بدلون د ټولنې سپکاوی ته ملا تړي ، څو نه يواځې د سپين سترګۍ سرليک چې دۀ خپلې پرانيستې موضوع ته ورکړی بيرته په
دۀ را ونۀ څرخي او پرې رښتينی نشي ، بلکې خپله د لګولي تور په منځپانګه هم تورن نشي ، ځکه دا خو دا پوښتنه هم راپورته کوي چې د يو
دروغجن تور دلګولو اړتيا له کوم ځای څخه سرچينه اخيستلای شي ؟
ومن الله التوفيق !


monir
26.06.2011

سلامونه اوښې چارې
[quote:be0398526f="pattang"]څپاند صيب !
مطلقه بې طرفي نشته ، که وي نو په خلا کې به وي او هلته بيا انسان ژوند نشي
کولی ! که دفکر وي اوله ماده يې د امريکې او انګليس په خدمت کې ده ، نور يې
پرېږده ! دې سړي اول دې خواته اوهغې خواته منډې وکړې خو اوس په کابل کې
پروت دی ، [color=blue:be0398526f]انګليسان ورته ، پيسې ور کوي٠ [/color:be0398526f]غم يې مکوه طالبان وروڼه مې را
نږدې کېږي اود اټولې مردارۍ به پاکې کړي ٠[/quote:be0398526f]
پتنګ صاحب پر تاسو څه شوي دي؟ تاسو دوه کاله د مخه له ډاکټر فاروق اعظم څخه کلکه دفاع کوله:

ميوندي صيب !
خبرې دې له غير ت صيب سره دي خو دا چې د هېواد په اړه دي ،
ځان در ګډول خپل مسئوليت بولم :
اوږدې پړپړې په پستو خوږو خبرو پټه مانا او څه ښکاره کول د بېکارو خلکو
کاردی که د غه څوک شاعر او اديب نوي٠
- په فاروق اعظم داجنټ ټاپه وهل دصليبي شکيلاک دا شغال او دنالتي کرزي
ددولت اوږدول دي :
داڅکه چې هريو وطنپال به نو اجنټ بلل کيږي خو دواقعي اجنټانو بې
کاروحکمراني به اوږدېږي ٠
وروره !
[color=green:be0398526f]فاروق اعظم مسکين سړی دی کومه دارايې نلري دهغه دټول تګ ،راتګ اود
لګښت پېسې له 6000 € زياتې نه کيږي ٠ ( لنده ،کابل ، يا اسلام اباد تګ او
راتګ 800 €). دډاکتر صيب دغه پېسې په لندن کې افغانان ور کوي ٠[/color:be0398526f]
که پر ما هم څوک غږ وکړي او زه باور پرې ولرم چې کار يې دپښتنو په ګټه ده زه
به يې دوه چنده ورکړم نو ايا زه هم اوس اجنټ يم ? او که څرنګه ?
فاروق اعظم هم سيا ست کوي !، هغه دډېرو افغانانو ملا تړ ته ضرورت لري او په
شروع يې درواني له نظره، اولس ، خلک را بيداريږي، موضع اوقضيه منځ ته اچوي
اوخو څښت منځ ته راځي٠
وروره که ستا د فاروق اعظم له نوم څخه بد نه راځي نو دهغه په ټول پلان کې ملي
تفاهم پروت دی او ټول پروڅيس يې د ملي تفاهم په بڼه ولاړدی ٠
څينې خلک له قضيې نه ديلېمه ( Dilemma دمقصد او هدف ژرنده ) جوړوي
،تاوېږي ر اتاويږي بيا هغه ټکي ته راځي له کوم ځايه ځخه يې چې شروع کړې وي ٠
ميوندي صيب زه حق نلرم چې ټاپه درباندې ولګوم خو داسې خبرې لکه چې وايې
پلانی ISI دی پلانی اجنټ دی ، دامسئله داسې نه حل کيږي ، ډېره مشکله ده
اونور.... يوازې د جنګي جنايتکارانو ،د پښتنو ددوښمنانو ، داصليبي اشغالګرو
عمر زياتوي، اولس ورته تسليمه وي او ناموس پرې خرڅوي ٠
دلته يو تړلی روان پروڅيس او پراڅېدوره په پښوروانه ده :
د تېرور او طا لب اتريبوت :=> دالراو چوکۍ داشغالګرو له خوا! .
افغان و ږنه او بې ناموسي دورځې موډ ګرزېدلې دي ٠
نو چاره څه ? څه بايد وکړو ??????? ايا ددې بې ناموسانو په ضد را پورته
کېددل د هر باناموسه افغان وظيفه نده?? ٠
ايا ستا سود فکر ي اوږدې خبرې لکۍ لنډه نکړو ?? او که زوم ، زوم به کوودالر
به وهو ځيني وخت به ليکنې او خبرې هم کوو!! ٠
داخو ولا که پښتو او غيرت وي٠
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4681&sid=a2574d7992ecb19eda48ad689f823dac


