د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زمالیک، غیرګونونه او دجمعیت اصلاح درېځ

أبوخليل قدوسي
22.06.2011

دا هغه څه دي چي په ۲۳ جون زما په يوه لیک پیل او په ۲۶ جون 2011 دجمعيت اصلاح ديوه مسؤول په ځوابيه ليکنه پایته ورسېدل دټول افغان دلوستونکيو مخي ته يې ږدم هيله من يم چي دالله تعالی درضا لپاره نور دمسلمانو وروڼو په خلاف که هرڅوک اوهرچېرته وي له کرکجنو تبلیغاتو څخه لاسونه واخلي اوخپل ارزښتمن وخت دي ګټورو کارونو ته چي الله تعالی او دهغه رسول پرې خوشاله کېږي وقف کړي الواجبات آکثر من الأوقات .

[color=cyan:be8f93ce80]دقدوسي دلیک متن[/color:be8f93ce80]

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دجمعیت اصلاح ټولو وروڼو اومنسوبینو ته چي نومونه يې راته معلوم ندي خپلي ښې هيلي وړاندي کوم الله تعالی مو له ټولو مسلمانانو سره داسلام په خدمت کي سرلوړي او موفق لره غواړم ددې ليک په وسیله خپل یونظر او مشوره ددې ایت کريمه په وړاندي کولو سره ستاسو مخي ته کېږدم .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا (70) يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا (71)

اې دایمان خاوندانو له الله تعالی څخه ووېرېږﺉ اوسپینه اوسمه خبره کوﺉ هغه به ستاسو کړني روغي کړي اوتاسوته به ګناهونه دروبښي او چاچي دالله تعالی او دهغه درسول ومنل نو بېشکه چي ستر بری يې په برخه شو .

په فیسبوک کي دمسلمانو ځوانانو ترنوم لاندي يوګروپ ديوه ځوان عبد الباسط امل لخوا جوړ شوی دی نن په 2011، 23، جون، چارشنبه هلته له يوه ځوان فهیم عمر ورور سره دطالبانو وروڼو په هکله په خبرو اخته وم چي هغه پوښتني کولې اومايې ځوابونه ویل چي پدې وخت کي له کابل څخه يوه بل ځوان چي په دري يې لیکنه کوله دحبیب رحیم حزیم په نوم مداخله وکړه او ويې لیکل چي تاسو کوم طالبان یادوﺉ هغه څوک چي بېګناه مسلمانان وژني، داجاهلان او په اسلام ناخبره او داستعمار چپړاسیان.

خو مايې هم تر ډېره حده کلک ځوابونه وويل اودامي هم ورته وويل چي ته هم دنفاق په رنځ اخته يې او هغه چاچي تاسوته يې داډول فکري روزنه درکړي ده هغوی هم دنفاق په رنځ اخته دي خو بالاخره يې په ماهم دجاهل، لېوني. غولېدلي او دعبد الله بن ابی بن سلول دپیرو ټاپه ولګوله او پدې مناظره کي یې ایات او احادیث کارول ډېر مي وپوښتلو چي ځان راوښیه ځان يې نه راښود خو ما په خبرو کي تعقیب کړ اودا توصیه مي ورته کوله چي له جمعیت اصلاح سره ومښله پدې تمه چي ذهنيت يې ديوه مسلمان ځوان جوړشي ما ورته وويل چي هغوی نېکان خلګ دي په فعالیتونو کي يې ونډه اخله خو بالاخره يې ځان راوښود چي هغه اصلا له جمعیت اصلاح سره تړاولري په ټولو فعالیتونو او درسونو کي يې بلاناغه فعاله ونډه اخلي اوله ډېره وخته راهیسي ګډون پکي کوي .

ماته ځما دمناظرې دسيالانو عادل اوپوپل صاحبانو خبري رایادي شوې چي هغوی ويل کېدای شي دجمعیت اصلاح مشران اومسؤلین نېکان خلګ وي خوځوانان يې له مقاومت اومجاهدینوسره تعصب اوکرکه لري ماخو دا يوکس ومونداو له هغه څخه خپله خاطره درته انځورکوم خوهغه څوک چي تل يوځای اوبل ځای دجمعیت اصلاح له ځوانانو سره په مناظرو لګياوي دهغوی نیوکي به هرو مرو زياتي او تريوه په ځای وي دهمدغو وروڼو ستره نېوکه همدا وي چي جمعیت اصلاح دځوانانو روزنه پدې بڼه کوي چي له جهاد څخه لاس واخلی او دعوت ته اولویت ورکړی په همدې شکل دځوان کول په ذهن کي دجهاد نفرت پیدا کوی .

زه دلته له تاسو سره داپوښتنه مطرح کوم چي ولي دا ځوان سره لدې چي دجمعیت په دیني درسونو کي همېشنی ګډون کوي دنفاق پدې برملا رنځ اخته دی ؟

ایاپه جمعیت اصلاح کي دهېواد دمسلمانوزلميانو روزنه په همدې کرکه په متعمدانه شکل کېږي اوکه يې جمعیت اصلاح ته منسوبیت ددې میکروب په اخېستلو کي مرسته کړي ده ؟

ایا واقعاً تاسو جهاد ته ديوه اصل په توګه معترف نه یاست ؟
آیا دیرغلګر په وړاندي زمونږ دمسلمانو وروڼو او اسلامي ډلو روان مقاومت اوجهاد حرم دی؟

زه دانه وايم چي دطالبانو په تګلاره اویادمقاومت په افرادوکي به نېمګړتیاوي نوي اوبېشکه چي نېمګړتیاوي غالباً دناخبرۍ اویا جهالت زېږنده وي خو ایا یواصلاحی اودعوتي مسلمان تنظیم به ديوې مسلماني ډلي دنېمګړتیاوو درملنه په همدې شکل کوي چي دخپلو اتباعو ذهنیتونه پداسي بڼه عیارکړي چي هغوی يې په هرډګرکي جاهلان اوګوډاګیان ونوموي او هغه هم بیا دمسلمان وسله وال مقاومت هغه اتلان چي دټولي نړۍ مسلمانان يې په بریالیتوبونو وياړي او پنځه وخته په سجدو کي دعاګاني ورته کوي ؟

که دجمعیت اصلاح دوروڼوهدف اسلام ته چوپړ اودالله تعالی درضا لاس ته راوړنه او په زمکه کي داسلامي نظام واکمني وي نوبیاخودا لوړاهداف له عملي تګلاري سره په ښکاره ټکر كي دي .

اوکه يې موخه په ملت کي نفوذ، واک ترلاسه کول، او دمادي ګټو لاسته راوړل، اوددښمن خوشاله کول وي لکه چي منتقدین مووايي بيا خوباید تل همداسي وکړي ځکه چي داقتدار دوږيو لپاره هره وسیله کارول دهغوی په عقیده مشروع وي.

