نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
لبرل فاشستان: سیکولران
ahmad bilal
21.06.2011
لبرل فاشستان: سیکولران!
آیا د لبرل سیکولر او فاشیزم لفظ اوس ایجاد شوې ده، آیا سیکولر او لبرالان د طاقت او مټ په زور خپله مفکوره په نورو تطبیقول اوس نه شروع کړی، آیا غرب تل د هغه دیکتوتارانو حمایت نده کړې چا چې مذهبي (اسلامین) خلګ ځپلي!!!؟ دغه خلګو ته د مټ په زور خپل نظریات په نورو تپلو لیاره، د ټولو نه مخکښې ایچ جي ویلز وښوده، چا چې پخپل کتاب
An outline of history
کې وویل چې ټولنه کې باید سیکولران او لبرالان د مټ په زور خپل نظریات او مفکورې عملي کړي، ځکه پرته ددې به ټولنه د پرمختګ څخه وژغورل شي!. همدا نظریه اوس هم سیکولران وايي او هم یې مني، چې دغه مذهبي خلګ موږ او زموږ ټولنه څوارلس سوه کاله وروسته بیایي. همدې سیکولریزم او لبرلیزم اتاترک وځیږو، همدې جمال عبدالناصر، هټلر، مسولیني، کینیډي څخه کلنټنې پورې هغه څه ونه کړل چې بیا یې شاته نړۍ کې په ملیونو کپرۍ پریښودلې!! اوس ددوې څخه موږ پوښتنه کوو چې اوس خو مذهب د سیاست څخه جدا ده، هغه مذهب د سیاست څخه جدا ده چې د بربادې، قتل او غارت وجه یې تاسو ګڼې اوس نو ولې دومره وینه توینه، ولی دومره انساني قتلونه!!!!؟ نازیانو به هم د سګریټو خلاف خپلې هلې ځلې کولې، د بوټو او اونو لپاره به يې خپل کوښښونه مخ په وړاندې بیول خو بل باندې به يې بیا هغه څه نه کول چې مهذبه نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتې کیږي، همداسې یهود او امریکایان هم موږ ته د انساني حقوقو، دیموکراسي، ټول ټاکنو، درس راکوي او له بلې خوا په مظلومو ملتونو خپل شوم پلانونه او یرغلنونه کوي!!
۲۰۰۸ کال کې جوناه ګولډ برګ د لبرل فاشزم په نوم یو کتاب ولیکه، کوم کې يې چې د نړۍ د لبرل واکمنانو ظلمونه ولیکل، هغه وايي چې دا هغه ظالم واکمنان دي چې ددوي په څهره باندې مسکا وي، جوناه ګولډ برګ لبرال خلګ د شلمې پيړۍ تحریک فاشزم سره نښلوي او وايي چې دوې د هر هغه شخص څخه نفرت کوي چې ددوي نظریاتو او مفکورې سره هم غږې نه وي او دوي تل دا هڅه کوي ترسو خپل شوم نظریات په نورو په زوره تطبیق کړي. هغه زیاتوي چې امریکا کې لبرل فاشیزم د روزویلټه د وخت څخه او انګلستان کې د وډرو ولسن د زمانې څخه شروع شو، کوم کې چې دوي په زوره خپل ژوندني لیارې چارې په نورو په زوره تطبیقوي، ټول دې زموږ په رنګ خوراک کوي، ټول دې زموږ په شان واغوندي، ټول دې زموږ په رنګ ټول ټاکنې وکړي او ټول دې زموږ په رنګ د مذهب څخه ځان خلاص کړي، ټول زموږ په شان جنسي اخلاقیات پیدا کړې، دا لبرل فاشزم د جانسن نه تر کینیډي پورې او اوس د هیلري کلنټن او جان کیري په معاشي نظریاتو کې هم شامل ده!!! همداسې افغانستان کې هم داسې خلګ راپيدا شوي دي چې په دې اسلامي امت خپل غیر اسلامي شوم اهداف او نظریې وتپي!!!