pattang
26.06.2011

منير خانه ! هو داخبره دې درسته ده ، پتنګ انکار نکوي ، له فاروق اعظم سره
ما څو ځله خبرې کړي دي ٠ په ا ول کې هغه غوښتل چې له طالبانو سره و ويني
او بيا له نورو افغانانو سره ٠ دا کار يې ونکړ، دکار کولو لاره او مېتوديګ يې
ډېرزوړ دی،کومه تيجه نه ور کوي٠ زه لا ان هغه وخت د کار په شروع کې بې
عقيدې وم ځکه چې دکار پروڅېس يې دخلکو اعتماد (acceptance) نشي
ګټلی ، فاروق اعظم په اداره ، منجمنت اوconviction کې ډېر ضعيفه دی ٠
ما هغه وخت او اوس دافغانانو تبصرو ته دنوموړي خبرې وړاندې کړې٠
دساري په توګه لويه سادګي يې وګوره :

[quote:dd7e259c28]1. په افغانستان کې د متحده ایالاتو حضور د یوه ملګري او همکار په توګه وي.[/quote:dd7e259c28]
فاروق اعظم د اوس وخت په کار او سياست نه پو هيږي ٠ هغه داډېروخته په کابل
کې اړولي او داشغالګرو له خوا څخه مالي تقويه کيږي ، لکه دافغانستان نورټول
مامورين ٠ زما به غاړې بندي شي که زه دلاسپوڅي نوم پرې کېږدم ، نه هغه سم
سړی دی خو....................... !
پتوال اغا ! ټولو پخوانيو چپيانو ، ملتيانو ، x,y خپل سياستونه وکړل ، خو
نتيجه يې ګډلی شه ، اوس يې پرېږده چې نور خلک کوم چې قرباني ورکوي
او ورکړې يې ده خپل سياست وکړي ، همدغه خلک صادق خلک دي چې دوی
هم په اولس کې اعتماد لري اوهم امنيت راوستلی شي
دانور خلک خوشې خپل تجارت کوي دخاورې واقعي زامن ندي
پخواني پر چميان او چپيان خو ډېر منافق خلک دي څو ورځې وړاندې دکرزي يو
پخوانی پرچمی او صلاحکار(سلا کار) راته وايې :
" مونږ دغلزيو ، غلجيو يو ه شورا جوړوو ، ملا عمر راته راځي ، دهغه له
درانيانو څخه ډېر بد را ځي..." ٠ له هغوبې لوريو منافقينو څخه چې ته خبرې
ورڅخه کوې او ياده وې يې، کبيره ګناه ده ،ځان له ګناه څخه ساته عمر ډېر ژر
تېريږي٠


مصلح
27.06.2011

[quote:b550595fa7="pattang"]
ټولو پخوانيو چپيانو ، ملتيانو ، x,y خپل سياستونه وکړل ، خو
نتيجه يې ګډلی شه ، اوس يې پرېږده چې نور خلک کوم چې قرباني ورکوي
او ورکړې يې ده خپل سياست وکړي ، همدغه خلک صادق خلک دي چې دوی
هم په اولس کې اعتماد لري اوهم امنيت راوستلی شي
دانور خلک خوشې خپل تجارت کوي دخاورې واقعي زامن ندي
[/quote:b550595fa7]
پدې x,y کې خو ملاعمر آخند او اسلامی امارت یې هم شامل دی! د همدغو ښاغلو د غلط سیاست نتیجه وه چې یرغلګرو ته یې د مداخلې زمینه برابره او هېواد یې دې حالت ورساوه. آزموده را باز آزمودن خطاست !