خو زه لا اوس هم پدې باوريم چي جمعیت اصلاح يو مسلمان غورځنګ دی دا اشتباهات او تېروتني له هرچا څخه کېږي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

کل ابن ادم خطاؤون وخير الخطائين التوابون
هرانسان تېروزي خو ښه تېروتونکی هغه دی چي له خپلي تېروتني لاس په سر اوتایب شي .

ددې ډول تېروتنو معالجه پدې ډول ممکنه ده چي دجمعیت اصلاح مشرتابه اوددایمي شورا غړي سمدستي یوه عاجله غونډه جوړه کړي له نوي سره خپلو دعوتي، تنظیمي اواصلاحي سیاستونواو عملي کړنلارو ته کره کتنه وکړي خپلو ټولو مهمو چڼل شویو اعضاوو او سېمه اېزو مسؤلینو ته هدایات ولېږي چي قلباً، قولاً اوعملاً لدې ډول کړنو اوڅرګندونوڅخه ځانونه لېري وساتي چي له هغوڅخه دکرکي او تعصب بوی راولاړېږي اوددې ډول سیاستونو دتنفیذ لپاره هدایت نامې اولایحې جوړي اوچمتوکړي او هغوی خپلو مهمو دندو ته چي دمسلمان نسل روزنه اودټولني داخلاقي نېمګړتیاوو درملنه ده متوجه کړي که مو نوره هېڅ لاسته راوړنه نوي یوازي همدا کافي ده چي خپل رب چي دټولوکایناتوخالق اومالک دی او هغه ته به دخپل هرخوځښت دقیق حساب ورکوو خوشاله وساتئ .

دالیک ماتاسو ته دبرېښنالیک په وسیله هم استولی دی اودلته يې هم پدې نيت خپروم ترڅو مو په عمل کي شفافیت او مصداقیت وي او ترڅو يې جدي ونیسئ اودرملنه يې وکړﺉ زه دانه خوښوم چي داډول خطر ناکي مسألې تر پلو لاندي درسره مطرح کړم چي زړه بوږنوونکي عواقب يې زمونږ ټولني او مسلمان نسل ته متوجه دي ترڅو يې مونږ اوتاسي بربنډه اوحتمي درملنه وکړو .

په عين وخت کي دپوپل صاحب اونورو وروڼو هغه نېوکي چي غوره احساس يې پکي انځور کړی او په يوه مسلمان اصلاحي غورځنګ يې داډول درېځونه نه پېرزو کېږي هم له پامه مه غورزوﺉ .

زه ترهغه وخته پوري ستاسو بې منسوبیته ملګری او مدافع يم چي ترڅو تاسي دحق په لاره روان او داسلام ساتونکي یاست اوچي ترڅو زه ژوندی يم نه يواځی ستاسو بلکه دهرمخلص مسلمان او هري اصیلي مسلماني ډلي خپل ځان خادم او نوکرګڼم اوله الله تعالی به توفیق غواړم .

دلته په ټول افغان ، په اصلاح انلاین او په فېسبوک کي ستاسو دبشپړ اومفصل ځواب او ددرېځونو دروښانه کولو په انتظار ستاسو ورور (أبوخليل قدوسي)

تل دي وي اسلام او تل دي وي داسلام د هرسنګر مدافعین اوزمونږ داسلامي امارت اومقاومت سرتېري اتلان

[color=cyan:be8f93ce80]محمد نعیم[/color:be8f93ce80]

زه یوازی تاسی ته د الله تعالی د هغه حکم یادونه کوم جی فرمایی: یاایهالذین امنوا ان جاءکم فاسق بنبآ فتبینوا د جمعیت اصلاح بروکرامونه عام دی دیته هر حوک راتلای شی دا جی حوک به کوم نیت راخی هغه الله تعالی ته معلوم دی او د جمعیت د ورونو به م...سئولیت همدومره وی جی حق وینا وکری دا چی حوک یی اوری او منی او که نه یی اوری او نه یی منی دا نو بیا د مخاطب بوری ترلی ده به هر حال زه تاسی ته د جمعیت به اره دومره ویلی شم جی دغه ورونه د هیح مسلمان صالح عمل کم نه کنی او نه هم خان د دین او دعوت تیکه داران ، دوی یوازی خبل مسئولیت ترسره کوی البته به هغه جوکات کی جی زمینه ورته برابره ده، باتی شوه د دین له اساساتو انکار, زما به نظر دا خو به خورا زیاته بی انصافی وی جی د یوی داسی دلی جی خلک حتی د مستحباتو التزام ته رابلی هغوی دی د دین له فرایضو او به تیره د ذروه السنام نه انکار وکری, به هر حال دخلکو ویناوی , تعبیرونه او برداشتونه د هغوی نه جمعیت مسئولیت به غاره اخلی او نه ورسره ځان په جوال کی اچوی َ په افغانستان کی ډیر څه ته ضرورت دی دا که اوس یو انسان په داسی وړو مسایلو ونښلی ګومان کوم جی د دین او ملت له مصلحته به مخالف کار ویَ او به بای کی داهم درته ویل غواړم جی د جمعیت اصلاح نه جی تر کومه زه معلومات لرم هغوی اوس به افغانستان کی د استعمار بر ضد به هر اړخیزه مقاومت او مبارزی باور لریَ او به دی اړه یی شاید یو یا څو اړخونه به خبله په غاړه اخستی وی اوڅوک جی په نورو اړخونو کی کار کوی دا به سادګی وی جی هغی ته په سپک نظر وګوری

[color=cyan:be8f93ce80]عبد الظاهر حمیدي[/color:be8f93ce80]

برادرمحترم قدوسی صاجب السلام عليکم الله متعال شمارادجفظ وامان خود داشته باشد من فکر می کنم معلومات سابقه تان راجع به جمعیت اصلاح درست تر باشد نسبت به شبه ایکه فعلا برايتان رخ داده است من منجیث یک برادریکه تاحال باهم شاید شناخت زیاد نداشته ب...اشم اما به اساس اینکه من موقف وایمانداري تان رامتوجه شدم برای شما اطمینان میدهم که انشاءالله تاحدزیاد تحقق ارمان هاي خودرادرجمعیت اصلاح دریافت خواهید کرد امیدوارم سخنان یک شخصی که شايد درکدام برنامه جمعیت اشتراک نموده باشد باعث پریشاني تان نګرددموقف جمعيت اصلاح درنشرات رسمی شان همیشه منتشر میګردد وهمه مواقف به اساس شورا اخذ میګردد تشکر ازایمانداری تان الله شماراباعرت داشته باشد والله مهربان برایمان توفیق عمل صالح ومقبول رانصیب نماید والله متعال ماراازذلت در دنيا ورسوایي درآخرت نجات دهدبه اميد افغانستان واحد اسلامي واقامه خلافت اسلامی درجهان .

