د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

SADEQ MUSALMAN
16.06.2011

رښتينی/حامدورورموژړاندپه ټول افغان دی
................................................................بحث په يوه درومي پتوال بل طرف روان دی
خيردی پروانه لري رښتياخويې ويلي دي
...............................................................جوړله انګرېزي اوردو دستاراودستارخوان دی
هلته هغه څوک دي له دې ځایه شړل شوي دی
...............................................................نغداوچغدمثال کي يادوم درته کوشان دی
ننګراری قرآني سم شه پتوال مه خپه کوه را( [color=yellow:3bbe02c711]دټول افغان په نيم افغان کېدو[/color:3bbe02c711] )
..............................................................څنګه چې خپه دي زمونږورورمومندافغان دی
پتواله ته هم په نه خبره مه غورځه سپږموته
..............................................................ټول افغان هم زيات ترفيس بوک اونسوارخان دی
څوک چې نن ترې لاړشي سبابيرته ورته راشي
..............................................................لنډمثال يې زه، عادل عادل اونوروزخان دی
په آخــــــــــرکـــي يـــوښــــــــــه زېـــری درکــــومـــه
.............................................................زمادتګ نېټه رانژدې شوی رمضان دی
که دســـــــــــــــــــــتارچاته خوندنه ورکي بيادي
.............................................................نن ته ځي که نه نوله دوئ پرته هم ودان دی
http://nunn.asia/forum/forum.php
په ټول افغان مين دي نه خپه کېږي.


پتوال
16.06.2011

ګران عادل صيب سلامونه او نېکې چار!
له ځواب نه مو مننه، تاسو ليکلي :
[quote:5b00c1c766]د کابل په لاسپوڅې اداره کې د یرغلګرې نړیوالې ټولنې په لړ کې د پاکُستان او ای-اس-آی برخه تر ټولو ډېره او د دوی په خوښه ده....د کرزي د ادارې ځنې مهم وزیران، د ولایاتو اکثریت والیان، او لوړپوړي چارواکي د ای-اس-ای مشهور او ښکاره خلک دي، آن ځنو یې د ننګرهاري صاحب په قول د رحمن بابا او خوشال خان د لیسو له وخت څخه د ای-اس-ای د لاس روزنه لیدلې او بایباد یې اخستي دي.

[/quote:5b00c1c766]
خو سره ددې يې هم طالب غورځنګ د نړيوالې ټولنې ترڅنګ نه تنقيدوي او نه يې د ISI د ګوډاګيانو په توګه تنقيدولی شي، ولې ؟
آيا د ISI دشريکې بادارۍ او يا همکارۍ له امله چې له طالبانو سره يې په پټه کوي لکه ښايي خودکش بريدونو ته په لار ورکولواو نور برخو کې ؟
طالبان خو د ملي رسالت په قرضدار توب کې هم دا حق نه پرېکوي چې خپل دوښمنان اقلآ د ISI سره د همکارۍ په تور وغندي ،
که په دې لاره کې يو گام پورته کړي مونږ به ورسره دوه پورته کړو، که دوی يو غږ پورته کړي مونږ به يې په لاريونو سره ونازوو
او د طالب ملاتړ ته به افغانان راوبولو ! په راتلونکې چارشنبه د جون په ٢٢ په اروپا او امريکا کې د پاکُستان ، بوله د ISI د مداخلې په ضد
لاريونونه کيږي ، معلوم شي چې لږ تر لږه الاماره خو ددې لاريونونو سره يو څه اخلاقي ملاتړ اعلام کړي . هغه وزيران او مامورين چې ته يې د ISI
ګوډاګي بولې په ښکاره خو د پاکستان مداخله غندي او بندول يې غواړي .
طالبان خو پخپله څه چې حتی له روڼ اندو نه هم نه غواړي چې د بهرنيو استخباراتو مداخلې دې د ISI په شمول وغندي ، بلکې برعکس دټولو ځانمرګي بريدونو پړه چې
ISI يې رامنځته کوي له وقوع سره سم په خپله غاړه اخلي او نه پريږدي چې د ISI مخ په افغانستان کې تور شي !
ددې حالت د پاسه نو بيا دغه خبره هسې پلمه ده چې :
[quote:5b00c1c766] خو د کرزي په وجود کې په ای-اس-آی پسې ځکه خلي او څراغونه نه اخلې چې شنډه دیموکراسي یا په پښتو ژبه کې ستا د خوښې او خوب ولسواکي به خدای مکړه درنه ازار شي،[/quote:5b00c1c766]
له دې نه خو تاسې هم انکار نشئ کولی چې غربي دموکراسي مونږ په قطعي ډول رد کړې او د ولسواکۍ يواځې هغه اجزاوې چې
له اسلام او ملي ګټو سره مطابقت خوري لکه د شورا او ولمشرۍ ټولټاکنې ، اولسواک تقنين او اجرائيه د اسلام له سپېڅلي شريعت
له پلي کولو سره غواړو چې ملي امت واکي ورته ويلی شو .
نو بيا د کرزي او لويديځوالو ښکيلاکګره نجسه دموکراسي ولې په ما راتپې ؟
زمونږ ولسواکي خو ملي او اسلامي امت واکي ده ، نه غربي ليبراله لوچکه او مرداره دموکراسي .

[quote:5b00c1c766]نو پرېږده چې ای-اس-ای مزې وکړي، او تاسو یې هم سیل کوی. [/quote:5b00c1c766]
برعکس ! ISI او حميدګل چې په طالب لر او بر کومې مزې کوي د واقعي وطندوسته افغان مسلمانانو ورته له زړه څخه وينې څاڅي ،
ځکه په افغان طالب دغسې سياسي لوبې کول د هيواد د بربادۍ يا ادغام ګواښ له ځانه سره راوړي !
[quote:5b00c1c766]که ای-اس-ای د بلې هرې خرڅې شوې افغاني سوړې څخه سر راپورته کړي نو تاسو پرې اغماض کوی،[/quote:5b00c1c766]
اغماز د څه له پاره، څوک چې پرې اغماز کوي هغه د ISI ګوډاګی وي، په دې خو سل په سلو کې باور لرم چې عادل به کله هم پتوال او د هغه غوندې نور
د ISI ګوډاګي وبولي ، که څنګه ؟
اغماز = ګوډاګيتوب خو دې ته وايي چې د پاکستان له هوايي ډګرونو څخه د امريکا بم غورځونکې ظيارې پورته شوې او طالب رژيم يې
دړې وړې کړ، خو طالبانو د پاکستان په وړاندې اه له خولې ونه ويست (!!!!) او نه يې وباسي ! دا کار هغه وخت امکان لري چې طالب خپل شتون
او هستي بشپړ د ISI د ملاتړ پورې تړلې وي او په ملاتړ يې صرفنظر ورته همدومره ناممکنه بريښي لکه په خپل موجوديت او هستۍ چې صرفنظر نشي کولای!
له دې نه ضعيف خو ورته مثال د خلقيانو ګوډاګيتوب و ، کله چې شوروي په خلقيانو بريد وکړ، هيواد يې اشغال او پرچميان يې قدرت ته ورسول
خلقيانو اه له خولې و نه ويست او په پاتېشونو چوکيو ورسره راضي شول .