pattang
27.06.2011

مصلح صيب !
پردې کې شک نشته چې طالبانو غلطي کړې خو په صداقت کې نه په
منا فقت کې ! دغه دوه شيان ډېر فرق لري !
دصليبيانو حمله خوشې پلمه وه ، عراق ته ګور ه، شهيد صدم خو هيڅ غلطي نوه کړې ! هغه خو يې تر پرونه ستايه ( د ايران او عراق جنګ ) .
خبرې نورې دي ، ته هلته پرې پو هېږې چې په اشغالګرو هېوادو کې ژوند وکړې
او ټولنيز سياست يې ژور مطالعه کړې او په بيدارو غوږو يې واورې٠

[quote:7a3d9a70b4="مصلح"][quote:7a3d9a70b4="pattang"]
ټولو پخوانيو چپيانو ، ملتيانو ، x,y خپل سياستونه وکړل ، خو
نتيجه يې ګډلی شه ، اوس يې پرېږده چې نور خلک کوم چې قرباني ورکوي
او ورکړې يې ده خپل سياست وکړي ، همدغه خلک صادق خلک دي چې دوی
هم په اولس کې اعتماد لري اوهم امنيت راوستلی شي
دانور خلک خوشې خپل تجارت کوي دخاورې واقعي زامن ندي
[/quote:7a3d9a70b4]
پدې x,y کې خو ملاعمر آخند او اسلامی امارت یې هم شامل دی! د همدغو ښاغلو د غلط سیاست نتیجه وه چې یرغلګرو ته یې د مداخلې زمینه برابره او هېواد یې دې حالت ورساوه. آزموده را باز آزمودن خطاست ![/quote:7a3d9a70b4]


أبوخليل قدوسي
27.06.2011

په مجموع کي دپتنګ نظر واقعیت ته نژدې دی


مصلح
27.06.2011

[url=http://www.fotos-hochladen.net][img:4c406a7951]http://img4.fotos-hochladen.net/uploads/26379915549327huqjmdwyv9.jpg[/img:4c406a7951][/url]


ډاکتر څپاند
27.06.2011

درنو ليکوالو،
بښنه غواړم،زه څپاند لا هم پوه نشوم چې لېلي نر دی که ښځه :D

ما پوښلي ول چې د ښاغلي اعظم صيب ژوند ليک او پخواني کړه وړه په ليکه
کړئ،خو داسې برېښي چې څوک هغه پېژني نه او يا هم نغواړي چه معرفي ئي
کړي 8)


پتوال
27.06.2011

پتنګ اغا ليکي :
[quote:4f2d25e0b9]
ټولو پخوانيو چپيانو ، ملتيانو ، x,y خپل سياستونه وکړل ، خو
نتيجه يې ګډلی شه ، اوس يې پرېږده چې نور خلک کوم چې قرباني ورکوي
او ورکړې يې ده خپل سياست وکړي ،[/quote:4f2d25e0b9]

اغا صيب خطا شوی يې، ما کله خلق، پرچم ، حزبي ملتيان يا چپيان چيرې هم ياد کړي ؟
آيا له هر چا ما زيات د خلق او پرچم لاره نه ده غندلي ؟
له ملتپالونکو څخه زما مطلب هر افغان دی چې له ملي ګټو څخه نه تيريږي !
نو د هيلۍ بچيانو ته غوټې ښودل پريږده، داچې چا قربانې ورکړې هغه سم
بولې ، نو د قربانۍ په اړه خو دې پاکستان آن د تنظيمي مجاهدينو په ځواب کې څو ځلې تکرار کړې وه چې (( جنګ دې کړی پيسې دې اخيستي ! دمجاهد لقب هم ما درکړی و )) .
يعنې ته څوک يې ، منکرېدای هم نشې زما په لاس دې پيسې اخيستي، همدغه ځواب که سبا يې ګټه له بلې خوا تامين شوه
بالکل طالب مشرانو ته هم کولی شي چې زما په لاس دې پيسې اخيستي ، ستا له اجيرې جګړې نه خو ما درته جهاد جوړ کړی و نو ته څوک يې ؟؟؟؟؟

