نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د پاکستان دیني عالمانو انتحاري حملې حرامې وبللې
لاونګ
22.06.2011
تاند(چهارشنبه/سرطان ۱) د پاکستان یوشمېرمذهبي مشرانو په یوه نادر اقدام کې ځانمرګي بریدونه حرام او غیراسلامي وبلل.
د پاکستان کابو درې سوه مهمو او لویو مذهبي مشرانو د شمالي وزیرستان په نظامیه مدرسه کې غونډه وکړه او انتحاري حملې یې ناروا او حرامې اعلان کړې.
دوی ځانمرګي بریدونه په کلکه وغندل.
شمالي وزیرستان هغه سیمه ده چې د جلال الدین حقاني د شبکې په شمول د القاعده او د منخنۍ اسیا سخت دریځې ډلې پکې مرکزونه لري او ادعا کېږي چې په افغانستان کې د اکثرو ځانمرګو بریدونو پلانونه پکې جوړېږي.
له همدې کبله د امریکا بې پېلوټه الوتکې عموماً پر شمالي وزیرستان بریدونه کوي.
د پاکستان مذهبي مشرانو په خپل زړه ور اقدام کې ویلي چې هیڅوک حق نه لري چې بل مسلمان ته کافر یا منافق ووايي.
د انتحاري حملو د غندنې په باب د پاکستان مذهبي مشرانو په داسي حال کې فتوا صادره کړې چې د دغه هیواد د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، چې د افغان طالبانو ملاتړی بلل کېږي، په یوه وینا کې وویل چې تروریستان حتی پر دیني عالمانو هم رحم نه کوي.
انډیپنډنټ ورځپاڼې د پاکستاني سرچینو په قول په پرونۍ ګڼه کې لیکلي چې نهه کلنه سوهانا جاوید له کوره ښوونځي ته روانه وه چې دوو ښځو وتښتوله .
رسمي شمېرنې ښيي چې په وروستي یوه کال کې په پاکستان کې تر دېرش زره زیات ملکیان وژل شوي دي.ټول وژل شوي کسان پښتانه دي.
ویل کېږي چې د پاکستان د مذهبي مشرانو څرګندونې به، چې د سیمې په عامو خلکو کې نفوذ او رسوخ لري، بې تاتثره نه وي.
د دوی له فتوا سره په یووخت د پاکستاني چارواکو په وینا یوه (۹) کلنه نجلۍ په داسي حال کې نیول شوې چې سخت دریځو انتحاري حملې ته مجبوره کړې وه.
په کوزدیر کې پولیسو وویل چې دا نجلۍ څو ورځې مخکې په پېښور کې تښتول شوې وه او د افغانستان پولې ته نژدې یوې سیمې ته بېول شوې وه.
هغې په یوه خبري غونډه کې وویل:«ماته ویل شوي و چې د ځانمرګي برید واسکټ د پاکستاني ځواکونو مخته والوځوم. خو زه وتښتېدم.»
خو اسوشتید پریس خبري اژانس وايي چې په پېښور کې یې د کومې نجلۍ د تښتول کېدو هیڅ راز راپور نه دی ترلاسه کړی.
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=27355
۰
22.06.2011
لاونګ خان چي کله هم خبر نقلوي نو پوره يي نقلوه.
دا ۹ کلنه انجلي چي یوه ډرامه جوړه کړي نو تاسو دا ویلي شي چي ددي انجلۍ تر اوسه هویت هم معلوم دی؟
بی بی سی شیطاني شبکي اول ځل دا راپور نن سهار خپور کړ خو دي سره يي دا هم وویل چي ددي انجلۍ هویت ندی معلوم چي څوک ده او دچا لور ده.
بیا که چیرته داسي کارونه کیدل نو نورو استشهادیانو به هم د سوهانه جاوید په قول او ستاسوپه اند خپل واسکټ غورځولی او تښتیدلي به وو .
بیا هم تاسو ددي انجلۍ پوره هویت معلوم او ټول افغان کي يي وړاندي کړی چي معلومه شي دا څوک ده او دکوم ځاي ده او څنګه انجلۍ ده .
د ۳۰۰ پاکستاني ملایانو غونډه پدي دلالت نه کوي چي دا جهاد په ناحقه دی که ۳۰۰۰ خرڅ شوي ملایان هم فتوی ورکړي نو تحریم يي نشي ثابتولی .
او هو فضل رحمان د طالبانو ملګری ندی بلکي کرزي غلامي اداري په څیر دا هم دامریکا یو غلام دی او یوه ورځ به د همدي مجاهدینو په لاس مرداریږي ان شاءالله.