[quote:5b00c1c766]زما د اوږدې مودې نتیجه ګیري هم دا ده چې ورته موقف ته د ای-اس-ای سره دښمني نه شم ویلی بلکه د طالبانو سره یې د دښمنی ظاهرا یوه ښه او د توجیه وړ بهانه بللی شم.[/quote:5b00c1c766]
که بهانه په منځ کې وای نو په معکوس ډول به يې امکان لرلی وای : چې له افغانستان سره د ISI د تاريخي دوښمنۍ له کبله بايد
هر افغان له دغه جهنمي سازمان سره دوښمني ولري او همدغه دوښمني له طالب څخه د فاصلې بهانه هم ده ، که طالب دغه د ISI زما
په شمول به يې ټول افغانان په سر وګرځوي ، ددغسې يو بېخچن پرېکوڼ توفيق دې الله نور ژر تر ژره ورکړي چې ځان نور ددغه تورسنټي غلام له غلامۍ نه
خلاص کړي ، وطن ته په هسکه شمله راستون شي او د بهرنيانو د وتلو په شرط له هيوادوالو سره دملي سولې آزاد حکومت په ګډه جوړ کړي!


pattang
16.06.2011

انډيوالانو ترکا ڼي د بزو کار ندی ، سياست او سياسي هدفونه کندې او غرونه
لري چې تېرېدل ورڅخه ډېره حوصله او مهارت غواړي :

- طالب که د ISI او چټليستان غلا مي کوي نو بيا ولې د CIA او غربيانو
غلامي نکوي چې هم پر نس ماړه ، پر تن پټ شي او هم يې جيبونه په دالرو
وپړسيږي !
له اسلامه خو امريکايان او غر بيان هم څوک نه منع کوي او حتا برسونه هم ورکوي
او مسجدونه ، مدرسې هم ورته جوړوي !

:==> په طالبانو باندې تور لګول ظلم او اخلاقي تېری دی ، خاص هغه خلک
داخبرې کوي چې دلاسپوڅي دولت او اشغالګرو سره يا ايديالوژيکي نږدېوالی
لري او يا خپل جيبونه ډکوي . دوی خو په ښکاره داسې نشي وېلی چې اشغالګر
ښه دي نوپه معکوس تناسب (دطالب تړل تر ISi پورې ، داشغالګرو ښه والی
برتري ښکاره کول ) سره د طالب بدي د اشغالګرو ښه والی اولس ته ښکاره کوي.
:==> دچټليستان غوا لنګه ده پر طالبانو باندې ځان شېر او پړاګ کوي او
طالبان پردې ښه پوهيږي خو چاره نلري !
چټليستان د هند له سرحد سره نږدې يو مليون عساکر را ټول کړي چې
څلور تر پنځه ميليارده دالر يې دکال مصر ف دی ، نودا پيسې چټليستان
له کومه کړي ??
دغه پيسې ټولې امريکايان ورکو ي او د چټليستان خپله غوا پکشې لنګه ده
هر څومره چې جنګ اوديږي د چټليستان پکښې ګټه ده .
: ==> کله په طالبانو ځان شېر او پړانګ کوي ، کله څو طالبان بنديان کړي ، کله
يې څو امريکايانو ته په لاس ور کړي ، کله دروغ ورته وايې .....

:==> دطالب موقعت :
طالبان تر ډېر سخت سياسي فشار لاندې دي :
که ځان لاسپوڅي دولت ته تسليم کړي او د ISI له قمار بازي څخه ځان خلاصوي
، نوخو بيايې ټول عبادت خراب شه او دپښتنو او مسلمانانو، هېواد پرستو
خلکو پوزه به پرې وي بايد ټيکري په سرکړي او هغه تنکي شهيدان ځوانان به له
خاورو لاندې څرنګ هېروي ?
نو ايا طالب دا کار مني ? نه هيڅکله نه ٠
طالبان بله هيڅ چاره نلري چې خپل زخميان پاکستان ته ونليږي او خپل جنګي
وسائل دپاکستان له لارې پيدا نکړي ، په ژمي او دضرورت په وخت کې هلته
استوګنه ونلري ٠ داسې کارونه نه يواځې طالبان کوي بلکې دنړۍ ټولو ازادي
غوښتونکو خلکو کړي او په خارج کې به يې د سکونت او تېښتې ځايونه لرل٠
:==>
چټليستان هر څومره چې د طالب په سر تجارت کوي بې تفاوته ده تر څو چې
دافغانستان ملي کټو ته په زيان کې نوي ، داد امريکايانو دالر چې چټليستان
يې اخلي د افغانستان له ملي ګټو سره کوم رابطه نلري اوزه پر دې ايمان لرم
چې زمونږ جنګيالي وروڼه دې خبرو ته شه متوجه دي٠

[color=brown:89e00a3ef6]د طالبانو لپاره پټه خوله اوس سره زر دي. [/color:89e00a3ef6]
نالت په اشغالګرو ، ژوندي او موفق دې وي طالبان ٠


پتوال
17.06.2011

منلی پتنګ ليکي :

