نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ایا دا افغانان ندې؟
هوتک
21.06.2011
دکابل غلامې ادارې دوه تنه مجاهدین اعدام کړې
دالاندې لینک وګورۍ؟
http://www.alemarah-iea.net/index.php?option=com_content&view=article&id=12912:2011-06-20-13-58-30&catid=6:officiale-statmenst&Itemid=7
هغه دافغانانو دغمه مړه نن ولې پټه خوله دې؟ او که دا ورته افغانان نه ښکارې؟؟؟
محمود سعيد
21.06.2011
کوم جهاد هوتک صیب؟؟؟
هغه په کابل بانک کې چې ېې د کفارو! له وژلو خوند اخیست؟
دا یو مجاهد خو له ناپاکستان څخه راغلی وو او ښه په نره ېې ویل چې په بیګناه کسانو ډزو خوند راکاوه.
بس دی نور د جهاد نوم مه بدوئ. دومره خو اوس ماشومان هم پوهیږي چې جهاد څه ته وايي. هیله ده زما په دې ځواب د امریکايي لاسپوڅي نوم رانه کړې!
هوتک
21.06.2011
ړنګه شوه.........
۰
21.06.2011
هوتک صیب دي ځاي کي د محمود سعید صیب خبره پرځاي ده خبره نوره مه چیړه او
ښه شوه چي خپله لیکنه دي بیرته ړنګه کړی ما خو نه وه لوستي خو حتما به دسعید صیب ځواب وو خوخبره يي صحیح ده باید چي مونږ تاسو حق ته حق ووایو او د هچا طرفداري په مطلق ډول ونکړو .
مننه
مومندافغان
هوتک
21.06.2011
[quote:0a3bd6694b="محمود سعید"]کوم جهاد هوتک صیب؟؟؟[/quote:0a3bd6694b]داده نن ورځې جهاد یادوم ولې ته ورنه انکار کوې؟؟؟
[quote:0a3bd6694b] ﻣﺤﻤﻮﺩ ﺳﻌﯿﺪ ﺻﯿﺐ ﺧﺒﺮﻩ ﭘﺮځﺎﻱ ﺩﻩ ﺧﺒﺮﻩ ﻧﻮﺭﻩ ﻣﻪ ﭼﯿړﻩ[/quote:0a3bd6694b]مومندصیب داستاسې نظر دی هرڅوک دخپل نظرحق لرې کیداسې چه زما اوستاسې نظر به فرق سره ولرې؟
ولې په افغانستان کې دغو دوو تنو معصومو مجاهدینوداسې جرم کړی وو چه په اعدام محکوم او اعدام شول له دې نه زیات مجرمین نن ورځ په کابل کې پر غټو چوکیو خپلې مزې کوې اول بایدچه هغه اعدام شوی واې؟؟؟
[quote:0a3bd6694b]ﺧﻮﺧﺒﺮﻩ ﻳﻲ ﺻﺤﯿﺢ ﺩﻩ ﺑﺎﯾﺪ ﭼﻲ ﻣﻮﻧږ ﺗﺎﺳﻮ ﺣﻖ ﺗﻪ ﺣﻖ ﻭﻭﺍﯾﻮ ﺍﻭ ﺩ ﻫﭽﺎ ﻃﺮﻓﺪﺍﺭﻱ ﭘﻪ ﻣﻄﻠﻖ ډﻭﻝ ﻭﻧﮑړﻭ. [/quote:0a3bd6694b]مومندصیب حق کوم دې اوته څه ته حق وایې؟؟؟
ایا دادوه مجاهدین چه اعدام شول (دخارجې یرغلګرو په لاس)ایا دې ته اوس حق وایاست؟؟؟
۰
22.06.2011
السلام علیکم
هوتک صیب څومره چي زه معلومات لرم نو پدي پیښه کي به کوم یو نیم عسکر هم وژل شوي وي خو نور يي ټول ملکي وګړي وو چي څوک د برق بیلونو او څوک د خپلو پیسو راخستلو پسي راغلي وو او ددي پیښي قرباني شول پاکستاني طالبان دا فکر کوي چي افغانستان کي ټول خلک کافر دي چي دا بیا یوه ډیره خطرناکه موضوع ده په نورو کي بحث نه کوم خو دکابل بانک پیښه سراسر ظلم وو او هڅ یو مؤمن افغان به ورته جهاد ونه واي البتة که داسي وویل شي چي دا سړی غلط پوه شوي وو نو خبره به صحیح وي.