[color=cyan:be8f93ce80]قدوسي[/color:be8f93ce80]

وعلیکم السلام
برادران محترم هریک محمد نعیم وعبد الظاهر حمیدی صاحیان
ازابرازهای پرمحتوای شما ممنونم من هم براساس ایت کریمه مذکور موضوع را به مسؤلین گرامی وبرادران جمعیت اصلاح راجع نمودم تا انها موقف خودرا برای رفع تشویش افکار عمومی که مورد سوء استفاده بعضی از حلقه های مغرض ودشمنان دین ومیهن مان قرار میگیرد روشن کنند وبراساس اظهارات یک شخص غیر معروف خدا ناکرده کدام حکم قطعی علیه یک گروه مسلمان هیچگاه نکرده ام، چیزی که شما درمورد جمعیت اصلاح گفته اید من هم بهمین باورم که چگونه ممکن است عده ای ازجوانان مفکر ومسلمان که پرورده مدارس جهاد هستند چنین مواقفی درقبال یک اصل عمده اسلام و ذروۀ سنام او که عبارت ازجهاد ومقاومت مسلحانه است وبنصوص صحیح قرانی ثابت گردیده منکر باشند العیاذ بالله .
اگر موقعیت خودرا هم روشن میکردید مفید تر خواهد بود که شما بحیث یک مدافع مسلمان از جمعیت دفاع کرده اید یا در راس اداره ویا اعضای شورای جمعیت هستید، بهر تقدیر من از برادران جمعیت تقاضای جدی دارم تا موقف رسمی جمعیت را باصدق وشفافیت برای رد کردن چنین شایعات ورفع تشویش برادران مؤمن کشور را بنشر سپارند خوبتر خواهد بود ومن منتظر چنین عملکردی از برادران جمعیت هستم واین چنین خواسته را حق مسلم خود وافراد ملت رنجدیده میدانم .

[color=cyan:be8f93ce80]هدایة الله حمیدي[/color:be8f93ce80]

ګران ورور قدوسي صاحب
زه د جمعيت اصلاح يو عادي غړى يم. غواړم خپل شخصی نظر له تاسې سره شريك كړم، چې په هيڅ صورت د جمعيت اصلاح موقف ندى.
لومړى خبره خو دا چې ستاسې خيال ډاډه كړم دا چې دغه درى واړه ځوانان ، عبدالباسط د ګروپ خاوند، فهيم عمر ستاسې څخه پوښتونكى او حبيب حازم ستاسې سره بحث كوونكى، درى واړه سره سكني وروڼه او د يوه پلار او مور زامن دي، په خپل منځ كې ښه سره پوهيږي خو يوازې چې خبرې ګرمې كړي په فيس بوك كې بحثونه كوي.
دويمه خبره دا چې ته او خداى آيا د كوم كار په هكله تشويش په همدې توګه مناسب دى، يو څوك چې نه د جمعيت اصلاح عضو دى، نه يې همكار دى او نه حتي د همفكر په حلقه كې ناست دى، بلكه يوازې جمعيت اصلاح پيژني او كيداي شي د هغې برنامې يې خوښيږي اوس د هغه نظر ته داسې واخلې چې دا د جمعيت اصلاح د تربيت نتيجه ده.... زه ګومان كوم چې هغه كسان چې په تربيتي كارونو كې تجربه لري او كار يې كړى، دا ډول سوچ هم ورته بلكل ناسم ښكاري.
كه احيانا دا ورور جمعيت اصلاح ته راغلى هم وي، نو يو څوك چې په يوه ټولګي كې درس ته كيني د دې مانا نده چې هغه د معلم ټولې خبرې مني، ايمان پرې راوړي او پرې قانع كيږي بلكه دا چې د سړي قناعت له كومه جوړيږي، څرنګه پياوړى كيږي دا بيل عوامل لري، او دلايل لري.
او دريمه دا چې ما ته خو دا مناسبه نه ښكاري چې كه هر چا ته څومره كوچني او لوي تشويش پيدا كيږي نو سمدلاسه دې خبره د فيس بوك بنډار ځاى ته واچوي، او دا توقع وكړي چې د يو ارګان مسؤولين دې پدې اړه ژر تر ژره ځواب وركړي كنه زما ګومان به په يقين بدليږي......
كه داسې وي نو بيا خو ښه ده چې نور ټول كارونه پريښودل شي بلكه همدا د خلكو د ځوابونو لپاره دې قلمونه شپه او ورځ وخوځول شي او دا هغه لړى ده چې پاى نه لري.
نو هيله ده چې ډير په عجله پرېكړې ونه شي

[color=cyan:be8f93ce80]قدوسي[/color:be8f93ce80]