[quote:4617a87386]انډيوالانو ترکا ڼي د بزو کار ندی ، سياست او سياسي هدفونه کندې او غرونه لري چې تېرېدل ورڅخه ډېره حوصله او مهارت غواړي : [/quote:4617a87386]
که له دې سياسي مهارت لونکو څخه د طالب سياسيون وي، نو دا راتلونکي مشکلاتو يې چې ستا دليکنې له مخې يې ځان ته خلق کړي دغه مهارت نه تايېديږي ،
خو که مطلب دې خپل سياسي فکر وي، نو ددغه فکر موضوع دې ځان ته د طالب په سياست پوهېدل او د هغې درک کول او پلوی دی،
حال داچې يو ناوړه سياست په ښه درک او پلوي هم ښه کېدلی نشي ، ټيک ستا د متل سره سم چې دبيزو کار په ډير توصيف او پلوي
هم څوک ترکاڼي نشي بللی . که طالب لږ څه هم په سياست پوهېدلای نن يې ښۀ چانس لري چې د يوې سياسي سولې په مټ په ملي قدرت کې
ستره ونډه تر لاسه کړي، بې له دې چې د پاکيانو غلامي وکړي او يا د اشغالګرو شتون ومني يا ورته تسليم شي !
[quote:4617a87386]- طالب که د ISI او چټليستان غلا مي کوي نو بيا ولې د CIA او غربيانو
غلامي نکوي چې هم پر نس ماړه ، پر تن پټ شي او هم يې جيبونه په دالرو
وپړسيږي ! [/quote:4617a87386]
مونږ نه وايو چې طالب د پيسو له پاره غلامي کوي، طالب غولېدلی او د يواځې قدرت له تمې څخه پرې ليوۀ پاکستان د پسه په شکل کې
د ګوډاګيتوب مېچنې کوي ، هېڅ مستقل ګام ته يې نه پرېږدي چې د پاکستان د سياسي هدفونو سره برابر نه وي !
يواځې قدرت ورته د امريکا په غلامۍ کې هم په لاس نه ورځي او نه پرې امريکا دا باور کولی شي د القاعدې سره به بيا د امريکا پر ضد نه راګرځي .
هسې خو لومړی وار هم قدرت ته په رسولو کې د امريکا مرسته ور سره وه ، خو د القاعدې او ISI تر اغيز لاندې ، ستا په قول دهند سره د مقابلې
د مصارفو د تامين له پاره پرې له امريکا سره جګړه تحميل او د پاکستان د ګټو له پاره دوام لري . که دا درسره ومنو او حقيقت يې وبولو نو دومره بې کمالي په سياست کې رښتيا هم يواځې ايجړا ګان کوي او بس .

[quote:4617a87386]په طالبانو باندې تور لګول ظلم او اخلاقي تېری دی ، [/quote:4617a87386]
او په دې پلمه د حقايقو د راسپړلو مخه ډب کول د افغانستان د مظلوم ولس په وړاندې چې ISI او CIA له دواړو خواو څخه د بمونو، بمباريو،
ماينچاودنو ، خودکش حملو او جګړو د پلاس په خوله کې تر د اور لاندې نيولی نه بخښل کېدونکی خيانت او جنايت دی !
[quote:4617a87386]
:==> دچټليستان غوا لنګه ده پر طالبانو باندې ځان شېر او پړاګ کوي او
طالبان پردې ښه پوهيږي خو چاره نلري ! [/quote:4617a87386]
دا غوا ګانې څوک دي چې پاکستان ته شدې ، غوړي او د بچي ورکوي چې د جنګ دچلولو له پاره يې د توپونو خوراک کړي ؟ ايا دا لنګه غوا طالبان نه دي
چې پاکستان آبادوي او خپل وطن ورانوي؟ که له ناچارۍ نه طالبان دومره ستر خيانت او جنايت ملا تړل قبلوي او شپه او ورځ دغه جنايات تر سره کوي
آيا د ناچاره ګۍ په نامه بخښل کېدای شي ؟؟؟؟؟ که قدرت تر لاسه کړي هم له پاکستان څخه ددوی ناره ګي نه ختميږي ، بلکې نوره هم ډيريږي
نو بيا په کوم ملي او اسلامي وجدان د ISI د دغسې ناچاره غلامانو پلوی وشي ؟؟؟؟
[quote:4617a87386]چټليستان د هند له سرحد سره نږدې يو مليون عساکر را ټول کړي چې
څلور تر پنځه ميليارده دالر يې دکال مصر ف دی ، نودا پيسې چټليستان
له کومه کړي ?? [/quote:4617a87386]
ستا خپل ځوا ب دې پوښتنې دادی چې د طالب پواسطه دې افغانستان ورانوي په ملت دې د جنګ ناورين غځوي څو له امريکا څخه پاکستان
د هند په ضد خپل مصارف پوره کړي ، هر افغان چې د پاکُستان دغسې خاينانه او جنايتکارانه غلامۍ ته تن ورکوي تر شاه شجاع، کارمل ، کرزي
تر ټولو واجب الاعدام خاينانو او جنايتکارانو سل ځلې بدتر او زر ځلې واجب الاعدام نه دی ؟؟؟؟؟؟
[quote:4617a87386]دغه پيسې ټولې امريکايان ورکو ي او د چټليستان خپله غوا پکشې لنګه ده هر څومره چې جنګ اوديږي د چټليستان پکښې ګټه ده . [/quote:4617a87386]
واه واه ، نام خدا، چې دومره پوهيږې او اعتراف هم پرې کوې ، نو بيا ولې نه وايې چې طالبان بايد د اول لر طالب سره لاس يو کړي
د پاکستان پر ضد راپاڅي لومړی ځانونه له ISI څخه آزاد کړي او بيا د وطن آزادۍ ته په ټول ملت غږ وکړي، که ځان د ه ISI له دغه اسارته نشي خلاصولی
نو خودکشي ، په مثمره توګه خودکوش بريدونه خو پرې کولی شي ،
ددوی د کوم باغ ملۍ دي چې نور په نورو وژني او خپل ځانونه د طالب مشرتابه په نامه د ISI په غېږ کې خوندي ساتي ؟؟؟؟
داچې ISI
[quote:4617a87386]
: ==> کله په طالبانو ځان شېر او پړانګ کوي ، کله څو طالبان بنديان کړي ، کله
يې څو امريکايانو ته په لاس ور کړي ، کله دروغ ورته وايې ..... [/quote:4617a87386]
نو آيا ددې ټولو جناياتو بړه د طالب مشرتابه په غاړه پرته نه ده ؟
آيا له دوښمن ISI څخه ګيله پکار ده که شنډول ، ځپل او له منځه وړل يې !
دا ګيله هم ته کوې، طالب مشران خو دا ګيله هم ترې نشي کولای ، څو ISI يې پر اطاعت، ګوډاګيتوب او غلامۍ شک پيدا نکړي !
[quote:4617a87386]:==> دطالب موقعت :
طالبان تر ډېر سخت سياسي فشار لاندې دي :
که ځان لاسپوڅي دولت ته تسليم کړي او د ISI له قمار بازي څخه ځان خلاصوي [/quote:4617a87386]
صرف سياسي فشار نه ، جنايي فشار ، او د ISI قماربازي نه، د ISI له غلامۍ، سياسي او پوځي زندان څخه ځان خلاصول مطرح دي !!!!!
خو نه په بل افراطي خيانت او جنايت چې ځان اشغالګرو ته تسليم کړي ، ځان دې ملت ته تسليم کړي ، ملت نه اشغالګرو ته تسليميږي او نه ISI ، بلکې
ددواړه لکۍ ورتړل غواړي !
خو ملت ته دې په لږ عقل او ستا خبره ترکاڼۍ سره ځان تسليم کړي ، نه د بيزو په لاره ! نو هله به له دې لاندې شرم څخه ځان ، ملت او وطن ټول وژغوري :
[quote:4617a87386]، نوخو بيايې ټول عبادت خراب شه او دپښتنو او مسلمانانو، هېواد پرستو خلکو پوزه به پرې وي بايد ټيکري په سرکړي او
هغه تنکي شهيدان ځوانان به له خاورو لاندې څرنګ هېروي ? [/quote:4617a87386]
پتنګ صيب بيا په دې ليکنه ځان تسکينوي چې :