نو تر څو چې دغسې چلند ور سره نه کوي تر هغه وخته به ISI له طالب مشرتابه څخه راضي وي او تر څو چې دوی يو له بل څخه راِضي وي تر هغې به دافغانانو
دوينو سيلابونه دوام کوي !
ډاګتر فاروق اعظم که په اداري کارونو لږ پوهيږي او که نه، هغه د يو ملي شخصيت خاوند دی او له همدې کبله د ملي سولې له پاره
چې تا ورته ګوته هم نيولې پخوا هم طالبانو ته ورغلی و او دادی اوس بيا دواړو غاړو ته ورځي !
له يوه لاس څخه خو ټک نه خيژي، بايد دواړو غاړو ته ورشي، او داځل يې قدرت ته يوه بله دريمه قوه پېشنهاد کړ ې ده چې بېطرفه به وي
او موقتي حکومت به جوړوي ، څو د اوسني کړکېچ دواړو غاړو ته انتخابات اماده کړای شي ! ملت ته د فاروق اعظم ترحه مهمه ده، ګټوره ده او ملي طرحه ده
نۀ شخصا ً فاروق اعظم ، که په دې طرحه ملت سره راټول شي ، يو ځواک شي فاروق اعظم به هم چټک شي، جدي به شي او کوانده به شي
او لس شل او زر فاروق اعظم به نور پيدا شي چې هم ځوانان وي ، هم چټک وي او هم جدي او فعال وي ، مهمه طرحه ده او هغه دد ۀ شخصي طرحه نه ، بلکې د زرګونو افغانانو سره په مشورو کې يې رامنځته کړې ده !
دغه غږ بايد بدرګه شي او ځمکې ته ونه غورځول شي !


pattang
27.06.2011

پتنګ اغا ليکي :
اقتباس:

[quote:946b67e8ea]ټولو پخوانيو چپيانو ، ملتيانو ، x,y خپل سياستونه وکړل ، خو
نتيجه يې ګډلی شه ، اوس يې پرېږده چې نور خلک کوم چې قرباني ورکوي
او ورکړې يې ده خپل سياست وکړي ،[/quote:946b67e8ea]

[color=darkred:946b67e8ea]اغا صيب خطا شوی يې، ما کله خلق، پرچم ، حزبي ملتيان يا چپيان چيرې هم ياد کړي ؟
آيا له هر چا ما زيات د خلق او پرچم لاره نه ده غندلي ؟ [/color:946b67e8ea]
اغا لا لا !
احساسات چې له تحليله مخته شي نو خبره ګډه وډه کيږي !
ماکله داسې ويلي دي چې تا ياد کړي دي او يا يې ته پلوي کوې ما خو
عمومي خبره کړې ،په xy کې ټول شا مل دي چې يوه يې هم کار ندی کړی ،غير
له وراني څخه ٠

[color=brown:946b67e8ea]له ملتپالونکو څخه زما مطلب هر افغان دی چې له ملي ګټو څخه نه تيريږي ![/color:946b67e8ea]
داخو هم طالب غواړي هم زه او هم هر يو روغ انسان !

[color=darkred:946b67e8ea]نو د هيلۍ بچيانو ته غوټې ښودل پريږده، [/color:946b67e8ea]
زه خو يواځې دچرګې چورګوړي وينم چې دهغوی له غوټو بد راځي او يا نه
پرې پو هيږي !

[color=brown:946b67e8ea]داچې چا قربانې ورکړې هغه سم بولې ، نو د قربانۍ په اړه خو دې پاکستان آن د تنظيمي مجاهدينو په ځواب کې څو ځلې تکرار کړې وه چې (( جنګ دې کړی پيسې دې اخيستي ! دمجاهد لقب هم ما درکړی و )) .
يعنې ته څوک يې ، منکرېدای هم نشې زما په لاس دې پيسې اخيستي، همدغه ځواب که سبا يې ګټه له بلې خوا تامين شوه [/color:946b67e8ea]
اول خو هغوی ته پاکستان پيسې ندي ورکړې ، پيسې عربو ، cia ، چين ....
ورکړې ، پاکستان خپله په ټيټو مړو سترګو ډېرې پيسې پټې کړې او ځان يې
پرې اباد که٠