تاریخ یوه خبره واضحه کړې چې کله غرب سیاست د مذهب څخه جدا کړ نو هغوي دوه نړیوال جنګونه وکړل، او په میلونهاؤ انسانان يې د مرګ کندې ته ورټیل وهل، او له بلې خوا اسلامي نړۍ کې هم چې کله حکومتونو مذهب د سیاست څخه جدا کړ نو هغوي ظالم، جابر او سیکولر امران پیدا کړل، آیا دا ټول سیکولران د چنګیزیانو څخه کم ندي؟ آیا ددوي ظلم د فرعون څخه مختلف نده، آیا دوي په خلګو په زوره خپلې نظریې نه تطبیقوي، آیا دوي په زوره په پرګنیو خپل غیر اخلاقیات نه نافذوي. یوه خبره څرګنده ده چې کوم واکمن هم د الله د خوفه آزاد وي، د آخرت د ځوابه منکر وي هغه به ظالم دکتاتور وي، او دکتاتوري بیا د کوم چنګیزي څخه کمه نده.
پتوال
21.06.2011
احمد بلاله سلپامونه او ښه راغلاست درته وايم ، هرکله راشې !
فاشيستان خو سيکولران دي، او ليبرالان هم سيکولر دي، خو په دې مثلث کې د ليبرالانو او فاشستانو تر منځ د تړاو ليکه نشته،
ليبرال فاشيست او فاشيست ليبرال کېدای نشي . فاشيست د ديکتاتورۍ افراطيترين ، بدترين ، اګرېزيفترين او شوينستترين
شکل دی او ليبراليزم د آزادۍ افراطي ترين ، بې اخلاق ترين، او فردي ترين شکل دی ، په هر صورت آزادي او ديکتاتوري سره ١٦ دي او يوازي په سيکولريزم
يې دغه ضديت له منځه نځي ، بلکې د ليبرلپزم سيکولرتوب هم آزادانه او د فرد د اختيار پورې تړلی دی، خو فاشيزم يې د کمونيزم غوندي جبري کوي !
آن تر دې چې کمونيزم او فاشيزم د ديکتاتورۍ او سيکولريزم
ددوه اړخيزو روابطو سره سره يو له بل سره سخت دوښمنان وو او په ايديالوژي کې لا اوس هم دوښمنان دي !
په ليبراليزم صرف اقتصاد د مسلمانانو له پاره د منلو وړ دی ، نور باطل او عطل دی .
[quote:30cfe87c1d]تاریخ یوه خبره واضحه کړې چې کله غرب سیاست د مذهب څخه جدا کړ نو هغوي دوه نړیوال جنګونه وکړل، او په میلونهاؤ انسانان يې د مرګ کندې ته ورټیل وهل،[/quote:30cfe87c1d]
ديرشکلن مذهبي جنګونه ترې مخکې تير شوي وو، صليبي هم ، فرعونيت ، نمروديت او شداديت د خپل ټول باطليت سره د مذهب په نامه جګړې
کړې دي ، که موخه يې اقتصادي او د قدرت پراختيا وه خوبڼه او پلمه يې تل مذهبي وه ! نمرود او فرعونيانو خو هسې د خدايي دعوې نه کولې
بلکې ځانونه يې د دين مشران او آن خدايان ګڼل او له اتباعونه يې په زور او ديکتاتورۍ سره خپل پرستش غوښته !
له لومړيو راشدينو خلفاو پرته هېڅ مذهبي حکومت نه دی تير شوی چې ديکتاتوري يې نه چلوله !
لهذا د ديکتاتورۍ اړخ د مذهب ، فرعونيت ، نمروديت، فاشيزم، کمونيزم او مليتاريزم ترمنځ شريک اړخ پاتې شوی ، نو مذهب ددوی
له سياسي ليکې څخه هغه وخت راوتلی او مستثنی کېدلی شي چې نه يواځې له ديکتاتورۍ څخه لاس واخلي بلکې دديکتاتورۍ په ضد مبارزه
هم وکړي ، د شورايت اسلامي اصل اوپرينسيپ د آزادو ټولټاکنو له لارې پلی کړي ، بوله ملي اسلامي امت واکي رامنځته کړي ! ومن الله التوفيق
pattang
21.06.2011
انډيوالانو تاريخ مه هېروۍ او حقائق هم نه !
