د موضوعګانو سرپاڼه
  
    
      
    وطن پال او نور ګټور شعرونه
تا کۀ جوړ رانه پتنګ
      ډاکتر څپاند
      24.06.2011
    
ټو که 
ما به شمع شمع کوله 
تا کۀ جوړ رانه پتنګ 
تلمه ښکار له د کيوړو 
تا ورپيښ کړم په نهنګ 
ما دقصده وې ملنګ يم 
تا رښتيا کړمه ملنګ 
ما پېښې کړې د تورزنو 
تا مې کور ته راوړو جنګ 
زه خو غږ کولی نۀ شم 
په ګيلو ته خفه کېږې 
خو 
حقه دا ده لويه خدايۀ 
ته په ټوکو نه پوهېږې 
غني خان غني
حېدراباد جېل