هدایة الله حمیدي صاحب
السلام عليكم
له ليکني څخه مو ډېره مننه خبره داده که تاسو ټول افغان ته ورشئ ډېری وروڼه په جمعیت اصلاح دا نېوکه لري چي هغوی دجهاد اومجاهدينو مخالف دي اوما په غياب کي دحسن ظن له مخي تر دې حده تل کلکه دفاع کړي ده چي لوستونکي داسي ګمان کوي چي زه هم جمعیت اصلاح ته منسوب یم اوزما ليكني زما دمخلصانه نیت شاهدي وركوي .
په اسلام اباد پوهنتون کي مي ځېنو وروڼو ته يوکال مخکي ددې بلنه ورکړه چي له جمعیت اصلاح سره يوځای کار وکړﺉ دښه استعداد خاوندان وو غوښتل مي چي په يوه اسلامي نظم او ډېسپلین کي ورڅخه ګټور كارواخېستل شي خو هغوی همدغه شکايت وکړ چي دجمعيت اصلاح کسان په وسله وال جهاد اومجاهدينو پسي سپکي سپوري وايي .
پرون چي مي ددې ورور خبري پخپله ولېدلې نو زړه مي څه خبره ورپرېښودله وايي چي باد نوي غنه نه ښوري په زړه کي مي پرېکړه وکړه چي دادومره ګڼ شمېر کسان دا شکایت کوي ولي په ډاګه داشکايت داصلاح له وروڼو سره شریک نکړم ترڅو یې تایید یاتردېد کړي .
رېښتیا هم چي که ټول وخت دنېوکو ځوابولو ته ورکړل شي نو نور مهم کارونه به پاته وي اونه زه وايم چي ټولي نېوکي ځواب کړﺉ اونه دټولو خلګو خوشاله ساتل شونی دی لکه چي ويل کېږي :
رضی الناس غایة لاتدرک .
خو دلته نېوکي او شکوک داسلام ديوې اهمي فریضې اورکن جهاد په هکله دي چي ادنی درجه انکار دمنکر او اعلی درجه يې دالله تعالی په لاره کي جنګېدل دی .
تاسو به کېدای شي دجمعیت اصلاح په هکله داډول شکایتونه او تنقیدونه زیات اورېدلي وي ایا دا بده خبره ده چي دعامه افکارو دتنویر لپاره دجمعیت اصلاح دوروڼو لخوا ددې ډول اشتباهاتو هغه هم داسلام ديوه آهم رکن مسلحانه جهاد په هکله تردید وشي .
عمر فاروق رضي الله تعالی عنه فرمايي :
مَنْ عَرَّضَ نَفْسَهُ لِلتُّهْمَةِ ، فَلا يَلُومَنَّ مَنْ أَسَاءَ بِهِ الظَّنَّ
څوک چي خپل ځان تورونو اوتهمتونو ته وړاندي کړي نو بیا دي هغه څوک نه ملامت کوي چي ورباندي بدګمان شي .
ددې دریوکسانو چي تاسو درې سره ديوه پلار اومور زامن وروڼه بللي په هکله به دومره درته ووایم چي عبدالباسط امل نن په ډاګه راته وويل چي زه دجمعیت اصلاح غړی يم او حبیب رحیم پرون راته وويل نور خوزه دجمعیت له اعضاوو څخه هېڅ خبر نه يم چي څوک دي اوڅوک ندي چي تاسو ماته وایاست :
ته او خداى آيا د كوم كار په هكله تشويش په همدې توګه مناسب دى، يو څوك چې نه د جمعيت اصلاح عضو دى، نه يې همكار دى او نه حتي د همفكر په حلقه كې ناست دى، بلكه ......
زما دلیکني موخه دانده چي حبیب رحيم ماته څه ويلي هغه دجمعیت اصلاح نظر دی اونه يې ستاسو ممثل ګڼم اودهغه چا تصدیق کول هم نده چي داډول نېوکي لري هغه هم په یوه فرد نه بلکه پداسي يوه ډله چي په رأس کي يې ټول مسلمان روزل شوي پوهان او علماء قرار لري .
بلکه زما دليکني موخه دجمعيت اصلاح لخوا ددې ډول ډنډورو او شایعاتو دترديد غوښتنه ده چي عام ولس په تېره په لیک اولوست بلد خلګ ورباندي بدګمانه کوي .
زه اوس هم جدي هیله کوم چي جمعیت اصلاح دا ډول شایعات په کلکه رد کړﺉ او پدې کي هېڅ حرج نشته زه نه وايم چي تاسو ټوپک واخلئ او غرونو ته وخېژﺉ ترڅو دخلګو زړونه سپین شي . ځکه کوم دعوتي او اصلاحي کارونه چي تاسو پرمخ بوزنئ هغه هم پخپل ځای یوه ستره ارزښت لرونکي فریضه ده الله تعالی مو په هڅو کي برکت واچوه او زه پدې باور يم چي که ضرورت احساس شي نو ترهرچا دمخه به تاسو داسلام دفاع ته دانګئ .
داچي ما په فیسبوک اویا ټول افغان کي له جمعیت اصلاح څخه غوښتنه کړي علت مي يې مخکي په غوښتن لیک کي څرګند کړی .
يوروايت دی چي عمر بن الخطاب چي کله امیر المؤمنين وټاکل شو حاضرينو ته يې په لومړۍ ويناکي وفرمايل :
که کله کوږ شم نو تاسو به مو سموﺉ په حاضرينو کي يوچا ورته وويل چي که کوږ شوې زما دي قسم په الله تعالی وي چي په همدغه توره دي سم کړم .
عمر رضي الله تعالی عنه ددې په ځای چي بده يې ومني ددې سړي په خبره دومره خوشاله شو چي ويې فرمايل :
الحمد لله الذي جعل في أمة محمد ‏صلى الله عليه وسلم من يقوم عمر بسيفه .
ټوله ستاينه هغه ذات لره ده چي دمحمد (ص) په امت کي يې داسي څوک پیدا کړي دي چي عمر پخپله توره لاري ته سموي .

نو پدې اساس وروڼه باید ځما په ليکنه خپه نشي او په ښه نيت يې توجېه کړي او مونږ يوازي همدغه دقلم توره لرو چي بايد تل يې دحق دجوتولو په چوپړ کي وکاروو زه بيا هم دجمعیت اصلاح لخوا ددې ډول شایعاتو دکلک تردېد په انتظار يم او نه ردول به یې زما په عقیده ګټور درېځ نه وي .
دوروڼو په مېنځ کي پدې ډول حساسو مسایلو کي مجامله اویا غوړه مالي ستایلی کار نه دی الراحة في الصراحة .
پښتانه وايي چي په سپینو ويلو خدای خوشاله کېږي اورېښتیا هم چي الله تعالی له مسلمانه سپین ويل غواړي زما دليک په سر کي ايت ته به متوجه شوي یاست (ډېره مننه)

[color=cyan:be8f93ce80]افغان ښېراز[/color:be8f93ce80]

هدایت الله حمیدي صاحب د جمعیت اصلاح نورې غړي پریږده همدا ته ووایه چې ته پخپله د روان مسلح جهاد په اړه څه نظر لرې؟؟؟ داسې زړه د اخلاصه خپل نظر څرګند کړه

[color=cyan:be8f93ce80]عثمان افضلي[/color:be8f93ce80]

السلام علیکم ورحمة الله . محترم قدوسي صاحب! الله مو په خپل حفظ او امان کې لره.زه دا هرڅه د خپل شخصي نظر په بڼه لیکم او زه د جمعیت اصلاح ویاند نه یم.
لومړی خو تاسو ته دا په ډاګه کړم چې د جمعیت اصلاح رسمي ویندویه پاڼه یوازې او یوازې اصلاح آنل...این.نټ وېبپاڼه ده چې تاسو یې کېدای شې له مانه هم ښه پېژنئ.

پاته شول د فیس بوک ګروپونه چې اصلاح آنلاین یا جوانان مسلمان یا هر څه په نوم وي دا یوهم د جمعیت اصلاح نمایندګي نشي کولای.
که جمعیت اصلاح کوم څه ویل غواړي نو خپله میدیا او پاڼه لري او د فیس بوک یا بلې ويبپاڼې مرسته نه اخلي
دوهم دا چې د جمعیت اصلاح په عمومي صورت سره کار ته په وینا ډېره ترجیح ورکوي او دې ته نه دي ناست چې بس همدا د خلکو انتقادونو ته دې ځوابونه لیکي. تر دې ډېر نور مهم اصلاحي کارونه روان دي چې خلک متوجه کېږي نو بیا خپله په خپلو انتقادونو پښېمانه وي.
بله دا چې هر څوک په خپله ادعا د جمعیت اصلاح غړی نشي کېدای. چې یو کس کومه ورځ راشي یو پیاله چای وڅښې بیا سبا ته فیس بوک کې لیکې چې زه د جمعیت اصلاح غړی یم او د جمعیت اصلاح د طرز تفکر ویندویي کوي. حتی زه یا حمیدي صاحب چې غړي هم یو دا هر څه د جمعیت اصلاح د ځواب په حیث نه بلکه د خپل شخصي ځواب په حیث لیکو.