مونږ د طالبانو به شمول هغه ټول مجاهدین تأیدوو چي د یرغلګرو او دهغوي دبادارانو په خلاف جنګیږي دي نه بل لوړ او مقدس جهاد بل نشته او هر هغه څوک چي دي یرغلګرو او ددي غلامي اداري سره کار کوي که په هر بخش کي وي نو تعاون علی الاثم دی او دجهاد د ځپلو او یرغلګرو په تقویه تمامیږي مرګ يي د یو کافر امریکي مرګ ګڼم او هڅ رحم ورباندي په کار ندی.
خو بیا ملکی خلک وژل او هغه هم داسي نه چي استشهادي وشي او مړه شي بلکي په ټوپک یو یو وژل کیږي په هڅ صورت جائز نه ګڼم.
نو ځکه وایم چي دا دوه کسان چي یو يي عامل او بل يي معاون وو مجاهدین نه بلکي قاتلین دي او د نورو یرغلګرو سره چي د افغان مؤمن ولس باندي شپه او ورځ بمباري کوي هڅ فرق نشته.
هوتک صیب جهاد فقط ډزو ته نه واي جهاد خپل اصول لري او لایحه لري چي یو يي د عامو خلکو نه وژل دي او که سرمي په ټولووي نو دا بیا جهاد نشو او نور که هرنوم ورته ږدي.
نوربیا
مومندافغان
نوروز خان
22.06.2011
چپرهاری صیب په دې پیښه کې دیوشمیر ملکیانو په وژله زه هم ډیر متأثریم خو تاسو لطفا په لاندې لینک کې دګل اغا شیرزي خبرې واورئ چې دپیښې ۹۰ فیصده قربانیان څوک دي ، په دې لینک کې ګل اغا ویډیو شته کلیک یې کړئ .
http://www.nunn.asia/index.php?option=com_content&view=article&id=3663:2011-06-21-03-51-03&catid=295:afghanistan-article&Itemid=543
عادل عادل
22.06.2011
السلام علیکم
هغه ویډیو چې ماکتلې او هغه خبرې چې رسنیو نقل کولې او پورته یوه ورور زمزمه کړې هم دي، مځکه او اسمان سره فرق لري، که زرعجم خان ،خدای دې یې شهادت قبول کړي، د انسان له وژلو لذت اخیستی نو تاسو راته ووایی چې په ویډیو کې هغه کسان خدای مکړه چارپایان وو چې نه یې ویشتل او پرې ښودل یې؟
۰
22.06.2011
السلام علیکم
عادل صیب پارونکي خبري ولي کوي ؟
ما کله ویلي چي په ننګرهار کي ناروا او په بل ځاي کي روا دي؟
په پکتیا کي چي کله په سرک کي کارکونکو باندي برید وشو او ووژل شول نو هم ما رد کړل او په کندهار کي چي کله دا کار وشو نو هم مي وویل چي دي سره په اولس کي نوره هم کرکه راپیدا کیږي او ښه او جائز کار هم ندی.
نو وروره دا د ولایاتو تقسیم بیا تاسو ته به مهم وي مونږ ته نه او بله خبره دا ده چي په ننګرهار جلال اباد کي اوس مهال ۷۰٪ وګړي غیر ننګرهاري دي او کوم ۳۰٪ چي ننګرهاري دي هم ډیر کم يي په بانک کي پیسي ساتي نور يي اکثر دنورو ولایاتو دي خو نه پوهیږم ستاسو ولي داسي فکر دی !!!
زه له هرڅه اول اسلام او بیا افغانیت ته قايل یم او په افغان کي نو نور کورکسکي نه خوښوم خو دا چي داخبره ستاسو دمزاج شریف سره برابره نده نو ددي معنی دا نده چي زه دي داسي فکر ولرم لکه دا تاسو چي په ما لورولی دی.
تاسو او هرڅوک کولی شي چي د یو چا د خبري تردید وکړي خو داسي نه چي ورپسي دي اتهامات وتړي واي المرءیقیس علی نفسه اوس که عادل صیب تاسو هر فکر لری زه نه پوهیږم خو زما په حق کي مو سراسر تیری کړي او بهتان مو ویلی.
نوربیا
مومندافغان
عادل عادل
22.06.2011
السلام علیکم
محترم چپرهاري صاحب
په همدې ځای درنه بښنه غواړم، ما د موضوع سره د خپلې لیکنې غیر مرتبطه برخه ړنګه کړه، يو ځل بیا هم ستاسو نه بښنه غواړم.
عادل عادل
23.06.2011
السلام علیکم
د اسیرانو د شهادت په اړه لاندې لینک ته ورشی:-
http://www.benawa.com/details.php?id=44989