[quote:4617a87386]طالبان بله هيڅ چاره نلري چې خپل زخميان پاکستان ته ونليږي او خپل جنګي
وسائل دپاکستان له لارې پيدا نکړي ، په ژمي او دضرورت په وخت کې هلته
استوګنه ونلري ٠ داسې کارونه نه يواځې طالبان کوي بلکې دنړۍ ټولو ازادي
غوښتونکو خلکو کړي او په خارج کې به يې د سکونت او تېښتې ځايونه لرل٠
:==> [/quote:4617a87386]
د پتنګ خان په ددې معادلې په اعتبار کې هېڅ فرق نراځي که دا پورته جمله په لږ بشپړاوي داسې وليکو :
[color=blue:4617a87386]طالبان بله هيڅ چاره نلري چې خپل زخميان د ISI په مرسته پاکستان ته ونليږي او خپل جنګي وسائل د ISI په مرسته
دپاکستان له لارې پيدا نکړي ، په ژمي او دضرورت په وخت کې هلته د ISI په مرسته استوګنه ونلري ٠ [/color:4617a87386]
پتنګ خانه له دې مشکل څخه د وتلو په لاره چاره بايد خبرې وشي ، اندونه شريک شي ، نه هغه څه چې ته يې د غلطې نتيجګيرۍ
په توګه  صرف په خپل سر کې پالې يا طالبان ورته په ړندو سترګو دوام ورکوي !
دا پريږده آزاد بحث ته چې د وطن، ملت او اسلام
واقعي غمخوړونکي پرې څه فکر کوي او د ستونزې حل څنګه راباسي !
هغه ويديو چې ملا نورالعزيز په کې مرکه کړې هم څرګندوي چې طالبان په څومره ملي مخمسه کې ښکېل شوي پاتې دي ، واقعا ددوی راويستل د ISI
له جنايي منګولو څخه دافغان ملت تاريخي رسالت دی
الله دې افغان ملت ته دا توفيق ورکړي چې حکومت د اشغالګرو او طالبان د ISI له ولکې راوباسي او په ګډ طاقت سره ددواړو داړه مار انو څخه
وطن آزاد کړي و آن تر اټکه حتی !


SADEQ MUSALMAN
18.06.2011

ټول اوغان ته له بسته شواروز وروسته راغلم.
عجيبه لري بري مي پکي وليدې.
داشعرماچېرته ليکلی وچېرته راغلی!!!؟
موضوع په څه شي ده اوچېرته تللي!!!؟
اوس خودپتوال صيب په ځای عادل انسانان اوددين پتنګان هم په بله روان دی.
لږموضوع ته ځېرشئ، حامدصيب په ټول افغان ژاړي تاسوورته دای اس ای اوطالبانو
غیبت شوروع کړ. :oops:
حامدچې دټول افغان په کمونوخپه دی همدايې وجه ده چې موضوع به يوه خبري به په بل څه کي رواني وي.
مخکي به هرچاخپلي خوني ته ځان رساوه اوس خونوداړم په خبره ټکی ټکی ټکی

ټوکه : په اول کي مي د ( حامدچې دټول افغان په کمونوخپه دی ) له کمونوڅخه ميم
هېرشوی وو وروسته مي ورته پام شواو ورزيات مي کړ :lol:


پتوال
18.06.2011

د محترم صادق خبرې نرمو ټوکو يا لطيفو ته ورته دي، په پای کې يې د حامد صيب ټوکه دلته تکرار کړې ده خو د هغه په نوم نه،
خير ټوکه ټوکه ده ، که د ټوکې پلمه ترې داسې لرې شي :
:
پوهول ---- پوهونه
سَمول---- سمونه
رسول ---- رسونه
کمول ---- کمَونه

چې د( ک ) فتحه وساتل شي نو له (کمونه) څخه تش د (م) په هيرولو اړونده ټوکه نه جوړيږي !
بل دليل :
دلته (و) o يا u نه، بلکې w دی ، خو د ټوکې له پاره هغه دo يا u سره په برابر (و) اړول غواړي . يو خو ټوکه پخپله يوه استثنا وي بل يې په جوړولو کې هم حامد صيب له ډيرو استثناآتو څخه کار اخيستی : بالکل کمال کرتاهی !

يادونه : د پښتنو شاهانو د سواد غټه نښه دا پاتې شوې چې دافغان افغانستان نوم يې اوغانستان نه دی ليکلی . نو صادق خانه دا يواځينۍ لاسته راوړنه د ټول افغان په نامه کې ترې بيرته مه اخله ! :
[quote:7fadfd8904]ټول اوغان ته له بسته شواروز وروسته راغلم.[/quote:7fadfd8904]


عادل عادل
18.06.2011

السلام علیکم

پتوال صاحب فرض کړی ستاسو خبرې ټولې سمې او د منلو وړ دي.

نو ایا د ځمکې پر سر طالبان د افغان ولس تر ټولو لوی فرض چې د یرغل په وړاندې تحمیل شوی پاڅون او مقاومت دی، ملا نه ده تړلې؟، که دیرغلګرو سره په مقاومت کې زمونږ او تاسو هزاره قوم لاس په کار او له طالبانو څخه سبقت وکړي، زه او ټول افغان ولس به یې عجالتا او مصلحتا په ټولو تشو او بهرنیو شکمنو څه چې ښکاره وابستګیو هم سترګې پټې کړو، هیله ده چې په مطلب به مې رسیدلي وی.