نوربیا
مومندافغان
h.karezwal
22.06.2011
ټوله دنیا دې ووایي چې ناروا دی چې خدای روا کړی وي دچا پلار یي هم نه شی روا کولای
هوتک
22.06.2011
[quote:27344c3f78="h.karezwal"] چې خدای روا کړی وي دچا پلار یي هم نه شی روا کولای[/quote:27344c3f78]کاریز واله اشنا څه مطلب؟
اعنې چه خدای ج روا کړې وې دچاپلاریې نشې ناروا کولی که بل څه وایې؟
Lotfollah
22.06.2011
"ځانمرګی شهید شو که ابته" دا مهمه نه ده
طالب جان زړه خوږی
د قمبر څلورلارې ځانمرګی شهید شو، او که د جهنم کندې ته ور ورغړېد، دا خبره یواځې همده ته مهمه ده، خو د هرې ورځې د لسګونو بې ګناه هېوادوالو د وژل کېدلو، او لسګونو کورنیو د بې سرپرسته کېدلو مساله زموږ او ټولو مسلمانانو ټولنیزه ناندره ده چې د هغې حقیقت پلټل د ټولو مسلمانانو دیني او اسلامي وجیبه او د افغانانو ملي مسؤولیت دی.
http://www.tolafghan.com/home/detail/8305
h.karezwal
23.06.2011
[quote:5f35982885="هوتک"][quote:5f35982885="h.karezwal"] چې خدای روا کړی وي دچا پلار یي هم نه شی روا کولای[/quote:5f35982885]کاریز واله اشنا څه مطلب؟
اعنې چه خدای ج روا کړې وې دچاپلاریې نشې ناروا کولی که بل څه وایې؟[/quote:5f35982885]
هو هو هوتک صاحب زما مطلب همدغه ده خو بېړه دې ورکه شی سمه خبره یی رانه غلطه کړی ههههههه
عبدالله صابر
23.06.2011
السلام عليکم
وروڼو تبليغاتي جګړه ښه په درزکښ روانه ده ،لږپام کوئ له خبرکره او
تصديق کيدو وروسته پري نظرورکوئ ٠
هغه متل دی چي رښتيا رارسيږي درواغو به کلي ړنګ کړي
پورتنئ خبرخو همغو ديني عالمانوپه کلکه ردکړئ اوهغه يی سوچه دروغ او
بي بنياده ګڼلئ، ددوی په وينا دميرعلي عيدک نظاميه مدرسه کښ دجمعيت
علما اسلام تنظيمي غونډه وه خوغربي ميډيا اوامريکانوازخبريالانوغلط رنګ
ورکړو ٠
نورتفصيل لاندي
http://www.dailymashriq.com.pk/nwfp/w3.htm
بابا
23.06.2011
.......
Mujahid Islam/مجاهد
25.06.2011
[quote:7d3c2e6e87="مومندافغان"]
او هو فضل رحمان د طالبانو ملګری ندی بلکي کرزي غلامي اداري په څیر دا هم دامریکا یو غلام دی او یوه ورځ به د همدي مجاهدینو په لاس مرداریږي ان شاءالله.
نوربیا
مومندافغان[/quote:7d3c2e6e87]
محترم مومند افغان وروره،
فضل الرحمان صاحب ده پاکستانې علماؤ ستر مشر دې، حضرت صاحب ده کرزې په څېر امرېکا ته خدمتونه نه کوې، او نه ده اسلام ده لارې ستر مجاهدېن وه امرېکاېانو ته ده ډالرو په بدل کې په لاس ورکوې.
عنوان
spinkar
25.06.2011
افغانستان يو ملې او مردومې انقلاب غواړې اوبس
دټولو دوره د قدرت معلومه او ملت ته ې امتحان ورکړيدې
د ټولو دانش او خدمت وطن ته دخپل قدرت په وخت کې شواهد اثباتوې
مونږ يو اصلې افغان بچې غواړو نه asi نه cai او نه ايرانې نوکران غواړو
نن ټول ملت قربانې ورکوې او اشغالګر له خاورې غواړې وباسې
راتلونکې سرنوشت ددې خاورې بايد ټول ملت ونيسې او تعين ې کړې٠
ډيرو بې ګناه خلکو بچيان ا و کورنه له لاسه ور کړل نن د اشغالګر په مقابل کې قربانې ورکوې هم طالب شو؟
نن طالب نشته او که شته پس ټول ملت طالب دې
دا خاوره اشغال ده او ازادې غواړې
داد هر افغان وظيفه ده
نن بايد هر افغان چه ځانته افغان واې په داخل او خارج کې بايد مجاهد شې او که نه افغان نه دې
مننه