هيټلر ، فرانکو ، مصوليني فاشيستان وو، خو په عينې وخت کې سيکولراو
ليبرال هم وو په داسې شرط چې ليبراليزم يې درژيم په نقص نوي
دفاشيستانو ليبراليزم محدود کڼل کېږي !
اوس هم ليبراليزم دحاکمې طبقې په ځنځير کې پروت دی٠
ahmad bilal
22.06.2011
محترم ورور، پتوال صاحب، ستاسو سلامونو ته وعلیکم السلام، مننه د هرکلې څخه مو!
ستاسو سوال په دې کې ده چې لبرال فاشست کیدائ نشي؟
په ۲۰۰۸ء کال کې جوناه ګولډبرګ د لبرل فاشزم په نوم یو کتاب ولیکه،چې دغه کتاب په اروپاء او امریکا کې تر ټولو زیات خرص کوونکې کتاب ایوارډ هم وګاټه، دې کتاب کې هغه د لبرالانو هغه تور بخن تاریخ د مسولیني او د وډرو ولسن څخه نیولې تر هیلري کلنټنې پورې لیکلې، هغه وايي دغه لبرالان په زوره خپل نظریات په نورو تطبیقوي!!!
هغه اوسنيو لبرالانو تاریخ د شلمې صدې د فاشزم تحریک سره نښلولې ده!! او وايي نن چې کومې کړۍ وړۍ د لبرالانو دي هغه هم هغه رنګ دي کومې چې به د شلمې پيړۍ فاشستانو کولې،دوي د هغه شیانو څخه نفرت کوي کوم چې ددوې په زړه نه وي!! او نړۍ غواړي چې ددوې په سوچ روانه شي!!
تاریخ هم دا جوته کوي چې لبرال او سیکولر ریښتیا هم په خپلو کړو وړو کې د فاشستانو څخه نه یوازې کم دي بلکې ددوي ریښۍ د همدۍ تحریک، فاشزم، سره نښلیدلې دي!!!
-----------------------------
پتوال
22.06.2011
ورونو احمد بلال او پتنګ خان ته سلامونه !
فاشيستان هم پانګوال دي او ليبرالان هم ، دواړه يوې مور (پانګې) زيږولي ارموني دي ، خو ولې يو ته ليبرال او بل ته فاشيست وايي :
دا ځکه چې پانګه خپلې تکاملي او بحراني مرحلې لري ، په تکاملي پړاو کې ليبرالان او په بحراني پړاو کې فاشيستان زيږوي ، نو منم چې
د تکاملي سرمايي او ليبرالان يې وروسته په بحراني سرمايه او فاشيستانو اوړي دا د خصوصي پانګې د خپل تکاملي سير غوښتنه ده !
اقتصادي ليبراليزم کېدای شي په فاشيزم کې هم وساتل شي، خو اجتماعي ليبراليزم، سياسي ليبراليزم ، کلتوري ليبراليزم او داسې نور په فا شيزم کې نه ساتل کيږي او له منځه ځي ! تر کومه چې ددوی پخواني حاملين افراد
په فاشيزم کې ساتل کيږي نو هغوی ، که ستاسې مطلب هم دوی وي، وختي په فاشيستانو بدل شوي وي او نور ورته ليبرالان نشي ويل کېدای ،
که اقتصادي ليبرالان په فاشيزم کې به محدود استثناآت وبولو ، چې مهم نه ګڼل کيږيې . مهمه ورته انحصاري سرمايه ده چې د ليبراليزم جرړې باسي !
کتابونه به څوک څنګه او څوک څه ډول ليکي، د واقعيت په قانومنديو څه اغيز نه لري .