زما په نظر د ولس تر ټولو لوی هدف د یرغل څخه خلاصون دی، دا چې سبا به د چا کاسې ته کښېنو، یو بل غټ او له ستونزو ډک پړاو دی چې سر له ننه اساسي چارې او ژور تفکر ته اړتیا لري.


پتوال
18.06.2011

عادل صيب مينه، درنشت او سلامونه !
ستا د ارزښتمنې ليکنې ځواب دې راته پور وي اوس صرف دغه ويديو
له قراني صيب نه په مننه درنو لوستونکو ته وړاندې کوم :
http://www.youtube.com/watch?v=U2139YrhMVA&feature=mfu_in_order&list=UL
او یا دا

http://www.youtube.com/watch?v=U2139YrhMVA&feature=player_embedded


عادل عادل
18.06.2011

السلام علیکم

دروند پتوال صاحب

زه په پېښ-بُوک کې د نوم ثبتولو اراده نلرم، ځکه خو له ډېرو مهمو مسایلو به خدای خبر بې خبره/محروم/یا په ارامه پاته یم.

ددې پر ځای به خپله پورتنی لیکنه ستاسو د وضاحت لپاره یو څه نوره هم وغځوم.

تاسو ته مالومه ده چې پاکُستان، په اصطلاح، د ترهګری ضد جګړه کې، د امرېکې له مهمو متحدینو څخه دی، خو کړه وړه یې لکه څنګه چې زمونږ نه پټ نه دي، له امریکې او سي-آی-اې نه هم ندي پټ، نو که په دې حال سره امریکایي ولس په بارک اوباما تور ولګوي چې د ای-اس-آی د ګټو لپاره په افغانستان کې خپل سرتیري وژني، او د مختلفو دلایلو تر څنګ یې اساسي دلیل هم دا وي چې ولې د امریکې چارواکي د پاکستان په اړه ښکاره او شفاف دریځ نه خپلوي؟

نو چې یو ابرقدرت ځواک د مکار پاکستان سره له احتیاط څخه کار اخلي، نو له یوه درګیر ولس چې د پاکستان سره یې له ګاونډیتوب نه انکار هم شونی نه دی، څنګه توقع کولای شو چې د پاکستان په اړه دې روښانه دریځ خپل کړي؟

زما په نظر خو د سیاست په ډګر کې دایمي وروري او دایمي دښمني هسې هم نشته، نو که طالب نن د یوه مجبوریت (یرغل لاندې شرایطو) له مخې د پاکستان په اړه پټه خوله دی، سبا به د بل مجبوریت (زما، ستا او ولس د ارادو) له مخې پاکستان ته په خوله سوک ورکوي او خپل حد به ورپېژني.

زه به کېدای شي ستاسو د قناعت وړ قوي دلایل وړاندې نشم کړای، خو د ځمکې پر سر حقایق چې له طالبانو څخه د پراخ ولسي ملاتړ تصدیق کوي، داسې دلیل دی چې ماتول یې خورا ګران کار دی، دا باید په پام کې ونیسو چې عام ولس کله هم داسې تصمیم نه نیسي چې ځان د هلاکت کندې ته ګوزار کړي.

نو ایا ښه به نه وي چې خپل تایید او نه تایید، یا ملاتړ او نه ملاتړ په دوو مرحلو کې تقسیم کړو، د اشغال لاندې شرایطو یوه مرحله او له اشغال څخه دګران هېواد افغانستان د حتمي ژغورولو وروسته مرحله، چې زما په نظر دوهمه مرحله به تر ټولو زیاته له ستونزو، ګواښونو او چېلینجونو څخه ډکه وي،نو ددې پر ځای چې د لومړی مرحلې په شک او تردید کې د وحشي اشغال روحیه پیاوړې کړو، ایا ښه به نه وي چې د راتلونکی بري نه ورسته حتمي پړاو په چېلنجونو او ګواښونو رڼا واچووو، او عامه سیاسي ویښتابه او پوهه رامنځ ته کړو.


م . ق
18.06.2011

[quote:d25950e2dd="پتوال"]
په فيس بوک کې د watan.pal تر نامه لاندې د يوۀ طالب مولوي د ويديوي مرکې تڼۍ پرانيزئ :

http://www.facebook.com/#!/watan.pal[/quote:d25950e2dd]
پتوال صاحب ، دغه لینکونه اکثره تاسو نیمګړي ورکوﺉ، نه پوهیږم چې ولې؟
که دغه لنک ټول کاپي او بیا په انټرنیټ براوزر کې پیسټ شي نو یواځې د وطنپال پروفایل راښایې، خو هلته بیا ډیرې ویډیوګانې دي، زما په فکر ستابه هغه ویډیو مراد وي چې داود سلطان ځوي د کندز لپاره د طالبانو پخواني والي نورالعزیز سره مرکه کړې ده، دغه لاندې یې دیوټیوب لنک دی چې هرڅوک یې لیدلاﺉ شي.
[url]http://www.youtube.com/watch?v=U2139YrhMVA&feature=mfu_in_order&list=UL[/url]
او یا دا
[url]http://www.youtube.com/watch?v=U2139YrhMVA&feature=player_embedded[/url]
مننه


pattang
19.06.2011

[color=blue:be066b79b9]ددي لپاره چې له چټلي نه ځان وساتم محاکمه يې د وطنمل ، پتوال او ټولو مسئولينو په شمول درنو لوستونکو ته پريږدم ![/color:be066b79b9]
ځواب نه وېيل يې سخت راته تمام شول خو محکمه
يې بهتره ده ٠

