نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دا ده د دوي اسلام، مسلماني او جهاد!!
ahmad bilal
23.06.2011
دا ده د دوي اسلام، مسلماني او جهاد!!
کله چې هم د انسانانو منځ کې خبرې اترې، او بحثونه کیږي، اختلاف د هغوي منځ کې یو فطري خبره او د هغوي حق ده. خو که کله هم یو څوګ د انفرادي فعل لپاره ټوله مجموعه وتوروي او یا ملامته کړي نو بیا هغه شخص ته اروا پوهنې کې سټیروټائپینګ وایي، لطفاً هغه دی خپل ځان کوم سایکالوژیسټ ته وښايي.
نن سبا چې کوم ځائ کې هم د روانو حالو چارو باندې بحث روان وي نو یو څو بعضې څوګ چې ځانته د عقل او استدلال ټیکه داران او خاوندان وايي، د هغوي د خولو څخه داسې خبرې وځي چې سړۍ هک پک حیران کړي او له دوي څخه د داسې معطرانه انداز تمه هم نشي کیدې!!! همداسې موږ د انټرنیټ په مختلفو بڼو کې او د سیکولر لبرالانو د ژبو څخه یو داسې عبارت اورو چې زموږ په وهم او ګمان کې به هم رانشي!! ددوي لبرل فاشستانو ټول زور صرف په همدې ژبه ختمیږي چې دا ده ددوي اسلام، او دا ده ددوي جهاد!!! نړۍ کې یو ځائ هم داسې نشته چې د یو شخص غلا، قتل، ډاکې ته د دا نوم ورکړل شي چې دا ده ددوي عیسویت او دا ده ددوي یهودیت او یا کوم بل مذهب، بلکې دا ناوړه فعلونه د هغه سرزد شوي مجرمینو ذاتي او انفرادي مئسله ګڼل کیږي... خو چې کله هم اسلامي نړۍ کې کومه داسې ستونزه او یا واقعه راپیښ شي نو بیا دا سیکولر، لبرل فاشستان په حرکت کې راشي او د خولې یې بواسیر مرض وهلۍ شي، همدا بغارې او رامباړې وهي چې دا ده ددوي اسلام او دا ده ددوي جهاد!!! نړۍ کې چې څومره هم سیریل کیلران دي (مطلب په یو وخت کې د یو مطلب لپاره د خلګو قتل عام کول) د ټولو تعلق د غرب کفارو څخه دې خو چا هم داسې ونه وئیلې چې دا ده ددوي یهودیت او دا ده ددوي عیسویت!!!! تاسو دوي ته یوه واقعه او یا یو خبر وروړې نو بیا ددوي جملې وګورې چې څه وايي!!!
سیکولریزم د سیکولرانو له انده یوه داسې مفکوره ده چې ټولو مذهبو ته احترام لري خو د دوي سیکولرانو او لبرالانو ټول زور او مفکوره هغه وخت څرګنده شي چې کله د اسلام خبره راشي، دوي ورسره حساسیتي شي او همدا موقعه د خپل ځان غنیمت ګڼي ترسو اسلام، د اسلام شعائر، د اسلام سیاسي نظام، د اسلام عادلانه نظام، د اسلام اقتصادي او قانوني نظام ناکام وښايي. دوي سیکولر لبرل فاشستان اسلامي نړۍ کې تر ټولو مظلوم او ساده تبلیغانو(په عمومي توګه مسلمانان) پورې خاندي، د هغوي پورته شوې د پرتوګ پینسۍ، ږیره، مسواک د دغو لطایف جوړ شي د دوي د مسلمانانو خلاف دا تمسخر او زور ریښتیا هم د فاشستانو کانې دي. که یو شخص د خپلې عقیدې له وجهې ( که څه هم سیکولریزم مذهب انفرادي عقیده ګڼي، که ددوي دغه نظر هم ومنو) ږیره پریږدوي نو د هغوې دخندا څخه نه خلاصیږي، دوي ته يې ږیرې د حماقت سامبول ښکاري خو که کله همدغه ږیره چی ګویرا، فیډرل کاسټرو، کارل مارکس، اینګلز او یا آئینسټائینن پریږدوي نو بیا دا دوي ته فیشن او سټائل بریښې، او د چې ګویرا یوه قوده ږیره بیا په زرهاؤ ډالرو اخلي!!!
زموږ دغه سیکولران، لبرالان او د ناپوهو خلګو سترګې د امریکې اشغالګرو په ظلمونو، په استبداد، په بمبار، هلمند ته د پیرنګي شهزاده راتلل، باګرام کې پر قیدیانو تشدد، زموږ د خلګو په ذلیلو، ورته په حقارت سره کتلو او د پرګنو رټل، زموږ تور سرو باندې تیرې کول دا ټول ورته هیڅ هم نه ښکاري، او په دې ټولو نړیوال او ستر جرمنونو باندې هسې سترګې پټوي. د خولو څخه يې هیڅ هم نه وځي کم از کم هغه آه هم نه!!!! خو چې کله پدې جهاد فرض عین دوران کښې کومه داسې سازشي واقعه رامنځته شي چې بیخي يې نه د اسلام سره کار وي او نه یې د مقاومت په لیکه ګوندونو سره کوم تړاؤ خو ددوي خولې هم هغه رنګ بواسیرو نیولې وي، نه پیږم دا بواسیر د امریکایانو دوي ته ډالر په خوله کې ورکولو له وجهې منځ ته راغلې وي او که د کوم بل پلوه...!!!
دوي مخکښې له دې چې د حالاتو سمه تجزیه او تحلیل وکړي، دوي هم هغه د پردو د مطبوعاتو احمقان جوړیږي، او هم هغه یوه خبره يې په خوله کې وي چې دا ده ددوي اسلام او دا ده ددوي جهاد!!!!
دوي په هغو خبرونو یقین کوي کوم چې جدید مطبوعاتي مستشرقین خپروي او لیکي!!!
الله تعالې د داسې کسانو مطلعق قرآن کې وايي:
یَٰایُّھَا الَّذِیْنَ اٰمَنُواْاِنْ جَائَ کُمْ فَاسِکُمْ بِنَبَاٍ فَتَبَیَّنُوْا اَنْ تُصِبُوْا قَوْماً بِجَھَالَۃٍ فَتُصْبِحُوْا عَلیٰ مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِیْنَ۔(الحجرات ۴۹:۶)
ای ایمان لرونکو! که تاسو ته کوم فاسق خبر راوړي نو تاسو ددې په ښه توګه تحقیق وکړې، داسې ونه شي چې تاسو په نادانې کې کوم قوم ته نقصان ورکړې او بیا خپل په دې عمل باندې نادم شې..
-------------------------------------------
افغانیو کې غیرت دین کا هې یه علاج
ملا کو ان کې کوه و دامن سی نکال دو
(شیطان خپلو مشاورینو ته مشوره ورکوي چې څرنګه د افغانانو غیرت اخوا کړي)
علامه محمد اقبال رحمة الله علیه
-------------------------------------------