[quote:946b67e8ea]بالکل طالب مشرانو ته هم کولی شي چې زما په لاس دې پيسې اخيستي ، ستا له اجيرې جګړې نه خو ما درته جهاد جوړ کړی و نو ته څوک يې ؟؟؟؟؟[/quote:946b67e8ea]
ځواب يې لکه څو کرښې وړاندې !
[quote:946b67e8ea]نو تر څو چې دغسې چلند ور سره نه کوي تر هغه وخته به ISI له طالب مشرتابه څخه راضي وي او تر څو چې دوی يو له بل څخه راِضي وي تر هغې به دافغانانو دوينو سيلابونه دوام کوي ![/quote:946b67e8ea]
دغها الهام دې خوشې بې مانا ده او د هغوی لپاره چې خپلې وينې تو يوي يو قسم
تحقير دی ، تا هير کړي دي چې هره مشر تابه په خپل باسېس (بازېس)ولاړه وي ، که بازيس يې خوښ نوي مشرتابه هيڅ شي هم نشي کوی !!

[color=darkred:946b67e8ea]ډاګتر فاروق اعظم که په اداري کارونو لږ پوهيږي او که نه، هغه د يو ملي شخصيت خاوند دی او له همدې کبله د ملي سولې له پاره چې تا ورته ګوته هم نيولې پخوا هم طالبانو ته ورغلی و او دادی اوس بيا دواړو غاړو ته ورځي ![/color:946b67e8ea]
دغه کار سر نه نيسي ! له چا سره سوله وشي ، سوله خو هر وخت يوه Konsens
ته ضرورت لري ، نوڅرنګه په ناموس يې هم تېری کړی اوسوله دې هم وي !!
سوله خودا مانا لري چې يوڅه يې زما نوره يې ستا ! د اشغالګرو لپاره سوله نشته
بې له قيد او شرطه به وزي يو نفر يې هم چې پاته وي جنګ به دوام لري٠

[color=brown:946b67e8ea]له يوه لاس څخه خو ټک نه خيژي، بايد دواړو غاړو ته ورشي، او داځل يې قدرت ته يوه بله دريمه قوه پېشنهاد کړ ې ده چې بېطرفه به وي [/color:946b67e8ea]

بې طرفه خلک نشته !!هغوی چې ريښتيا بې طرفه دي يانې په خپل فکر له
هيچاسره هم نوي ولاړ ، هغوی خپلې چړچې کوي او دافغانستان غميزه هيڅ مانا
نه ورته لري!
[color=darkred:946b67e8ea]او موقتي حکومت به جوړوي ، څو د اوسني کړکېچ دواړو غاړو ته انتخابات اماده کړای شي ! ملت ته د فاروق اعظم ترحه مهمه ده، ګټوره
ده او ملي طرحه ده نۀ شخصا ً فاروق اعظم ، که په دې طرحه ملت سره راټول شي ، يو ځواک شي فاروق اعظم به هم چټک شي، جدي به شي او کوانده به شي
او لس شل او زر فاروق اعظم به نور پيدا شي چې هم ځوانان وي ، هم چټک وي او هم جدي او فعال وي ، مهمه طرحه ده او هغه دد ۀ شخصي طرحه نه ، بلکې د زرګونو افغانانو سره په مشورو کې يې رامنځته کړې ده !
دغه غږ بايد بدرګه شي او ځمکې ته ونه غورځول شي ![/color:946b67e8ea]

که فاروق اعظم دکارقوه لرلی او له پاک خای يې څخه دقيام او دdissens
په نوم خپل شعار ورکړی اوقيام يې شروع کړی وی نو امکان يې وو ،
خو دلاسپوڅې دولت اواشغالګرو په غيږ کې يې هرکار ناکام وينم ٠


عادل عادل
28.06.2011

السلام علیکم

زه د پتنګ اغا د خبرو په تایید سره دومره ویلی شم چې د یوه ملي شخصیت سره کله هم نه ښایي چې د سولې د میکانیزم په وړاندیز کې د برحاله ..... valid...... یرغلګر سره د افغانستان د ..... دوستی! ...... خبره په خوله راوړي.