[quote:be066b79b9="غورځنګي قرآني"]بسمک اللهم یا جبار ویا قهار
که ترکاڼي د بزو کار نه دی نو دخید خوراک هم دخرو کار نه دی.
منافقت او شیطانت خپل حد لري خو داخلک یې دحد نه هم ورواوختل.
د پسه په څرمن کې لیوان زمونږ علماء او طلباء کرام داسې تیرباسي، چې خیر دی که مونږ مو د ملاضعیف غوندې لوڅ لپړ د ټولو دستپاکستاني جرنیلانو اوکرنیلانو په مخ کې امریکایي کوبایانو ته په داسې حال کې ورسپارو چې دپاسه درباندې په ګونډو کښیني او په سپیو مو وداړي نو هیڅ پروا نه کوي ځکه چې تاسو بله چاره نه لرﺉ او باید خامخا زمونږ پالیسانې انچ په انچ عملي کړﺉ.
همدا وجه ده چې شرمخان د پسه په لباس کې دوي ته دا ذهنیت ورکوي چې ګورﺉ لار مو هم په مونږ ده، مونږ درباندې لاره هم بندولی شو، اسلحې درباندې هم بندولې شو، زخمیان به چیرته تداوي کوﺉ ځکه نو تاسې باید د منافق پنجاب په دوستۍ کې او په پردي وطن کې په سختیو تیرولو سره خپلو افغانانو ورونو سره یوځای نه شئ ځکه چې عبادت به مو خراب شي او شهیدان به څنګه شي،
استغفرالله واعوذ باالله من الشیطان الرجیم.
خو عقل مندان ورته دا نه وایې چې بابا ته د هیلیو بچیانو ته د غوپو وهلو چل مه ورښایه، مونږ چې سوله وکړو، ملي او اسلامي دولت جوړ کړو بیا نو ستالارې ته څه ضرورت لرو، چې سر ژوندی وي ښځې ډیرې، لارې نورې هم ډیرې دي، دایران لار، د تاجکستان لار د ازبکستان او ترکمنستان او چین لار او که دا یو هم نه وي نو بلوچان او پښتانه دې خدای ژوندي لري په زوره به دبلوچستان په ګوادر خپل مالونه را اړوو.
کله چې سوله وکړو ملي اسلامي دولت جوړ کړو نو اسلحې ته څه ضرورت لرو؟ او که د ملي دفاع لپاره ورته ضرورت لرو نو په دنیا کې ډیر هیوادونه شته چې په مونږ خپلې اسلحې خرڅولی شي لکه جرمني، ترکیه، چین، هند او داسې نور
ته د زخمیانو خبره کوی؟ [color=darkred:be066b79b9]چې ملي اسلامي دولت ولرو ولې به تاغوندې منافق او خودغرض قمار باز ته اړ کیږو چې خپل زخمیان درباندې تداوي کړو او بل داچې [size=24:be066b79b9]د جاهل بچیه [/size:be066b79b9]چې سوله او قراري وي نو زخمیان به ولې پیدا کیږي؟[/color:be066b79b9]عبادت او شهیدان به مو ولې ضایع کیږي د ابلیسانو پلاره
عبادت او شهیدانو خو مو همدا غټه ثمره په لاس راکړه چې یو ملي اسلامي او افغاني دولت موجوړ کړو ، قدرت مو په لاس کې راغلو او یرغلګر مو وتلو ته اړ ویستل نور نو ړوند د خدایه څه غواړي خو دوه سترګې.

اخله پکه دا دې بله سپکه ، وایي دطالب عالم او مجاهد خرڅول څه تفاوت لري؟
دیني اړخ خو یې لا پریږده چې د یو عالم طالب او مجاهد تذلیل او اهانت څومره غټ جرم خیانت جفا غدر او ظلم دی لا پاتې یې بیا خرڅول؟؟؟العیاذ باالله
زمونږ افغاني غرور، پښتني غیرت ننګ او ناموس شرم او پیغور څه شو چې ملي ګټو ته تاوان نه لري؟ د یو افغان مسلمان په تیره بیا د یو افغان عالم او طالب بی عزتي بی ناموسي او لکه د غلام غوندې یې خرڅول افغانیت ته لږ تاوان دی؟
توبه د داسې پښتو او پښتونولۍ.
ایا ملي ګټي یواځې مادیاتو او پیسو ته وایې، افغاني غرور ننګ او غیرت هیڅ حیثیت نه لری؟..........اخ تو لعنت دې وي په ابلیس او دهغه په بچاریانو
زما د طالب او عالم په خرڅولو د امریکا نه ډالر اغیستل زما ملي ګټو سره څنګه ارتباط نه لري؟؟ زما د کور بچې زما په دښمن خرڅوی او په هماغه پیسو بیا زما کور ورانوی خپله شیطاني شبکه پرې قوي کوی ترڅو په اینده کې هم زما په وطن او چمن برلاسی وسې او هررنګه ناوړه شرایط او قیوادات راباندې وضع کړی.
لعنت الله علی ابلیس واعوانه
خه د دومره غټې مکارۍ او مداریتوب دپاسه یې بیا نور توهین هم کوي چې تاسو خو خپله په هیڅ هم نه پوهیږﺉ، غوږونه مو یواځې ماته بوڅ نیولي نو زه چې درته څه وایم په هغې خو تاسې پوهیږﺉ کنه، مطلب باد ورلاندې کول او پدې توګه یې تیر باسل ترڅو د ده شیطانت ته متوجه نه شي او په هماغه ذهنیت چې ورته ورکړل شوی دی قانع شي.
لوبوه لوبوه مداري، داڅه نانځکې نه دي چې داسې په اسانه به یې ولوبوې.
شیطانه مخ دې تور شه ولاحول ولا قوة الاباالله العلی العظیم[/quote:be066b79b9]


ډاکتر وطنمل
19.06.2011

درنو ورونو پتنګ صيب او غورځنګي قراني صيب !

ستاسو ترمنځ له تاو تريخوالي څخه ډکو ليکنو په ړنګولو کې ما د غورځنګي صيب له وړانديز سره سم ځکه عجله وکړه چې له دې وروسته به
ددواړو تر منځ په اصطلاح يو ډزبنديز وساتل شي او يو به د بل په ليکنو کې هډو ګډون نه کوئ !
خو متاسفانه له هغه وروسته هم غورځنګي صيب د پتنګ صيب په وړاندې خپلو شخصي نيوکو ته دوام ورکړ ، چې باور لرم د ډيرو لوستونکو به هم نه وي
خوښې شوې .
نو زه په دې وسيله ستاسو ددواړو تر منځ تر نا معلومه وخته پورې ډزبند اعلاموم :

[color=red:18fca62893]يو به هم په خپلو ليکنو کې بل ته نغوته نه کوي او
د هغه پر ليکنه به نظر نه څرګندوي ! دا يو مرعی الواجب اداري حکم دی ![/color:18fca62893]

ډزبند ته به تر هغه دوام ورکړئ تر څو چې زمونږ دويمه غوښتنه هم ومنئ :
او هغه زمونږ د ټولو لوستونکو اخلاقي غوښتنه ده :

[color=blue:18fca62893]له دواړو نه خواهش کوو چې يو له بل څخه د خپل خپل تيري بخښنه وغواړئ او نور سره پخلا شئ ، او کله چې سره پخلا شوئ
يو د بل په ملاتړ ليکنې به ډيرې کوئ او تنقيدي څرګندونې به مو له ډېر ادب او درنښت ډکې وي . ومن الله التوفيق ![/color:18fca62893]


