د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د خوښۍ اظهار

م . ق
18.06.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
لکه څرنګه چې دپښتونولۍ خونه نشته ځکه نو دلته دټولنې په برخه کې ستاسو په بیا زر راتګ د خوښۍ او اطمینان اظهار کوم اګرچه تاسو خو دهمیشني تګ نه وو ویلي خو بیا هم زما د ځوابي لیکنو په عکس العمل کې ستاسې خپګان ما لپاره د ډیر تشویش او غم باعث وو ځکه نو ستاسې اوږود غیاب هم ما لره دزغم وړ نه وو.
دوهم ستاسې د راتګ سره سم زه د تګ په انتظار وم ځکه چې بیا ستاسې په مخ کې خنډ او ستاسې د بیا خفګان لامل ونه ګرځم خو اوس چې ګورم بعضې خلک زما په تللو خوشحالیږي او نه غواړي چې زه یې په مخ کې خنډ واوسم ترڅو په پوره ډاډ سره هر هغه څه چې دنورو په ذهنونو کې پچکاري کول غواړي په خپل مداریتوب یې ورپچکاري کړي نو پدې لامل زه هم د همیشه لپاره نه ځم خو دپراخ ګډون نه به ځان وژغورم، او تاسې نه مې ډیره احترامانه هیله ده چې د پخوا غوندې خپل پراخ ګډون ته دوام ورکړﺉ ، همدا زما خوښي او موفقیت دی.

په درنښت او احترام
ستاسې کشر ورور ننګرهاري


khoshalkhan
23.06.2011

ډېر افسوس چې دپښتونولي خونه نشته ، ددې ويب سايټ اساس بايد پښتونولي
وي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more