بیا هم وایم چې د جمعیت اصلاح نظر به صرف همغه وي چې د اصلاح آنلاین.نټ په ویبپاڼه کې خپرېږي .

[color=cyan:be8f93ce80]قدوسي[/color:be8f93ce80]

عثمان افضلي صاحب
وعليکم السلام کوم لیک چي ما دهدایة الله حمیدي ورور په ځواب کي ليکلی هغه ولوله زما په خبره به پوه شې اوکه غواړې چي زه په صراحت خپلي پوښتني بیا تکرار کړم راته وليکئ زه چمتو یم .

[color=cyan:be8f93ce80]افغان ښیراز[/color:be8f93ce80]

یوه فقهي قاعده ده چې: الضرورات تقدر بقدرها: یعنې معذوریت د ضرورت په اندازه قابل قبول دی، نه تر دې زیات. جمعیت اصلاح ته به مونږ څومره معذوریت ولټوو؟ ایا دوی رښتیا هم همدومره معذور دي چې د مسلحو مجاهدینو (طالبانو) پرضد د خلکو په زړونو کې کرکه... راوټوکوي؟؟ زما په عقیده کوم معذوریت ته چې قدوسي صاحب اشاره کړې د هغې مثال نن ورځ تبلیغیان دي، او څرنګه چې تبلیغانو د ضرورت په اندازه خپل ځانونه معذور ګرځولي نو هیڅوک یې د مسلحې مبارزې مخالفین نه ګڼي او نه یې د مجاهدینو د دښمنانو په توګه پیژني بلکې په تبلیغانو باندې ستره نیوکه دا ده چې کاشکې یې د جهاد په اړه سکوت نه کولی، خو په جمعیت اصلاح باندې خو دا انتقاد کیږي چې کاشکې یې د جهاد او مجاهدینو پر ضد تخریب نه کولی!!!
د قدوسي صاحب نه هم هیله ده چې دجمعیت اصلاح په اړه دې دومره بې پرې نه پاتې کیږي چې د ډیر بې پرې والي د لاسه د جمعیت اصلاح څخه د دفاع په مورچه کې کیني.

[color=cyan:be8f93ce80]أبوخليل قدوسي[/color:be8f93ce80]

ښېراز صاحب ځېني واقعیتونه باید ومنو بې پرې والی ضروری دی په اوسني وخت کي ځان په يوه چوکاټ کي دننه کول له نورو سره ددښمني داعلانولو مترادف دی دازمونږ دټولني ځانګړتياوي اونېمګړتياوي دي چي هېڅ يو دبل شتون نشي زغملای او مونږ دایمان او وجدان له مخي له مسلمانانو څخه په دفاع مکلف يو دجمعیت اصلاح وروڼه له دې ډول تبلیغاتو څخه په کلکه براءت څرګندوي زه ورسره په تماس کي يم خو دهغوی دموقعیت په اعتبار پدې هکله څه ليکل ضروري نه ګڼي، زما په نظر اصلاً داعتبار وړ ديوه مسلمان عمل دی نه هغه څه چي زه اویاته يې غواړو او مونږ د التمس لأخيک عذرا په اساس هغوی باید معذور وګڼو خو بیا هم دهغوی لخوا ديوه حکیمانه رد په انتظار يو زه پدې عقیده يم چي بايد له يوه اسلامي حکومت سره بیعت ولرو نه له ډلو سره او همکاري بايد له ټولو سره ولرو ښې هڅي يې تایید کړو او نېمګړتياوي يې معالحه او اصلاح کړو دا زما نظر دی حتمي ندی چي ټول دي دانظر ولري .

[size=24:be8f93ce80][color=cyan:be8f93ce80]د جمعیت اصلاح غبرګون دعبد الفتاح جوادصاحب ليکنه[/color:be8f93ce80][/size:be8f93ce80]

مونږ ټول مسلمانان د یو الله(ج) بندګان یو ، د هغه د شریعت د اقامې لپاره به هراړخیز فعالیت کوو، ننني غربي استعمار په اسلامي نړۍ باندې هر اړخیز یرغل کړی او هراړخیز مقاومت غواړي نو اسلامي ډلې هم د خپل صوابدید له مخې په یوه مورچل کې ناستې دي او داسلام له مبارک حریم نه دفاع کوي .

جمعیت اصلاح هم د فکري، فرهنګي ، تربیتي او تعلیمي یرغل په خلاف جهاد کوي، مسلمانان باید د خنډونو ایجادولو او شکونو پیداکولو په ځای ورسره لاس او مټ شي ترڅو دغه هڅې رنګ راوړي، او د هیواد راتلونکي سمبالولو ته پوه، روزل شوي، ، په دیني روحیه سمبال او امین قیادت وړاندې کړو، مونږ مسلمانانو په جګړه کې ګټلې ده خو د ادارې په جوړولو کې مو بایللې ده .

زه د جمعیت اصلاح په خلاف روان تبلیغاتي بهیر د هغې لړۍ یوه کړۍ بولم چې تل یې هڅه کړې ده اسلامي دعوت په مورچل کې ناستو ډلو او حرکتونو ترمینځ نفاق او شقاق پیدا کړي او دغه کړۍ په خپله هیڅ نه کوي، د کمپیوتر ترشا ناست وي او داسې اوږدې پرپړې لیکي چې سرترپایه دروغ ، کذب، بهتان او افتراء وي زه خو پدې نظر یم چې په تیر شوروي ضد جهاد کې هم دغو تبلیغاتي کړیو د منافقت رول په ادا کولو سره یونیم میلیون قربانۍ په اوبو لاهو کړې او دا خل یې هم دغه ډول څه ته ملا تړلې ده .

جمعیت اصلاح او بله هره ډله د الله(ج) په وړاندې د خپلو کړو د ځواب ویلو مکلفیت لري، ، هیڅ کله دې هم د یو څو نامعلوم الحالو او مشبوهو څیرو په اوتو بوتو او بې ځایه بروپاګندونو غوږ نه ګروي، هغوی دې کار کوي او د الله(ج) کتاب او د رسول الله(ص) سنت او سیرت دې مخې ته ونیسي او د هغو په رڼا کې دې برمخ ځي.

زه لدې ستیژ نه په ډاګه اعلانوم چې د جمعیت اصلاح تګلاره د الله(ج) له دښمن سره دښمني او دهغه له دوست سره دوستي کول دي، نه له چانه د آفرین او شاباسي غوښتونکي دي او نه د چا له غورځو او پرځو نه ویریږي، هرځای کي یې د ملت په متن کې د خپل ولس په مالي او ځاني مرسته کار کړی او اوس هم د همدغه ولس په خدمت کې ده .