م . ق
19.06.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
ډیر محترم، مکرم فاضل او دروند مشر ډاکټر صاحب وطنمل،
ستاسې ټولې فیصلې په سر سترګو قبولې او منظورې دي خو اجازه راکړﺉ دخپلې وروستنۍ لیکنې په هکله سپیناوی وکړم ترڅو د طرفینو د خبرو اوریدو څخه وروسته د انصاف او عدل په غوښتنه عمل وشي.
چونکه هغه په خپله لیکنه کې د دروند پتوال صاحب په شخصیت تعرض کړی وو او د بزو سره یې تشبیه کړی وو [quote:fdafd19aec]انډيوالانو ترکا ڼي د بزو کار ندی[/quote:fdafd19aec]
هغه که د متقابل احترام غوښتونکی وي باید هیڅکله سپکوونکي الفاظ استعمال نه کړي، ځکه دغسې سپکوونکې متلونه، قیصې الفاظ، شعرونه او جملې هرچا ته یادې دي او هرچاته الله جل جلاله خله ورکړې ده.
دوهم: د هغه اخیرنی د لاځوابۍ احتجاج مردود دی ځکه هغه الفاظ چې ده په غټو حروفو کې اقتباس کړي دي ما ده ته نه دي کارولي:
[quote:fdafd19aec][color=darkred:fdafd19aec]چې ملي اسلامي دولت ولرو ولې به تاغوندې منافق او خودغرض قمار باز ته اړ کیږو چې خپل زخمیان درباندې تداوي کړو او بل داچې [size=24:fdafd19aec]د جاهل بچیه [/size:fdafd19aec]چې سوله او قراري وي نو زخمیان به ولې پیدا کیږي؟[/color:fdafd19aec][/quote:fdafd19aec]
بلکه ما عقل مندان مخاطب کړي دي چې که تاسو ته څوک دغه شیطانتونه کوي نو تاسو ورته په ځواب کې داسې ووایاست، لاندې زما الفاظو ته بیا ځیر شئ:
[quote:fdafd19aec]خو عقل مندان ورته دا نه وایې چې بابا[/quote:fdafd19aec]
خو ده خپل جهالت پخپله او په زوره ثابت کړ چې زه حتی د لیکنو نه مطلب هم نه شم اخذ کولی، نو دا خو د ده خپل قصور دی چې خپل ځان پخپله نورو ته رسوا کوي، دې کې زما څه ګناه ده؟ دا چې خپل ځان ته دغه الفاظ مخاطب کوي خو همداسې به وي نو ځکه خپل ځان ورته معلوم دی.
[color=white:fdafd19aec]دریم: زما د سپیناوي نه مخکې زما لیکنه ړنګه شوې ده چې دا هیڅکله عدالت او صحیح قضاوت نه دی، لږ خو به مو زما ځواب ته صبر کړی وو، خو خیر پروا نه کوي ځکه زما لیکنه هغه پخپله ټوله اقتباس کړې ده او زه یې هم دوباره پیسټ کوم.[/color:fdafd19aec]

نوره ستاسې فیصله منظوره او نافذ العمل ده اګرچې یوه جانبه او په یو طرف درنه ده.

ډیره مننه او درنښت
ورور مو قرآني


عادل عادل
19.06.2011

السلام علیکم

محترم قراني صاحب که یې منې نو بیا دومره وضاحت د څه لپاره، ستا یې په ښاغلي پتوال صاحب څه، هغه د نورو په احترام کې خپل احترام ساتلی، همدا سبب دی چې دروند او محترم دی، راځه چې مونږ او تاسو هم د نورو په احترام کې خپل احترام خوندي کړو، لدې نه بغیر که ډاکټر صاحب وطنمل سپین غر هم زمونږ په لمن کښېږدي نو درانه به نه شو!

په درنښت او د بحثونو د نه اخلال په هیله


پتوال
19.06.2011

ګران ، ښاغلي او منلي ورور عادل صيب ته درنښت او سلامونه !
تاسو ليکلي :
[quote:de5f498b60]که دیرغلګرو سره په مقاومت کې زمونږ او تاسو هزاره قوم لاس په کار او له طالبانو څخه سبقت وکړي، زه او ټول افغان ولس به یې عجالتا
او مصلحتا په ټولو تشو او بهرنیو شکمنو څه چې ښکاره وابستګیو هم سترګې پټې کړو، هیله ده چې په مطلب به مې رسیدلي وی[/quote:de5f498b60]
که د وابستګۍ سره سبقت د قدرت نيولو په قيمت وي ، چې د اړونده لږکي په برخه نشي کېدای، نو په هغه صورت کې به ګوډاګی هم د خپل بادار جز وګڼل شي او وطنپال ملي اسلامي ځواکونه به يې په کلکه مخه ډب کړي، خو
ددومره اقليت له وابستګۍ څخه قدرت ته د رسيدلو ، او لهذا د ملي خيانت د سرته رسولو خطر يې نشي اټکل کېدلای .
سربېره په دې بيسوادي او سياسي سادګي هم ډير خطرناک مرض دی چې په مذهبي زدکړو له منځه تللی نشي خو لا ډېرېدلی او افراطيت پارولی شي
چې ټول د مکار دوښمن او منافق دوست په ګټه تماميږي .


رښتینی
19.06.2011

پتوال لیکې :

سربېره په دې بيسوادي او سياسي سادګي هم ډير خطرناک مرض دی
چې په مذهبي زدکړو له منځه تللی نشي خو لا ډېرېدلی شي .

چې مالګه بل منګ شې نو ګېله له چا ؟!!
یاخوموږ دمالګې په پېژندلو کې تېروتلي وو! :(


pattang
19.06.2011

زه له چاسره تاو تريخوالی نلرم ،او له داسې خلکو سره دخپل ايډيال کوم ګډټکي
هم نه وينم٠ دريمه درجه تېری يې کړی د ټول افغان اداره بايد خپل مسؤليت سرته
ورسوي او خپل قوانين پلي کړي !
کوم متل چې ما را وړی (ترکاڼي دبزو ....) هغه عام متل دی او کوم سړي ته اشاره
نده پکشې شوې ٠ له تيري اوسپکو څخه په سپينو سترګو انکار کول دټول
افغان ادارې ته يو توهين دی.
اميد واريم چې د فوروم غړي پر دې هکله خپل نظريات او غوښتني وليکي تر څو
چې په راتلونکي کې فوروم له داسې سپکو سپورو څخه خلاص شي ٠

[quote:c9af19d8be="ډاکتر وطنمل"]درنو ورونو پتنګ صيب او غورځنګي قراني صيب !

