اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
سوله د اسلام له نظره
پتوال
18.06.2011
درنو او محترمو دينپوهانو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
محترمو ! باور لرم چې تر چا زيات به د افغانستان اسلامي علما د مسلمان افغان ولس په غمونو او دردونو دردمن اوسي . تاسو دغه لاندې ويديو وګورئ او
د سولې له پاره د مولوي نورالعزيز مرکه د اسلام له نظره و ارزوئ :
http://www.youtube.com/watch?v=U2139YrhMVA&feature=mfu_in_order&list=UL
ستړۍ
20.06.2011
زه وایم چې په اسلام کې دجنګ یا جهاد څومره ستاینه شوی ده
دسولې به له دی زیاته وې خو دا ملاصاحبان ولی څه نه پکشی وایی؟!!
عبدالله صابر
21.06.2011
السلا م عليکم
ستړئ صاحب
خوسوله په جنګ راځي که جنګ نه وي سوله به څنګه راشي ، هسي خوپه
زندان کښ هم سوله وي لاسوونه پښې تړلي اوخورک څښاک يی هم دزندان چاروا
کوپه لاس کښ وي ،سوله خوامريکايانوله کرزي سره کړي ،دغلامئ سوله
ايانو داسوله شوه ؟؟؟
له دوه زره يوکال مخکښ امريکايانو ولي سوله نه کوله ؟؟؟ همدا مقدس
جنګ ددي سبب شو چي اوس دسولې چيغې وهي ، دالله جل جلاله په ځمکه کښ (تورليست ) يوڅوک نه پريښودل ، ايادا دهمدي مقدس جنګ برکت نه دی
چي اوس غواړي دطالبان نومونه له توررليست څخه وباسي ؟؟؟
په جها دکښ عزت دی ، په جهاد کښ عزت دی اوبياهم په جهادکښ عزت دی
والسلام
pupal
21.06.2011
[quote:2e446484d0]زه وایم چې په اسلام کې دجنګ یا جهاد څومره ستاینه شوی ده
دسولې به له دی زیاته وې خو دا ملاصاحبان ولی څه نه پکشی وایی؟!![/quote:2e446484d0]
ملګریه په اسلام کې جهاد روا شوی د سولې د تحکیم لپاره دی!
په اسلام کې جهاد غایه نه ده، وسیله ده، او د سولې د ټینګښت لپاره یوه وسیله ده.
آیا نه وینې چې یو حکومت غلو، ډاکوانو، قاتلینو، شرابخورو، او..... ته جزا ورکوې؟؟؟؟
ولې؟؟؟؟
ددې لپاره چې په هیواد کې امن او امان قایم شي!!
او د غله او قاتل جزا د امن او امان په راستلو کې کومک کوي او که د امن او امان تخریبونکي عمل نوم ورکړو؟؟
جهاد هم همداسې درواخله.
جهاد په ځمکه کې د سولې د ټینګښت او امن او امان د ټینګښت لپاره ترسره کیږي. فافهم