يادونه :
ښه ده چې اسلامي هيوادونه [color=red:a9b285b663]په ټوله کې [/color:a9b285b663]انحصاري مرحلې ته نه دي رسيدلي، که نه د فاشيزم په رامنځته کېدو سره به مو
د سر په سترګو ليدلی وای چې مذهبې شکل په يې هم اختياراوۀ او په اصطلاح مذهبي فاشيزم به بلل کېدۀ ، نو خبره په مذهبيت او سېکولريزم کې نه ،
بلکې دسرمايدارۍ په بڼه او شکلونو ، ودې او پړاوونو کې ده چې فاشيزم رامنځته کوي او په کومه مشخصه بڼه او نامۀ يې رامنځته کوي !
ahmad bilal
26.06.2011
وعلیکم السلام پتوال صاحب:
تاسو لیکۍ :
فاشزم هم پانګوال دي او لبرلزم هم.....!
زه هم موافق یم، یو ځائ د فاشستانو او د فاشزم نظریې پلار، بنیتو مسیلوني ګیله کړې ؤه چې فاشزم ریښتوني شراکت ده.
Mussolini complained that facism should really be called corporatism!!!
سیاست پوه، تیوډوري لیو وايي:
چې ریپبلیکن مهربانه (دوستانه) فاشستان دي، دوي حکومت او شرکت یوځائ کوي....
Republicans are friendly fascists, a dominant effort to combine government and corporation.
لینن او مارکسانو فاشزم په لاندې ټکو تعریف کړې:
فاشزم تر ټول غټ ارتجاعي او تروریستي شکل دیکتاتوري د مالي سرمایئ ده، چې د امپریلیستانو له خو جوړ شوې ترسو د کارګرو طبقې او د هغه عناصرو څوګ چې ټولنه کې پرمختګ غواړي د هغوي زور مات کړي.
د لینن راسته لاس، ټرسټکي، څوګ چې بیا د سټالین دلاسه په قتل ورسید، او څوګ چې د مسولیني ډیر غټ مداح ؤ، وايي:
فاشزم: کوم چې د سرمایه دار قوتونو لخوا ورته هدایت او مالي مرسته ورسره کیږي.
Leon Trotsky's theory of fascism, Robert.S. Wistrich
----------------------
اوس پوښتنه دا ده چې دواړه اوس د یوې چینې څخه اوبه څښي، دواړو منځ کې ربط شته... او موږ د لبرلزم څخه د فاشزم پلو ته هم تللې شو.. تاریخي واقعات پکې کتلې شئ... اتاترک تر تولو غټ لبرال، بیا عربي لبرالان (جمال ناصر، سادات، حسني مبارک، بن علي، وغیره ) پاکستاني لبرالان ( مشرف، او ملګرې یې) چا چې په مسلمانانو باندې ظلمونه کول، یوازې په دې چې هغوي د ددغو لبرالانو نظریات نه منل..... او نه ورسره هم غږي ول....
تاسو وایاست:
چې سیاسي لبرلزم، کلتوري لبرلزم او اجتماعي لبرلزم فاشزم کې نه ساتل کیږي...
ما پورته د سیاسي واکمنانو مثالونه ورکړي چې څرنګه هغوي فاشستان ؤل،
او داسی کلتوري فاشزم او اجتماعي فاشزم هم شته........
----------------------------------
لبرل فاشیزم څخه مراد، او د ددې کتاب خلوص دا ده:
-چې د یوویشتمې پیړۍ څومره لبرالان دي دوي ټول خپلې ریښې د شلمې پیړۍ د مسولیني فاشزم څخه اخلي
- امریکا کې د روزولټه څخه رادیخوا ټول لبرالان فاشستان دي
- اوسني مثالونه يې : د هیلري کلنټن اقتصادي لبرل فاشستي ده،
تاریخي واقعات هم موږ ته دا ښايي چې یوویشتمې او شلمې پیړۍ ټول لبرالان فاشستان دي................
تاریخ یې د مثالونهو نه ډک ده
مننه
---------------------------------
آه از افرنګ و از آئین او
آه از اندیشئه لادیــــن او
علامه محمد اقبال رحمة الله علیه