مونږ په یه هیڅ مسلمان فرد، ډلې او طرف پسې خبرې او تبلیغات نه کوو، دغه زمونږ شرعي مکلفیت او اصلاحي دنده ده، مونږ هرهغه څوک چې اسلام ته وفادار دي او د اسلامي نظام لپاره کار کوي خپل وروڼه بولو د هغوی کار خپل کار ګڼو او خپل کار د هغوی د کار تکمیلونکی ګڼو هغوی په هغو ډګرونو کې چې مونږ پکې حضور لرو له حضور ځېنې معذور ګنو او مونږ دې له هغو ډګرونو او ساحو څخه چې دوی پکې بوخت دي له حضور څخه معذور وګني .

اما د ټول افغان ، بینوا او فیسبوک په مخونو د پروپاګندونو لیکونکو ته وایو چې ستاسې حساب جلا دی تاسې بدې لیکنو غواړئ اصلاحیان مصروف او بوخت وساتئ خو هغوی کارونه لري او کارونه یې هم دومره ډیر دي چي وختونه ورته کفایت نه کوي، تاسې ته که یوځواب لیکو نو بیا بل غواړئ او چې بل ولیکو نو بیا بل،،، دغه تسلسل او دور بای نه مومي مونږ او تاسې به بیا د قیامت په ورځ د احکم الحاکمین رب په وړاندې سره خبره کوو،
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

[color=cyan:be8f93ce80]قدوسي[/color:be8f93ce80]

ډېره مننه جواد صاجب له دې نه وروسته ماته او نورو منتقدینو ته ددې عذر نه پاته کېږي چی په جمعیت اصلاح او دهغې په تنظیمي سازمانونو باندي ددې نېوکه وکړي چي هغوی انحصار طلبه دي له تاسو نه بېخي ډېر ممنون يم چي خپل درېځ مو په ډېره ښه توګه جوته کړ الله تعالی مو له ټولو هغو مسلمانانو وروڼو سره داسلامي خلافت دجوړولو خوبونه په حقیقت بدل کړه چي دحق په لاره کي وخت، مال، ځانونه اوسرونه قربانوي اله تعالی دي مونږ او تاسي اوټولو هغو وروڼو ته چي د جمعیت اصلاح په وروڼو بدګمانه وو بښنه او مغفرت وکړي ،

په عین وخت کي خپلوټولو مسلمانو وروڼو ته يوه دورورولي یوه عاجزانه توصیه کوم چي تاسو هريو په لومړي سر کي داسلام او بيا دخپلو مسلمانو ډلو سفیران یاست، له داسي ويناوو او کړنو څخه تل ډډه کوﺉ چي دهغوی په اساس کتونکي اولوستونکي په تاسو ، ستاسو په مسلماني او په هغو ډلو چي تاسو ورته منسوب یاست نېوکه وکړي او یا ورباندي بدګمانه شي.

زه دجمعیت اصلاح له ټولو مسلمانو او همسنګرو وروڼو څخه دزړه له کومي بښنه غواړم که زما وروستۍ ليکنه يې ددلازارۍ سبب جوړه شوي وي الله تعالی شاهد دی چي زما موخه دوروڼو نژدې کول او دسوء تفاهم لېري کول وو رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي .

المؤمن للمؤمن کالبنيان یشد بعضه بعضا .
هرمسلمان دبل مسلمان لپاره دودانۍ په جوړښت کي دخښتي مثال لري چي يوه يې بله راټېنګوي .

په بل حدیث کي فرمايي :
مثل المؤمنين في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم مثل الجسد إذا اشتكى عضو تداعى له سائر الجسد بالسهر والحمى .
دمسلمانانو مثال په خپلوي ، زړسوي او خواخوږي کي ديوه بدن دی چي کله يواندام دخوږ شکایت وکړي ټول بدن ورسره ناکراره او بېخوبه شي

او پدې ایت کريمه نور دې بحث ته دپای ټکی ږدم .

وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ (88)
[color=#444444:be8f93ce80][/color:be8f93ce80][color=#444444:be8f93ce80][/color:be8f93ce80][color=#444444:be8f93ce80][/color:be8f93ce80][color=#444444:be8f93ce80][/color:be8f93ce80][color=#444444:be8f93ce80][/color:be8f93ce80][color=#444444:be8f93ce80][/color:be8f93ce80][color=#444444:be8f93ce80][/color:be8f93ce80][color=#444444:be8f93ce80][/color:be8f93ce80][color=#444444:be8f93ce80][/color:be8f93ce80][color=#444444:be8f93ce80][/color:be8f93ce80][color=#444444:be8f93ce80][/color:be8f93ce80][color=#444444:be8f93ce80][/color:be8f93ce80]


اسد مومند
23.06.2011

ډیره په زړه پوری لیکنه مو کړې قدوسي صیب خدای دې اجرونه درکړي
خدای دې وکړي چې دجمعیت ورونه پرې غوږ وګروي .
او قدوسي صیب په ضمن کې درته د ستوري او یا دهوتک صیب په اصطلاح د زوی مبارکي درته مبارکي هم وایم :)

[quote:91edf52f63]تل دي وي اسلام او تل دي وي داسلام د هرسنګر مدافعین اوزمونږ داسلامي امارت اومقاومت سرتېري اتلان [/quote:91edf52f63]


أبوخليل قدوسي
24.06.2011

ډېره مننه وروره الله دي دایمان مبارکي درکړي داستوري ماته ارزښت نلري الله تعالی مو دي داعمالو په پاڼه کي ستوري زیات کړي دامو یوازينۍ هیله او تمناده دعا راته کوه


عادل عادل
26.06.2011

السلام علیکم

قدرمن ورور قدوسي صاحب

په پاسنیو لیکنو کې د تبلیغیانو خبره شوې، دا سمه ده چې تبلیغیان خلک جهاد ته نه رابولي، خو کله هم په مجاهدینو پسې څه چې د مجاهد په جامه کې غله ته هم بدرد نه وایي، خپل کار کوي، د دوی سره په مجاورت کې ډېری ځوانان خپلې اصلاح! شوې ګېرې پرېږدي، د خدای ذکر او فکر ته مخه کوي او داسې نور، تبیغیان کله هم د مرکزیانو په څېر له چا نه د پټ بیعت غوښتنه نه کوي !!

خو د اصلاح دود بل ډول دی، وایي هغه غله ! که یې مخالفت وکړې نو به وایي چې وروره اصلي طالب خو اوس ډېر کم دي، زمونږ مطلب هغه امریکایي طالبان دي، چې یرغلګرو روزلي دي، هغه چې ملي اردو وژني، پلیس په نښه کوي، ډاکټر او انجنیر وژني، ........ لنډه دا چې د دوی اېډیال طالب به د دوی د ویناوو له مخې کله هم د چا خبره figure-out نشې کړای، زه خو شخصا عبدالفتاح صاحب نه پېژنم، خبرې یې ملغلرې دي، خو ای کاش چې د مرکزیانو نیت او عمل هم داسې وای.