ستاسو ترمنځ له تاو تريخوالي څخه ډکو ليکنو په ړنګولو کې ما د غورځنګي صيب له وړانديز سره سم ځکه عجله وکړه چې له دې وروسته به
ددواړو تر منځ په اصطلاح يو ډزبنديز وساتل شي او يو به د بل په ليکنو کې هډو ګډون نه کوئ !
خو متاسفانه له هغه وروسته هم غورځنګي صيب د پتنګ صيب په وړاندې خپلو شخصي نيوکو ته دوام ورکړ ، چې باور لرم د ډيرو لوستونکو به هم نه وي
خوښې شوې .
نو زه په دې وسيله ستاسو ددواړو تر منځ تر نا معلومه وخته پورې ډزبند اعلاموم :

[color=red:c9af19d8be]يو به هم په خپلو ليکنو کې بل ته نغوته نه کوي او
د هغه پر ليکنه به نظر نه څرګندوي ! دا يو مرعی الواجب اداري حکم دی ![/color:c9af19d8be]

ډزبند ته به تر هغه دوام ورکړئ تر څو چې زمونږ دويمه غوښتنه هم ومنئ :
او هغه زمونږ د ټولو لوستونکو اخلاقي غوښتنه ده :

[color=blue:c9af19d8be]له دواړو نه خواهش کوو چې يو له بل څخه د خپل خپل تيري بخښنه وغواړئ او نور سره پخلا شئ ، او کله چې سره پخلا شوئ
يو د بل په ملاتړ ليکنې به ډيرې کوئ او تنقيدي څرګندونې به مو له ډېر ادب او درنښت ډکې وي . ومن الله التوفيق ![/color:c9af19d8be][/quote:c9af19d8be]


۰
20.06.2011

ډیره مننه وطنمل صیب مونږ پدي ډزبندۍ ډیر خوښ شو او د دواړو فریقینو نه جدي
غوښتنه کوو چي دا حکم تعمیل کړي.
هڅوک پدي نه خفه کیږي چي ولي پري څوک تنقید کوي او یا فلانی ولي زما نه مخالف فکر
لري خو بیا پدي حتما ډیر خفه کیږي او شخصا زه نو بیا مرم چي یو څوک بد
الفاظ استعمالوي او ښکنځلي کوي پدي سره دبل هڅ نشي کولي مګر یواځي خپل
شخصیت مجروح کوي او خلکو ته ورښاي چي زه څرنګي سړی یم او څومره برداشت او ګذشت لرم.
مومندافغان


عادل عادل
20.06.2011

السلام علیکم

محترم پتوال صاحب

زما مطلب ولې بې ځایه فهموی، زما هدف افغانانو ته د ورپېښ حالت چې وحشي اشغال دی، داسې اشغال چې صرف زمونږ معنویات نه لوټي، بلکه په فزیکي ډول او وحشت سره ، د هرې ورځې د معمول په توګه، زمونږ وروڼه او خویندې، سپین ږیري او ماشومان له خواږه ژوند څخه بې برخې کوي، همدا ټکی د خورا زیاتې پاملرنې وړ دی.

زما غزېدلې لیکنه هم لطفا له پامه مه غوځوی.


م . ق
20.06.2011

[quote:bda72946f0="مومندافغان"]هڅوک پدي نه خفه کیږي چي ولي پري څوک تنقید کوي او یا فلانی ولي زما نه مخالف فکر
لري خو بیا پدي حتما ډیر خفه کیږي او شخصا زه نو بیا مرم چي یو څوک بد
الفاظ استعمالوي او ښکنځلي کوي پدي سره دبل هڅ نشي کولي مګر یواځي خپل
شخصیت مجروح کوي او خلکو ته ورښاي چي زه څرنګي سړی یم او څومره برداشت او ګذشت لرم.
مومندافغان[/quote:bda72946f0]
ډیره مننه محترم مومند افغان صاحب چې د منلي خان صیب په غوښتنه دې عمل کړی او د خپلو نظریاتو په څرګندولو سره دې د هغه لیکنه بدرګه کړیده.

[color=blue:bda72946f0]زما برحقه ځوابي دلایل ښکنځلې او سپکې سپورې نه دي بلکه دسیاسي میدان دکرکټ د لوبې په هغه تیز بال باندې شپږیزه (چکه) وهل دي چې د مسابقې په دوران کې زما د اوټ کولو لپاره راتوغول کیږي.[/color:bda72946f0]

کل حزب بما لدیهم فرحون
وللناس فیما یعشقون مذاهب

ترسم به کعبه نه میرسی ای اعـــــــــرابي
این راه که تو میروید به ترکستان است

مننه او درنښت
ًقرآني


م . ق
21.06.2011

[quote:34ef22af36]نو زه په دې وسيله ستاسو ددواړو تر منځ تر نا معلومه وخته پورې ډزبند اعلاموم :

[color=red:34ef22af36]يو به هم په خپلو ليکنو کې بل ته نغوته نه کوي او
د هغه پر ليکنه به نظر نه څرګندوي ! دا يو مرعی الواجب اداري حکم دی ![/color:34ef22af36][/quote:34ef22af36]
د ډاکټر صاحب وطنمل د دې فیصلې او حکم نه وروسته بیا هم ښکاره سرغړونه او نافرماني شوې، مرعی الواجب اداري حکم یې نه دی منلی او بیا یې هم پر ما تعرض کړی چې دایې ټول افغان ته او په ځانګړي توګه ډاکټر صاحب وطنمل ته غټ توهین او سپک نظر کړی چې د انصاف او عدالت په تله باید محاکمه او مجازات شي.
[quote:34ef22af36]له داسې خلکو سره دخپل ايډيال کوم ګډټکي
هم نه وينم٠ دريمه درجه تېری يې کړی د ټول افغان اداره بايد خپل مسؤليت سرته
ورسوي او خپل قوانين پلي کړي
له تيري اوسپکو څخه په سپينو سترګو انکار کول دټول
افغان ادارې ته يو توهين دی.
اميد واريم چې د فوروم غړي پر دې هکله خپل نظريات او غوښتني وليکي تر څو
چې په راتلونکي کې فوروم له داسې سپکو سپورو څخه خلاص شي ٠ [/quote:34ef22af36]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more