نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د طلوع تلوېزيون يې وړاندې کوي
پتوال
18.06.2011
درنو لوستونکو السلام عليکم !
لومړی دغه ويديو وګورئ ، بيا هيله ده خپل قضاوت پرې وړاندې کړئ :
http://www.youtube.com/watch?v=U2139YrhMVA&feature=mfu_in_order&list=UL
Re: د طلوع تلوېزيون يې وړاندې کوي
pattang
18.06.2011
داخو هغه خبري دي چې پتوال يې کوي ،کومه نوې خبر نشته !
سر بيره پردي د مولوي صيب خبري خو دکرزي او رباني خبرې دي ٠
کوم نوی شی نشته !
[quote:7a9a6102b5="پتوال"]درنو لوستونکو السلام عليکم !
لومړی دغه ويديو وګورئ ، بيا هيله ده خپل قضاوت پرې وړاندې کړئ :
http://www.youtube.com/watch?v=U2139YrhMVA&feature=mfu_in_order&list=UL[/quote:7a9a6102b5]
پتوال
18.06.2011
[quote:85356abca0]داخو هغه خبري دي چې پتوال يې کوي ،کومه نوې خبر نشته ! [/quote:85356abca0]
پتنګ صيب نو د پتوال خبرې مولوی نورالعزيز د کندز پخواني طالب والي هم درته تصديق کړې ، که نوې نه دي خو تا نه دي منلي،
نوې خبر همداده چې نور ترې پتنګ صيب ، نوروز خان صيب او د ناحقې نور مدعيان هم انکار نشي کولی !
که اوس هم په کې نکړي نکړي وکړئ نو بيا ستاسې قناعت
او د بسوګۍ د واده هېڅ فرق نه پاتې کيږي :
بسوګۍ په پښتنو کې يوه بد سترګې پيغله وه، چې پلار يې چاته ورکړه او کومې ملګرې يې پرې زيری وکړ چې ته يې فلاني ته ورکړې،
ځواب يې ووايه چې : باور مې نشي، بله ورځ يې کوژدن وشوه ، بيا چا ورته وويل چې کوژدې ده، وې باور مې نشي، ٦ مياشې وروسته پرې د واده
زيری وشو، وې باور مې نشي، کله چې واده او پالنګ ته شوه هم مبارکي يې نه اخيستله او ويل يې باور مې نشي !
خو کله چې شاوو يې څنګ ته راغی ، چپه يې کړه او د امير حمزه صيب بينګلۍ يې ورپسې له تېکي راوويسته ، بسوګۍ حيرانه شوه، تر سبا پورې يې
له خونده نه سترګه پټه شوه او نه يې خوله سره ورغله ! نو سهار لا ورته مبارکي هم نه وه ورکړې چې ويې ويل : اوس مې په خپل واده باور راغی او پوه شومه
چې واده اصلا څه ته وايي !
طالبانو له ISI سره د بسوګۍ واده تير کړی ، خبر دي او پوهيږي چې د ISI غلامي يعنې څۀ ، خو پتنګ صيب به يې تر هغه نه نوې خبره وبولي او نه به يې ومني
چې په طالب مشرانو خو ISI واخته د اسمان ستوري شمېرلي دي !
ښه دی چې د طالبانو تش مينوال يې او په رهبرۍ کې يې نه يې، که نه تاته به يې هم ښودلي وو چې ٨ او ٨ څو ډوډۍ کيږي !
pupal
19.06.2011
ددي والي مركه خو ما وليده :)
پتواله ما ويل ته به ډير هوښيار سړى يي خو دا ځيركتيا هم لكه چې كله كله دسړي له مغزو كډه كوي
pattang
19.06.2011
پتوال صيب دوالي په خبرو کې نوي شيان نشته خو يو شی ما نوی وليد :
پخوانی والي وايې چې هند مونږ ته ١٠٠ وارې دو ست دی نظر پا کستان ته ، په
داسې حال کې چې والي د طالبانو والي وو او هنديانو له احمد شا مسعود سره بې
حسابه ما لي او مادي مرستې کولې ، نو ايا پاک طالب به د اسې عمل وزغمي ،
که د نظار دشورا او د لاسپوڅي دولت له خوا څخه پيچکاري شوی نوي٠!
نوري خبري يې هم نه منطقي او نه حقيقي دي ، يواځې پرو پاګنده ده٠
هو يو شمېر پخواني طالبان په دولت کې کار کوي٠
دبسوګۍ قصه دې څو وارې تکرار ليکې ده٠
نوروز خان
19.06.2011
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
پتوال صیب لومړی خو دې دا په توان دڅلورو سادګي ده ، چې دغه ناشناخته لوده دطالبانو دکندز پخوانۍ والي انګیرې ، دطالبانو دکندز اولنۍ والي چې په درست شمال کې یې مقاومت راوپنځاوه دکندز دارچي اوسیدونکی ملاعبدالسلام بریالی وه چې وروسته په درست شمال کې دطالبانو تنظیمه مشر شو ، او په ځای یې مرستیال دکندز عمومي مسؤل شو چې تراوسه لله الحمد روغ رمټ او په کندز کې جهادي چارې تعقیبوي .