دوی چې د یرغلګرو په وړاندې سنګر نیولی، او د معذوریت تر حده ځانونه مسوول ګڼي، د دوی دا معذوریت دومره پلن دی چې له مخې یې د دوی تر ټولو قالبونو وتلې څېرې نن د ایساف سره اوږه په اوږه کار کوي، ځنې یې د ګوډاګی ادارې پارلمان ته د د نفوذ هڅه کوي، ځنې یې د ځمکو په مافیایي وېش کې شریک دي، ځنې یې د قرادادیانو په پیسو تجارتونه کوي، ځنې یې د غربي یرغلګرو هېوادونو په سفارتونو کې مامورین دي ! ....... دا او دې ته ورته خلک د دوی د هلو ځلو محصول دي، او د سترګو تور یې ګڼي، دوی غواړي داسې مسلمانان وروزي چې په اسلامیاتو کې د ماسټری تر څنګ وکولای شي د پاپ د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي، د مسلمان سره د مسلمان اختر ولمانځي، د مسیحي سره کرېسمس او د هندو سره بګوان ته لاس په دوعا شي، په داسې حال کې چې افغانان کثیر الادیان ولس نه دی، مونږ خو څه د مالیزیا ولس نه یو چې د بودیست، هندو او مسیحي سره د ملي ګټو پر سر غاړه یوسو، زمونږ ولس لله الحمد ټول د واحد مذهب او یوه فرهنګ سوچه مسلمانان دي، د اشغال لاندې شرایطو کې ورته حساسیتونه توګل په حقیقت کې د یرغلګرو سره د خلکو روږدول او ګوزاره کول دي او بس.


أبوخليل قدوسي
26.06.2011

عادل صاحب
السلام عليکم

ما داسي تمه نه کوله چي ستاسو لخوا به داسي معاندانه درېځ نېول کېږي مافکر کاوه چي تاسو دحقیقت تلاش کوﺉ په همدې اساس مي داصلاح وروڼو ته لېک واستاوه اوچي صاف شفاف ځواب مي په فیسبوک کي ترلاسه کړ هغه مي ستاسو مخي ته کېښود .

زه ددې په انتظار وم چي تاسو به اوس راته يوه ښکلي دعا وکړﺉ چي خبره مي سپینه کړه خو ستاسو څرګندوني چپه وختلې زه پدې ځای کي ځان اوتاته له الله تعالی نه بښنه غواړم استغفر الله لي ولک . اودا لاندي کرښي دنصیحت په توګه درته وړاندي کوم

عادل صاحب !

له الله تعالی څخه ووېرېږه په صحیح حدیث شریف کي راځي چي ډېر ځله انسان يوه خبره وړه ګڼي خو هغه يې په جهنم او الهي عذاب داخته کېدلو سبب شي.

اودا چي انسان په خپل هرقول او فعل دالله تعالی وېره ملحوظه وساتي دې ته تقوا وايي او جنت دپرهېزګارانو ځای دی که جنت او دالله تعالی رضا غواړې نو قلم دکنټرول کړه دذاتي عقدې په اساس او د ځېنو کسانو دکړنو په وجه چي صحت يې هم جوته نه وي په يوه مسلمانه ډله ټاپې مه وهه اوچي هرڅه وايې او يايي ليکې پدې ایمان ولره چي هغه درپسي ثبت کېږي او دالله تعالی په وړاندي به يې ځواب وايې .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : هغه څه چي انسان به په جهنم کي پړمخي غورزوي هغه دانسان دژبي محصول دی .

عبد الفتاح صاحب چي تاسو يې ليکنه زريني کرښي بللي دجمعیت اصلام دتاسیسي شورا عمده او پېژندل شوی غړی او په عین وخت کي يې په مرکزي دفتر کي ديوې برخي اداري مسؤل دی او دالیکڼه دوروڼو سره له مشورې وروسته په ليکه کړي.

که زمونږ لدې تحقیقي پرپړې اوپه بري سره پايته رسېدلي بحث چي ستاسو دتورونو په اساس مي پرمخ بوت نور هم پخپل درېځ ټېنګ يې او ستا درېځ دکاکړ هغه مشهوره خبره وي چي وايي مړه !! هندو کېږم خو له خپلي خبري نه اوړم نو زما له خوا تاسو او ستاسو څرګندونو, تبصرو او پوښتنوته په مخه ښه . (تعدیل شوه)

أعطيت كل النّاس من نفسي الرضا ...... إلاّ الحسود فإنّه أعياني
ټول خلګ مي له ځانه خوشاله کړل او زما په ښه والي معترف شول خو دحسد په رنځ ډېر ستومانه کړم خو بياهم خوشاله نشو .

السلام عليکم وعلينا وعلی عباد الله الصالحین


عادل عادل
26.06.2011

السلام علیکم

محترم او عزتمند قدوسي صاحب تاسو ته نه ښایي چې بې دلیله د ټول افغان سره د مخې ښه دړکه وکړی، ستاسو دې خبرې به هغه وخت وزن درلودای چې ټول افغان هم د اصلاح انلاین په څېر د کنټرول او سانسور پاڼه وای.

تاسو د بحث په لړ کې تقریبا وښوده چې د اصلاح غړي به نه واست، خو دا سطحي تېرول او ظاهري مجدد قناعت مو داسې ښیي چې اصلي غړیتوب یې احتمالا تاسو لری، زه په سرشاره توګه د یوه خپلواک افغان په صفت د هر هغه شخص او ډلې سره د خدای لپاره وران یم چې د یرغلګرو په ګټه، د خپلواکی د اعادې په تود سنګر کې ولاړو افغاني غازیانو پسې، اصلاحي نه ! بلکه تخریبي !! تبلیغات کوي .

افغان دردېدلی ولس چې مارانو چیچلی او له پړي ویریژي کله هم په پټو سترګو په دومره واړه او د یرغل د غېږې شیرخوره تنظیم کې نه ځایېژي.


رښتینی
26.06.2011

قدوسی صاحب مننه الله مو په هڅو برکت کړه
دالله په دین په ګډه منګولې ولګوئ الهی امر
دومره مهم دی چې باید هرډول تعصبونه شاته
وغورځول شې او ټول مسلمانان وروڼه وبلل شې