دا به کېدای شي یرغلګرو ښه ټینګ ورته ویلي وي، چې زمونږ حضور او مداخله دوامداره او اوږدمهاله په غوږ کې ونیسه!

زما په نظر د افغانانو لپاره سوله تر هغې پورې بې معنی ده چې یو بهرنی وحشي عسکر هم زمونږ په پاکه خاوره کې موجود وي، دا به کېدای شي د ځنو په خیال له امکانه وتلې خبره وي، خو نه امکان کله هم دې ته بهانه نه شي جوړولای چې افغانان به له خپلو روا سپېڅلو حقوقو څخه تېرېژي او محکومانه تنازل به کوي.


پتوال
28.06.2011

درنو ورونو پتنګ خان او عادا عادل صيب
له سلام وروسته :

ګورئ ، ډاکتر فاروق اعظم دسولې د وړانديز لومړی شرط د بهرنيانو وتل دي ، يعنې له امريکايانو سره سوله نه کوي .

دوهم ګام يې د ګوډاګې دولت فلجول دي، چې هېڅ ډل پلويان به يې په موقت حکومت کې نه وي، موقت حکومت به له بيطرفو ملي
اشخاصو څخه جوړيږي ، طبعاً له بيطرفو څخه مطلب صرف ددواړو متخاصمو ډلو ترمنځ بيطرفي ده، چې د يوۀ اړخ پلوی به هم نه کوي !
نو دا اوس له چاره سوله شوه ؟ آيا دا د ګوډاګي حکومت سره سوله شوه؟ طبعا نه !
موقت حکومت خو په دې پلان کې له قدرته او باداران يې له هيواده وځي ،
نو تاسې راته وواياست چې د ګوډاګي حکومت سره کومه سوله ردوئ ؟
د فاروق اعظم په وړانديز کې داسې کومه سوله نشته ، نو تاسې څشی غندئ ؟
موقت حکومت د هغه چا سره له متخاصمو ډلو څخه سوله غواړي چې دوی ( بيطرفه موقت حکومت ) يې استازيتوب کوي او هغه ټول افغان ولس ،
او د اولس استازي دي : او هغه همدغه بيطرفه موقت حکومت دی !
دغه ژمنه به له دواړو جنګي اړخونو څخه د اسلامي کنفرانس غړي هيوادونه او ملګري ملتونه اخلي ، ښايي وروستني يې له حکومت نه او لومړني يې
له طالبانو نه تعهددواخلي !
د فاروق اعظم پلان زما له وړانديز سره دا فرق لري چې هغه د متخاصمو ډلو ترمنځ سوله نه کوي ، کوم کار چې تاسو هم ناممکن بولئ او مخالفت هم ورسره کوئ،
هغه د بيطرفه موقت حکومت له پاره مخکې په اساسي قانون کې تعديلات هم راولي ، او بيا دې ته زمينه برابروي چې يوه خوا هم له زور
څخه کار وانخلي او ټول قدرت ته د رسيدو ، او يا په قدرت کې د ونډې له پاره د ملت رايو ته مراجعه وکړي او د ګټلو رايو سره سم حکومت او يا اپوزيسيون
کې برخه واخلي ! که تر پايه پورې هم جنګي خواوي يو له بل سره سوله نه کوي خدای دې پرې د سره ونکړي، صرف جګړه به نوره نشي کولی ، يا به سياسي سوله ييزه مبارزه کوي او يا به زوال کوي ، که دواړه زوال وکړي او ورک شي هم ملت پرې نه خفه کيږي، که يو سياسي مبارزه وکړي او بل يې له صحنې ورک شي هم ملت ته يې تاوان نشته او که دواړه په سياسي مبارزه کې خپله بقا ومومي ضرر يې نشته ، ښايي سياسي پوخوالي ته ورسيږي او بالاخره ملت ته په راتلونکو زمانو کې ګټور هم تمام شي !
نو هغه خوا چې ولس ته ګټور تمامېدل غواړي الله سبحانه و تعالی دې د پورتنۍ سولې توفيق ورکړي ، که يې نه غواړي الله تعالی دې ترې د جنګ هر ډول لوښه او طاقت واخلي او مسلمان افغان دې ددوی د جنګ له شر څخه وژغوري ، امين !
نو پوښتنه داده چې تاسې اوس د ملت سره سوله کوئ او که نه جنګ په پيسه غواړئ او په هرقيمت د ملت وينې تويول او پر ملت مو د يوۀ (طالب -) اړخ ديکتاتوري کول خوښ دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