دغه زېړ مخی ملانورالعزیز چې کله امریکایانو ته تسلیم شواو په کندهار کې یې داشغالګرو ستر غلامانو لکه احمدولي کرزي ، فضل الدین اغا توریالي ویسا او نورو ته انحناء وکړه ، او ورسره داحمدولي کرزي دامنیتي کمپنۍ څوتنو نورو مخ پټو هم دتسلیمۍ داپروسه دنړیوالو رسنیو په وړاندې تمثیل کړه ، طالبانو سخت شوک وخوړ او پلټنه دا پیل شوه چې ددې سړي اصل او تعارف پیدا شي ، باور وکړه چې تراوسه په کندهار او کندز کې له ټول تلاش سره سره طالبان په دې نه دي بریالي شي چې دملانورالعزیز په نامه دا مجهول الهویته سړی وپیژني چې چکاره وه او دی .
په ټوله کې ویلای شی چې ملاشرموونکی نورالعزیز هم دجعلي منصور ،عبدالخالق ملکزي او نورو غوندې دکرزي او امریکایانو هغه جعلي تسلیم شوي دي ، چې طالبانو یې په خپل وخت په وړاندې غبرګون ښودلی ، او برأت یې ترې اعلان کړی دی ، دی که هرڅه یوازې به خپل حق الزحمه حلالوي او بس . . .
پاته شوه دویډیو خبره ما دکمزوري نیټ له برکته ترپایه دا ویډیو نه کتله خو داجمله مې ترې واوریده چې طالبان انبار ( امونیم نایټريت سره ) له پاکستانه راوړي .
پتوال صیب په افغانستان کې روانه معرکه دچاپکو جنګ نه دی ، بلکې بارود په کې بادیږي ، په افغانستان کې چې سورۍ نلۍ هم نه جوړیږي طالبان مجبور دي ، دجهاد لپاره وسله ومومي ، طالبان دراکټ ، کلاشینکوف او نورو اسلحو مرمۍ ، دافغانستان له شمالي ولایتو څخه له عامو خلکو په پیسو اخلي یي ، یایي داردو له تنخواخورو سرتیرو په نغدو پیسو رانیسي ، او امونیم نایټریټ سره چې په چاودنو کې کاریږي او کرزي پرې بندیز لګولی دی ، څرنګه چې دزراعت دیوې مؤثرې سرې به توګه پخوا په افغانستان کې هم ازاده خرڅیدله اوس په درست نړۍ او پاکستان کې هم خرڅیږي چې طالبان کولای شی په اسانۍ یې ترلاسه کړي .
نه پوهیږم چې نورالعزیز به نورڅه ویلي وي ، خو زه چې دده اصطلاحات ګورم لکه کرزی چې رئیس دولت بولي ، دغه راز په درستو موضوعاتو کې له داودسلطان زوی سره ورته دریځ لري داسې معلومیږي چې دکرزي دادارې کوم پخوانۍ تنخوا خور دی ، څوک چې لس کاله له چا سره جنګیدلی هغه په اتوماتیک ډول داسې نه شې اوښتلی
پتوال
19.06.2011
د رنو ورونو نوروز خان او پتنګ خان ته له سلامونو وروسته :
که دانړيواله ميديايي رسوايي تاسو سوچه دولتي تبليغ بولئ نو ردول يې زما ستا بل اوبل کار نه، بلکې په الاماره او طالبانو
په وياند پورې اړه لري ، تر څو پورې چې هغوی يې نشي ردولای تاسو يې په خپلو شخصي انګيرنو څنګه ردوئ ؟؟؟؟؟؟
له رسمي ردونې او غندنې پرته به د طالبانو له خوا هم په ثبوت ورسيږي چې نورالعزيز ددوی ښه کلک اوږودمهاله ملګری و ،
دوی يې د نورې افشاګرۍ له ويرې نه غندي او نه يې ردوي !
ځکه خو تاسو ته لازمه ده چې دده په اړه د طالبانو له رسمي ميدياڅخه اسناد وړاندې کړئ ، څو قضاوت پرې وکړای شو ، تر هغې پورې د ملا نورالعزيز خبرې
رسمي اعتبار لري او دحقيقت ارزښت له لاسه نه ورکوي !
هو ! د حقيقت په صورت کې ترې ډيرې نتيجه ګيرۍ په لاس راځي چې وروسته به انشا الله وړاندې شي .
نوروز خان
20.06.2011
داده ښاغلی پتوال
http://shahamat.info/index.php?option=com_content&view=article&id=9972:2011-04-12-07-29-31&catid=6:officiale-statmenst&Itemid=7
متأسفانه دطالبانو انټرنیټي پاڼه چې سهار فعاله وه ، او ما دطالبانو دکندز دادعائي والي ملانورالعزیز دتسلیمۍ درد په اړه دطالب ویاند قاري یوسف دڅومیاشتې پخوانۍ اعلامیې لینک ترې راواخیست اوس مې چې وکوت ، نو داسې راته شکاره شوه لکه دمعمول غوندې چې دطالبانو پاڼه بیا خرابه شوي وي نوځکه به لوستونکي دا اعلامیه ونه شي کتلای .
خو دپتوال صیب دغوښتنې په اړه دومره وایم چې همدا نورالعزیز چې څه موده وړاندې په کندهار کې یې دتسلیمۍ سناریو تمثیل کړه طالبانو په غوڅه داخبره رد کړه او نورالعزیز یي یو ناشناخته سړی وباله ،
دهغه مهال اعلامیه دطالبانو دپاڼې داعلامیو په ارشیف کې پرته پتوال صیب یې کتلای شي ، او که دطالبانو پاڼه روغه شوه زه به یې انشاءالله دلته راکاپي هم کړم
په درنښت