په مینه


وصيل پېروز
26.06.2011

السلام عليکم
ټولو ګډونوالو ته د زړه له کومې د هدايت ا وخير غوښتنه کوم .
( عن ابی هريرة قال : قال رسول الله صلی الله عليه وسلم " اياکم والظن فان الظن اکذب الحديث ولاتحسسوا ولاتجسسوا ولا تناجشوا ولا تحاسدوا و لاتباغضوا و لاتدابروا و کونو عباد الله اخوانا ) ( متفق عليه )
ژباړه : ابو هريرة رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : تاسو خپل ځانونه له بد ګومانۍ وژغورئ ځکه چي بد ګوماني تر ټولو ډېره دروغجنه خبره ده ، چا پسي نوغي مه وهئ ، جاسوسي مه کوئ ، تېر ايستلو لپاره په نرخ څوک مه تېزوئ ، د چا په ترقۍ او خوشالۍ مه خپه کېږئ ، يو تر بله کينه مه کوئ ، يو تر بله دښمني او مرورېدل مه کوئ او د الله بندګان وروڼه وروڼه شئ!.
د جمعيت اصلاح پاڼه اصلاح انلاين زما له کتونکو ویب پاڼو څخه يو داسي ويب سايټ دی چي هېرولای يې نه شم ، مطالب يې ښکلي ، علمي ، مدلل او زړه ته تېرېدونکي دي.
موږ که په ظاهري بڼه جمعيت اصلاح ته وګورو نو يو اصلاحي غورځنګ ښکاري چي غواړي د قرآن او حديث پر بنسټ ولاړه يوه داسي ټولنه رامنځ ته کړي چي هر څه يې د اخوت او اتحاد پر محکم اصل بنا وي.
دا د جمعيت اصلاح ظاهري بڼه ده ، موږ يوازي پر همدې حکم کولای شو ځکه په اسلام کي له بد ګومانۍ منعه شوې او رسول الله صلی الله عليه وسلم ظاهر ته اعتبار ورکړی دی.
ابو خليل قدوسي صاحب ! ستاسو زيار د ستاينې وړ دی چي شکمنه خبره مو صواب ته ورسوله ، که د جمعيت اصلاح اهداف په رښتيا هم اصلاحي وي له مرستې به يې څوک ډډه ونه کړي.
کوم کسان چي پر جمعيت اصلاح بدګوماني لري هغوئ بايد د خپلې ادعا د ثبوت په هداف داسي غوڅ دلايل راوړي چي څوک ترې انکار ونه کړای شي ، په دې اړه ما د ګډونوالو نظرونه لوستي مګر يو هم د دليل په تله کي نه شي تلل کېدای زما په اند ټول پر فکر او اټکل بنا دي.
قدوسي صاحب ! ستاسو تګ د ټول افغان لپاره يوه داسي خساره ده چي جبران يې نه شي کېدلای ، زه درته په ډېر عجز سوال کوم چي له خپلو علمي ، ادبي ، اصلاحي او ديني ليکنو مو مه بې برخې کوه ، ستاسو هره اصلاحي ليکنه زموږ د لارې يو مشال وو ، ستاسو په هره کرښه کي د قرآن او حديث رڼا وه ، موږ غواړو همدا رڼا وي او د همدې په رڼا کي خپل مستقبل جوړ کړو.

په همدې هيله
په مينه او درنښت


عادل عادل
27.06.2011

السلام علیکم

د محترم وصیل پېروز صاحب لاسلیک:

[quote:fb82f6bae3]ياايهاالنبی حرض المؤمنين علی القتال
يعني اې نبي! مؤمنان جنګ ته وپاروه[/quote:fb82f6bae3]

محترم وصیل پېروز صاحب که مو د لیکنې څخه موخه د ښاغلي قدرمن ورور قدوسي صاحب راګرزول وي، نو مننه، زه هم نه غواړم هغوی له ټول افغان سره مخه ښه وکړي، او زما د یادونې سره سم یې، په خپل تصمیم کې تعدیل هم کړی دی.

که خبره د مرکزیانو د تایید وي، نو زه ستاسو نه یوه پوښتنه کوم چې د قران کریم په شپږزرو شپږ سوه او شپږشپېته ایاتونو کې مو څنګه پورتنی ایت شریف د لاسلیک په توګه انتخاب کړی دی؟

تاسو ته دې مالومه وي چې مرکزیان یوازیني هغه خلک دي چې ددې ایت شریف په بشپړ عکس کې عمل کوي.

قدوسي صاحب ډېر حکیم په خبره پوه او عالم شخصیت دی، کوم سپیناوی/وضاحت چې ما ترې غوښتی وو، هغه متاسفانه بل څه وکړل، په څنګ کې یې تر اوسه پورې په اعنادي، حاسد او متعصب صفتونو سره ونومولم ، نو ددې لپاره چې خبره مو خدای مکړه شخصي شخړې ته ونه وزي، په همدومره اکتفا کوم، نور به په دې اړه د هغو وروڼو د شرعي رد یا تایید په انتظار وم کومو چې مرکزیانو سره په یوه کاسه خوړلي او له هستې څخه یې پېژني.

په پای کې د ښاغلي قدوسي صاحب د مشروطو ستړیاوو احسان ، د دوی د تمې سره سم، په خپلو اوږو منم او د زړه له کومي یې قدرداني کوم، خو دا چې ددوی شرط مې ونه شو منلای ماته دې د خپل لطف له مخې بښنه وکړي.

والسلام علیکم و رحمت الله و برکاته


۰
27.06.2011

السلام علیکم
ښاغلي عادل صیب نوره خبره دي د ښاغلي پیروز صیب سره ده خو دا د قرآنکریم ایتونه ۶۶۶۶ ندي دا ټول ۶۲۳۵ دي تصحیح يي کړه .
مننه

مومندافغان


عادل عادل
27.06.2011

السلام علیکم

محترم مومند صاحب

ستاسو نیوکه د فکر وړ ده، د زده کړو په وخت کې زمونږ استاد مولوي صاحب غلام احد چې ستاسو د علاقې وو، که ژوندی وي خدای دې عمر او صحت ورکړي او که وفات وي، الله پاک دې یې لوړ درجات نصیب کړي، آمین ، ..... د قران کریم د ایاتونو حساب په لاندې توګه راکړی وو:-

1000 ایاتونه احکام دي
1000 ایاتونه نواهي دي
1000 ایاتونه اوامر دي
1000 ایاتونه وعد دي
1000 ایاتونه وعید دي
1000 ایاتونه قصص دي
600 ایاتونه دوعا ګانې دي
66 ایاتونه ناسخ او منسوخ دي
-------------------------------
مجموع 6666 ایاتونه

هیله ده لږ یې واضح کړی چې دا 431 فرق له کوم ځای څخه دی، حتما به د ایاتونو د نښو نښانو له مخې وي، نه د محفوظ متن له مخې.


۰
27.06.2011

اسانه کار دی یوه پاڼه کاغذ مصرف غواړي!
یوه پاڼه کاغذ رواواخله او ۱۱۴ سورتونه په ترتیب سره ولیکه او بیا دهر سورت ایاتونه په اسانه توګه د هرسورت اخري ایت ګوره څوم دی بیا يي دپاڼي پر مخ سورت ته مخامخ لیکه او په اخر کي يي جمع کړه نو وبه ګوري چي ۶۲۳۵ ایاتونه دي نه ۶۶۶۶ او که واي چي فلان راته ویلي او فلان راته ویلي نو فکر کوم دا خبره به لږه کمزوري وي ښه دا ده چي پخپله يي وشماره کیدی شي ستاسو استاذ چي ځمونږ د ځاي وو غلط شوي وي ځکه چي ځمونږ دځاي خلک هم کله نا کله غلطیږي :lol:

مومندافغان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more