عادل عادل
29.06.2011

السلام علیکم

محترم پتوال صاحب

زما په دې یوه ټکي سر نه خلاصیژي، چې دا "بې طرفه" یانې څه؟

لومړی خو دا باید ومنو چې د سولې د خبرو ضرورت، د مذاکراتو ډنډورې په اصل کې د جګړیزو ځمکنیو حقایقو له مخې منځ ته راغلې دي، کنه نه خو د کرزي زړه خدای نرم کړی، نه یې د ټلوالې زړونه تر اوسه د افغانانو په وینو یخ شوي او نه یې هم د بادارانو غرور مني، نو په دې اساس :-

هر څوک چې سوله یا د سولې وړاندیز کوي، د پورتنیو یادو شوو ځمکنیو حقایقو توله به خامخا په نظر کې نیسي، که یې له پامه غورځوي، نو دا سوله نه بلکې په سوله باندې ملنډې وهل دي.

هغه چې تاسو یې "بې طرفه" او په عین وخت کې د اولس استازي یادوی، نو د بې طرفی غوښتنې خو دا دي چې د یرغلګرو وتل به نه غواړي، که یې وغواړي نو طالبان هم د یرغلګرو وتل غواړي، او یا د جنګي جنایتکارانو او ملي خاینینو محاکمه به نه غواړي، که یې په رښتیا ونه غواړي، نو د کرزي لاسپوڅې اداره یې هم نه غواړي، نو زما سوال دادی چې دا بې طرفه ..... په تېره بیا د ولس استازي ؟ به عملا څنګه خپله بې طرفي ساتي؟ ..... [color=white:bbbb9bb0ca]د ولس د بې طرفو استازود ضرورت خبره د اشغال نه بعد پړاو کې بین الافغاني ضرورت دی چې هېڅوک ترې سترګې نشي پټولای. [/color:bbbb9bb0ca]

زما په نظر، د ګران هېواد افغانستان روان ناورین زمونږ افغانانو خپلمنځی او بین الافغاني شخړه نه ده، چې د جورجاړي او سولې لپاره بې طرفه اشخاص منځ ته راشي، زمونږ مسله د خپل او پردي مسله ده، د افغان او اشغالګر مسله ده، د خپلواکی او محکومیت مسله ده، د ظالم او مظلوم مسله ده، د خاین او برحقه مسله ده، د حق او باطل مسله ده .....

په روانه تحمیلي غمیزه کې د سولې معنی داده چې یرغلګر په ابرومندانه توګه بې قید او شرط څخه وتلو ته غاړه کښېږدي.

[color=white:bbbb9bb0ca]یرغلګر دې د مابعد پړاو بین الافغاني ستونزو ته د خپلو وتلو په میکانیزم کې اصلا ځای نه ورکوي.

او نه دې هم لاسپوڅي ددې کوښښ کوي چې د یرغلګرو د وتلو میکانیزم تر هغې پورې ټکنی او له کاره وغورځوي تر څو د دوی، مابعد د خپلواکی، اینده پکې تضمین شي.[/color:bbbb9bb0ca]

همدا وروستي دوه پورتني ټکي هغه اساسي سببونه دي چې د افغانستان د غمیزې حل ته د رسېدو لارې چارې یې اغزنې کړې دي.[color=#444444:bbbb9bb0ca][/color:bbbb9bb0ca]


پتوال
29.06.2011

ياره عادل صيب ډير مفصل ځواب مې درته وليکۀ، په آخر کې مې دا بيت پرې علاه کړ :
[color=red:78df3b6bf9]
دا ميمزرما ټوله زما خو د هرچا خوښه ده
....................................................................... خونتيجه ددې جګړه ده، دا دچا خوښه ده ؟؟؟؟[/color:78df3b6bf9]

متاسفانه د تيرولو په کليک سره هرڅه ړنګ او ځواب يې راکړ چې تاسې يواځې خپلې ليکنې بدلولای شئ !
نو تر بيا مو په لوی الله سپارم !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more